شين خالۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


زيړګل ورو ورو د ښارې ژوند ، دپوهنتون د ماحول ، نويودوستانو ،ملګرو او استادانو سره اشنا کيده خو په هغه کې د کليوالې ژوند تاثیرات اوکرکتر د ورايه په سترګوکيده ٠
هغه هم د کلو او بانډو ژوند او د ښاري ژوند تــــفاوتونه احساسول ،هلته په کلي کې د زمينداري او مالداری تر څنګ پرګنيزې مرودی او ورځنی چارې،دلته د علم او پوهې ماحول دا هغه تفاوتونه وه چې زيړ ګل ورسره نوی بلديده ، هغه به کله کله دا متل کاوه چې واېې ٠


چيرته چې اوسې ، په خوۍ به د هغو شې٠

خو د زيړګل هغه ساده اوبې کبره ژوند سبب شو چې په ډيرلږ وخت کې ځانله ډير دوستان او صادقه
ملګري اواخلاصمندان پيدا کړي ٠
زېړګل د تحصيل په شرايطوکې دوخت په ارزښت او ماهيت ښه پوهيده،هغه د ا پتيئلې وه چې بايد وخت تري بې خايه تير نشې ، هغه ته دا جوته شــــوې وه چې د طب د مسلک لمړې يا مقدماتې کال د زحمت اود زياره سره دي، ځــکه چې پدې لمړۍ او دوهم سمسترونو کې د طبي نوو ترمنالوژيو سره اشنا کيدل او همدارنګه د انګليسې ژبـــه او لاتينې اصطلاحات په طب کې هغه اساسي او ضروري مطالب دي چې د هغو يادول په بنيادي توګه د هر محصل د پوهې او د هغه دراتلونکي ژوند اساس تشکلوي ، په همدې وجه هغه به تل د فراغت وخت د پوهنتون پـــه کتابتون کې تيروه او هلته به يې مسلکې کتابونه متالعه کول او او دطب د علماو د نظرياتوسره اشنا کيده او همدارنګه په کتابتون کې به د ورځپانو جرايدو او مجلو څخه په استفادې د وطن او ددنيا د حالاتو څخه ځان خبروه٠

هغه د پوهنتون په ساحه کې د نورو انديښــــنو ، نظريــــاتو اوداحزابو ترفـــدارانو سره اشنا کيده ، د
مختلفو نظرياتو پيروانو به ورسره سياسې بحثونه کول ٠

هر تنظيم به د خپل حقانيت او وطن کې دې ناخــــوالو عوامل تشريــــح کول او و يــل به ېې چې ددې مشکلاتو د حل لاره زموږ تګلاره ده ٠
زيړګل به د هر چا نظر په غور اوريده خو هغه په وطن کې د مختلفو سياسې جرياناتو سره موافق نه وه ،ځکه هغه دافغاستان دخلکو ديو متحد او مشترک حرکت طرفدار وه ،هغه به ويل چې د وطن
خلک بلخصوص ځوانان په مختلفو ډلو او حلقو کې بېليدل داد وطن په ګټه نه ده ، هر څومره چې د افغانسان خلک په خپلو کې سره يو موټې شې هغه زمـــوږ دخلکو اودملک د ترقۍ په ګټه ده ،تنها يووالی دي چې کولاې شې موږ دبرياليتوبونو او ترقۍ لوړمعراج ته ورسوي ،نه دا ديوواحددين او ائېن خلک په مختلفو ډلو او تنظيمونو تقسيم کيدل ٠

خو هغه د يو تعداد متعصبه کسانو چې د ژبې او قومونو اختلاف ته لمنه وهله ډير بدبينې درلوده ، او د هغو سره ېې په پټه او ښـــکاره کينه او نفرت درلود هغه به ويل افغانستان د ټولو مشترک کور دی ،دغه کسان يا د پردو نوکران دې او يا هم ډير ناپوه خلک دي کوم چې په ناپوهۍ سره زموږ په هيواد کې د نفاق تخمونه کري ٠

ددی خبرو تر څنګ زيړ ګل دې نتجې ته رسيدلې وه چې د ا وخت هغه بايد خپلو درسي پرګرامونه تعقيب کړي تر څو د علم او پوهې له لارې خپلو هيوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي٠

