مونیخ کنفرانس کې نړۍ له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

مونیخ امنیتي نړیوال کنفرانس چې له ۱۹۶۲ کال راهیسې د نړۍ د امنیت د ارزونې لپاره هر کال د المان د دفاع وزارت په مرسته جوړېږي او  د نړۍ د هیوادونو مشران، د امنیتی چارو متخصصین او کارپوهان په کې ګډون کوي، افغان ولسمشر محمداشرف غني هم د دغه کنفرانس له ګډونوالو څخه یو و

.

ولسمشر غني مونیخ کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ په یوه بحث کې د نړۍ مشرانو ته د افغانستان د وضعیت، پرمختګونو، لاسته راوړنو، فرصتونو او اړوندومسایلو په اړه مفصل معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. نوموړي له دغه کنفرانس او سفر څخه اعظمي استفاده وکړه.

افغان ولسمشر محمداشرف غني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د نړۍ د هیوادونو له یو شمېر استازو او مشرانو سره د افغانستان د امنیت ، ثبات ، سولې ، ټاکنو ، نړیوالې ملګرتیا او نورو اړوند مسایلو په اړه جلا جلا کتنې لرلې. لومړۍ لیدنه یې د قطر هیواد له امیر علیحضرت شیخ تمیم بن حمد ال ثانی سره وه. دوی د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا تر څنګ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم بحث او خبرې وکړې. قطر هیواد سره یې ځکه لیدنه وکړه چې قطر هیواد پر افغان وسله والو طالبانو خپل نفوذ لري او طالبانو ته یی یو سیاسی دفتر ورکړی .د قطر له امیر څخه یې له دې امله مننه وکړه چې تل یی د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې د هڅو ملاتړ کړی . دقطر امیر ولسمشر غني سره ژمنه وکړه چې افغان طالبان به له حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته چمتو کړي.

د ناټو سازمان له سکرتر جنرال یس سټولټنبرګ جمهوررئیس سره د کتنې پرمهال د افغانستان د امنیتي وضعیت او سولی په رابطه تفصیلي خبری وکړې او افغان ولسمشر ته یې ډاډ ورکړ چی د ناټو غړي هیوادونه له افغانستان سره په سختو حالاتو کې اوږه په اوږه ولاړ دياو د افغان حکومت په رهبری او مالکیت د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

د اروپایی ټولنی د بهرنیو اړیکو مسولې او ځانګړې استازی مېرمن فدریکا موګریني په مونیخ کنفرانس کی د کابل پروسی د ناستی ، د سولی مشورتی لویی جرګی ، ټاکنو او امنیت په اړه لیدنه ، بحث او تفصیلي خبری وکړې. هغې د افغانستان ولسمشر ته ډاډګیرنه ورکړه چی اروپایی هیوادونه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ټاکنو او سولی پروسی د توافقنامی د تطبیق په هر پړاو کې هر ډول همکاری ته چمتو دي.

اروپایی ټولنی دمخه هم ویلی وه چی موږ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د دریمګړی په صفت رول  لوبولو ته اماده یوو.  همدارنګه د دغو کتنو په لړ کې  د المان لمړۍ وزیرې انګلا میرکل د مونیخ کنفرانس په څنډه له جمهوررئیس سره په کتنه کې وویل المان به له افغانستان سره د ستراتیژیک نړیوال شریک په توګه د حکومت او خلکو تر څنګ هر وخت وي .

د ولسمشر له دغو جلا جلا کتنو او د نړۍ د هیوادونو د مشرانو له ژمنو او څرګندونو څخه داسې ښکاري چې افغانستان لا هم د نړۍ د محراق مرکز دی او د دوی فکر پرې ور ټول دی. دوی ټول دېته لېواله دي چې په افغانستان کې سوله راشي.