دښکلی کندهارترزړه بياويني څاڅي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حبيب  الله غمخور
دريمه برخه
که دکندهار خلکو ته دافغان او انسان په سترگه وکتل  سي بېکاره ئي  دکار خواندان سي اوځوانانوته دتعليم اوتحصيل  امکانات برابرسي په هغه صورت کي عمياتوته اړتيانه پېښېږي  .


دعملياتوپه وړاندي دعامو خلکو تشويشونه  اواندېښنې  :

تاريخ ددي شاهد دی چي دکندهار خلک له علم ،معرفت اومډرن ژوند سره علاقه لري ،هغوي له جگړې اوجگړه ماری نه تل نفرت لري  .داڅولسيزودبهرنيانوغولونکو تبليغاتواوله دوي سره دبهرنيانودراوستل سوولخوا ظلمونو دوي مجبورکړه چي ددولت پر خلاف ياغي سي او وسلې ته لاس کړي .
بلې !تاريخ ددې شاهد دی چي دخپلواکی اوټولنيز عدالت ږغ تر بل هر ځاي وړاندي له کندهارنه پورته سوی  اوبيائي په ټول افغانستان کي ملاتړ سوی اوکه دهيوادله بلې سيمې داسي پيغام تر کندهارپوري رارسېدلئ دی نودکندهار علماوو اومشرانوئي ملاتړ کړی اودبري تر کرښي ورسره درېدلي دي .  
کندهاریوه لرغوني او د کابل په شان د افغانستان د اقتصادي ، سیاسي، اوفرهنگی هڅو زړه ګڼل کېږي ،دادافغانستان دمرکزی حکومت لومړنۍ پلازمېنه ده .خو په دې ښار کې له ډېرو کلونو راپدې خواددې ولايت  د خلکو ژوند نورمال او عادي  بڼه نلري  .
پښتنو په عام ډول اودکندهار خلکو په خاص ډول دوهم ځل کرزی ته پدې رايه ورکړه چي گوندي خپلې پخوانۍ تيروتنې تکرارنکړی اوپه خپلو اشتباهاتو پوهېدلی وي .مگراوس ئي گوري چي هغه آش اوهغه کاسه  ،دهغه  کړنې  اوسياسي لوبي چي دبې گټې مصليحتونوپر اساس بنادي دپخواپه ډول عملي کيږي .دهيوادپه کچه پښتانه لکه دکندهار اوسېدونکي  په  خپل هيواداوخپل ښارکي دهمدې ښاغلي کرزی په واکنۍ کښي هغه ديوچاخبره داسي  اوسېږي  لکه په اسرائيلو کې فلسطنيان  . متاسفانه  دپښتنوسره داسي برخورداوجفاوي کيږي  چي تاريخ ئي ډير کم مثالونه لري .دبلې خوا روښانه ليدل کېږي  چي زموږ يوشمير گانډيانو لپاره هم تراوسه پښتانه دتحمل وړندي ځکه خوکله  چي زموږپه ملک کې کومه دسيسه پلې کېږي نودهغې يوه څوکه دپښتنو زورولواوياله منځه وړلوته متوجه وي .  پښتانه نه خپل ځان په دې حاکميت کښي نه  ويني اونه هم ددوي په وړاندي خواخوږي  احساسوی .يوشمير پښتون دښمنه تل دايوه خبره کوي چي دسرسړۍ پښتون دی کاشکي نه واي ،داسرسړۍ به څوک څه کړي چي دخپل قوم عزت نسي ساتلاي اودهر کس اوناکس خوله ئي دپښتنوپر خلاف خلاصه کړېده.همدا دليل دی چي پښتانه هم له دولت سره دملاتړ چندان علاقمندي نلري  . متاسفانه ددغه بې علاقه گۍ نه زموږ دهيوادکورنی اوبهرني دښمنان لويه گټه پورته کوي اوپدې خړو اوبوکې خپل ماهيان نيسي .
له يوې خوادسولي  مشورتي جرګه  دايروي تر څودطالبانوسره دخبرو لاري چاري ولټوي خپله کرزی هغوي ته دورڼو خطاب کوي ،دبلې خوا څو طالبان په خاطر ټول کندهار په وينو لړي اوياکله چي هغوي پر کوم ځاي حمله وکړي بيا همدا ښاغلی کرزی دوي خاينان، وطنپروشان اوقاتلان بولي اولعنت پر وايي . ځکه له عامو خلکو ورکه ده کومه خبره ئي ومني .
دکندهارښکلي ښار ورانولوته دبهرنۍ پوځ  هڅونه کي ايران اوپاکستان لوي لاس لاري ،پاکستان دامتيازاتو په انتظارکي دی ،ايران  بيادکندهاراوکندهاريانوسره تاريخي دښمني لري ، دهغوي تراوسه دهوتکيانو اولوي احمدشابابا سره دښمني نده هيره سوې .همدا اوس چي دکله کندهاردعملياتوپه اړه ددوي تبصيره ترسترگو کېږي ،نودوي هرومروداټکي پکښي رانغاړي چي داحمدشاه لښکروپر ايران حمله وکړه خو ناکامه ولاړل، او داسي نوردروغجن تورونه .دوهمه خبرداچي ايران غواړي پدې عملياتوهغه دچاخبره  په يوه ټک دوه نښانه وويلي .يعنې له يوې خواکندرهاخراب اوکندهاريان وزورېږي  اودبلې خودامريکاپه وړاندي دافغان ولس اوکندهارزمين  نفرت اودښمني نوره هم غښتلې راوپارېږ ي . په همدې دليل دوي طالبانو اوددولت نورو مخاليفو ډلوته وسلې اوپيسې ورکوي . اوياپه دولت کي له لږکيوسره چي په سياسي اوتوکمی سوداگری کي ماهر اوپاخه سوی دي  پټې اړېکي ساتي اوله هغوي نه ملاتړکوي .
