زېرمتون - آرشیف

زېرمتون - آرشیف

د ټولنيزو اړيکو پاڼې

Facebook MySpace Twitter Digg Delicious Google Bookmarks RSS Feed 


Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz

هر څه سره لکه سنګسار Print E-mail
Saturday, 24 June 2017 20:47

لنډه کیسه

لیکوال خوشال مزاروال

سړک لکه توره رسۍ، لکه تور تناب د کڅ په ټټر اوږد غځېدلی دی. ناوخته مازیګر مهال دی. د لمر سترګه د لویدیځ له لورې د پناه کېدو اشارې کوي. په پټو کې د جوارو فصلونه خپل مراد ته

رسېدلي، او نور د ریبلو دي. پاڼې یې ژېړې شوي، او د وچېدو په حال کې دي، کټ مټ داسې لکه انساني ژوند چې دعمر په وروستیو شیبو کې نور د ځوانۍ د بیا راستنېدو متره نه لري، او د پای په لورې درومي.د کڅ په منځ کې د غځېدلي سړک دواړو خواوو ته په لښتو کې اوبه په شړک بهیږي. سندره وایي، د ابدیت سندره، هغه چې د ژوندیو موجوداتو د عمر شیبې لکه د سُر او تال اوازونه په خپل تن او وجود کې ورکوي، خو خپله لاره وهي، او تمېدنګ نه پیژني......

د پټیو په منځ کې په غځېدلي سړک روان یم. د جوارو پټو ته ګورم، او یو یو له نظره تېروم. ناڅاپه مې سترګې په یوه داسې پټي لګیږي چې اریان دریان درېږم. پټی او په پټي کې ولاړ فصل مې ذهن راتخنوي. د سترګو په وړاندې مې د لیدو منظره بدلون کوي. د ذهن په اوږدو کوڅو کې مې نوي څه بلیږي، او د وجود په رګونو کې مې لارې کوي.

***

پټي ته، او په پټي کې ولاړ فصل ته پهبرندو ګورم. هر څه راته سره ښکاري.پټی سور دی. د جوارو ټانټې او پاڼې سرې دي.وږي، او د وږو څڼې سرې دي.د جوارو بمبلونه سره دي.پولې سرې دی. د پولو په سر ولاړ خریزونه، درب، او ټول واښه سره دي. د پټي اړخ ته تېره شوې ویاله له سرو اوبو ډکه روانه ده، او د پټي په سر ولاړ آسمان سوربریښي......سترګې مې سوزي. داسې انګیرم چې پټي، او فصل دواړو یې راباندې اغېزه ښیندلې. د جیب په کوشنۍ هینداره کې سترګې وینم، خو هغه سرې نه دي. ولې ماحول راته ټول سور دی.هیرانوونکيلا دا ده چې عجیبه او غریبه ښکالو مې تر غوږو کیږي. داسې ښکالو چې زګیروو ته ورته ده. غونی مې زیږیږي. په تن راشنه شوي ویښتان مې د میخونو په شان شخ شخ دریږي. ترهه مې په رګونو کېځغاسته کوي.لهدې ټولو سره سره زړه مې غواړيچې له جوارو وږی رامات کړم. خود ماتېدو زړه یې له ماسره نشته. بیاهم کوښښ کوم. زړه ته تسل ورکوم، وایم چې بویه دا کار وکړم، که چېرې په دې راز پوه شم. سل زړونه یو کوم، او یو وږی راماتوم. لاپسې اریانیږم.لامې اندامونه رېږدي، او هغه داچې د وږي د ماتېدو په وخت کې دردوونکي زګیروي اورم. له ټانټې د پیو پرځای د وینو قطرې څاڅي. دا لا څه پېښه ده.بېرته ځانته وایم. نه، کېدای شي دا مې وهم وي.کېدای شي دا مې د سترګو ختا وي.خپلې سترګې مښم.بیا وږو او ټانټو ته ګورم. بیا هم وینې وینم.یو ځل بیا پټي ته ګورم. بیا هم هرڅه سره دي. د ویالې اوبه سرې دي. سترګې مې په سړک نښلي. په سړک د وینو خاپونه وینمچې هغه بل لور ته اوختي دي. سرو خاپونو پسې روانیږم. لږشانې وړاندې ځم. د وینو دوه ډنډوکي وینم. سترګې ډنډوکو ته څکې نیسم.ځان د وېرې په شپول کې وینم. همداسې چوپه خوله ولاړ یم. زګېروي مې په غوږونو کې انګازې کوي. همداسې اندېښنهاو غوږغوږ یم چې د ذهن په پرده مې یوه پېغله راڅرګندیږي. په سرو جامو کې مخامخ راته دریږي. پېغلې ته ګورم. د قدرت شاندی. د پېغلتوب په ګاڼه پسولل شوې ده. بیخي د کوچیانۍ پېغلې په شان ښکاري. ښایسته ګرد مخ او غنم رنګهڅېره. زهلا په ذهن کې د هغې څېره ښکته پورته کومچې هغه خپل سالو په سر داسې برابرويچې نورمخ هم پکې پټوي.بیا سترګې ښکته اچوي وایي:

- څنګه دې راپېښه وکړه؟ د څه شي په لټه کې یې؟

په تته ژبه وایم:

- هغه د جوارو سور پټی، او دې خوا ته د وینو خاپونه!

سوړ اسویلی له خولې باسي. غټې زرکینې سترګې له ځمکې راپورته کوي، او د پېښې او کیسې په راسپړلو کیيږي:

***

یو وخت مې خوبونه لیدل، چې د هیلو سپرلی به مې ډېر ژرراورسیږي. ژوند به سمسور ګلبڼ وي.په همدې ګلبڼ کې به وړه شانې کوډله وي، او د خوښۍ نه ډکې شپې ورځې...... خو خبره نه وم چې داسې سېلۍ به هم راشي چې کوډله به راوپرځوي. د ګلبڼ ګلان به له بېخه وباسي، او هر څه به په شاړه دښته واوړي....

یو وخت مې کوژده شوې وه. د یوه ځوان افسر سره. عزت اللهنومېده. د دریو خویندو ورور و. کورنۍ یې په چم کې راسره اوسېده. د واده پریکړون شوی و. نېټه مالومه شوې وه. خو د واده له ورځې اونۍ وړاندې ځوانیمرګ شو. د واده ارمان یې له ځانه سره ګور ته یوړ، او زما خوبونه تالا ترغۍ شول.....

د عزت الله وینه لا وچه شوې نه وه چې تربورانو یې بدې ورځې ونښلولې. ډلې ډلې به راروان وو.ګواښونه به یې کول. مور و پلار یې راله په سترګو سترګو کې وهل. د چا خبره په یوه هډوکي نه سره جوړېدل. هر یوه ګوتڅڼډنه کوله چې هغه ته به مې ورکوي،او که بل ته یې ورکړم، نو بیا دې د سر خیال کوي.... د پلار په شتون کې مې د عزت الله پلار ټول راټول کړل. په ټولو یې ومنلهچې ما به خپلې خوښې ته پرېږدي. ما هم د دې په خاطر چې د یو او بل دښمني مو نه وي اخیستي،له ټولو انکار وکړو، او ځان مې خپل سپېره بخت ته وسپاره.....

چې ډېر اړین کار به پیدا نشو، له کوره نه وتلم. ځکه پوهېدلم چې یوې په سر سرتورې جنۍ پسې د هر چا سترګې کږیږي. د سترګو په رپ کې سل تورونه ورپورې کوي، او بدناموي یې...... بسپه څلورو دیوالونو کې بندۍ خوښه وم، او ژوند همداسې د خپسکې په څېر حالت کېتېرېده....

یو وخت مې د ترور کډهله ګاونډي ملکپاکستانه بېرته راستنه شوه. په چم کې یې په خپل کور کې واړول. زیاته خوشاله شوم. ساهراکې وچلېده. چې کله به تنګه شوم، نو ترور کره به لاړم. غم به مې غلط کړ. خو یو وخت

د بد قسمتۍ نه چمنارامه شو. د حکومت له ولکې ووته. نا اشنا سپین، او تورپټکي خلک په چم واکمن شول. د هرڅه پرېکړې همدوی کولې. حکومتي خلک یې په بې دینۍ او کفر تورنول. د هغوی په وړاندې یې جګړه روا بلله....... او بیا یوه داسې ورځ هم راورسېده چې زمونږ د چم د دین محمد چنغول، ګل مینه یې یوه ملا ته په زور نکاح کړه. دین محمد ظابط و. پولیسو کې یې خدمت کاوه.خو دوی یې ارمانونه خاورې کړل.....

