قيصه زما د ادبي ژوند او د ژوند چغه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حيران

"قيصه زما د ادبي ژوند" د پښتو ژبې د ستر ليکوال، شاعر، اديب، پوهان او ملتپال سياستپوه محترم اجمل خټک د ياداښتونو کتاب دى چې لومړۍ برخه يې تازه له چاپه راوتلې ده.
دا کتاب چې په پنځه سوه او نوي مخونو خور او څلورو دورونو، يوه ضميمه او يو مضمون مشتمل دى د ډېر زيات ارزښت وړ په دې دى چې محترم اجمل خټک د دې سيمې په سياسي او ادبي چارو کې ډېر فعال رول لوبولى دى او پرته له تجربې، مشاهدې او مطالعې ځينې داسې پټ رازونه هم ورته معلوم دي چې ډېرو خلکو ته نۀ دي معلوم. هغه د قامي مشرانو نه نيولې تر لويو سياستمدارانو، پوځي شخصياتو او نامتو شاعرانو او اديبانو سره نژدې پاتې شوى دى او پخپله يې هم د سياست او ادب په ډګر کې د ځانګړو لارو رهبري کړې ده. لدې امله د ښاغلي اجمل خټک د ياداښتونو دا کتاب هم لکه د هغوى د نورو کتابونو په څېر يو ډېر ارزښتمند اثر دى چې د ادب مينه وال به ډېره ګټه ځينې واخلي.
د کتاب په دې لومړۍ برخه کې د ګڼ شمېر پښتنو ليکوالو، پوهانو او شاعرانو پېژندګلو ورکړى شوې دي او د هغوى د ادبي هلو ځلو په هکله يې خپل ياداښتونه پکې راغونډ کړي دي چې په منځ منځ کې يې تاريخي او ناياب انځورونه هم ورسره زيات شوي دي.
د دې کتاب د چاپ چارې رياض بک ايجنسي کالج روډ تحصيل بازار چارسده ترسره کړې دي، اهتمام يې وريدخان رځړ کړى دى او بيه يې ١٩٠ روپۍ ده. سريزه يې ښاغلي اجمل خټک پخپله او د ښاغلي اجمل خټک په هکله يوه ليکنه وريد خان کړې ده.
د کتاب په شا د محترم اجمل خټک د کتابونو د ورکړاى شوي فهرست څخه څرګندېږي چې هغوى په همدې ډول د سياسي ژوند ياداښتونه هم ليکي چې دا به هم يو ډېر ارزښتمند اثر وي.



"د ژوند چغه" د محترم اجمل خټک د شعرونو يوه درنه ټولګه ده چې څو ورځې د مخه د يونيورسټي بک ايجنسي پېښور لخوا چاپ شوې ده. دا کتاب چې د اعلى معيار په سپين کاغذ او زړۀ راښکونکې سرپاڼه چاپ شوى دى، په پنځو برخو (١) نظمونه، (٢) غزلونه، (٣) رباعيات، (٤) ژوند او خوند او (٥) جلوه د جانان ويشلى شوى دى او په څلور نيمو سوو خواوشا مخونو خور دى.
په دې کتاب کې د محترم اجمل خټک د ژوند په مختلفو وختونو او مختلفو ځايونو کې ليکل شوې شاعري راغونډه کړى شوې ده چې د هغوى د نورې شاعرۍ په څېر ژوندي لفظونه، زړۀ راښکونکى جوړښت، مسرت بخښونکى اهنګ او د جذبې تودوالى لري. د بېلګې په توګه دغه څو شعرونه يې ولولئ چې د ژوند بېلابېل رنګونه لري:
خداى خو هر څۀ راپيدا کړۀ ښکلي ښکلي
خو سپېرۀ غټان يې بيا کاندي ناولي
د جنت ښائست د دې دپاره نۀ دى
چې به دا د هوس ګوډي ورته زغلي
جنت هر چرته چې دى زما او ستا دى
چې مو زړۀ ورته د ګل هسې صفا دى
....................................
ملنګ يم خو لعلونو نۀ، خالونو پسې ګرځم
کچکول چې ګرځوم نو ديدنونو پسې ګرځم
د کلي خلکو! ما لېونى مۀ بولئ مئين يم
صحرا کې د ليلا په ديدنونو پسې ګرځم
اوس هم پکې د ماتو بنګړو نښې نښانې شته
دا ځکه خو په شاړو ګودرونو پسې ګرځم
دا کتاب چې د همدې کال د فبروروي په مياشت کې چاپ شوى د پروف او ترتيب چارې يې محمد زبير حسرت ترسره کړي او کمپوزنګ يې ذيشان شاهد کړى دى. بيه يې ١٥٠ روپۍ ده.
دا کتاب يوه د کمپوز ښکاره غلطي لري چې د کتاب نوم "د ژوند چغه" دى خو د ټول کتاب د هر مخ په سر (Header ) باندې د کتاب نوم "د وخت چغه" ليکل شوى دى.
مينه وال دا دواړه کتابونه د هر لوي کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولاى شي.

عبدالهادي حيران