پدې بايد بهرنيان پوه وي ، ډاډه يم  تر موږ ډير ښه  پرې پوهېږي چي کندهار دطالبانوپلازمېنه اوجونگړه نده ،هغوي اودالقاعدي سازمان چي دوي وايي موږپسي افغانستان ته راغلي يودډيروند دلعنتي کرښي هاخواته سيموکي دي .ددوي دخوندي توب ځايونه حتا شمالي اوجنوبي وزيريستان،کوټه اوياپېښورنه دي ،دادکوټې شورايوازي نوم دی ،دوي په اسلام آباد اوکراچي کي ساتل کيږي ،دپاکستان استخبارات یې ډاډمن امنيت خوندي کوي .
بلې ! څلوېښت کاله  پخوا دلومړي ځل لپاره دپاكستان دڅارګرې  ادارې،(ISI) افغانستان ته څېرمه په قبايلي سيموكې دترهګرۍ ځالې جوړي کړې،موخه يې داوه چې په سيمه كې نړيوال اوسيمه ايزپوځی اوسياسي حالت دپاكستان په ګټه وڅرخوي .که اړتياوي امنتي  حالات  ترينګلى كړي اوکه ئې اړتيانه وه له شتون څخه ئي په بله بڼه گټه واخلي .ځکه نوپه كافي اندازه ترهګر چي دمختليفو هيوادو اتباع وه دهمدغې کرغېړنې ادارې له خوا وروزل شول،اوپه بېلابېلو نومونو افغانستان اودسيمي هيوادوته راواستول شول . په لند اروپايي هيوادوکي خوبريدونه پرېږده دادی پرون دمی ۴ مه ئې د نيويارک نیویارک ښار په ټایمز سکویر کی  غوښتل له باروتوډک موټر دالوزوي لو کوښښ کاوه .
داشنا راديو پښتو ويب پاڼې دخبر له مخې دیرش کلن فیصل شهزاد وایی چی د موټر بم دناکامی چاودونی مسوول دی او په پاکستان کی ورته د بم جوړونی روزنه ورکړل شوی وه .
ه څه هم دتل پشان چي هره ناوړه پېښه وسي نودپاکستان استخباراتوروزل سوي  لخوادطالبانوپه نامه دهرپېښي که دوي پکښي شامل وي اويانه مسوليت پر غاړه اخلي داچي ددې مسوليتونوپر غاړه اخيستل به يو وخت څه پايلي ولري لکه چي دوي نه پرې پوهېږي .
ټول پدې ډاډه دي چي طالبان دداسي عملياتوترسره کولوعلمي اوفزيکي توانايي نلري .هغوي عملأ دبل چالخواروزل کېري نو څنگه ومنل سي چي داروزل سوی دطالبانو شاگردوي . دادپاکستان دڅارگری اداره ده چي پد ډول له امريکانه نور امتيازات ترلاسه کوي اوداسي هم ويل کيږي چي دايوه جوړه سوې لوبه ده ترڅو  دامريکا عام ولس وډارېږي اوداومني چي عسکردې په افغانستان او عراق کي جگړې  اودولت دې له پاکستان سره مالي اومادي مرستوته دوام  ورکړي  .
دافغانستان دېرش  كلنه روانه جګړه په ټولېزه ټوګه دپاكستان او ايران   په كوربه توب اوعربي شيخانوپه مالي مرستواوتبلېغاتي  کمپاين روانه ده .
دشوروي تر يرغل وروسته  چي كومې ډلې اوتنظيمونه  را منځته اوپه وسلو سمبال شول داد پاكستاني چارواکو، پوځی جنرالانو او،(ISI) دادارې  دافغان دښمنه سياست پايله وه .
د((ISI))  او ايران داستخباراتي د ادارې له لوري دوي ته  څلوېښت کاله  پخواروزنتونونه جوړ اوترهغه وروسته دافغانستان دمختليفوحكومت پرخلاف جګړې ته  لېږل  سوي،دالړی  همدا اوس هم خوپه لږ تغير اونوې بڼه روانه ده .
پاكستاني سياستوال په دې وتوانېدل چې لومړی دتنظيمونواوراوروسته دطالبانوتر نامه لاندي  دافغانستان په ورانولو كې له هغوي څخه استفاده وكړي .
داڅو كاله دپاكستان  څارګرې  ادارې  په افغانستان كې دطالبانو په مرسته خپل استخباراتي فعاليت ته پراختيا وركړه، په زرګونه عرب،پاكستاني،چچنيايي، اونوربهرني وګړي اوايراني چارواکودشړلوکډوالوتر نامه لاندي خپل روزل شوی جاسوسان  افغانستان ته راوستل .
د ډیلي پوسټ نشریې له لیکنې سره سم د طالبانوزيات شمير مشران په کراچۍ کې نیول شوي . څه موده مخکې داسي خبرې تر غوږسوې چي د ملاعمر په شمول د طالبانو،القاعدي  اولښکر طيبه مشران کراچۍ ته تللي دي .
افغان دولت كه څه هم تر اوسه پورې دپاكستان او ايران   په اړه كومه غوڅه پرېكړه اومعين دريز نلري، خو دوي تر ډېره بريده دنا امنۍ  دپراختيا په موخه دافغانسان په کورنيوچار وكې لاسو وهنې ته  دوام ورکوي .
