لرګي ماتونکی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهېز

یوه اولسي اوسانه


پخوا په تیرو زمانو کې یو پاچا ؤ چې ډیره ستره پاچايي یې لرله د چا خبره چې په سلطنت کې یې لمر نه ډوبېده او زیاته دبدبه یې لرله. نوموړي په یوه ښکلې او ستره ماڼۍ کې ژوند کاوه دده ماڼۍ ته څیرمه، په لنډ واټن کې یو ډیر لوی ځنګل ؤ چې د شا اوخوا کلیو او ښارونو يو شمیر تکړه لرګي ماتونکي د سوند او وادنیو د اړتیا وړ لرګيو د برابرولو دپاره دغه ځنګل ته راتلل، ځنې کسان به دلته دښکار دپاره راتلل او چا به مېوې او سابه له دغه ځایه وړل.
یوه ورځ د ښار لرګي ماتونکي په داسې حال کې چې په خپلو هټیو کې د لرګیو په پلورلو بوخت ول ، یوې ناساپي پېښې د ټولو پام ځانته واړولو.
د شاهي ګارډ څو تنه ساتونکي چې د شاهې پوځ پر آسونو سپاره ول د ښار په واټونو کې را څرګند شول او پوځي ډوول او نغاره يې ډنګوله څو د خلکو پام ځانته را واړوي ، خلک د پوځیانو د لیدو دپاره د لارې دواړه خواو ته کتار ودریدل څو پوځیان په سمه توګه وویني او پوه شي چې دوی څه پیغام له ځانه سره راوړی دی.
دا کار خلکو ته نا آشنا کار نه ؤ، تل کله چې د پاچا له خوا خلکو ته کوم پیغام او یا فرمان لېږل کېده نو د ډوول په وهلو به یې خلک راټولول او پیغام یا فرمان به لوستل کېده. هغه وخت دا د اړیکو یوازنۍ وسیله وه. خلک له همدې لارې له حالاتو خبریدل. خلکو به په زیاتې ځیرتیا سره د جارچیانو خبرو ته غوږ نیوه څو د پاچا له امرونو او فرمانونو ځانونه خبر کړي.
پوځیانو، دښار خلک خپلې خواته را وبلل او یو لوی کاغذ یې پرانیسته او د واکمن فرمان یې خلکو ته ولوست. خلک په بیړه د پوځیانو پر شا او خوا را ټول شول څو د پاچا فرمان واوري.
سرتیریو فرمان تر پایه ولوست، په فرمان کې ویل شوي ول: « ټول لرګي ماتونکي رابولم څو هغه ستره ونه چې د ماڼۍ تر خوا له پېړیو پیړیو راهیسې ولاړه ده ووهي او را چپه یې کړي. هر چا چې دغه ونه را چپه کړه نو سربېره پر دې چې د پاچا له خوا به له لویو پېرزوینو څخه برخه مند شي همدارنګه پاچا به نوموړی سړی د لرګي ماتول په چارو کې د خپل سلاکار اومرستیال په توګه وټاکي او د ځنګلونو چارې به ورته وسپاري.»
ددې خبرې په آوریدو سره د ښار په لرګي ماتونکو کې شور او ځوږ را ګډ شو ، ټول تجربه لرونکي اوغښتلي لرګي ماتونکي له هرې خوا راټول شول او په خپلو کې یې د ونې د ماتولو په لارو چارو خبرې پیل کړې، هریو د خپلو مهارتونو، پوهې او غښتلتیا لاپې او پټاکې پیل کړې او د خپل زور او قوت او مهارتونو داستانونه به يې په ویاړ سره یو بل ته بیانول. هریو ګومان کاوه چې د پاچا شرط به هرومرو ګټي او دغه بې ساري امتیازونه به خپلوي .
هیڅ چا به ځان تر بل لږ او کمزوری نه ګاڼه او د ځان د پیاوړي ښودلو دپاره به یې دروغ او رښتیا ویل او کیسې او داستانونه به یې جوړول.
