طالبان دې سوله ومني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام جیلاني ځواب
اوسنۍ جګړه ځینو هیوادونو د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې روانه کړې، ځکه ځینې هیوادونه لکه امریکا او روسیه چې له یو بل سره یې سیاسې اړیکې ډېرې خرابې دی په همدې موخه امریکا په افغانستان کې د افغان حکومت همکاريکوي خو روسیه په افغانستان کې په پټه او ښکاره د دولت د مخالفینو حمایت کوي او هغوی ته جنګي وسلې ، مهمات او مشاورین ورکوي
.
طالبان فکر کوي چې دا د دوی ارزښت او قوت دی ، مګر له دې نه دي خبر چې دوی د وسیلې او ابزار په توګه کارول کېږي. دوی هغو اجورتي قاتلانو ته ورته دي چې هرڅوک یې د خپل میل او غوښتنې مطابق د نورو د وژلو لپاره استخداموي. طالبان دا دومره وخت د پاکستان په لاس کې وو، له کومې ورخې چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شول، نو روسیې ته یې ور په لاس کړل، مګر لا هم د پاکستان له مطلقې ولکې نه دي وتلي او د دوی په هوده چلېږي.
وسله وال طالبان په دې ډول هیڅ شی هم نشي ترلاسه کولای، ځکه د دوی ستونزه له افغانانو سره ده او د افغانانو پر ضد یې جګړه پیل کړې ده، نو دوی باید که رښتیا هم سوله کوي، نو له افغان دولت سره دې بین الافغاني مذاکرات ومني، ترڅو له یوې خوا له افغان وژنې او ورور وژنې بېغمه شي او له بل لوري له غرونو او غرونو څخه خپل عادي ژوند ته ور وګرځي او په افغانستان کې هیڅ تروریستي ګروپ او ډلې ته د فعالیتونو او جنایتونو زمینه برابره نه شي او نه هم هیواد د امریکا او روسیې د سیالیو او رقابتونو په ډګر بدل شي. تر هغو چې وسله وال طالبان له جنګ لاس وانخلي، نو په هیواد کې د هرې نادودې او جنایت مسوول په خپله طالبان ګنل کېږي.
پاکستان په سیمه کې هغه هیواد دی چې خپل ګاونډې هیوادونه ورڅخه هر وخت سر ټکوي هغه ځکه چې په سیمه کې د دولت د مخالفینو تقویه کوي ، هغو ته اسلحې ورکوي او په سیمه او نړۍ کې افراطیب خپروي ، له همدی امله د پاکستان ګاونډیو هیوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په بار بار شکایت کړی چې په پایله کې پاکستان په خړ لیست کې شامل شو . پاکستان نه یوازې له سیاسي ، بلکې له اقتصادي فشار سره هم مخ دی، یوازې باثباته او پرمختللی افغانستان پاکستان له شته فشارونو څخه ژغورلی شي، نو که پاکستاني مقامات هوښیار وي، د دښمنۍ پرځای به د دوستۍ لاره اختیار کړي.