د سولې پیل شوې هڅې دې بریالۍ شي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

کله چې په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره مخامخ لیدنه وکړه ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړل چې امریکا له طالبانو سره په ځینو خبرو غږېدلې او دواړه لوري دې نتیجې ته رسېدلي چې باید په افغانستان کې لنډ مهالی حکومت ، اوربند او له هغه وروسته انتخابات وشي چې هر څوک واک ته ورسېد هغه به د افغانستان ولسمشر وي

.

خو امریکا او طالبانو دا ډول خبرې رد کړې او دا یې بې ځایه اوازې وبللې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوی پیغام پاڼه کې لیکلي و چې زموږ خبرې په قطر کې له امریکا سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وې، موږ په لنډ مهالی حکومت ، اوربند او په انتخاباتو نه یوو غږېدلي.

 د افغان سولی لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا ډول اوازې بېځایه وبللې او له طالبانو سره له لیدنې وروسته زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر ولیکل چې له طالبانو سره دوه ورځنۍ لیدنه ګټوره وه او زموږ غوښتنه له طالبانو څخه دا وه چې باید افغان حکومت او طالبان خپلو کې خبرې سره وکړي او جنګ ته د پای ټکی کېږدي .

له دې څخه معلومېږي چې په افغانستان کې یو شمېر ازادې رسنۍ لا هم په مستقیم ډول بهرنیو استخباراتو سره تړلې دي او له هغوی څخه دستور اخلي. دوی غواړي د دغه ډول اوازو او ګونګوسو په خپرولو سره د افغان سولې ر اپیل شوې هڅې ټکنۍ کړي او له بل لوري په افغانستان کې پر ټاکنو، نظام او حکومت د خلکو بې اعتمادي زیاته کړي.

حکومت ته ښایي چې د دغه ډول اوازو او ګونګوسو خورونکي تعقیب کړي، تشخیص یې کړي او قانوني چلند ورسره وکړي. که چېرې د دوی لاس لنډ او مخه ونه نیول شي، نو باور دی چې دوی به د عامه اذهانو په ګډوډولو او د بې اعتمادۍ په خورولو کې همداسې په خلاص مټ کار وکړي.

بل لورته پاکستان هم به مستقیم ډول دغه ډول اوازې او ګونګوسې خوروي. هغوی د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان دي. کله چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هندوستان هیواد ملی امنیت د مشاور په غوښتنه هند ته ولاړ ځینو رسنیو وویل چی حمدالله محب هندوستان ته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر سر د خبرو لپاره لاړ ، خو د ملی امنیت د سلاکار ویاند ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملي امنیت مشاور د هندوستان د ملی امنیت د مشاور په غوښتنه هندوستان هیواد ته د دوه اړخیزو همکاریو ، د سولې پروسې او د امنیت په برخه کې د همکاریو اړوند خبرو لپاره لاړ .

له افغانستان سره د هند همېشنۍ همکارۍ په دې هیواد کې د هند په وړاندې د افغانانو نېک احساس زیات کړی، مګر برعکس پاکستان له دغو همکاریو څخه ځورېږي او چې پر هند یې وس بر نشي، نو ټس یې د طالبانو او ترهګرو په لاس له بې وزلو افغانانو څخه اخلي. مګر پاکستان دا هېروي چې افغانستان مستقل هیواد دی او دا یې حق دی چې له ټولو سره خپل مناسبات وپالي.

تر هغو چې سوله رانشي او طالب له جګړې را ونه ګرځول شي، نو پاکستان به هغوی د ناسم فشار په توګه کاروي. د جګړې د ابزارو په ډول به ورڅخه استفاده کوي. نو دا ډېره مهمه ده چې د سولې را پیل شوې هڅې په بریالیتوب سره مطلوبې پایلې او موخې ته ورسېږي.

سوله که له یوې خوا د افغانستان دثبات او پرمختګ زمینه برابره وي له بل لوري جنګي ابزار او وسایل د پاکستان له لاسه اخلي. هغه مهال به نو پاکستان په افغانستان کې د ورانکاریو او مداخلو لپاره د اوس هومره ازاد لاس ونه لري.