د امریکا يوه جګپوړي پوځي چارواکي مايک مولن داپريل پر څلرمه په يوه خبري ناسته کي ددې خبري پخلۍ وکړچي ((ایران په سیمه کې د خپلې اغیزې د ډېرولو هڅه کوي . البته دا تر ډیره ځایه د ګاونډي هیواد په توګه د ډیرې حیرانۍ خبره نه ده، خو د اندېښنې وړ دا ده چې دغه اغېز منفي بڼه لري . مايک مولن وايي تېره شپه ماته وویل شول چې له ایرانه کندهار ته زیاته اندازه وسلې لېږدېدلي دي. " په وروستیو کلونو کې دغه ډول نوري بیلګي هم لیدل شوي چې ایران غواړې په سیمه کې د خپل نفوذ د ډیرولو په هڅه کې دی .))
پردې  مسله دامريکا اونړی ټولوملکی اونظامي چارواکوپه وار وار اعتراف کړی  چي ددوي اوددوي تر مالاتړ لاندي دولت مخالفين له کومه راځي اوبيرته چيري ځي .ځکه خو موږ حيران پاته يوچي ستونزه په پاکستان او ايران کي رازېږي اودوي کندهار،هلمند،روزگان ،زابل  ټکولوته ملاتړلې ده .
بلې ! دلته ددولت مخالفين سته ،دلته دهغوي سره خواخوږي  همسته ،خودا روښانه دليلونه  لري .په هغه ورځ چي دغودکندهاراونوروولاياتوخلکوته دولت اودلتي چارواکي دمنلو وړ وگرځېده ،په هغه ورځ چي خلکو ددولتي چارواکو خواخوږی اورشتيانۍ خدمت احساس کړ ،په هغه ورځ ددغو ټولومخالفينوپه هر نامه چي ئې څوک يادوي دنفوذ اواعتبار کمبله ټولېږي .
ددې ټولوڅرگندوواقيعتونوسره دادی  دافغانستان  د پخوانۍ پلازمېني اوسيدونکي اوس سره له دې چي داڅوکاله ياپه بل حساب څو لسيزي ئي شنه باغونه په سوځېدلي  ډاگ  بدل سول اوعملأ دنا اعلان سوی جگړې ميدان دي  دپوځی عملياتودپيل دخبر تراورېدو وروسته نږدې  يوه  مياشت کېږي چي  د ترس او ډار په شرايطو کي ژوند کوي ،  حيران پاته دي چي کله اوڅنگه به دا دافغان دولت اوامريکايانو لخوا تبليغ سوی عمليات پيل سي ؟
طالبانو خوادعملياتوداعلان دلومړی ورځی نه دغبرگون ترنامه لاندي دواسکټونوپه الوزولو (ځانمرگی) بريدونو ته زور ورکړ ل سوی اوددې تر څنگ ئي دمشرانو اوکره کسانو وژلوته هم دپاکستان په اشاره ملاوتړله . سره لدې چي دکندهار دزيات شمير مشرانو دوژلو پړه دکندهار عام خلک دقومي اختلافاتوپر بنياد دکرزی دوروراحمدولي کرزی پر غاړه اچوي ،پدې هکله زياتي ليکنې اودچارواکوسره په خبرو اوغونډوکي ډيري خبري سوي دي ،خوددې تر څنگ دډير پخوانه پاکستاني څارگروداتاکتيک وچي دډيورند دلعنتي کرښي پر دواړو غاړو دقومونومشران اوسپېڅلې عالمان په شهادت ورسوی دالړئ پدې ورستيو کي يوځل بيا چټکه سوې ده .
داپريل پر ۲۹ مه په بينوا ويب پاڼه کي دښاغلي سليم افغان په قلم کښل سوې ليکنه خپره سوه په هغه ليکنه کي دنوروعالي اوکره معلوماتوترڅنگ دې ټکې ته هم اشاره سوې ليکي : ((پرون په کندهار کي د عبدالحي په وژلو سره ددغه ولایت د وژل سو قومي مشران شمېر(( ۴۰۰ ))ته ورسیدﺉ . بلې ! رښتياهم ، غم خو هم اندازه لري، وحشت هم اندازه لري، ظلم هم  همدومره  او غیر انسانیت هم اندازه لري . خو متاسفانه دې ټولو خپل جلونه په ګران او د تاریخه ډک کندهارکي شلولې دي . ))ديادولووړده چي تر عبدالحی وروسته په دې نږدې ورځوکي دوه نورمشران هم په کندهارکي په شهادت ورسېدل .
د رویترز  خبري آرانس ليکي دکندهار دولايتي شورا رئېس دښاغلي کرزی ورور احمد ولی کرزی عملأ دافغانستان په جنوب کي مقتدرترين مقام دي .کله چي دامیر البحر مایک مولن څخه پوښتنه وسول کېداي سي احمدلي کرزی بغل ياڅنډې ته ټېل وهل سي هغه په ځواب کي وويل داپه کرزی پوري اړه لري  چي دفساد سره دمبارزې اوښه حکومت کولولپاره څه وکړي  .
ولي درويتر دليکنې له مخې  يوجگپوړي چارواکي  چي نه ئي غوښتل نوم ئې يادسي  دامیر البحر مایک مولن تر څرگندونولاهم تيزولاړ اوڅرگنده ئي کړه چي احمدولي کرزی نه بايدپه کندهارکي پاته سي .ځکه ډيره بې اتفاقی ته لمن وهی ،هغه وويل يواز کرزی کولاي سي پرېکړه وکړي چي ددې سړې سره څه وکړي .
