د انسان په ماغزو کې بنسټيزې حجرې شته دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهیز ژباړه



بنسټيزې حجرې کيدای شې په مغزوکې د هر ډول بلې حجرې ځای ونيسي

د انسان ماغزه ښايي په ځينو برخو کې داسې وړتيا ولري چې د بنسټيزو حجرو د لارې ځينې جوړښتونه چې زيان ورته رسېدلی دی پخپله بېرته رامنځ ته کړي .
خو دا کار يوازې په دوو برخو کې شونی دی، هيپوکمپوس چې راټول شوي معلومات د لنډې يا اوږدې مودې حافظې ته انتقالوي او همدارزا د بويېولو په برخه کې، چې له پوزې څخه راتلونکي بويونه څېړي. دا په دې مانا ده چې د انسان ماغزه هم بنسټيز حجرې لري چې له هغو څخه کېدای شي د ناروغيو په له منځه وړلو کې گټه پورته شي.

بنسټيزې حجرې کېدای شي په تيوريتيکي يا نظري توگه په مغزو کې د هر ډول بلې حجرې ځای ونيسي، ځکه چې بنسټيزه حجره ټاکلې دندې ته نه ده ځانگړې شوې. کله چې يوه حجره يوه ځانگړې دنده غوره کوي بيا يې بڼه د پروتينونو په مرسته بدليږي. په دې اړه مگدلينه گوڅ چې د اعصابو د بيالوژۍ او د بنسټيزو حجرو په برخه کې د يو څېړنيز مرکز مشره ده، وايي :

«موږ د مغزو د بوي کولو په مرکز کې داسې د ترنسکريپشن يو پروتين موندلی دی چې د عصبي حجراتو په رامنځته کولو کې ونډه لري. موږ دا ثابته کړه چې د ماغزو په هغو برخو کې چې اصلا نوي حجرې نه رغول کېږي د دې ترنسکريپشن يا د ارثي توکو د وړلو فکتور په مرسته يو گڼ شمېر نوي عصبي حجرې رامنځ ته کولای شو».

دغه ازموينې تر اوسه پورې يوازې په لابرواتوار کې په برياليتوب تر سره شوي دي او هڅه کېږي څېړونکي ځانونه په دې پوه کړي چې د اعصابو حجرې څنگه جوړيږي او ځانگړي دندې په غاړه اخلي. په دې لړ کې مگدلينه گوڅ هم ناڅاپه په ماغزو کې بنسټيز حجرې وموندلې. دغه اساسي حجرې په حقيقت گليا حجرات دي چې تقريبا يو سلو پنځوس کاله مخکې کشف شول. خلکو داسې انگېرل چې دا حجرې هسې مرستندويې حجرې دي چې د نورو حجراتو څخه چاپيره دي. گليا په يوناني ژبه کې سرښت ته وايي. له هغه وخت راهيسې چې مگدلينه گوڅ دغه ډول حجرې د اساسي حجرو د سرچينې په توگه پېژندلي دي، له هغې څخه ورته هسې د مرستندويو حجرو په سترگه نه کتل کېږي، بلکې ټول ورته متوجه شوي دي. پوښتنه اوس دا ده چې څنگه له گليا حجرو څخه عصبي حجرې جوړېږي او ميکانيزم يې څه دی. د دغو څېړنو دپاره مگدلينه گوڅ د گوتفريد ويلهېلم لايبنيڅ جايزه تر لاسه کړې ده او دوه نيم مليونه يورو. هغه د جايزې په تر لاسه کولو سره ډېره خوشاله وه :

«دغه جايزه زما دپاره ډېر ارزښت لري، ځکه چې په سم وخت کې لاس ته راغله. په پوهنتون کې مې د څېړنو يوه ډله رامنځ ته کړې وه او په پوره اندازه مالي امکانات راسره نه وه. موږ د لويانو په ماغزو کې تر ژوبلېدو وروسته د عصبي حجرو د بيا رغېدو پوښتنه څېړلی ده. موږ د سمبالښت ستونزې درلودې. اوس نور دغه ستونزې نه لرم او زما ژوند ډېر اسانه شوی دی .«

مگدلينه گوڅ د خپلو څېړنو دپاره د لويانو د اساسي حجراتو څخه کار کوي. لوی په دې مفهوم چې هغه انسان چې نوموړي انساج ترې اخېستل شوي دي، نړۍ ته سترگې غړولي دي. د څېړنو دپاره له دغو انساجو څخه په لابرواتوار کې نورې حجرې جوړېږي. اساسي حجرات کولای شي چې د زيانمن شوي انساجو ځای ونيسي او په اصطلاح ترميم يې کړي. بل ډول بنسټيزې حجرې جنيني بنسټيزه حجرې دي چې د انسان د هر ډول انساجو ځای نيولی شي . مگدلينه گوڅ يوازې د موږک جنيني اساسي حجرې کاروي، نه د انسان. خو ځينې وخت انسان او موږک ډېر توپير لري.دبيلګې په توګه د الزهايمر ناروغۍ په برخه کې. دا چې د الزهايمر د ناروغۍ د پاره به کله د درملنې امکانات چمتو شي، مېرمن گوڅ هم دې ته ځواب نه لري :

سړی هيڅ وخت وړاندوينه نه شي کولای. ځينې وخت سړی داسې بولي چې د کلينيکي دورې دپاره د درملنې امکان شته، خو بيا خنډونه رامنځ ته شي او يو څو کاله يا حتی لسيزې وروسته پايلې ورکوي. ځينې وخت لاره ډېره اوږده برېښي او بيا داسې يو نوي څه کشف شي چې لاره پرې لنډه شي .«