د غښتلیو او مټورو خس ماتونکو په منځ کې یو داسې سړی هم لیدل کېده چې له بدني اړخه خورا کمزوری اوناتوانه ښکاریده هیڅ چا باور او ګومان نه کاوه چې هغه دې وکړی شي دغه ونه ماته او نسکوره کړي. ډیرو خلکو پر هغه ټوکې او ملنډې وهلې. او هر چا د ملنډو له مخې پرهغه یو نوم کېښود چا به هغه ته ډنګر خان او چا به د لوټو پالوان ... او چا به بل څه ویل .
چا به ویل که اوس شمال والوزي نو دا بڼکه به په هوا کړي او آسمان ته به یې پورته کړي که څه هم د هغه نوم بخت ګل ؤ خو بد نیته خلکو به د هغه د سپکولو په خاطر هغه ته د بڼکې او ډنګر او داسې نور نومونه ورکول .
خو د ټولو د ملنډو او خنداګانوسره سره بخت ګل وپتیله څو په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي او د خپلو مټو زور و آزمويې هغه پر ځان باور درلود چې د پاچا شرط به هرومرو ګټي. هغه لاپې نه وهلې او د ځان په اړوند يې کیسې او داستانونه نه جوړول او د چا د ملنډو پروا یې هم نه لرله، نو ځکه دغې سیالۍ ته را مخ ته شو، بخت ګل له ځانه سره ویل : کېدی شي زه دغه ونه چپه او ماته کړم څه مالومه ده چې څه به وشي ؟ نو ځکه یې نورو لرګي ماتونکو ته وویل زه هم له تاسې سره ځم او غواړم ځان و ازمویم کېدی شي زه وکړی شم دغه ونه چپه کړم!

خلکو او پیاوړو خس ماتونکو کله چې د بخت ګل دغه خبره واوریده نو په کړس کړس یې و خندل اوپر هغه يې ملنډې پیل کړې. چا به ویل، نو ځه اوس مو زړه ټول شو زموږ بڼکه به ونه چپه کړي ! موږ خوارکيان به هلته څه وکړو! ځه ورځه ته یې چپه کړه! موږ پوهېږو چې ته به یې په یو پو چپه کړې! خلکوبه پر بخت ګل په همدې ډول ملنډې وهلې. غښتلیو لرګي ماتونکو بخت ګل ته له ځانه سره د تللو اجازه ورنه کړه.

ټول غښتلي لرګي ماتونکو د تګ له پاره ځانونه چمتو کول.
په پای کې لرګي ماتونکوپه دوه درې ورځو کې ځانونه چمتو کړل هر چا خپل ډیر ښه تبر او اره له ځانه سره واخیسته او د ماڼۍ په لور روان شول له څو ورځو مزل وروسته د مقصد ځای ته ورسیدل هلته یوه ډیره لرغونې اولویه ونه ولاړه وه چې زیات پیړ ډډ یې درلود داسې پیړ لکه لوی برج.
پاچا ټولو هغه کسانو ته چې د ونې ماتولو ته راغلي ول ښه خواړه او څښاک چمتو کړي ول. ټولو دخوندوره خوړو او څښاک له تر لاسه کولو وروسته ځانونه د ونې چپه کولو ته چمتو کول.
د لرګي ماتولو مغروره او پر ځان مینه اتلان په وار سره د ونې د ماتولو او ټوټه ټوټه کولو دپاره په داسې حال کې چې پاچا هم هلته بر په يو ټاکلي ځای کې ولاړ ؤ، رادمخه شول.
چا تبر او چا اره واخیسته ډیرې خوارۍ يې وکړې، د چا تبر مات شو او د چا اره، ټول ستړي او ستومانه شول خو د ونې پر ډډ یې هیڅ اغیز او اثر پرې نه وت او ان لږ ټپ یې هم جوړنه کړی شو. ټول د شرم په خولو کې ډوب په ځوړند سر د خپلو کورونو په لور ستانه شول.
