يوې لويديځې سندرغاړې ډايا پښتو سندره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هغه وخت له نور هر وخت ډير هك حيران شوم چې د افغان موسيقۍ په يوې نوميالۍ ويبپاڼه مستانه ډاټ نيټ كې مې د يوې نړيوالې سندر غاړې په غږ پښتو سندره واوريده .

داسې يوه سندرغاړې چې ټول عمر له پښتو ليرې پاتې شوې ده .هيڅ باور مې نه راته خو د دې د ځانګړې ويبياڼې له لټون څخه وروسته راته جوته شوه چې رښتيا هم پښتو د لويديځوالو لپاره اسانه ده .

دا د لويديځ په چاپيريال كې زيږيدلې او لويه شوې ده ډايا يادوم چې مسلمانه مډونا يې هم بولي . د مډونا له نامه سره خو ټول اشنا دي خو ډايا هم په خپل هنر كې دومره پرمختګ كړى چې مسلمانې مډونا لقب ور په برخه شوى دى .

د دې په پښتو سندره كې كاريدلى هنر او ژبه كټ مټ افغاني او داسې روانه ده لكه كومې ځيږې پښتنې چې ويلي وي . هغه دوديزه افغاني سندره هغه ملي سندره چې هره پښتنه مور يې خپل ماشوم ته زمزمه كوي او كله چې ماشوم زنګوي نو همدا سندره ورته وايي :

الله هو شه الله هو
زما جانه الله هو
الله هو شه الله هو
زما جانه الله هو
تر پايه .........

ډايا دا سندره ډيره په مينه د موسيقۍ په څپو كې اورولې ده .

داسې په مينه لكه د يوې مور په شان د داسې مور په څير چې ټولې هيلې يې هغه ماشوم پورې تړلې وي چې زنګوي يې او دا سندره ورته وايي . كه څه هم ډيرو ښځينه افغان سندرغاړو دا سندره بيا بيا ويلې ده خو د ډايا په ژبه بيا بل ډول خوند لري .

افغان دري ژبو ښځينه سندرغاړو هم ډيرې پښتو سندرې ويلي دي ډيرې په خوند يې ويلي دي ،چې اورې يې له ورايه ښكاري چې دايې مورنۍ ژبه نه ده خو د ډايا په غږ كې داسې هيڅ توپير ((لهجه )) نه ليدل كيږي .


د سندرو د ويلو پر وخت د وتلې انګريزې سندر غاړې مډونا په څير نيمه بربنډه راڅرګنديږي او له دې كبله يې ښايي مينه وال مسلمانه مډونا بولي .

دا سندره دې د ( لورې ) په نامه نومولې ده او داسې ښكاري چې هغو ټولو افغان ښځينه ماشومانو ته يې ډالۍ كړې وي چې وروسته له ماشومتوبه بيا د سيمه ييزو لنډو ګنډو دودونو قرباني ګرځي او ډيرى يې نشې كولى چې ښونځې ته ولاړې شي .

په افغانستان كې دټولو ماشومانو په تيره بيا د ښځينه ماشومانو حالت ډير د انديښنې وړ دى . له يوې خوا يې ښونځي د دولتي چارواكو په وينا د پوهنې د غليمانو له خوا سوځول كيږي او له بلې خوا دوى ته كورنۍ د نارينه ماشومانو په پرتله لږه پاملرنه كوي .

ډايا د افغان ماشومانو ستونزې احساس كړي او د راتلونكي البوم لومړنۍ پښتو سندره يې د (لورې ) په نامه خوښه كړې ده .

ښايي ټولو ته دا پوښتنه رامخې ته شي چې ډايا او پښتو سندره ؟ دا د حيرنتيا وړ نه ده . د ډايا مور افغانه ده او پلار يې د ډيورنډ د كرښې له ها غاړې پښتنو څخه دى .

كه څه هم نوموړې په داسې يو چاپيريال كې زيږيدلې او ستره شوې ده چې هلته پښتو او پښتونواله څوك نه پيژني . خوكېدى شي افغاني وينېې يې تر بل هر څه د دې په رګونو كې پښتني احساس ژوندى ساتلى وي .

او كه سياسي اړخ ته يې وګورو د افغانستان مساله او سياسي كړكيچ د ګردې نړۍ پام ځانته را اړولى دى چې دې ټكي نړيوال هنروال هم دې هڅولي دي چې پر افغاني ژبو هم خپل هنر وښيي او دودونه يې تمثيل كړي .

٢٧كلنه وتلې، ښكلې ،تكړه او د بې كچې وړتيا خاونده ډايا يوه نړيواله سندر غاړې ده چې په انګريزي ، پښتو ، هندي او پنجابي سندرې وايي . د نوموړې چلند ، ښكلا او ادا د يوې داسې هنروالې دى چې د هر چا پام راماتوي . ډايا داسې يوه سندر غاړې ده چې بيا بيا يې هنر په ليدو ارزي .

د سندرو د ويلو پر وخت د وتلې انګريزې سندر غاړې مډونا په څير نيمه بربنډه راڅرګنديږي او له دې كبله يې ښايي مينه وال مسلمانه مډونا بولي .

دې د ناروې په مركز اسلو كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې .د دې مور او پلار هغه وخت ناروې ته كډه شول چې پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل څخه وروسته په ميليونو افغانان د خپلو كورونو او د خاپوړو د ځايونو پريښودو ته اړوتل .

ډايا تل له ګواښونو څخه ځان پټ ساتلى ،ځكه چې هغه د نورو مسلمانو ميرمنو په پرتله زياته پر زړورتيا ډډه وهي او هغه دودونه يې مات كړي دي چې يوه سيمه ييزه انجلۍ يې بايد ولري .

ډايا د مرګ ډير ګواښونه تر لاسه كړي دي . چا د برېښنا ليك له لارې دغه ډول ګواښونه ورته كړي او چا هم له بيلا بيلو نورو لارو .خو وايي چې هيڅكله يې د ويرې احساس نه دى كړى.

د دې د راتلونكي البوم درې انګريزي او يوه پښتو سندره چې د (( لورې )) په نامه ده ، په ځانګړې ويبپاڼه كې خپرې شوي دي خو لا يې هغه البوم چې ددغو سندرو سر بيره وايي نورې پښتو سندرې به هم ولري او په اروپايي بڼه به وړاندې كيږي په رسمي ډول خپور شوى نه دى .

د راتلونكي البوم انګريزي سندرې يې دادي

1-what will it be
2-Never scared remix bone crusher feat
3-plan of my own ..

هغې خپله لومړنۍ سندره هغه مهال بازار ته وړاندې كړه چې ١٣ كلنه وه او په ١٩ كلنۍ كې يې د سندرو دوه البمونه خپاره كړل چې ډير زيات وستايل شول . هغه اوس خپل زيات وخت په برتانيا او امريكا كې تيروي او د خپل هنر په برخه كې د پرمختګ هڅې كوي .

دا مهال نوموړې د نومياليو امريكايي او برتانوي سندر غاړو او د سندرو له جوړونكو سره همكاري لري . نوموړې د اسيا د ستر او منلي قوال نصرت فتح علي خان شاګرده هم پاتې شوې ده او له همدې كبله ده چې د دې د سندرو ډيره برخه هندي ، پنجابي او اردو هغه جوړوي .