له دې سره یې ستونی ډډ شو.په سترګو کې یې اوښکې وځلېدې، او غلې شوه.له یوې شېبې وروسته یې چوپتیا ماته کړه. اوښکې یې پاکې کړې، او خبرې یې داسې پسې وغځولې:

د ګل مینې برخلیک وډارولم. ځان ته مې پام شو. کله ناکله به مې خپل برخلیک د هغې په شان ليده. خپل زړه مې پخپله خوړ. خو چې تنګه به شوم، او زړه به مې راوپړسېد، نو وبه مې پتیله چې خپلې ترور کره لاړه شم، او د زړه بوج لږشانې سپک کړم. خو یو وخت مې د ترور مشر زوی غندل پستو او خوږو خبرو په زړه کې پوښتنې راولاړې کړې. حالاتو ته په کتو سره د هغه مینه ناک چلند د ځان په لورې نږدې کولم. د ګل مینې له برخلیک نه د تېښتې او ځان ژغورنې لپارهمې دا یوازینۍ لاره موندله. ځینې وخت به مې ګل مینه مخې ته درېده. د هغې بد قسمتژړولم. د میړه په شتون کې یې بل د ارمانونو درمند لوټ کړ. چې زیاته بهوډار شوم. زړه به راته وویل چې که هغه شرمیږي، ته ورته ووایه. ځکه ((ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي)). خو بېرته به مې د پلار شرم او پښتو مخې ته نیغه ودرېده، په شاه به شوم،او ځان به مې حالاتو ته تسلیم کړ......

زه لا د لټو اواندېښنو په چړونو کې غورځېدم او پورته کېدمچې یوې ډلې ملایانو مو د کور ځنځیر وشرنګاوه، او د لوي ملا صیب عبیدالله جان لپاره چې څو میاشتې وړاندې یې میرمن مړه شوې، او کونډ شوی و،د مرکې اوخواستګارۍ په نیت د کلا په انګړ کې کیناستل. خو پلار مې د سوچ او فکر کولو لپاره مهلت وغوښت. خلک رخصتشول. تبه او لړزه مې په رګونو ننوته.وار و پار رانه ختا شو. حدس مې پر ځای و. په بلا واوختم. د ملایانو له دعوو دنګلو ډارېدلم. ځکه نن سبا د دوی راج چلېده. د شرعیت او عدالت قمچینه د دوی په لاس کې وه. په دورو وهل او ټکول خو یې د خدای د رضا لپاره کول..... پلار مې اریان پاتې و. لاره ترې ورکه وه. هغه پوهېده چې د ملایانو راتګ مرکه نه بلکې زور او ګوتڅڼډنه وه.او زور خو مخ او څټنه لري.....په ماښامنۍ ډوډۍ کې مې یوه ګوله هم له ستونې تېره نشوه. دې ټکي ځورولم چې څوک به مې خپلې خوښې ته پرې نه ږدي، او نه به مې د پلار په خبره څوګ پیازپاک کړي. ارمانونه مې لاهو شوي لیدل...... د شپې هم کټ کې اړخ په اړخ اوختلم راوختلم. خوب چېرېراتلو.......

هغې خپلو خبرو او له غمه ډکې کیسې لړۍ پسې اوږده کړه،وې ویل:

د کال شپه وهتېره شوه. سهار مې د پلار سترغلي هم پړسېدلي وو. داسې ښکارېده لکه چې هغه هم سترګه نه وه پټه کړې. بویه چېهمداسې وی. سرخوږی ورته پیدا شوی و، چې ځان به ترې وژغورلی شي او که نه......

