په ت توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ت توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :

ت : د حاصل مصدر روستاړئ :
له بچېدل څخه بچت له لګېدل څخه لګت
تابه : د تړښتي ويي ( مجرد وصف ) روستاړئ :
استازتابه ، پلي تابه ، ځوانتابه ، ځواکتابه ، خوندیتابه ، درونتابه ، روغتابه ، زورتابه ، زړه تابه ، غوړتابه ، ګرانتابه ، لوړتابه ، لوی تابه ، مشرتابه ، منځګړتابه ، مستابه ، منل تابه ، واک تابه ، وړتابه ، وستابه ، یوتابه او نور
تاړئ ، تړئ : د نسبت روستاړئ :
ټينګتاړئ ، روستاړئ ، ریښتاړئ ، زړه تاړئ ، سرتاړئ ، سستتاړئ ، شاتاړئ ، غوڅتاړئ ، مختاړئ ، مرستاړئ ، منځتاړئ ، ولستاړئ او نور
تانه : د مجرد وصف روستاړئ :
بېلتانه ، پيلتانه ، خرتانه ، سپیتانه ، سړیتانه ، لوړتانه او نور
تاو : د ( تاوول له مصدر څخه ) د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوبتاو ، پېچتاو ، ځان تاو ، سرتاو ، سیخ تاو ، غوږتاو ، لاس تاو ، مېخ تاو ، نس تاو او نور
تاو : د ( تودوخې په مانا ) د تړښتي ويي مرستاړئ :
اورتاو ، ځوانۍ تاو ، زړه تاو ، عشق تاو ، لمرتاو او نور
تاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوبتاوئ ، سرتاوئ ، غرتاوئ ، غوږتاوئ ، لاس تاوئ ، نس تاوئ او نور
تړ : د مختاړې پتوګه :
تړانګه ، تړاو ، تړاوون ، تړاوئ ، تړتوګه ، تړتیا ، تړخېل ، تړښت ، تړښتون ، تړښته ، تړګلوي ، تړګني ، تړګنۍ ، تړګونئ ، تړندوی ، تړندئ ، تړنګ ، تړوال ، تړوخه ، تړون ، تړوند ، تړونکئ ، سرتړونئ ، تړنه ، تړیا ، تړیال ، تړیالئ ، تړیانئ او نور
تړ : د روستاړې پتوګه :
ټينګتړ ، ملاتړ ، مرستړ ، ملتړ ، وستړ ، ولستړ او نور
تړلئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بارتړلئ ، بخت تړلئ ، پښې تړلئ ، تړلئ ، جنګ تړلئ ، ځان تړلئ ، څنګ تړلئ ، خوله تړلئ ، دودتړلئ ، زړه تړلئ ، ژب تړلئ ، سترګ تړلئ ، سرتړلئ ، سوچ تړلئ ، سورتړلئ ( لکه موزیک ) ، ګورتړلئ ( مرګ ته نږدې ) ، لاس تړلئ ، مټ تړلئ ، ملاتړلئ ، واک تړلئ ، وخت تړلئ ، وس تړلئ ، هوډتړلئ او نور
تړونئ : د الې نوم مرستاړئ :
بارتړونئ ، ځان تړونئ ، سرتړونئ ، لاس تړونئ ، ملاتړونئ او نور
تړنه : د حاصل مصدر مرستاړئ :
بارتړنه ، بخت تړنه ، پښه تړنه ، ځان تړنه ، خوله تړنه ، زړه تړنه ، زورتړنه ، ژبتړنه ، سترګ تړنه ، سرتړنه ، سورتړنه ، لاس تړنه ، مټ تړنه ، ملاتړنه ، نوم تړنه ، واک تړنه ، ورتړنه ، وستړنه او نور
تش : د ستاینوم مرستاړئ :
تشځانئ ، تشخولئ ، تش زړئ ، تشلاسئ ، تش فکرئ ، تش مخئ ، تش مغزئ ، تش منځئ ، تش موټئ ، تش نسئ او نور
تشئ : د تړښتي ويي روستاړئ :
څنګ تشئ ، خواتشئ ، زړه تشئ ، لاس تشئ ، منځ تشئ ، مغزتشئ او نور
تشي : د تړښتي ويي روستاړئ :
خواتشي ، زړه تشي ، لاس تشي ، منځ تشي ، مغزتشي او نور
تک : د ستاینوم د پیاوړتیا مرستاړئ لکه:
تک تور ، تک خړ ، تک سپین ، تک سور ، تک شین او نور


