افغانستان اودمخدره موادوپایلې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمداقاشيرزاد (مالمو سويډن
زمور په ګران هېواد افغانستان کې له ډيری مودی مخکې د بزګرانو لخوا کوکنار، چرس دکښت وړوو او بزګرانو به ډير کم عايد لدی لاری لاسته راوړلو او دژوند چاری بی له دې لاری سنباله ولی د همغه نیټی نه تراوسه ددی کار عمده ګټه د لويو مافيايي ډلو جيبونو ته لويدلی ، په تيرو وختوکې مخدره مواد به افغانستان کې کرل کيدل

اما د کورنی او بهرنيو قاچاقبرانو لخوا دا خام مواد بهر يانی ګاونډيو هېوادو ته قاچاق کيدل او هلته به د بهرنه ددی موادو دپخولو لپاره نور مواد او کارخانی موجودی وی او کله به چې خام مواد په پخو موادو تبديل،شول د همدغو مافيايي ډلګيو لخوا بهرنی نړی ته
وړل کيدل زما له نظره تر ۱۳۵۷ کال(۱۹۷۸ م کال پوری زموږ په هېواد کې ددی ناوړه ګنده بوټي کښت کيدلو اما د پخولو اواستعمال لپاره په داخل کې څه نه ليدل کيدل که ول هغه بيا خورا ناڅيز ول ما اوزما په شان نورو زيات خلک ددی شاهدي ورکوي چې تر ۱۹۹۲م کال پوری په افغانستان کښی کوم پوډري چا ندی ليدلې اونه ددی موادو د پخولو کارخانه چا جوړه کړی. .
اما په خورا تاسف په تيرو دری لسيزو کې چې زموږ بیوزله وطنداران د پرديو په لمسون او کورنيو جنجالو اخته او بهرته د کدوالی لپاره مجبور شول هلته د پرديو په هيوادوکې سرګردان بيکاره او ناداری شپی ورځی حتی کلونه تير کړل دهمدی له امله زموږ زيات شمير هېوادوال په دی ناولي ربړونکي مريضی اخته شول ،ځکه هلته ددی موادو لکه پوډر، هيروين، چرسو پريمانه کارخانی موجودی وی او په اسانی سره داناولی مواد لاسته راوړل کيدل. .
په ۱۹۹۲ م کال کي چې دوخت رژيم ړنګ شو اود پرديو په مرسته نوی اداره د فورفيسور حضرت صبغت الله مجديدي په مشری په کابل واک ته ورسيدله ددی سره سم په کال ۱۹۹۲ کې دافغانستان پلازمينه او نورو ښارو کې د مجاهيدينو خپل مينځي جګړی د واک پر سر پيل شوی مرکزی حکومت کمزوری او نور محلی واکمنی رامينځ ته شوی ، بهرنيومافيايي ډلو د افغاني مافيا سره دا چانس تر لاسه کړو چې د بهر نه پوډرو د جوړولوکارخانی اوورسره مواد داخل ته را نقل کړي ځکه ددی کار لپاره په داخل د افغانستان کې زمنيه برابره شوه پر ټول افغانستان کنټرول له مينچه ولاړو هرچا خپله واکمني چلوله، ددی سره سم يو
تعداد وطنوال چې د کډوالی بدی ترخی شپی ورځی يا عمر زياته برخه يي په پاکستان، ايران او نورو هېوادو کې تيری کړی وی او پر دی نامرده ناوړه عمل اخته شوي وه داخل ته راستانه شول ، دلته بيا هم د بيکاری او ناچاری له وجی پر دی عمل نور هم ښکيل شول ددی بوټی کښت او قاچاق ته نوره هم زمينه برابره شوله د بهرنيو اوداخلي قاچاقبرانو لخوا د يو تعداد لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون په داخل کې پوډر او هيروين جوړ اوددی کاربار لپاره په ښکاره توګه له هېواده بهر وړل پيل شول .ددی کار د مخنوي لپاره نړيوالو زياتی هلي ځلې سرته ورسولی زياتی پيسی يي مصرف کړی اما تراوسه افغانستا
ن د نړی په کچه د مخدره موادو په توليد کې لمړی هېواد ګڼل کيږي .