خو دداسې مصريفيوتنو سره سره زيړګل د اکا ، کاکا ناوې او شين خالۍ د فکر او انديښنو څخه فارغه نه وه او هميشه به يې يادول او د هــــر لمانځه وروسته هغو تــه دصحت اوسلامتيا دوعاوې کولې ٠

په شين خالۍ هم د زيړګل د مساپرۍ اسر د وارايه ښکاريده او کله کله به د هغه په چرت کې لاړه ٠
هغې هر مازيګری د زيړګل د شوتلو پنډ او د څارويــــو راوستل د کلا انګړ ته په سترګو کې وه او همدارنګه په باغچه کې د هغه د لاس کرلې ګلان به يې په اوربل کتارول او د فکر د غلتولو لپار د خور لنډو سره وخت تيروه ٠

زيړګل يو ماښام چې تمامه ورخ يې په درس او دخونې په د پاکولو او نظم راوستلو وار تير کړې وه ډير ستړی معلوميده ، په خپل چپرکت پريوت او د شين خالۍ پــــه فکر کې ېې هغه وختونه په زړه شول کوم چې هغې ته ېې د زرګر د دوکان څخه خيالي چارګل رانيولــــې وه او غوښتل ېې چې شين خالۍ ته ېې دکمکې اختر په مناسبت په اختر مبارکې کې ډالۍ کړي ،چې هغه وخت ېې په لاره کې د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠



خيالي چارګله
ښکلی چارګله شينوجانې له دې وړمه

هغه چې د شين خالۍ تورې زلفې ،ښکلی دغاړې هار او دجګې پوزې چارګل په سترګو کيده نو داسې به ېې ويل ٠
زلفې ېې تورې تور اوربل ېې مزې دار دی نا
څومره ښايسته په غاړې پروت د زرو هار دی نا
دا سور چارګل ېې پاس په پوزې پري دار دی نا
مين ېې کړمه
دا پټ کاته ېې په زړګي ويشتل کوينه

زيړګل ته د شين خالۍ د بنګړو شرنګهار ډيرخوندورکاوه او دهغوپه وصف کې داسې زمزمه کوله٠

دشنو شنه بنګړونه ډک سپين مړوندونه دي
د بنګړو شرنګ ېې ليوني کړه عالمونه دي
ظالمې کړې دي د خيا له ډیر کبرونه دي
ستې ېې کړمه
شرنګ د بنګړو ېې عالمونه خبروينه

او د خپلې د خوږ زړګې تسل ېې په لاندې بيتو کې ختماوه ٠

خيا لي چارګل مې د اشنا په پوزه سپور ښکاريده
څومره ښاسته لباس کې وتې حال ېې نور ښکارېده
ښايسته سور شال کليوالي ېې په سر خور ښکاريده
نظره نه شي
دا افغاني لباس ېې څومره خوند لرينه

ما هم د زيړګل د زړه خبري او اواز په لاندې شعر کې پيل او تاسو محترمو لوستونوکو ته ېې ډ الۍ کوم ٠
خيالي چارګله

خيالي چارګله
ښکلی چارګله زرو جانې ته دې وړمه

زلفې ېې تورې تور اوربل ېې مزې دار دی نا
څومره ښايسته په غاړې پروت د زرو هار دی نا
دا سور چارګل ېې پاس په پوزه پري دار دی نا
مين ېې کړمه
دا پټ کاته ېې په زړګي ويشتل کوينه

دجلۍ شنه بنګړونه ډک سپين مړوندونه دي
د بنګړو شرنګ ېې ليوني کړه عالمونه دي
ظالمې کړې يې د خيا له ډیر کبرونه دي
ستې ېې کړمه
شرنګ د بنګړو ېې عالمونه خبروينه

خيا لي چارګل مې د اشنا په پوزه سپور ښکاري
څومره ښاسته لباس کې وتې حال ېې نور ښکارې
ښايسته سور شال کليوالي ېې په سر خور ښکاري
نظره نه شي
دا افغاني لباس ېې څومره خوند لرينه
------------------------------------------------
سميع الدين افغاني