له سباناري وروسته مې مور ته وویل چې زړه مې تنګ دی، غواړمترور کره لاړه شم. مور مې هو راته وکړه. روانه شوم. ترور مې په راتګ خوشاله شوه. لور ته یې د چای پخولو وویل. ټول په ګډه سره کیناستلو. د خبرو او کیسو میدان تود شو.خو زمانیولي اکر زماد ترور په ذهن کې پوښتنې راولاړې کړې.ترور مې ګومان کاوه چې په کور کې چا چېړلېیم، او شخړه یې راسره کړې. د واره په تپوسونو شوه. خو چې ترور مې نوره هم ټینګه شوه، نوما ورته د مشر ملا عبیدالله د مرکې خبره وکړه. ټول غلي شول. په سوچونو کې لاړل. خو د ترور مشر زوی غندل سکوت مات کړ. وې ویل:

- دا خو کومه خبره نه ده. هر څوک مرکې کوي، د چا چې خوښه نه وي، څوګ خو یې مجبورولای نشي. په زور چا کلي کړي. ما بې درنګه ورته وویل:

- که خبره زور ته ووته، نو بیا؟ له دې سره ټول په سوچ کې شول. زما ذهن هم له دین محمد نه د هغې د چنغول ګل مینې دازادولو،او په زور نکاح کولو لور ته لاړ، او ورسره د خیالونو په څپوکیناستم:

فکر کوم چې پلار مې مرکې ته د رد ځواب ورکوي. ګینټه دوه پس ملایان او چړیان د کلا دروازه په لغتو وهي، او پرته له دې چې له چا سره خوله ووهي، د کلا انګړ ته راننوزي.زه د تناره په پخلي یم. له لاسه مې نیسي، او روانوي مې. د ځان د ژغورلو کوښښ کوم، چې په دې کېد ترور مې راته پام کیږي، راباندې غږ کوي. له خیاله راووځم. ګورمچې لاسونه مې رېږدي، او د زړه دربا مې هم زیاته شوېده.....

هرګوره ډېرې خبرې زما د ژغورلو او ډاډګیرنې په اړوند د ترور په کور کې ښکته پورته شوې. آن تر دې چې ټول په یوه خوله سلا شول چې ترور به مې د خپل مشر زوی غندل لپاره غواړي، اوما به د ملا له شره ژغوري. د ترور دې په دې خبرومې د زړه سوبه لږه شانې کیږي. زړه مې لږ څه کراریږي. خو سره له دې خبرو مې بیا هم په زړه کې تراره ويچې ارام ته مې نه پرېږ دي.....

په دې وخت کې د ښاپېرۍ ساه لنډه لنډه شوه. بیا یې اوږد اسویلی، له خپل ټټره، د پوزې له لارې راووېست، او بېرته یې خپلې خبرې وګنډلې:

نور نو د غرمې تنورونه غرغړه کېدل چې ترور ته مې د تلو وویل. ترور مې ډېرټینګار وکړ چې غرمې له پاتې شم، خو ما ورته د مور د لاس سوځېدلو وویل چې اخلي پخلينشي کولای. باید چېلاړه شم. غندل هم غوښتل چې پاتې شم، او پوره ډاډ راکړي چې لاسنیوی به مېکوي. خوزه ایسارېدی کله شوم، ځکهپه کور کې مور راته سترګې اړولې. هغه و چېد روانېدو په نیت پاڅېدم.تر وره پورې ټولوراسره ملتیا وکړه، او رخصت شوم. کور ته په لاره وم، یوه ټوټه نږدې شوې وم چې یوه ډېره اړینه خبره مې په ذهن کې وګرځېده.ځکه زما د ژوند، او برخلیک خبره وه. ځانته مې وویل چې کاش دا خبره مې هغوی ته کړې وی. نا ببره او غیرې ارادي مې پښې ودرېدې. شاته مې وکتل.ګورم چې غندل لا همداسې په وره کې ولاړدی، او سترګې یېزما په لور دي. پرته له دې چې سوچ وکړم، ځانته ته مې پام شي، چې د چا راته پام دی او که نه، لکه لیونۍ په منډو شوم. د سترګو په رپ کې ورورسېدم، او بې اختیاره ورغاړېوتم. هغه خبرې چې مې په ذهن کې ګرځېدې، او ذهن یې راله خوړ، هغه مې په بیا بیا ورته کولې، په وار وار مې ټینګار کاوه چې څه چاره وکړي، او ما له شره وژغوري، چې ناڅاپه د ختیځ له لورې د کوڅې په ګوډ کې مشر ملا، د هغه وسله وال چړیان، او زما د مړشوي مېړه تربرونههم راڅرګندیږي.

