لا هم غني ته اړتیا ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

جګړه ځپلی افغانستان چې ایله یې به دا وروستیو کې یې د ولسمشر غني د هڅو او هلو ځلو له برکته کرار کرار خپل پخوانی وقار او حیثیت وموند او په ښه مسیر یې خپل مزل پیل کړ، مګر لا هم منزل ته ډېره لاره پاتې او لا هم ډېر کار او وخت ته اړتیا ده تر څو افغانستان د ثبات او پرمختګ څخه برخمن شي، مګر د دې لپاره لا هم افغانستان د ولسمشر غني هڅو، دریځ، فکر، پوهې او اقداماتو ته اړتیا لري

.

په افغانستان کې بدمرغه جګړه لا نه ده ختمه، خو د پایته رسېدو لارې او زمینې یې زیاتې شوې دي، ځکه وسله والې ډلې او طالبان بالاخره دې نتیجې ته رسېدلي چې دوی په  غلطه دي، دوی له خپل  ولس سره په  جنګ دي. دوی د زور، وحشت او افراطیت له لارې دغه جنګ نشي ګټلی، ځکه د دوی پر وړاندې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس په غوڅ ملاتړ پرېکنده او زړوره مبارزه کوي.

په تېرو دیارلسو کالو کې د نړیوالو ټول تمرکز په جنګ وو، نه دوی د افغانستان د انکشاف او ابادۍ لپاره اساسي فکر درلود او نه هم د وخت حکومت هغوی ته خپل لومړیتوبونه مخې ته کېښودل. حتی د دوی ترمنځ هیڅ ډول همغږي نه وه، له همدې امله په بېلابېلو  ولایتونو کې پي آر ټي ټيمونه او ولایتي ادارې او محلي حکومتولي په مکررو برنامو بوختې وې، له همدې امله یې نه کار پایله لرله او نه هم موثر اغېز.

د ولسمشر غني لویه لاسته راوړنه دا وه چې هم یې موازي ادارې او هم یې دغه ډول تیت او پرک کارونه او پروژې ودرول. هغه لومړی د افغانستان اړتیاوې او لومړیتوبونه تشخیص کړل او بیا یې هغو ته په پام پلانونه ترتیب کړل چې د تطبیق په حال کې دي او د همدغه منظم او واضح میکانیزم له امله دا مهال افغانستان په بېلابېلو  برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

په دې کې شک نشته چې د څلوېښتو کالو جنګ ځپلي افغانستان ابادول او باثباته کول هغومره ژر او اسانه هم نه دي څومره  یې چې خلک توقع لري، د دې لپاره هم کافي وخت او هم پرېمانه امکاناتو ته اړتیا ده. د امکاناتو لپاره د ولسمشر غني لیدلوری دادی چې افغانستان باید نورو ته د لاس غځولو پرځای په خپلو فرصتونو او منابعو فکر وکړي، یا په خپله  ورڅخه موثره  استفاده وکړي او که د دغه ډول استفادې لپاره لا هم جوګه نه وي، نو له  خصوصي سکتور او حتی بهرنیو سره د واضح میکانیزم په چوکاټ کې باید دغه استفاده شونې کړي.

ډاکټر غني د جنګ ځپلي افغانستان تر ټولو غوره  طبیب دی، ځکه هم یې ستونزې او لومړیتوبونه په ښه توګه تشخیصولی شي او هم یې د تطبیق لپاره نړیواله پوهه او تجربه لري. د ولسمشر غني د پوهې له برکته د نړۍ ناکامه دولتونه رغېدلي او د افغانستان د بیارغاونې لپاره  خو یې زړه هره شیبه  تپېږي، ځکه هغه له افغانستان سره د وینې او مینې شراکت لري. هغه افغانستان خپل وجود بولي او تل  په ډېر افتخار سره وایي چې نور وایي چې ځان نه وي جهان دې نه وي، مګر زه وایم چې افغانستان نه وي، نو ځان دې نه وي. افغانستان د ډاکټر غني غوندې پوه، ژمن، قاطع او وطن پال خادم ته اړتیا لري چې ټول فکر یې د افغانستان په ثبات او پرمختګ ور ټول دی.