د تاکید ، پیاوړتیا او کله د يوې بېلې اوځانګړې مانا لپاره د وییونو تکرار :


۱ ــ چې یو ويئ پخپله بڼه تکرارشوئ وي :


الېپ : یوازې د ويي ساده تکراروي لکه :


بیټ بیټ ، تېر تېر ، تړمې تړمې ، جیګ جیګ ، ځای ځای ، ځيرځير ، خړې خړې ، خوږې خوږې ، ډېر ډېر ، کږې کږې ، لوی لوی ، په پښېمانیو پښېمانه ، په زوره زوره ، په کړیکو کړیکو ، په منډه منډه او نور


ب : چې د تکراري وییو تر منځ د ( ا ، بې ، په ، را او نا ) وییکو ځای نېولئ وي لکه :


ا ــ لکه : تنګاتنګ ، رپارپ ، سراسر ، لنډالنډ ، مخامخ او نور
بې ــ لکه : زړه بې زړه ، وخت بې وخت او نور
په ــ لکه : پټ په پټ ، تار په تار ، تېر په تېر ، څنګ په څنګ ، خوا په خوا ، خوله په خوله ، سر په سر ، شا په شا ، غېږ په غېږ ، لاس په لاس ، لور په لور ، هېر په هېر او نور
را ــ لکه : پټ را پټ ، پيښ را پيښ ، تګ را تګ ، تله راتله ، مات را مات ، ورک راورک او نور
نا ــ لکه : بلد نابلد ، جوړ ناجوړ ، روغ ناروغ ، زړه نا زړه ، سم نا سم ، ښه ناښه ، کله نا کله ، وخت نا وخت او نور
۲ ــ تکرارد پرتلې لپاره د ( نه او تر ) د وییکو په مرسته لکه :
نه : لکه بد نه بد ، ټيټ نه ټيټ ، ډېر نه ډېر ، لږ نه لږ ، کم نه کم ، لوړ نه لوړ او نور
تر : لکه بد تربده ، ډېر تر ډېر ، لږ ترلږه او نور
۳ ــ تکرار د شک او یا کومې بلې مانا لپاره د ( نه ) وییکي په مرسته لکه :
ځم نه ځم ، خورم نه خورم ، کړم نه کړم ، مرم نه مرم او نور
۴ ــ چې په دویم ويي کې د روستاړي په زیاتېدو سره د یوې ځانګړې او بېلې مانا لپاره لومړئ ويئ تکرار شي لکه :
بړبړۍ ، بړبوړکۍ ، پړپړکئ ، تړتړۍ ، ټغ ټغئ ، دوړدوړکه ، سمسمکئ ، شرشرئ ، غاړه غړۍ ، غړغړه ، کوړکوړۍ ، ګونګوټۍ ، ګورګورې او نور
۵ ــ چې یو ويئ د خپل هممانیز ( مترادف ) په مرسته پياوړئ شوئ وي لکه :
جنګ جګړه ، چوپه چوپتیا ، خواروزار ، زهروګنډېر ، ستړئ ستومانه ، شین زرغون ، کال دولس میاشتې ، لالهندوسرګردانه ، لوڅ لغړ او نور
۶ ــ چې یو ويئ د خپل متضاد سره په اړوند کې کارېدلئ وي لکه :
اخوادېخوا ، اور اوبه ، تور سپین ، ټيټ وپاس ، زیات وکم ، سپئ او پېشو ، سروپښې ، ښکته پورته ، لاندې باندې ، لروبر ، لږوډېر ، لوړوژور ، مارونولئ ، مرګ وژوند او نور
۷ ــ چې دواړه وییونه ماناوال وي لکه :
بې لاسوپښو ، تاوتریخوالئ ، تش تور ، توره تیاره ، چال چلند ، ډنګ ډولۍ ، ړوندوکوڼ ، شاړشډل ، شل وشوټ ، لرئ او کولمې ، کم کوز ، مرګ ژوبله ، نوک و ورۍ ، وږئ تږئ او نور
۸ ــ چې لومړئ ويئ ماناوال او دویم ويئ کومه ځانګړې مانا ونه لري لکه :
تالا ترغۍ ، تورتم ، خپ دپ ، خبرې اترې ، روغ رمټ ، سم دم ، ګړپړ ، لنډ ګنډ او نور
۹ ــ چې لومړئ ويئ کومه ځانګړې مانا ونه لري خو دویم يي ماناوال وي لکه :
ادل بدل ، اړودوړ ، ټپ ړوند ، جک جوړ ، اخلئ پخلئ ، اله ګوله ، انې بانې ، الغاوتلغاو ، تپه تیاره ، اغه دغه ، الوول او نور
۱۰ ــ چې دویم ويئ د لومړي تکرار وي خو توپير دا وي چې د دویم ويي د پيل تورئ به ( ب ) وي لکه :
ارجل برجل ، ایله بیله ، تېر بېر ، ځل بل ، ډډ بډ او نور
۱۱ــ چې دویم ويئ د لومړي تکرار وي خو توپير دا وي چې د دویم ويي د پيل تورئ به ( پ ) وي لکه :