جالبه داده چي دوي ولي داحمدولي کرزی څخه دومره بېزاره سوي دي ځکه هغه دپاکستان داستخباراتي کړيو اوخپله دسي آي اې سره په اړيکوتورن سړی بلل کيږي
د ناټو ځواکونو د پراخو عملیاتو تر پیلېدو وړاندې د خلکو وېره په زیاتېدو ده .هیڅوک نه پوهېږي چې عملیات به کله پیل شي .یوازې لوېدیځوالو دومره ویلي چې دا عملیات به ممکن په جون کې شروع شي خودا څرګنده نه ده چې دا عملیات به په څه ډول وي ؟که څه هم امریکايي جنرالانو ویلي چې دا به د مارجې دعملیاتو په شان نه وي چې له پوځي قوې څخه پکې زیات کار واخیستل شو . داچي په افغانستان کي يوه خبره هم ثابته نده نن يوڅه اوسبا بيا بل څه ويل کيږي ،نوپدې هم دکندهار خلک باورنسي کولاي چي په رښتياسره به دمارجې  غوندي عمليات نه وي . ځکه همدا اوس ئې دوي دسرپه سترگو وني چي دکندهار پر شاوخوا پوځي ځواکونه ځاي پر ځاي کېږي اوله امريکانه تازه دمه عسکر رارسېږي . زماددې خبري پخلی  داسوشئتدپرس اژانس کوي اوليکي  :د امریکا د خاصو ځواکونو ځیني قطعات همدا اوس د کندهار شاوخوا ولسوالیو کې ځاى په ځاى شوي او هغو سېمو ته زیات متوجه دي په کومو کې چې د حکومت واک کم دی .
له يوې خوا وايي عمليات به دمارجې دعملياتوپه څيرنه وي دبلې خوائي دثورپر ۱۴ اعلان وکړچي ناټود كندهار په لرو پرتوسيمو كې خپل عمليات لغوه كړل .
د ناټو قومندانانو په كندهار کې تېره میاشت هغه هوايي عملیات چې د هیلیکوپټرو په ملاتړ په کې باید سل ګونوافغان او امریکايي ځواکونو ګډون کړی وای لغوه کړه. ټاکل شوې وه،چې دا عملیات د كندهار په لرې پرتو سیمو کې ترسره شوي وای.ویل کیږي، چې دا د افغان او نړېوالو ځواکونو لوی عملیات وو، چې باید په كندهار کې د پلان شوو پراخو عملیاتو دمخه ترسره شوي وای.
ان دثور دمياشتي پر اومه جنرال مک کریسټال  څرگنده کړه چي په کندهارکې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونوعملیاتو ته شېبې را لنډیږي او دا به په تېرو اتو کلونوکې تر ټولو سخته خونړۍ جګړه وي . او د کندهار په عملیاتو کې  چي زيات وخت به ونسي ممکن تلفات زیات وي  .
دبلې خواڅه موده وړاندي داسوشېتد پرس اژانس ولیکل چي : ناټو او امریکایي ځواکونه له یوه ستر ازمیښت سره مخامخ دي او په کندهارکې یي کار ډېر پیچلې او دروند دی.
بي بي سي  دخبر له مخې د د ې عملیاتوپه اړه د امریکا د پوځ د لويو درستېزانو د کمېټې مشر امیرالبحر مایک میولن ویلي: زه فکر کوم له څو میاشتو راهیسي موږ دا په ډاګه کړې، چې د کندهار جګړه به سخته جګړه وي او د تلفاتو مسله به یې هم خواشینونکي وي .
ددې کرښوترلوستلو وروسته څنگه باوروسي چي دکندهاردعملياتوپه آړه رښتيانۍ معلومات خلکوته ورکول کېږي ؟
د کندهار د عملیاتو جدیت د ملګرو ملتونو له پریکړې هم څرګندیږي. دوې اونۍ وړاندي ملګرو ملتونو ساز مان  په کندهار کې خپلو ۲۰۰ کارکوونکو ته وویل، چې د شخړو له امله دې کارونو ته نه ځي او په کور دې کیني او خپل بهرني کارکونکی ئې کابل ته وروبلل .
ملګري ملتونه دا وضعيت په دقيقه توګه درك كړى دى او داسې انګيري، چې كه په دې سيمه كې د حكومت په كړنو او پاليسيو له سره غور ونه شي، نو دكندهار وضعيت به لا ډير خراب شي .
مگردکرزی وروراحمدولي کرزی  دهمدې ورځپاڼې سره په يوه مرکه کښي دملگروملتوسازمان ملامتوی چي کارمندان ئي له کندهانه وايستل او وايي دلته دومره هم خراب نه دي چي څوک کارنسي کولاي  اوياله کوره نه راووزي . بلي دغه ښاغلی خوپه هر حالت کي  دمرميو ضد موټر کي راوزي اوکه ئې ډير چرت خراب سو کابل يا ډوبۍ ته  به ولاړسي ، خودکندهار عادي  اوبېچاره خلک چي لاس ئي ودرېږي خوله ئي درېږي  ،هغو چيري ولاړسي  ؟ اوپدغه سي يوترېنگلی اوله تاوترېخوالي ډک  جگړايزحالت چي له يوې خوابه ئي طالبان نه پرېږديدسپرکاربه ځيني اخلي  اودبلې خوابه دطالبانو پر خلاف عملياتوکي دشپي اوروځي دبهرنيانوتر پښواوټانکولاندي کېږي .
