دمبارکی پيغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

نېکمرغه دي وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ
فرخنده بادخاطره فراموش ناشدنی هشتم مارچ ،روز همبستگي بين المللي زنان


سويډن – مالمو
د۲۰۰۹ م کلا دمارچ پنځمه
دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو !
تاسو اوستاسو په وسيله دټولي نړۍ تر ستم لاندې اوزوريدلو ښځو ته دښځو دنړۍ وال پيوستون دتاريخي اونه هېرېدونکي ورځي په مناسبت په دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي وړاندې کوو.
ستاسو او دنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم او تبعيض ،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه مبارزه کښې دزياتو برياو غوښتنه کوو.
دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانۍ او دردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدي نهه نوي کاله تيريږي ،خو ددي ورځي ياد دنړۍ دښځودفداکاريو، تلاښونو،سرښندونو اوقربانيو په پايله کي تر اوسه تازه او تل پاتی ساتل شوئ دۍ .
په افغانستان اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقونړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنې د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له کبله ژوري اندېښنې څرگندو دي .تر اوسه لادقدرت پر سر اودنړيوالوزبرځواکونودنفوذدسيمودپراختياپه موخه دنړۍ په گوټ گوټ کښي جگړه روانه اوپدې جگړه کښي دمختليفوعيني لاملونوله مخې تر هرچا ښځه ډيره زورېږي ،خپل دژوندملگري اودزړه ټوټې دلاسه ورکوي .
له بدمرغه سږکال بيا هم زموږپه سوځېدلي اوکړېدلي هيوادکي ددي تاريخي ورځي يادپه ډيرو زړه بوږنونکواو
غم لړلو شرايطو کي کېږي زموږ خوندي اوميندي لاتراوسه له اوښکونه ډکوپه سروسترگوناستي اوديوې بلي غميزي انتظار باسي .
درنو اوپتمنو اغلواوښاغلو!
دښځودنړيوال پيوستون ورځ نږ دې ((۱۵۲)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .
دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دنړيوال یيوستون د ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو جوړولوياد تازه کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لاتراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده پر هغو غونډو چي ددې تاريخي ورځي په وياژ جوړېږي دپوليسواووسله ولو ځواکونوپوسيله حملې کيږي .له بده مرغه په يوشمير هيوادوکښي ددې ورځي يادپه مناسبت دغونډو جوړول کدغن شوئ دي .
په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې ښځې اوپېغلي په يوزيات شمير هيوادوکي په لويه کچه دډيرو اقتصادي ،سياسي ،فرهنگی اواجتماعي ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي اوس چي دادی يويشتم پيړۍ پيل سوېده خوښځه لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری کي راځی اوکله ناکله هغې ته دحيوان په سترگه کتل کيږي .
داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي مرستودنشتوالي له امله خپل اويا دماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی ۲۵ په سلوکې دخوراک هيڅ توکی نلري او۵۰ په سلوکي يوازي دژوند ددوام لږ خواړه ترلاسه کولاي سي .اوپه نړيواله کچه تر ۶۰ په سلوکې زياتي ښځی دسوادله نعمته محرومي ،په توروديوالوکي شپې او ورځي سباکوی .
په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس په عراق ،افغانستان ،فلسطين اويوشمر افريقايي او اسيايي هيوادوکي هر ورځ ميندي اودهغوي ماشومان دجگړي داورپه لمبوکي سوځي .
په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو دود اودستور هره ورځ په خپلو منگلوکي رانغاړی .
زموږ په هيواد کې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له سياسي ، اجتماعې ، فرهنگې آزاديو او حقو قو څخه محرومي دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو مقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي.تر اوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدو کې ورکول کيږي جرم نارينه کوي ولي جزائې ښځه ويني .
دښځوپه مقابل کي زورزياتی ،دوسله والوکسانولخوا بې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول ،خرڅېدل ، وهل ،ټکول ، ښونځيو اوکار ته نه پريښودل ،دټولو انساني او اسلامي نورمونو خلاف وړې ماشومي انجونې (( ۷۰ )) کلن سړي ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجو نورا گرځول ،دښونځيو سو ځېدل اوښوونکو وژل ،دکارپه ځايوکه دښځوتوهين اودهغوي نه نارواغوښتنې ،په تلويزيون کې دښځوراڅرگنديدل اوسندروويلوسره مخالفت دښځواوکل کښي دبشردحقوقواوبشري عدالت په وړاندي بربنډ تېرۍ بلل کيږي .
زموږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو، دقامونو پر مشرانو،پوهانو سياسي گوندونو ،فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو اوجرگواوډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړي ترڅو خپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زمور پېغلي اواجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابر ونده واخلي اودښځوسره نارواکړنوته دپاي ټکی کښېږدي .
موږ دهغوغيرتي ښځوددغه وړانديزسره چې ((له ولسمشرکرزی نه ئې غوښتی وه ،هغه کسان دې په سخته سزا ورسوي کوم چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودونو ته اړ باسي اوياپر ماشومانو جنسی تېرۍ کوي .)) خپل کامل ملاتړ اعلانوو .
پر ولسمشراودولتي اړونده چارواکو ږغ کوو چې په وعدو اوزاريو ددې هيواد دپوره نيمايي وگړو حق نشي تر لاسه کېداي ،له دې ناورين څخه دخلاصېدولپاره دقانوني لاروچاروسنجول ئي دحل اساسي لاره بولو .
دادی پسله اته کاله پدې کوچنۍ هيواد کې چي نږدې ((۴۱)) هيوادونه تر ((۶۵)) زروپوځیکسانوپه شتون اودميليار ډونوډالر وپه لگښت سره ونه توانېدل زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه افغاني ميرمنې اوپېغلې له دغونا خوالواوزورونو نه نجات ورکړي . زموږ په باورکوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دهيواددلويوښاروپه مرکزو نوکښي دښځوپه ژوندکښي راغلي کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتو کي له هغه نه استفاده وسي نورئي زموږ دولس اودهغه جملې دښځو کوم درد نه دی دواکړی .
هغه څوک چي په رښتيا دهيواد ودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لرې دبنسټپالواډيالوژي گانو،عقيدو اوښځو سره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلي دنده ده .
افغانه ښځه بايد دمنځنيوپېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو واخلي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه افغان چاروکواونړيوالوسازمانونوته وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی .
موږپدې باوريو ي چي په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي بڼه اختيارکړېده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژونداقتصادي،سياسي، اجتماعی اوفرهنگی زورونکی حالت خپلو ورستيومرحلوته رسېږي .که دغه حالت ته ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکې اونه جبرانېدونکي وي .
موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مباره کی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه اونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه خپل ملاتړ په کلکه اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .
ددوستۍ دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور