پر دوه سیاسي جغرافیو د هیواد د وېش مخنیوی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

 

د افغانستان دښمنانو چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماته وخوړه، نو ترهګرو ډلو د خپلې دغې ماتې د پټولو او غچ اخیستنې په موخه په ملکي ځایونو او هدفونو بریدونه وکړل او زموږ ګڼ هیوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

دښمن غواړي په دې ډول په حکومت او ځواکونو فشار زیات کړي او دوی فکر کوي له دې سره به خلک دېته مجبوره کړي چې د حکومت پر وړاندې پورته شي او پر جنګي ډلو له جګړې لاس واخلي، مګر دا ډېر احمقانه فکر دی ځکه چې افغان ولس هیڅ وخت هم نه د دښمن فشار ته تسلیم شوی او نه به هم تسلیم شي، بلکې زموږ ولسونه تل د خپلو حکومتونو او ځواکونو تر څنګ ودرېدلي او د دښمن پر وړاندې یې واحد صف جوړ کړی دی.

سږنی کال له امنیتي پلوه افغانانو او په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تر ټولو سخت کال وو، ځکه چې جنګ نه یوازې شدت پیدا کړ، بلکې جنګي ساحه بدله شوه. طالبانو او ترهګرو ډلو د مخامخ جګړې پرځای چاودنو او تروریستي بریدونو ته مخه کړه. د افغانستان دښمنانود هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو بریدونو بڼه بدله کړه او د پلازمېنې په ګډون یې په بېلابېلو ولایتونو، سیمو، عامه ځایونو او لویو لارو کې  چاودنې او بریدونه وکړل، عام خلک یې برمته، ټپیان او شهیدان کړل.

دوی پلان درلود چې د پاکستان په غوښتنه او لمسون د هیواد زیاتو ولایتونو ته سقوط ورکړي او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي. د خلکو تر منځ وېره او وحشت خپور کړي او په افغان حکومت او په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړتیاو او سرښندنو یې بې باوره کړي.

د دغو ولایتونو او ولسوالیو له سقوط څخه د پاکستان موخه دا وه، چې د مذاکراتو پرمهال طالبانو ته په نظام او اداره کې زیاته ونډه ورکړل شي، ځکه دوی داسې ګڼله، چې د مذاکراتو پرمهال به واک د تر ولکې لاندې سیمې په اساس وېشل کېږي، خو له نېکمرغه چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهامت، زړورتیا، مېړانې او سرښندنو له برکته د افغانستان دښمنان په دې ونتوانېدل، چې د هېواد کوم ولایت او سیمه په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

لنډه داچې د افغانستان دښمنانو د خپلو بادارانو په زور او لمسون خپل ټول وس وکړ، چې د افغانستان واحده سیاسي جغرافیه په دو ټوټو ووېشي او بیا له هغه وروسته یا سولې ته کېني او یا هم د منتخب او مشروع حکومت د کمزوري کولو لپاره خپلو ورانکاریو او ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوی دغه ناوړه هڅې له خاورو سره خاورې کړې او په ډېره مېړانه او زړورتیا یې د افغانستان وسله وال مخالفین وځپل.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سپېڅلي شعارونو (خدای، وطن، دنده) او ملي انګېزې له مخې چې د هېواد، هېوادوالو، ملي ګټو او ملي ارزښتونو دفاع او ساتنه ده، خپله برحقه مبارزه د خپلو مټو او سرښندنو په زور جاري وساتله. د همدغو مقدسو شعارونو او ملي انګېزې له برکته دوی په نشته امکاناتو د جګړې په ډګر کې دښمن مات کړ او اتلواله یې وکړه