کله چې اتلان را ستانه شول نوبخت ګل له اتلانو پوښتنه وکړه چې څنګه شو ونه مو ماته او راچپه کړه ؟ کوم یو له تاسې ونه ماته کړه او چا د پاچا شرط پوره کړ؟
اتلانو په مات زړه وویل نه وروره! دا داسې ونه نه وه چې څوک یې ماته او چپه کړی شي موږ په خپل ژوند کې داسې ونه نه ده لیدلې او نه مو په هکله کله څه آوریدلي ول موږ خپل تبرونه او ارې د لاسه ورکړې او ټول مات شول خو په ونه کې آن یوه یو ټپ هم پیدا نه شو!
خو دې کار، چې اتلانو بخت ګل له ځانه سره پرې نه ښود لاړ شي او داچې همدا ډیر تکړه اتلان د ونې په چپه کولو کې پاتې راغلل، ددې سبب نه شو چې بخت ګل له خپله هوډه واوړي.
نو بخت ګل وویل تاسې خو خپل زور و آزمایه نوڅه به کم شي که زه هم ځان و آزمایم!
خلکو ویل دې لېوني ته ګوره اتلانو دغه ونه چپه نه کړه دا د بوسوبنګړی یې چپه کول غواړي!!
ځه مه ځان شرموه او نه موږ!
خو بخت ګل وویل، یاره که شرم ؤ نو هغه خو تاسې ته در په برخه شو، تاسې خو اتلان وۍ تاسې خو سترکارونه کړي ول او دعوه لرۍ، تاسې خو داستانونه او کارنامې لرۍ. پر ما به څوک بد ووایې !؟ زه خو لکه تاسې اتل نه یم! بس هوډ مې کړی او خپل هوډ پرځای کوم، که چپه مې کړه ویاړ به يې تاسې ته هم ورسي او که نه مې کړه شرم یې له تاسې سره نه ویشم. تاسې خو لا دمخه خپلې ملنډې ووهلې نور خو د ملنډو څه پاتې هم نه دي!
اوبیا یې وویل که چپه مې نه کړه نو څه به د لاسه ورکړم؟ یوځل ځم هرومرو ځم او یوه هڅه هرومرو کوم که مې را چپه کړه ښه او مې چپه نه کړه څوک چې را باندې بد وایې هغه تاسې یاست او تاسې خو همدا اوس هم خپل زړه پرما یخ کړی دی او خپله بې باوري مو را څرګنده کړې ده. خو له دې کاره به زه ځانه ته او تاسې هم ځان ته، یوه پایله تر لاسه کړۍ. زه به ځان وپیژنم او تاسې ته به د خپل قضاوت په اړوند مالومات وشي.

بخت ګل ځان ته د لارې توښه برابره او د ماڼې په لور روان شو. د ځنګله لاره اوږده وه او په ځنګله کې یې اوږده لاره او مزل وواهه ډیرستړی او ستومانه شو او په ځنګله کې شپه هم پرې را غله. له ځانه سره یې وویل شپه به همدلته تیره کړم دمه به ونیسم او ستړیا به مې ووځي او یو څه خواړه به هم وخورم اولږ خوب به وکړم سبا به له خیره روان شم.
کله چې بخت ګل خواړه له کڅوړې را و ایستل او په خوړو یې پیل وکړ نو د ځنګله کوچني حیوانات او مرغان چې ډیر وږي ول د هغه پر شاو خوا را ټول شول، بخت ګل مرغانو او کوچنیو حیواناتو ته هم خواړه ورکړل.
په دې وخت کې ناساپه د بخت ګل سترګې د ونو ، بوټو او د ونو د څانګو تر شا پر یو چا ولګېدې چې د لرګیو دروند انډ یې پر شا او پر زیاتې خوارۍ يې پر اوږو وړلو.
بخت ګل دهغه په لور ولاړ که څه هم په تیاره کې دهغه څیره سمه نه ښکاره کېده او سر یې پر لونګۍ تړلی ؤ او لویه او سپینه ږیره یې لرله، سلام یې پرې وکړ او په مهربانۍ یې له هغه سره روغبړ وکړ.
ستړی مه شي بابا جانه!
چیرته په خیر روان يې؟
سپين ږیري ویل:
د لرګیو پسې تللی وم لرګي مې راټول کړل و ګوره دادی پرشا کړي مې دي .
هغه زیاته کړه ډیر وږی او تږی او ستومانه شوی یم.