د نړی په سطحه زياتو نړيوالو رسنيو، او لوړپوړو چارواکو ددی عاملين په ګوته کړل اما په تاسف چې هيچا او هيڅ ارګان کوم لوی قاچابر د محکمی ميز ته حاضر نکړلو اونه چا کوم کس ته سخته سزا ورکړه ، همداوس په ګران هېواد افغانستان کې ۱،۵ ميلونه افغانان هغه هم د ټولنی ځوان قشر پر دی ناولي او وژونکي مرض اخته شول د کابل په ګډون پر ټول افغانستان کی نوموړي سرببره لوني، لوڅ لپړ وږی تږي لالهانده ګرځي هيڅوک اوهيچا ددوی لاس نوي لپاره عملي کار ونکړوسره له دی چې افغان دولت پر تير اته کلنه دوره کې د نړيوالو په مرسته يو ځانګړی وزارت ايجادکړو اود کورنيو چارو په وزارت کښې
يو ځانګړی مرستيالی جوړه کړه او ځانګړي منظم ټولګی پرنستل نړيوالو زياتی مرستی وکړی ددوی پروينا په تيرو اتو کلونو کې ۲۰،يا۲۱ ولايتونو کې د کوکنارو کښت صفرته راکښته کړی ولی په ځينو ولايتو کې بيا ددی ناولي بوټي کښت سل فيصدو ته لوړ شوی
د مخدره موادو د مخنوي په ارګانونوکې اود قاچاقبرانو سره د مرستی په خاطر په نوموړو ادارو کې پراخه ياپه بل عبارت پريمانه رشوت اواداري فساد موجودی ، زما له انده په اوسنی نام نهاد او کمزوری دولتي اداره کې د دی موادو د قاچاق لپاره زمينه مساعده ده دا په دی مانا چې دولت پر ټول وطن او خاصتا پر سرحدي پولو کنټرول نلري . او بايد وويل شي چې د بهرنيو پوځونو هوايي ترانسفورت څوک کنټرولوي دوی ټول پدی کې پوره ونډه لري ، نو په نتيجه کې سړی ويلای شي چې د قاچاقبرانو غوالنګه او کاری ښه په مزه سرته رسيږي .
په هغه سيموکې چې کوکنارو کښت صفرته رسيدلې دولت د بزګرانو د ژوند د ښه کيدو لپاره کوم خاص بديل ندی وړاندی کړی د بيکاری کچه هماغسی لوړه ده ز موږ زياتره ځوانان د بيکاری له امله په خورا بدو شرايطو وطن نه بهر ته د کارميندلو لپاره ځي هلته بيا کلونه کلونه شاقه کارونه کوي او بی سرنوشته لالهاند ګرځي .
که په تيرو اتو،نهو کلو کې دنړيوالو مرستو مصارف پرځای په پاکو لاسونو لګول شوی وايي نو د بي کاری او يا په مخدره موادو اخته کسانو ستونزي به ژر له مينځه تللی وايي دخلکو په ژوند کې به سم بدلون رامنځته شوي وايي همدا اوس دپلازميني کابل په شمول په ټولو ښارو او بانډو کې په زرګونو په مخدره موادو اخته کسان بي سرنويشته ګرځي. هيڅوک پيدا نه شو چې ددوی لپاره خوندی ځای(روغتون) او درمل اماده کړې تر څو دا دوطن زلميان ددی ناروا عمل څخه خلاص او ټولنی ته د خدمت لپاره اماد ه کړي. ځکه ځوان نسل دټولنی اينده جوړونکي دي هيچا ددی لوی ځوا ک ته جدی توجه ونه کړه . چارواکي يواځي
په خبرو بسنه کوي .
ومن الله توفیق
)محمداقاشيرزاد (مالمو سويډن