مونږ څه غواړو او له څه دفاع کوو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: اېمل پیاوړی

دویمه برخه

مطرح شویو پوښتنو ته د ولسمشر ځوابونه دا وو چې" امریکا د افغانستان د ملت پوروړې او منندویه ده. مونږ ګډې ګټې لرو. زمونږ اړيکې د متقابلو ګټو او درناوي پر بیناد دي او که چېرې هغوی خپل ځواکونه وباسي؛ مونږ  یې مخنیوی نه کوو او دا غوښتنه هم نه لرو چې: خپل تصمیم زمونږ لپاره بدل کړي.

 یواځینۍ غوښتنه چې مونږ یې لرو داده چې: د دوو دولتونو ترمنځ د رسمي او تائید شویو توافقاتو پر بنسټ باید مونږ خبر کړي او مشوره وکړي. ښایي مونږ له ستونزو سره مخ شو، خو د افغانستان د خاورې له عزت نه دفاع زمونږ د افغانانو مسئولیت دی او وي به. له امریکا سره زمونږ اړیکېاساس دی او مونږ د افغانستان په وده او پراختیا کې د دوی د بېدرېغه همکاریو او مرستو احسانمند یوو، خو باید یاده کړو چې نن امریکا، زمونږ په خاوره کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مستقیم رول نه لري. دا زمونږ ملت دی چې له خپلو ارزښتونو د دفاع په پار قرباني ورکوي.

زما په حکومت کې، یواځې ۶۶ تنه امریکایان وژل شوي دي چې باید نه وای. دا د دې نښه ده چې د جنګ انساني بیه د افغانستان ملت پرې کوي. زه د سولې پلوی یم. زما له دورې مخکې، په افغانستان کې دوه زره پنځه سوه څوارلس امریکایان وژل شوي وو. اوس مونږ له خاورې مستقله دفاع کوو او د امریکا رول زیاتره تخنیکي او مالي دی.

ما طالبانو ته بې قید او شرطه مذاکرات ډالۍ کړل، خو زه نه شم کولی او د دې واک نه لرم چې بې قید او شرطه سوله ورته ډالۍ کړم. سوله، په تاریکه کې نه راځي. خلک حق لري چې هره شېبه په دې وپوهېږي چې د سولې د راتګ مانا څه ده او بیه یې څومره ده؟

 په دې اساس زه د مذاکراتو رسالت او صلاحیت د افغانستان د خلکو له هیلو او غوښتنو څخه ترلاسه کوم. توپ د طالبانو په میدان کې دی. د طالبانو جنګ بې هدفه شوی دی. هغوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر وخته جنګېږي. اوس د افغانستان د عزت له حریم دفاع د افغان ځواکونو په لاس ده.

د شرم او خجالت ځای دی چې طالب له بهرنیانو سره مذاکره کوي، خو په لوړ قېمت د خپل خارجي په اشاره، له خپلو افغانانو سره مذاکره نه کوي. دا د دې سبب شوې ده چې طالب د پخوا په پرتله، د افغانستان د خلکو په نظر کې، د افغانستان د ورانونکي او پردۍ ملېشې په توګه څرګند شي.

 زه له طالب سره له مذاکرې څخه هیڅ وېره او ډار نه لرم. د افغانستان ټولنه تر دې بریده پخه اوپېچلې شوې ده چې که له طالب سره سوله وکړي، دا به ټولنه وي چې طالب هضم کړي، نه د هغې په خلاف. هیڅ شوني نه ده چې طالب، افغاني ټولنه هضم کړي. زمونږ ټولنه به طالبان، له یوه کال په کمه موده کې هضم کړي او همدا دلیل دی چې طالب له سولې وېرېږي.