يو شاعر وايي:
غم دي په ماپسي کوڅې نه گوري         
ما اوس دغم کوڅه کي کورواخيست
دسباوون څوکيوال صاحب دښکلي شعردغه يوبيت ددغه دردونکي حالت هنداره ده ،هغه وايي :
ولي بيګنا ه مي د انسا ن په نوم انسا ن وژني
دلته مي غربيا ن وژني کوز مي پنجا بيا ن وژني
خوستونزه داده چي دکندهار ښار اوددي ولايت عامو اوزورېدلوخلکوته به څوک ووايي چي له کوره مه روازی .
عام ولس  په ټول په کندهارکي له بې امنيتی نه سرټکوي دوي وايي چي موږ خپلو کروته په ډاډه زړنشو تلاي  ډارېږو.دکندهاريوه اوسېدونکي ازادی راديوته وويل تاسو باور وکړی  چي موږ له کوره  دډاره نشورا وتلاي  ،ډارېږوچي اوس به چاودنه وشي اويابه کومه بله پېښه .
دطالبانو شپې پاڼو ويش ،دبهرنيو ځواکونو ځاي پر ځاي کېدل اودملگروملتوله خوا دخپلو کارمندانوايستل اوياپر کورکښېنول ددې لامل سوه چي دکندهار اوسېدونکی ئي له ډيري ستري نا اميدی او خواشنۍ سره مخامخ کړل .همدا اوس د کندهار ښار ټول  اوسیدونکي هم په یوه ډول ناهیلۍ او اندېښنې کې ژوند کوي .
تر ټولودردونکې داده چي له دې سيمونه کډې بارېږي اونوروسيموته ځی ،ځکه دوي دحکومت له کمزورۍ اوبې امنیتۍ له امله ځوریږي اوداباورنلري چي دعملياتوپه وخت کي دي  دوي ازارونه ويني اويادي له تلفاتوسره مخامخ نسي .
دپوځی عملياتودپېلېدوداعلان سره سم  په دي ښار کي هيڅوک ځان خوندي نه بولې. هيڅوک او هيڅ کورنۍ دا ډاډ نه لري چي دکورنۍ د باندي وتلی غړی به يې کور ته روغ راوگرځي. له دي ښاره  هره ورځ د وژلو او ترور خبرونه تر غوږو کيږي . په کندهار کي  ډار ډار واکمن شوی کوم چي ترهر څه دمخه د واکمنودکمزوريو پايله ده . دلته امنيتي حالت  ددولتي واکمنۍ له کنتروڅخه وتلی  اوبهرني ځواکونه هم د خلکو د امنيت د تامين په کار جوگه سوي ندي .
دازادی  راډيوسره په خبروکي دکندهار ځينو اوسېدونکودکندهاردامنيتي او سياسي وضعي په هکله خپلي اندېښنې  څرگندي کړي ،هغو ي وايي : ((سربېره پر دې چې ملګري ملتونه دلته سياسي او اخلاقي مسئوليتونه لري، دا په خپله يو ډول له كاره اوږه خالي كول هم دي . په عين حال كې د دوى دا اقدام يو بل پيغام هم رسوي، هغه دا چې د كندهار وضعيت مخ په خرابېدو دى .))
دمي پر ۴مه ددفاع وزارت مرستيال جنرال اکرم  هم اعتراف وکړ چي دکندهارامنيتي وضع مخ پر خرابېدوده . بايد دولت دې ټکي ته پاملرنه وکړي .
بلې خوا د سياسي چارو كارپوه احمد سعيدي پدې  اړه وايي : د ولسمشر حامد كرزي د سپارښتنې په اساس په كندهار كې د پوځي عملياتو ځنډېدل، د وسلوالو مخالفينو د روحيې د پياوړي كېدو سبب شوى دى . اودبلې خواخلك په كندهار كې له موجودې وضعې او له چارواكو څخه يې  سخت ناراضه دي .
داپريل پر ۲۳ دازادی راډيو  لخوا يوه تبصيره  خپره سول په هغې تبصره کي راغلي : (( . . .  پدې نیم ملیوني ښار حکومتي چارې د کندهار د ولایتي شورا د رييس احمدولي کرزي په لاس کې دي .اداري فساد عام دی او ښاریان وايي چې پولیس د سیمه ییزو قدرتمندانومربوط کسان دي .
د کندهار ښاریان وايي چې د ناټو د عملیاتو د څرنګوالي په باب د معلوماتو د نشتوالي له کبله د دوی اندېښنې زیاتې شوي او بېرېږي چې حالات به تر بدو بتر شي .دوی همداراز وايي که دا عملیات هرڅومره په احتیاط هم ترسره شي دوی خوشبینه نه دي چې ورسره به د ښار ستونزې حل شي .
لیکوال عبدالاحمدمحمدیار د ډېرو ښاریانو د اندېښنې یادونه کوي وايي(( چې په ګاونډي هلمند کې د مارجې عملیات د خلکو لپاره ښه مثال نه وو. د چارواکوله بیا بیا ډاډ ورکولو سره سره چې دا عملیات به د مارجې په شان نه وي ، خو د کندهار د خلکو زړه ته نه لوېږي چې په کندهار کې دې هم د مارجې په شان کوڅه په کوڅه جګړه ونه شي .))
داټکی م بايدپه گوته سي چي دهمدې هلمند دوستروپوځی عملياتوپايلو وښودله چي هلته امنيت ډاډمن نسو،څو ورځي ددولت مخالفين له کليونه ورک سول ،زيات ولاړل په کوټه اوچمن کښي ئي څو ورځي استراحت وکړ اوس دادي بيا،کرار کرار  هلمند ته راستنېږي  .