نو بخت ګل د هغه له اوږو انډ واخیست او ورته يې وویل راځه باباجانه دلته کینه ، لږه ستومانتیا به ونیسې او یو څه به وخورې او وڅکې او یوه ګړۍ به سره خبرې هم وکړو. بخت ګل هغه ته یو څه اوبه او خواړه ورکړل او تر ډیره ناوخته یې ورسره خبرې اترې او ټوکې ټکالې وکړې. په پای کې دواړه همدلته ویده شول سبا بخت ګل دهغه انډی هم د هغه کورته ورسوه.
بخت ګل نژدې درې ورځې له بوډا سره پاتې شو هغه ته یې له ځنګله څخه زیات لرګي راوړل او د هغه زیات نورکارونه یې هم ترسره او خدمت یې ورته و کړ.
په څلورمه ورځ د بخت ګل دې خبرې ته پام شو چې باید د پاچا ماڼۍ ته ځان و رسوي څو هغه ونه را چپه کړي کوم چې ټول اتلان یې له چپه کولو عاجز پاتې شوي ول. هغه بوډا ته وویل اوس نو ددې وخت رسېدلی چې له تاسې رخصت شم او د پاچا ماڼۍ ته لاړ شم څو هغه ونه را چپه کړم د کوم په هوډ له کور راوتی یم. بس تاسې ماته دوعا راکړۍ څو خدای په ما کې ددې ونې د ماتولو وس او توان پیداکړي. دا خبره یې وکړه او له بوډا نه یې د تللو اجازه وغوښتله.
بوډا د بخت ګل غوښتنه ومنله او ور ته یې وویل مخکې له دې چې لاړشې زه تاته یو سوغات درکوم دا به ستا ډیر په کار شي.
بوډا لاړ او شېبه روسته یې له کوټې نه یو تبر له ځانه سره راوړ او بخت ګل ته یې وویل واخله دغه تبر به له تا سره د ونې په راچپه کولو کې زیاته مرسته وکړي!!
بدخت ګل د تبر په ليدو حیران شو اوویې ویل: زه له ځانه سره تبر او اره لرم، دې ته اړتیا نه شته. دا به تاته په کار شي.
بوډا وویل مه حیرانه کېږه دا عادي تبر نه دی دا ستا له تبره نه ډیر توپیر لري.
څنګه؟ بخت ګل بیا ترې پوښتنه وکړه.
بوډا، بخت ګل ته وویل راځه! دلته راځه! او هغه یې د یوې لویې ونې څنګ ته بوتلو او تبر یې په خپلودواړه لاسونو ټينګ ونیوه او تبر ته یې وویل: تبره کار پیل کړه. تبر په کار پیل وکړ او د سترګو په رپ کې يې ونه را چپه کړه او بیا یې وویل: تبره کار بس که. او تبر په ټپه ودرید.
بخت ګل هک پک حیران شو او د تبر کمال ته یې ګوتې په غاښونو کې ونیولې.
بوډا تبر هغه ته ورکړ او ورته یې وویل په یاد ولره لومړی باید تبر په دواړه لاسونو ټینګ ونیسې او بیا تبر ته ووایه ، تبره کار پیل کړه او کله چې کار پای ته و رسید نو ورته ووایه تبره کار بس کړه. په دې ډول له تبره ګټه اخیستی شې.
بوډا وویل تا له ما سره مرسته وکړه نو اوس زما وار دی له تا سره مرسته وکړم.
بخت ګل تبر واخیست او په خوښۍ او خوشحالۍ سره د پاچا د ماڼۍ په لور ولاړ او له ځانه سره یې ویل زه دغه ونه را پرزوم.
د بخت ګل رسېدو ته ټول په تمه ول.
بدخت ګل د اوږدې لارې له وهلو وروسته په پای کې د مقصد ځای ته ورسید.
هلته زیات خلک او پوځیان راټول شوي ول څو وویني دا وروستی سړی به څه کوي.
د بخت ګل په لیدو ټولو ته دا ګومان پیدا شو چې بخت ګل هم لکه د نورو له دغه ځایه ناکامه ستنیږي. په دغه منځ کې یوازنی څوک چې ډاډ یې درلود هغه په خپله بخت ګل ؤ.
