د امنیتي ځواکونو ملي او بین المللي ملاتړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

د ولسمشر غني د پاملرنې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو له برکته زموږ د ځوانوکونو ملي او بین المللي ملاتړ ځکه بېساری دی، چې دوی د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او دغه مبارزه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره په مېړانه پر مخ وړي. له همدې امله د هېواد په تاریخ کې زموږ د ځواکونو د ولسي ملاتړ یوه بېسارې اجماع رامنځته شوې چې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده

.

زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې له تروریستي ډلو سره په جنګ بوخت دي، نو پر موږ ټولو دا فرض ده چې د هېواد د دغو صادقو بچیانو ټینګ ملاتړ وکړو او هره شیبه له دوی سره همکار واوسو، ځکه د ولس ټینګ او پراخ ملاتړ د جنګ په محاذ او د مبارزې په سنګر کې د دوی روحیه لا پیاوړې کوي او هغوی ته انګېزه او قوت ورکوي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلو هېوادوالو او ټولنې سره د دوی د دفاع او امنیت د تامین ټولنيز قرارداد لري. د هېواد دغو مېړنیو او زړورو بچیانو په خپله خوښه منلې ده چې د نظام د ساتنې او پياوړتیا لپاره د خپل ژوند، سر او وینې په ارزښت مبارزه کوي او قرباني ورکوي.

لکه څنګه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت، صداقت او ایماندارۍ د دښمن پر وړاندې جنګېږي، نو په همدومره قوت باید ولس او حکومت د دوی د کورنیو او اولادونو مرسته وکړي او د اړتیا په وخت کې یې ټینګ لاس نیوی وکړي. د دوی د کورنیو لپاره باید ځانګړي ښارګوټي جوړ شي، خصوصاً د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو سره مرستې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي، تر څو يې اولادونه ښوونځي ته لاړ شي، په اسانۍ روغتيايي اسانتياوې، اوبه او برېښنا ولري او دغه قشر چې په دوامداره توګه د نظام او امنيت له مخې له ګواښ سره مخ دي، دوی په دې باوري کوي چې د جامعې او دولت له لوري پر دوی پانګونه کېږي.

د امنيتي ځواکونو  د رول دفاع او د دوی پراخ ملاتړ د ولسونو او دولتونو له مهمو وجايبو څخه ګڼل کېږي، ځکه هغوی د ملت او دولت پر وړاندې له شته تهدید او خطر سره مبارزه کوي اوقرباني ورکوي. دولت او ټولنه مکلف دي چې د دښمنانو په وړاندې د هغوی له نقش او حيثيت څخه دفاع وکړي او د هغوی د وينو او قربانيو په اړه بې اعتنايې و نه کړي چې د دوی د زړه ماتېدو او روحيې د کمزوري کېدو سبب کېږي.

لنډه دا چې د افغانستان په تاریخ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوسنی پراخ ملي او بین المللي ملاتړ بېساری دی. افغانستان چې لا هم ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکېل دی، نو تر بل هر وخت زموږ ځواکونه زیات ملاتړ او امکاناتو ته اړتیا لري، ځکه چې ترهګري یوازې افغانستان نه، بلکې سیمې او نړۍ ته ورپېښ تهدید او خطر دی چې باید له منځه یووړل شي.