له دې خبرو سره د ښاپېرۍ د سترګو په کاسو کې اوښکې ډنډیږي. په سکېندو کیږي، خبرې یې پرې کیږي. ښایسته شیبه هماغسېسکیندېوهي...... بیا د لوپټې په پیڅکياوښکې پاکوي،وایي:

- پوهېږې چې بیا څه وشول؟

پرته له دې چې څه په خولې راوړم، د سر په ایشاره یې پوهوم چې نه. بیا خپلې خبرې داسې پسې غځوي.

***

د تېر اوړي کیسه ده. ایشیندهغرمه وه. د ګرمۍ له زوره د ځمکې له نسه دبجن تاو راپورته کېده چې د سړي مخ یې سوځاوه.د ونو په څانګو، خاښونو، او د بلیو سیورو ته مرغانو وزرې ځوړندې نیولې او ژبې یې را وېستلېوې. د کلي په دېرو کې په لوبو بوختو ماشومانو به منډې کړې، د خوړ له شړنده اوبو به یې لپې ډکې کړې، او مخونو ته به یې واچولې. څارویو همد خوړ له پاسهپه دېرو کې تیګاوې وهلې چې په دې کې د مشر ملا چړیانو ډنډوره وغږوله، د چم او نږدې کلیو خلک یې د کڅ همدې پټي ته راوغوښتل. پټی شودیارې و. د خلکو له رارسېدو وړاندې د پټي په منځ کې د خوړ د کاڼو لویه ډېرۍ جوړه وه. د راټولو شوو خلکو څخه خولو دارې وهلې، او د انتظار شیبې یې شمارلې چې په دې کې یې مونږ دواړه راوستلو. د غندل لاسونه یې شاته تړلي وو. دواړه یې د ډېرۍ مخې تهکینولو. ښایسته غوټه شیبه ووته، ټولو شاته شاته کتل. ما هم د سترګو له کونجه کتل چې په دې کې مشرملا په داسې حال کې چې سترګې یې په رنجو تورې وې، اوله سترګو یې د اور بڅرکي غورځېدل، له باډیګاردانو، او زماد مړشوي مېړه له تربورانو سره راورسېد. له رارسېدو سره یې د دوو ګوتو په څوکوله کوتۍ نصوار راوایستل، سېږمو ته یې ونیول، او پورته یې کش کړل. بیا یې په زوره زوره وپرنجل، او په خبروشو. د خبرو په ترڅ کې یېمونږ دواړه، زما د وفات شوي مېړه د تربورانو په شاهدۍ،اوله خپلو ملګرو سره یوځای د خپلو سترګو لیدلی حالت چې د چا خبره غل له جواله سرهیې نیولی و، دواړه په ناروا اړیکو تورن کړو،اودواړو ته یې د سنګسار سزا واوروله. هغه لا خبره نه وه پای ته رسولې چېله خوړ څخه د راوړل شوو کاڼو، او د شودیارې د لوټو باران جوړ شو. وینې په بهېدو شوې. په اېشېنده ګرمۍ کې وینوپوکوڼۍ کولې، اومخ په پولوروانې وې.....

***

له دې سره مې جټکه وخوړه. له روانيمزلهستړی ستومانه راووتم. ځان ته مې پام شو. ښاپېرۍمې مخې ته هم نه وه ولاړه. یوازې د ښاپېرۍ او غندل غبرګو قبرونو ته ولاړ وم. مازیګری راباندې سخت او اوږدشو.خواشینیبېرته وګرځېدم، او د کور لاره مې ونیوه.

۱۹ - ۰۶ – ۲۰۱۷

۲۹ - جوزا – ۱۳۹۶

ډنمارک

 

Add comment

Security code
Refresh