په پای کې د زور آزموینې وخت را ورسېد.
پاچا هم په ټاکلي ځای کې ولاړ ؤ . نور خلک هم زیات راټول شوي ول. بیاهم ډیرو کسانو پر بدخت ګل و خندل او ورته یې وویل ځان مه شرموه ځه بیرته ستون شه، دا ونه اتلانو چپه نه کړه نو ته به يې څنګه چپه کړې!.
بدخت ګل د هیڅ چا دخبرو تر اغېزې لاندې را نغې او نیغ په نیغه د ونې په لور لاړ، تبر یې په دواړه لاسونو ټينګ ونیو او تبر ته یې وویل: تبره کار پیل کړه، ددې خبرې په ویلو سره تبر پرله پسې اوچت شو او د ونې پر ډډ یې ګوزارونه وکړل او شیبه وروسته یې ونه راچپه کړه. بخت ګل په دغه شیبه کې چې ونه د پریوتو په حال کې وه وویل: تبره کار بس دی او تبر ودرید. خو ونه پر مځکه راپریوتله. په خلکو کې شور او ځوږ راګډ شو ټول د بخت ګل زور او قوت ته هک حیران پاتې شول او پر هغه یې شاباسی وویل. په ټول ښار، کلي او بانډو کې د بخت ګل د اتلولۍ آوازې خپرې شوې.
پاچا بخت ګل ځانته را وغوښت او ددې ستر کار له امله یې هغه ته مبارکي وویله هغه ته یې زیات انعامونه او پیسې ورکړې او ورته یې وویل چې سر له نن څخه د ځنګلونو په چارو کې ته زما مرستیال او سلاکار یې! او وروسته له دې ته همدلته په همدغه ماڼۍ کې له ما سره اوسېږې.
بخت ګل له زیاتې خوشحالۍ په جامو کې نه ځاییده.
نو پاچا ته یې وویل ستر واکمنه زه پاتې کېدی نه شم زه باید لاړ شم زه باید لاړشم او له هغه بوډا نه باید مننه وکړم کوم چې دغه تبر یې ماته راکړ او زه باید دغه تبر بیرته هغه ته ورسوم او ورته یې وسپارم.
ددې خبرې په آوریدو سره پاچا موسکی شو او ویې ویل نه بخت ګل خانه! ته هیڅ چیرته نه ځې او ته هیڅ اړ نه یې چیرته لاړ شې. هغه بوډا همدلته او په همدغه ځای کې دی او اوس تا ته مخامخ ولاړ دی. پاچا زیاته کړه هغه زه وم چې د بوډا په جامو کې مې ته و آزمویلې او تا ته مې دغه تبر درکړ.
ما ستا په اړوند له خلکو ډیر څه آوریدلي ول، خلکو ویل چې ته ډیر ښه او مهربانه او صادقه او زړه سوانده سړی یې. ما وغوښتل تا و آزمویم . اوس ستا پر صداقت او سړيتوب مې باور بیخي پوخ شو.
تا خپل خواړه د ځنګله له حیواناتو او مرغانو او له ماسره چې وږی او تږی وم وویشل تا زما انډی کور ته ورسوه او تا زما ټول کارونه بې له دې چې زما نه کومه تمه ولرې ترسره کړل ته همدا راز د پوخ هوډ لرونکی ، زیارکښه او د لوړ همت او هوډ خاوند انسان یې ، ته د نېکۍ په ارزښت پوهېږې نو له تا به بل ښه انسان چیرته پیداکړم.
ځه اود ځنګل چارې چې زموږ اقتصاد پر هغې ولاړ دی، سمې کړه. په دې ځنګله کې راز راز مېوې او لرګي دي چې ټول ورته اړتیا لري، راز راز مرغان او راز راز حیوانات شته دا ټول زموږه ګډه شتمني ده او موږ ورته اړتیا لرو. دا ټول یو زړه سوانده کار پوه، صادقه او زیارکښه انسان ته اړتیا لري څو چارې یې ښې سمبال کړي او دغه سړی ته يې.