اکه پکه ، خړپړ ، چغ پغ ، سوړپوړ ، کلک پلک ، ګړپړ ، لوڅې پوڅې ، وارپار ، وریت پيت ، یخ پخ او نور
۱۲ ــ چې دویم ويي د لومړي تکرار وي خو توپیر دا وي چې د دویم ويي لومړئ تورئ به ( م ) وي لکه :
اورمور ، تورمور ، دېوال مېوال ، ډوډۍ موډۍ ، شړۍ مړئ ، ګوته مته ، لاس ماس ، لرګئ مرګئ ، نوک موک او نور
خو که د لومړي ويي پيل په ( م ) توري وي نو بیا لومړئ ويئ کټ مټ تکراریږي لکه :
منګرئ منګرئ ، منګئ منګئ ، مړۍ مړۍ ، میوند میوند ، مال مال او نور
۱۳ ــ چې دویم ويئ د لومړي تکرار وي خو توپير دا وي چې د دویم ويي د پیل تورئ به ( و ) وي لکه :
تالا والا ، چل ول ، څانګې وانګې ، دړې وړې ، کړه وړه ، ګډ وډ ، ګډې وډې ، کوږ ووږ او نور
۱۴ ــ چې د دویم ويي په منځ کې ( و ) زیات شي ، دا ډول وییونه زیات د غږ نومونه وي لکه :
ټس ټوس ، ټک ټوک ، خړس خړوس ، ډب ډوب ، ډز ډوز ، ډنګ ډونګ ، شر شور ، کړپ کړوپ ، کړس کړوس ، ګړب ګړوب او نور
۱۵ ــ چې د لومړي ويي ( ی ) او ( و ) توري يي په دویم ويي کې په ( ا ) توري واوړي لکه :
ــ ټيپ ټاپ ، ټيک ټاک ، ټيل ټال ، چېړ چاړ او نور
ــ ټول ټال ، ډول ډال او نور
تګ : د تړښتي ويي د مختاړي پتوګه :
تګ توګه ، تګلار ، تګلورئ ، تګ موخه ، تګ نېوئ ، تګ وړ ، تګیځ او نور
تګ : د روستاړي پتوګه :
څنګ تګ ، شا تګ ، مختګ ، نیغ تګ ، وړتګ او نور
تل : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تلپاتې ، تل پېښئ ، تل ځوان ، تل ځير ، تل خاورې ، تل خورئ ، تل خوښ ، تل روڼ ، تلژوندئ ، تل سپین ، تل شاړ ، تل شډل ، تل شتون ، تل شین ، تل شتونئ ، تل ښاد ، تل مړ ، تل مست ، تل نومئ ، تل ورکئ ، تل ویښ ، تل هسک ، تل هېر ، تل هیښ ، تل یاد او نور
تنګئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بخت تنګئ ، خیال تنګئ ، سوچ تنګئ ، زړه تنګئ ، لاس تنګئ ، لید تنګئ ، واک تنګئ ، وس تنګئ ، هوښ تنګئ اونور
تنګي : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بخت تنګي ، خیال تنګي ، سوچ تنګي ، زړه تنګي ، لاس تنګي ، لید تنګي ، واک تنګي ، وس تنګي ، هوښ تنګي او نور
تو : د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :
چمتو ، نامتو او نور
توب : د مجرد وصف روستاړئ :
اړتوب ، اوچتوب ، برتوب ، بریالیتوب ، بستوب ، بېلتوب ، ټينګتوب ، پسېتوب ، پیلتوب ، ځلمیتوب ، ځنډتوب ، څنګتوب ، خرتوب ، دروندتوب ، زوړتوب ، زیږتوب ، ژمنتوب ، سپکتوب ، سرتوب ، سړیتوب ، سمتوب ، سیالتوب ، شاتوب ، شومتوب ، غښتوب ، کوچنیتوب ، کوچیتوب ، ګرمتوب ، لوړتوب ، لېونتوب ، ماشومتوب ، مېړنتوب ، مینتوب ، نارینتوب ، وړکتوب ، وړتوب ، ویښتوب ، هیښتوب ، یوتوب او نور
تور : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
تورزړئ ، تورسرئ ، تورغوږئ ، تورلاسئ ، تورمخئ او نور
توراوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
خواتوراوئ ، زړه توراوئ ، لاس توراوئ ، مختوراوئ ، نومتوراوئ او نور
تورئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بخت تورئ ، پام تورئ ، خواتورئ ، زړه تورئ ، سرتورئ ، شاتورئ ، لاس تورئ ، مختورئ ، نومتورئ ، ولس تورئ او نور