د اپریل۲۳ د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ګڼه کې راغلي چي ((د هلمند په مرکزي برخه کې کړکېچ او ترینګلتیا زیاته شوې .))
په تاندويب پاڼه کي داپریل۲۴مه خبر خپورسو په هغه کي ليکل سوه : ګارډین ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې په هلمند ولایت کې د بریتانوي پوځیانو له قوله راپور ورکړی چې طالبانو په دې ولایت کې جګړه بنده کړې خو دوی باور لري چې ژر به جنګ پیل کړي .
تنها څو اونۍ وړاندي په هلمندکي ددوي په وينا بې ساري پوځی عمليات وسول اوگويا طالبان ئي له هملند نه وايستل ،داسي خبرممکن پدې ورځپاڼه کي هم خپورسوی وي خودادي ډير ژرداسي تبصرې کوي چي په هلمند کي امنيتي نا ارامي شاهدي ورکوي . نوکه په کندهارکي هم عمليات وسي هغه دطالبانوديوه قوماندان خبره که زور راباندي راغلی شاته کېږو چي دامريکاله سيمي ووتل بيرته راځو.دادی اوس ئې گوروچي په هلمند کي ورته  لوبه روانه ده .هغه چي دپوی عملياتوپه وخت کي له هلمندنه کډه سوی تراوسه دطالبانوله ډار نه خپلو کورنوته نسي راتلاي .دکره معلوماتوله مخې همدا اوس هم په هلمند کي تر لمر لوېدو وروسته له بولان څخه ترخانشينه اوله کلاي بست نه تر باغران  پوري دطالبانوحکمراني چالانه ده .
دثورپر ۱۵دنړيوال اومنيت اوپراختيادشوراپه نامه مشور ديوه انگليسي سازمان لخوايو رپوټ خپورسو،ددې رپوټ له مخې سره له دې چي دهلمند دعملياتونه يوه مياشت  تېرېږي ،۶۱ په سلو کي  خلک دبې امنيتی ،بهرنيانوله کړنواودتېروعملياتوڅخه دناخوښه دي  .
که څه هم دولتي اودبهرني پوځی  چارواکي  دارپوټ نه منې مگر دهلمند ولايت دمارجې ولسوالی خلک د‌بې امنی له زياتېدونه سرټکوي .
ددې ولسوالي يوه اوسېدونکي دازادی راډيوسره په خبروکي وويل:
«پیش از عملیات دزدی و دیگر ترس وجود نداشت، مردم می توانست بدون ترس از طرف شب به کار و زراعت بپردازد. از طرف شب به مهمانی ها می رفتیم، اما حالا از طرف شب از ترس امریکایی ها و دیگر افراد مسلح از خانه بیرون شده نمی توانیم. افراد مسلح بخصوص امریکایی ها میایند مردم ملکی را به نام طالب می کشند و یا افراد مسلح دیگر میایند و مردم را به نام افراد دولتی می کشند.»
په عين وخت کي دکورنيو چارو وزير  محمد حنیف اتمر هم دامنلې چي په هلمندکي انيت ښه سوي خوهغه انتظار چي موږ دعملياتوله پايلونه درلودهغسي ونسول . په همدې رپوټ  کي کښل سوی چي دمارجې تر عملياتو وروسته همدا اوس دهلمند۶۸ په سلوکي اوسېدونکي پدې باودي چي طالبان  دوباره دي ولسوالی ته راځي .
د کندهار اکثره خلک وايي چې د دوی په ولایت کې د ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار دا ده چې هلته موثره دولتي اداره جوړه شي چې طالبان خبرو ته وهڅوي .
داپريل ر ۲۱ مه دآزادی راډيو له لاري د انترنشنل هرال ترېبون  ورځپاڼې يوخبر خپورسوچي  دگلیوم ماساچو سیت  دامريکايي تحقيقاتي کمپنی لخوا د کندهار له شاوخوا ((۲۰۰۰)) کسانوڅخه د  ترسره سوی سروی نظر پوښتنې  له مخې دکندهار غوڅ اکثريت  وايي  چي هيڅ نظام دبرچې په زورپايداره پاته کېداي نسي، دعملياتو پر ځاي دي له طالبانوسره رغنده خبري وسي .
دغه سروې له مخې  چي دکندهار داسوېدونکوپه منځ کښي سوی له ۲۰ نه ۱۹ نفر وايي دعملياتوپر ځاي دي دطابانوسره خبري وسي ،له شپږونه پنځه طالبان خپل وروڼه بولي اوله پنځونه څلوروايي که طالبانوته کار پيداسي دوي به له جگړې نه لاس واخلي .
د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل،ددولتي  فساد پای ته رسول او د ښې حکومتي ادارې جوړول د کندهار د عاموخلکوهیلې دي .ډېر افغان او لوېدیځ کارپوهان وايي چې اکثره افغانان د کار او روزګار د نشتوالي له کبله له طالبانو سره توپک پر اوږو اخلي خو که د کار زمینه برابره شي ، ښايي ډېر کسان له جګړې لاس واخلي .
دکندهار يوه قومی مشرحاجی محمد احسان  انتر نشنال هرالد تربیون  ورځپاڼې ژورناليست ته ويلي ،امنيتي حالت ورځ په ورځ خرابېږي ،هيڅوک ځان مسؤن نه احساسوي  ددې لانجې  اوستونزي نه دوتلويوازنۍ لار دطالبانوسره رغنده خبري اوهغوي ته ددولت په سياسي نظام کي ونډه ورکول بولي .
