د ولس زور مو ولیده؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

وایي چې د ولس زور د خدای زور دی. په رښتیا هم چې ولس یو موټی وي. په اتفاق او اتحاد وي. عاقلانه او هدفمندانه حرکت وکړي، نو بیا هیڅوک هم د ولس مخه نشي نیولی او نه یې هم بدلولی شي.

که تېر تاریخ او نورو مثالونو پسې ونه ګرځو، د سږکال دوه بېخي تازه پېښې د بېلګې په توګه یادې کړو، نو زما په نظر د ولس د زور د اثبات لپاره به کافي وي. یوه پېښه په ننګرهار کې د شینوارو قوم اتفاق او د ترهګرو پر ضد د دوی اقدام دی او بله پېښه د ولسي جرګې سږني انتخابات دي.

په تېرو څو کالو کې موږ ولیدل چې داعش په ننګرهار کې ډېر سخت جنایتونه ترسره کړل، خلک یې په بمونو کېنول او بیا یې والوزول او همدارنګه یې نوزېږی ماشوم په ژوندونې د مور او پلار مخته په منځ دوه ټوټې کړ. دا به د نړۍ په تاریخ کې د وحشت ډېرې بدې پېښې وي. له دې مه واره د ننګرهار ولسونو هره ورځ د داعش د وحشتونو له امله قرباني ورکوله، کلي، کورونه او تاسیسات یې ویجاړ شول. له خپلو سیمو کډه شول او وضعیت ورځ تر بلې خرابېده او بالاخره په جلال اباد ښار هم محاصره راتنګېدله.

خو د حکومت او په ځانګړي ډول د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له اقداماتو او عملیاتو سره هم مهاله د ننګرهار ولسونه په ځانګړي ډول شینوارو قوم راپاڅېده او دوی د داعش پر وړاندې د سپر په توګه ودرېدل. دوی د سیمې په اړه خپله همغږي ، همکاري او معلومات له امنیتي منسوبینو سره شریک کړل او دوی سره ګام په ګام مخته تلل.

د دغه اتفاق او اتحاد نتیجه موږ ګورو چې هغه ناامنه ننګرهار چې هر کلی یې د داعش د وحشتونو شاهد وو، نن ارام دی، دښمن مات شوی او صفري نقطې ته رسېدلی دی، ځکه کله چې دښمن په دې پوه شو چې نور د ولسونو په منځ کې ځای نه لري، نو په زړه یې وېره ننوتله او د تېښتې لاره یې اختیار کړه او د دغو عملیاتو ښېګڼه دا وه چې د ولسونو د همکارۍ له برکته یې بېخي ډېر لږ تلفات لرل، مګر دښمن اتیا سلنه له منځ لاړ او یا یې سیمه پرېښوده او د پاتې سیمو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

بله بېلګه یې د ولسي جرګې سږنۍ ټاکنې دي. د ټاکنو په اړه به تل دا ویل کېدل چې کسان مخکې له مخکې ټاکل شوي او ټاکنې هسې یوه ډرامه ده. ځینو به ویل چې په ټاکنو کې د ولس ارادې ته درناوی نه کېږي د زر او زور خاوندان په کې کامیابېږي. که څه هم سږنۍ ټاکنې له مدیریتي پلوه نهایت کمزورې وې، مګر د دې باوجود هم ولس خپله مېړانه وکړه. د زورواکانو پرځای یې د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې او نن سبا چې د ډېرو ولایتونو لومړنۍ پایلې وینو، واضح معلومېږي چې زورواکان او هغوی چې د ولسي جرګې څوکۍ یې ځانته میراثي کړې وې ناکام دي او پرځای یې نوي ځوانان د ولس په باور او رایو بریالي شوي دي.

که چېرې ولس همدغسې د اصلاحاتو، سولې او نورو برخو کې هم اقدام وکړي او له حکومت سره همکار او همغږی شي ، نو باور دی چې ډېر زیات ښه والی به ورسره راشي.