توري : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بخت توري ، پام توري ، خوا توري ، زړه توري ، سرتوري ، شاتوري ، لاس توري ، مختوري ، نومتوري ، ولس تورئ او نور
توکي : ( د جمع په بڼه کاریږي ) د تړښتي ويي مرستاړئ :
پوښاکتوکي ، تاریخ توکي ، څښاکتوکي ، خوراکتوکي ، سینګارتوکي ، لرغونتوکي ، لوست توکي ، وییتوکي ( لکه نوم ، نومځرئ ، ستاینوم ، کړول ، کړ ، وییکي ، کړنوم او شمېر ) ، مرستوکي او نور
توګه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اند توګه ، تړتوګه ، تګ توګه ، جلاتوګه ، چارتوګه ، چلن توګه ، څېړنتوګه ، دریځ توګه ، کارتوګه ، کړنتوګه ، ګړتوګه ، لارتوګه ، مرستوګه ، ناست توګه ، وړتوګه ، وړنتوګه ، وس توګه ، وینتوګه ، یونتوګه او نور
تون : د تون روستاړئ :
ارامتون ، پوهنتون ، پېژندتون ، څارتون ، څارنتون ، څړتون ، څېړنتون ، خوړکتون ، درملتون ، روزنتون ، روغتون ، زړکتون ، زیرمتون ، زیږنتون ، ژغورتون ، ژغورنتون ، ښوونتون ، کارتون ، لرغونتون ( موزیم ) ، لوستتون ( لوستون ) ، لېونتون ، مرستون ، مړستون ، مېشتون ، وړکتون ، وسله تون او نور
تون : د مهال نوم روستاړئ :
بېلتون ، پېغلتون ، پيلتون ، کونډتون او نور
تون : د حاصل مصدر مرستاړئ :
اړتون ، پېښتون ، سپړنتون ، ښکېلتون ، کېوتون او نور
تون : د مجرد وصف روستاړئ :
ویښتون ، هیښتون ، یوتون او نور
ته : د ستاینوم روستاړئ :
( ته کلمه چې په څټه کې یو وییکئ ( د ارتباط کلمه ) ده ، د ځینو وییونو ( کلمو) سره ستاینوم جوړوي لکه :
له ځان څخه ځانته او نور
ته : د تون روستاړئ :
له : څنګ ، شا ، مخ ، منځ ، خوا او نور
څخه : څنګته ، خواته ، دلته ، شاته ، مخته ، منځته ، هلته او نور
یادونه : ته چې په ریښه کې یو وییکئ دئ د نوموړو وییونو سره د ځای کړنوم جوړوي .
تئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بوزه تئ ، روژه تئ ، کوژه تئ ، مټتئ او نور
تیا : د مجرد وصف روستاړئ :
اریانتیا ، اړتیا ، اسانتیا ، بوختیا ، بېکارتیا ، پاشلتیا ، پرمختیا ، پریوتیا ، پړتیا ، پياوړتیا ، پېچلتیا ، ترینګتیا ، تشتیا ، تېروتیا ، تېرویستیا ، ټینګتیا ، جیګتیا ، ځنډتیا ، ځوانتیا ، ځوړتیا ، څنګتیا ، خبرتیا ، خپورتیا ، خوښتیا ، درونتیا ، روستیا ، روغتیا ، روڼتیا ، ریښتیا ، ړنګتیا ، زوړتیا ، ژرتیا ، ژمنتیا ، سختیا ، سپيڅلتیا ، سمتیا ، سمسورتیا ، سمونتیا ، سوړتیا ، شړتیا ، شلتیا ، شومتیا ، شونتیا ، غښتیا ، غوړتیا ،غوښتیا ، کارتیا ، کېوتیا ، ګرانتیا ، ګرمتیا ، لوړتیا ، لېوالتیا ، ملتیا ، وړتیا ، وزګارتیا ، ویښتیا ، هيښتیا ، یوتیا او نور
تېر ، تېرئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) روستاړئ :
ارواتېرئ ، ایمان تېري ، پت تېرئ ، ځان تېرئ ، ځواک تېرئ ، څنګ تېرئ ، ساعت تېرئ ، زړه تېرئ ، سرتېرئ ، غم تېرئ ، منځ تېرئ ، ننګ تېرئ ، نوم تېرئ ، واک تېرئ ، وخت تېرئ ، هوډ تېرئ او نور
تېري : د تړښتي ويي ( مجرد وصف ) روستاړئ :
ځان تېري ، ځواک تېري ، څنګ تېري ، ساعت تېري ، زړه تېري ، سرتېري ، غم تېري ، واک تېري ، وخت تېري ، هوډ تېري او نور


