‎د افغانستان څلوېښت کلنه غمیزه او د سولې هڅې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله: څانګه اتل
‎له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې افغانستان د نورو لرې او نږدې دښمنانو له خوا په لګول شوي اور کې سوځي. بده يې لا دا چې دې اور ته تر ډېره پخپله د همدې وطن ځينې ناخلف بچیان پوکی ورکوي او په يو ډول په لوی لاس د دې جګړې د اور لپاره د سون لرګي شوي دي.
‎افغانستان د خپل طلايي جيوپوليټيک موقعیت له کبله د سیمې او نړۍ په کچه د ډېر شمېر هیوادونو توجه خپله کړې او هر هيواد هڅه کوي چې د دغه موقعیت د کنترول د ترلاسه کولو لپاره خپل ټول سیاسي، اقتصادي او حتی پوځي زور وکاروي.
‎په وروستيو څلورو لسیزو کې یو شمېر ګاونډي هیوادونه د ځینو لویو او بډایو هیوادونو په لاسنیوي د دې هیواد د بې ثباته کولو او د اساسي بنسټونو د له منځه وړلو پوره هڅې کړې دي. دا چې دغو هیوادونو په خپل زور د دې هیواد د ایل کولو وس په ځان کې نه لیده نو له پیله تراوسه پورې يې دا هڅه کړې چې د یو شمېر افغانانو په شمولیت ځينې سیاسي او پوځي جوړښتونه رامنځته کړي او له هغوی ملاتړ وکړي. ځینو دغو کړیو دغو هیوادونو ته په افغانستان کې د لاسوهنې پراخې زمينې مساعدې کړې او د جګړې لمن يې لا نوره پسې وغځوله.
‎د یادو څلوېښتو کلونو په لومړیو کې د سولې په نسبت هڅې نه ترسترګو کېږي خو وروسته له هغه د ډاکتر نجیب په مشرۍ نظام رامنځته شو، د سولې لپاره پر ځینو لارو چارو غور وشو. نجیب د ملي مصالحې پروسه اعلان کړه، خو دې پروسې ځکه کوم ځای ونه نیو چې نه په ملي، نه په سیمه ييزه او نه په نړیواله کچه د سولې لپاره کومه رښتنې اراده موجوده نه وه. که یو څه پرمختګ به لیدل کېده هغه به هم ډېر موقتي و. موقتي د دې لپاره و چې د افغانستان دښمنانو غوښتل سوله غوښتونکي افغان اغفال کړي. د اغفال دا پروسه له هغه وخته تراوسه پورې په هماغه کچه روانه ده او دا تصور موجود دی چې ترڅو د یوې خوا مجبوریتونه رامنځته نه شي نو دا جګړه به یا ورو یا ګړندۍ دوام مومي.
‎د سولې لپاره په تېرو اووه لسو کلونو هیلې یو څه زیاتې شوې. خو ژر ټکنۍ شوې، ځکه یو شمېر هیوادونو نه غوښتل چې افغانستان د یو باثباته نظام څښتن شي او ټوله اداره پخپل لاس کې ولري. نو هڅې وشوې چې تفرقې او ګډوډۍ ته لمن ووهل شي او افغان نظام له دننه داسې خورو وور وي چې اساسي مسایلو ته يې پام وانه وړي. مثلا د لومړنیو اساسي اقتصادي بنسټونو رغول. که چېرته داسې وشي نو افغانان به د ملکیت پوره احساس سره په هرڅه خپل کنترول زیاتوي په تېره پر هغو اوبو باندې چې هرکال په پريمانه کچه او مفته ختيځ او لوېديځ ته بهيږي.
‎په ظاهره د بن په ناسته کې د ځینو کړیو لرې والی د افغانستان د جګړې د بیا تودیدو سبب شو. جګړو یو ځل بیا زور واخیست او تر یو بریده د سولې لپاره اړتیا احساس شوه. خو په لویه کچه ونه پالل شوه. د کرزي په دوره کې ډېره هڅه وشوه چې د جګړې یو مهم لوری یعنې حزب اسلامي له نظام سره یو ځای شي، خو دا هڅې د څو څرګندو او ناڅرګندو دلایلو له کبله هرځل د پايلې په وخت کې له خنډ و ځنډ سره مخ کېدلې چې دې کار بیا خپل کورني او بهرني عوامل درلودل. يو شمېر هیوادونه او استخباراتي شبکې او دننه په افغانستان کې یو شمېر کړۍ د خپلو ګټو په خاطر دې پروسې ته حاضر نه و. حتی د سولې کومه عالي شورا هم چې جوړه شوې وه، د دې خنډونو په وړاندې د خپلو داخلي اختلافاتو او د نورو قوتونو د مخالفت له کبله نه توانېده چې دا پروسه عملي کړي.
‎د ملي وحدت حکومت په وخت کې سره له دې چې مخالفتونه لا هم پخپل قوت کې موجود وو، دې هڅو یو څه رنګ راوړ. په دې بهیر کې د ملي وحدت حکومت تر چتر لاندې ځينو اشخاصو په پوره رښتينولۍ هڅه وکړه چې د سولې لپاره لومړۍ له حزب او بیا له نورو مخالفانو سره د سولې پروسه تعقیب شي. په دې لړ کې د ملي امنيت د پخواني سلاکار حنیف اتمر هڅې د ستاینې وړ دي. هغه د خپلو هڅو په پایله کې د سولې داسې يو میکانیزم بري ته ورساوه چې هم یو مخالف له مخالفته لاس واخلي او هم د زیاتو امکاناتو د غوښتلو غوښتنه ونه لري. نوموړي د رسنیو له استازو سره د خبرو پر مهال بیا بیا دې اندېښنو ته په پام چې دا بهیر به په سم لوري ځي او ستونزې به نه راولاړوي، اطمینان ورکاوه. بالاخره هغه څه وشول چې نوموړي ویل.
‎پر دې سربېره د دولت له نورو مخالفانو سره هم د سولې هڅې جاري وساتل شوې. پټې او ښکاره ناستې وشوې او دا هیلې رامنځته شوې چې طالبانو سره هم سوله کېدونکې ده. دا مساله وروسته له هغه ښه راڅرګنده شوه چې د حنیف اتمر په هڅو د همدغه کال په کوچني اختر کې د لومړي ځل لپاره د طالب او حکومت ترمنځ درې ورځنۍ اوربند اعلان شو. دې اوربند خلک د سولې په نسبت ډېر هيله من کړل او دا تمه موجوده وه چې د اختر اوربند او سولې ته د عادي طالبانو تنده سوله به ځنډنۍ نه پاتې کېږي.
‎اتمر په رښتني توګه هڅه کوله چې د جګړې عوامل په ګوته کړي او بیا يې د له منځه وړلو هڅه وکړي. تمه کېږي چې نوموړی اوس هم چې په دې برخه کې لوی لاس لري دغه بهیر تعقیب کړي او د سولې په نسبت هيلې نهیلیو ته پرېنږدي.
‎که چېرته د سولې لپاره ځينې داسې اشخاص، کړۍ او حکومت په رښتني توګه خپله وفاداري څرګنده کړي، سوله لرې او ناشوني نه ښکاري.