د انترنشنال هیرالد تریبیون دورځپاڼه ليکي  که څه هم دکندهاراوسېدونکي دناامنيوپه راوستلوکي  طالبان ملامتوي مگرترنيمو زيات  بيا وايي چي طالبان په فسادکي لاس نلري . داخبره ددې ښکاره اوڅرگنده بېلگه ده چي عام خلک تر طالبانوله دولتي فسادنه سرټکوي اوله هغه نه تر پزی راغلي . دکندهارزيات اوسېدونکي خپله دشاغلي کرزی له ورورنه سرټکوي وايي هگه دوهم اوترلومړی ډير ظالم پاچادي .هرڅه چي ئي زړه غواژي هغه کوي . ځکه خوبهرنيان هم داغواړي چي احمدولي کرزی له کندهاره ورک سي .
داپريل پر ۲۸ مه  دافغانستان دځينوډله ايزورسنيو له لاري  (( استانلي مك كريستال))  وويل چي دکندهار خلک په دې ولايت کي دسالمي دولتي ادارې غوښتنه لري  .هغه  هم دامني  که دلته سالمه اداره جوړه نسي پوځی عمليات به هيڅ  گټه ونلري  .
د ناټو ویندوی جیمز اپاتورای د لندن د سفر په ترڅ کې وویل چې د کندهار عملیات په مخکې دي خودا عملیات به د قیامت ورځ نه وي بلکې د کندهار ښار په شاوخوا کې به قواوې متمرکزې شي چې طالبان په شاوتمبول شي .
وبه گوروچي دابه دقيامت ورځ وي اوکنه ؟اوکه يوازي اوس همدا ډول خبري کېږي که دقوی حکومت دجوړېدو خبره مطرح وي نوبياد۵۰ زره امريکایی پوځ ځاي پر ځاي کيدوته په کندهارکي څه اړتيا ليدل کېږي  ؟دقوی حکومت جوړېدل دامريکالپاره کومه ستونزمنه خبره نده ،لکه طالبانوته چي ئې جواب ورکړ ،دغه ډول هغه کسان چي سولي اوثبات ته گواښ گڼل کېږي اوددوي نه دي  خوښ هغوي ته دې هم جواب ورکړي .فکر نه کوم په دولت کي داسي کس موجود وي چي دچوکی دلاسه ورکولوپه خاطردي دامريکاپرخلاف وسله وال پاڅون پيل کړی ،ځکه اوس دوي دمډرن اوشيرچوردکورنواوډوبۍ دښکلو بنگلوپه خوند پوهېدلې دي،اوکه چيري داسي کسان وي نوبيادطلبانو څه گناه ده امريکادي خپل راوستلي غله  خپله اصلاح  کړي چي ولس ته په کورکي دټوپک ساتلو اړتياپيدانسي اونه هم دچاپر خلاف وسلې ته لاس کړي .
جالبه ده ! تير کال دکورينو چاوروزير لخوا دطالبانو شمير ۲۵ زره اعلان شوکه دا((۳۰))  زره وبولونوڅنگه کېداي سي دغه  (( ۳۰ زره )) چي په جنگی تاکتيتک اودمډرنې وسلې  په استعمال نه پوهېږي بياهم دبهرنيانو دپوځ په گډون دا ((۲۵۰))زره پوځيان نسي کولاي د۳۰ زره کسانودتيريواو ورانيو مخه ډب کړي؟  
که عمليات زورونه دي نوباولي دروان کال دثور پر ۱۲ دفایننشیل ټایمز ورځپاڼه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال دیوید پیتریوس له خولې لیکي  :  په داسې حال کې، چې زرګونه امریکایي عسکر د کندهار د عملیاتو د پيل لپاره تیاری نیسي ،دغه عملیات به اسانه نه وي او وسله وال طالبان کېدای شي د دغو عملیاتو په مقابل کې په وحشت ناکو بریدونو لاس پورې کاندي  .همدغه امريکا يي قوماندان  دمی پر دوهمه په کندهارکي  خبريالانو ته وويل ، چې کندهار يواځې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنيت او ثبات لپاره مهم دى .د نوموړي په وينا، کندهار ځکه ډېر ارزښت لري چې د يوولسم سپټمبر د خونړۍ پېښې پلان همدلته جوړ شوى و.ده وويل: ((بريدکوونکي له همدې ځايه لومړى جرمني ته لاړل، وروسته يې امر يکا ته ځانونه ورسول، هلته يې په دې برخه کې زده کړې تر لاسه کړې او بريدونه يې وکړل .ده په کندهار کې د امېد عملياتو په اړه  وويل، چې د دې لپاره تيارى پيل شوى او پر لومړۍ برخه يې چې د معلوماتو راغونډول دي، کار روان دى .))داسي معلومېږي چي اسامه بن لادن داوسېدوپه جرم کندهاريوځل بياپه سروينو لړل کېږي .دامعقول اوعادلانه سياست  اودريز نه دی چي يوامريکايي چارواکي وايي موږ ته کندهارځکه مهم دی چي دلته دسپتمبر د۱۱دحملې پلان جوړ سوی وو.اول خوتراوسه ډيروته سوال دی چي داپېښه ولي،څنگه اودچا لخوا وسول؟  داچي کندهار ئي دپلان جوړېدومرکزاعلانېږي له انصاف اوعدالت نه ليري خبره ده  . دامنوچي دلته طالبانو دالقا عدې سازمان ته ځاي ورکړی و  اوله هغوي سره ئي ښې اړېکي درلودې چي دوي ئي دليل او اړينتوب  داقتصادي  بنديز اونړيوالي بې تفاوتی په وخت کي له طالبانوسره دالقاعدي لخوا اقتصادي مرستي بولي .