په ټ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


ټاکنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
برخه لیک ټاکنه ، بهیرټاکنه ، ټولټاکنه ، ځان ټاکنه ، دنده ټاکنه ، شمېرټاکنه ، کارټاکنه ، کړنټاکنه ، لارټاکنه ، لورټاکنه ، موخه ټاکنه ، وخت ټاکنه او نور
ټکاني : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان ټکاني ، ځواک ټکاني ، ژب ټکاني ، سوچ ټکاني ، کورټکاني ، ګوند ټکاني ، مغزټکاني ، واک ټکاني او نور
ټکاوئ ، ټکونه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان ټکونه ، ځواک ټکونه ، دښمن ټکونه ، زړه ټکونه ، سرټکونه ، لاس ټکونه ، مخ ټکونه ، نوم ټکونه ، واک ټکونه او نور
ټوټه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اورټوټه ، ایمان ټوټه ، باد ټوټه بخت ټوټه ، پت ټوټه ، ځواک ټوټه ، ځمکټوټه ، رازټوټه ، زرټوټه ، زړه ټوټه ، زیارټوټه ، ژبټوټه ، غرټوټه ، کارټوټه ، لیک ټوټه ، ننګټوټه ، ویاړټوټه ، ويش ټوټه ، هڅټوټه ، هوډټوټه او نور
ټولنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ادبي ټولنه ، بزګروټولنه ، پښتوټولنه ، پيوستون ټولنه ، ځوانانوټولنه ، شعري ټولنه ، ښځوټولنه ، قومي ټولنه ، کارګروټولنه ، کلیوالي ټولنه ، مدني ټولنه ، مرستندویه ټولنه ، مېرمنو ټولنه ، ولسي ټولنه ، یووالي ټولنه ، یووستون ټولنه او نور
د ....... اوښتون ټولنه
د ........ پاڅون ټولنه
د ......... پیوستون ټولنه
د ......... رغون ټولنه
د .......... سمون ټولنه
د .......... قلم ټولنه
د......... .. یووستون ټولنه

او نور څلورمه برخه دلته ولولۍ