پاکستان ترهګر پالي، خو خپل خلک یې له لوږې مري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
پاکستان په اداري فساد، ناامنۍ او سیاسي بحران کې پر غرقېدو سربېره له سختو اقتصادي فجایعو سره لاس او ګریوان دی او خلک یې په ځانګړي ډول هېر شوي ایالتونه یې سخت کړاو ګالي. همدارنګه په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو، د  حکومت د نه پاملرنې، بې عدالتۍ او د ریاست د ظلم او وحشت له امله خلک چیغې وهي او اعتراضونه یې کړي دي.
د قبایلي سیمو پښتانه او بلوچ نږدې دي چې د پاکستان پر وړاندې بلوا وکړي، ځکه د حکومت له لوري ورسره کېدونکی ظلم او بې عدالتي په هیڅ شرط نوره هغوی ته د زغم او منلو وړ نه ده.
د سیند ایالت د تهرپارکر سیمې د خلکو موضوع بېخي نړیواله شوه. دغه سیمه چې یو نیم میلیون نفوس او ۲۰۰۰ کلي لري کلونو راهیسې له وچکالۍ او قطحۍ سره مخ دي خو مناسبې روغتیایي اسانتیاوې او مناسبې مواصلاتي لارې نه لري. د زیرزمیني اوبو کچه ۱۲۰ متر ته رسېدلې. کورنۍ د روغتیایي اسانتیاو د نشتوالي او روغتیایي خدماتو د نه رسېدو له امله د مرګ شیبې شماري. لوږه او د خوړو کموالی د خلکو عمده او لویه ستونزه ده، خو دولت دغې لیرې پرتې سیمې ته تراوسه پورې هیڅ ډول توجه هم نه ده کړې.
د عامه هوساینې غیر دولتي بنسټونه تر پنځه کلنو د کم عمره ماشومانو تلفات په پاکستان کې په منځني ډول ۳۵۲ زره تنه تخمین شوی دی، همدارنګه په کم عمر کې ودونه هم د دغه ډول مرګونو لامل دي ، ځکه ۲۸ زره میندې هر کال د زېږون پرمهال مري.
دا یوازې سیند ایالت نه دی چې له دغه ډول فجایعو سره مخامخ دی. په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په ټول پاکستان کې ۱۸۰۰ ماشومان د چیچک او نورو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکړی.
ډاکټر اکرم چې په سیند کې یې کارکاوه وایي: قحطي په پاکستان کې نوې او یو ځلي پدیده نه ده او نه هم وچکالي. خو له اندازې زیاته بې پروایي د انسانانو د له منځه تلو لامل شوې.
هغه احصایې چې دولت له هغو څخه د خدماتي او بیا رغاونې برنامو لپاره استفاده کوي اتلس کاله وړاندې (۱۹۹۸) ترسره شوې دي. دې سیمې ته د دولت د نه پاملرنې یو لامل هم له هند سره د سرحد لرل دي حال دا چې ۶۴ سلنه خلک یې مسلمانان دي او ۳۶سلنه یې هندوان دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ او توندلارۍ له ملاتړ څخه یو دی. د روغتیایي خدماتو پلان چې ۱۲۰ زره ښځينه ډاکټرانې زیانمنونکو سیمو ته استوي ۶۴۹ زره ډالر بودجې ته اړتیا لري، خو د پاکستان دولت میلیونه ډالر یوازې په وروستیو څو کالو کې تروریستي ډلو او طالبانو ته ورکړي دي، چې د دې بیه ناچاره او بې وزلي خلک پرې کوي.
هغه دولت چې په بل هیواد کې ظلم روا بولي، په واقعیت کې خپل ملت سره یې هم لوی جنایت کړی دی چې موږ د پاکستان او امریکا د نمونو شاهدان یوو. په دواړو هیوادونو کې د ملي عوایدو او مالیه کوونکو د عوایدو یوه برخه تروریستانو ته په داسې حال کې ورکول کېږي چې ناداره خلک یې له سخت وضعیت څخه کړېږي.