کندهاردعملياتوپه اړه داوسنيو گډو وډوخبرونه داسي له ورايه معلومېږي چي په کندهارکي به قهرجن پوځی عمليات وسي خوداوسنۍ اوتي بوتي يوازي دعاموخلکو مصروف ساتل دي .
دبېلگي په توگه  دمی پر دوهمه دښاغلي کرزی وياند خبريالانوته وويل : ((عملیات زمانی درقندهار آغاز می شودکه ضمانتی برای جلوګیری از تلفات افراد ملکی به وجود بیاید. هغه وړاندي څرگنده کړه ،شورای امنیت ملی امروز  صحبت های زیادی دراین رابطه  داشت و مسئوولین امنیتی پلانی را برای راه اندازی بهتر این عملیات زیر دست دارند.
هنوز زمان دقیق عملیات کندهار اعلام نشده اما قرار است هزاران سرباز امریکایی که جدیدا به افغانستان وارد می شوند و سربازان اردوی ملی در این عملیات اشتراک کنند. آزاد سازی ولسوالی های تحت کنترول طالبان در کندهار که زادگاه طالبان و پایتخت معنوی این گروه بود، هدف اصلی این عملیات است . ))  نوکه پوځی عمليات نه کېږي نودازرگونوپوځيانو لېږلوته کومه اړتياسته دغه اړتياولي خلکوته نه واضح کېږي ؟ازادسازي  کېداي سي په خبرواودوسلې له استعمال نه پرته عملي بڼه ولري ؟ تر ټولولادابله جالبه چي يو وايي تر اوسه دعملياتودپيل نېټه معلومه نده اودهمدې ولايت والي بيا دمی پر دريمه يعني يوه ورځ وروسته بي بي سي خبريال ته ويلي چي په کندهار کې د ((همکارۍ)) په نوم عملياتو پيل شوي .ښاغلي ويسا وايي د عملياتو په ترڅ کې به په نا امنو او لري پرتو ولسواليو کې د بيارغونې په ګډون يو لړ پرمختيايي کارونه کېږي او سيمه ييزې اداراې به په پښو درېږي . څنگه به پر پښودرېږي چي هلته ويسا صاحب سرنسي ورښکاره کولاي ،دکابل په ښارکي ډير دولتي مامورين دشپې له دارنه ددولت مخالفينوته پسې ورکوي  اوويساصاحب په خبروکندهار جوړوي .
ښاغلي ويسا په وينا د عملياتو په ترڅ کې به په لري پرتو او نا امنو سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره هم هڅې وشي . څه ډول هڅي داسي معلومېږي پر عملياتوئي دهڅو نوم کښېښود . يوئي وايي له ښارنه به عمليات پيل بيابه تر کليوپوري غځېږي ،مگر والي صاحب بيادچين انقلاب ځيني جوړکړ له کليونه ئې ښارته رارسوی .
بل لورته په روشانه ټکواوساده جملوپه سوېل کې د ناټو ځواکونو قوماندان نيک کارتر چې د همدغه ويډيويي کنفرانس له لارې  څرگنده کړه :ناټو ځواکونه په پام کې لري چې په کندهار کې هم د هلمند د نادعلي او مارجې په څېر پوځي عمليات وکړي .په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرييسټل بي بي سي ته ويلي چې دغه عمليات به څو پړاوونه لري .
د امريکادوسله والوځواکونولوي درستيز امیرالبحر مایک مولن داپريل پر ۳۰ مه کابل ته په ناڅاپي سفر راورسيد.هغه دډله ايزورسنيوله استازوسره په وخبروکي  کندهار دافغانستان دثقل مرکز وباله اودطالبانوټکول ئي پدې ولايت کي حياتي وبلل . مگر هغه وويل که کرزی ددولتي فساد دروکولو لپاره تلاښ ونکړي  ټوله ستراتېژي ناکامه کېداي سي .
امیرالبحر مایک مولن  څرگنده کړه ((در کندهار موفق شده نمی توانیم اگر فساد گسترده در آن جا از بین برده نشود و یک ساختار مشروع حکومتداری به میان نیاید .)) هغه وړاندي وويل کېداي سي له پوځی پلوه بريالي سوولي دابرياليتوب به گټورنه وي .
جنرال ډیویډ پيتریوس وايي  سره له دې، چې د کندهار د ښار  وضعه د ورځی له مخې عادي وي او په ښار کې د خلکو  او ترانسپورټي وسایلو ګڼه ګوڼه وي، خو بیا هم خلک اندېښمن دي .
د کندهار چارواکوهم فایننشیل ټایمز  ورځپاڼی ته ویلي دي، چې ډیرې کورنۍ د طالبانو  د ګواښونو او بریدونو له ویرې خپلې لوڼې  ښوونځیو ته نه استوي او داسې سیمې هم شته، چې امنیتي ځواکونه د شپې له مخې نه شي ورتلای
د خرقې شريفې په زيارت کې راټولو شويو ښځو د مور د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې  نوره مرگ ژوبله ودروي .
پدې هيله چي په کندهار کي ديوچاپر قدرت دساتلواوبل له خاوري دشړلوپه جنگي سيالی کښي داسي شيبې راونه رسېږي چي ټولنيز اوسياسي حالت په بشپړه توگه له کنتروله ووزي  اوعام ولس د غوښتنې خلاف يو لوي ناورين او غميز ه پيل سي . نوربيا