د ژورنالېزم ترمېنالوژي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او راټولونه : عبدالمعېد هاشمي - نړۍ اونيزه

څلورمه برخه


٤٠-انځور ايډيټر (Art editor ): آرټ ايډيټر د انځورونو د برخې مدير ته وېل کېږي چې ټاکلو ځايونو ته انځورونه غوره کوي.
٤١-د انځور سرخي (Caption ): په ورځپاڼه کې تر چاپېدونکي انځور لاندې چې کومه پېژندنه ليکل کېږي کپشن ورته وايي لکه داسې:


ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزى





٤٢-اډانه(Box ) : کله چې د ورځپاڼې اداره وغواړي چې يوه خبر،فيچر،کالم او يا ليکنې ته د لوستونکيو پام را واړوي نو ترې يوه اډانه(چوکاټ) راڅرخوي چې Box يې بولي.
٤٣-فورم (Forme ): د چاپ ماشين چې په يوه پلېټ په يوه ځل څومره پاڼې چاپ کړي فورم ورته وايي.
٤٤-تش کالم (Fudge Columm ): په ورځپاڼه کې هغه خالي ځاى ته وايي چې د کوم مهم خبر لپاره تر چاپ وړاندې ځانګړى شوى وي.
٤٥-باکس سټوري (Box story ): هغه خبر ته وېل کېږي چې ګېر چاپېره يې ترې حاشيه راتاوه کړې وي يانې د ليکنې له ٤٢مې شمېرې سره په دې توپېر چې هغه دننه هم رنګه وي،
٤٦- سرچپه (Reverse) : هغه خبر چې ځمکه يې توره او ليکل يې سپين وي معکوس يا سرچپه بلل کيږي. د بېلګې په توګه:


سـبا د ټـاکـنو ورځ ده





٤٧- مدير / اېډېټر (Editor) : د اخبار اداري مشر ته اېډېټر ويل کيږي چې په اخبار کې د سرمقالې ليکلو د دندې تر څنګ نورې چارې هم مخته وړي، البته د خبر سموونکي ته هم اېډېټر وايي.
٤٨-د سيمه ايز دفتر مشر (Resident Editor) : هغه اخبار چې د يوه پرځاى له څو ښارونو څخه خپريږي، د سيمه ايز دفتر مشر ته يې رېزېډنټ اېډېټر وايي. له بده مرغه چې مونږ په هېواد کې دغه ډول اخبار نه لرو.
٤٩- سرمقاله (Editorial) : په مهمو کورنيو او بهرنيو موضوعاتو د اخبار اېډېټر په اداري مخ کې د اخبار پاليسۍ ته په کتلو د مضمون په بڼه په هره ګڼه کې ليکل کوي چې د اخبار رسمي نظر څرګندوي، د ژورنالېزم په اصطلاح ورته سرليکنه ، سرمقاله، سخن نخست، اداريه او اېډېټوريل وايي.
٥٠- د سرمقالې نوټ (Editorial Notes) : کله چې د يوه اخبار ايډيټر د سرمقالې لپاره دوه موضوع ګانې ولري، لومړۍ ته يې اېډېټوريل او دوهمې ته يې اېډېټوريل نوټس وايي.
٥١- ځانګړې پاڼه (Edition) : معمولاً اخبارونه د خپل ورځيني چاپ تر څنګ په ځينو ځانګړو برخو کې مل پانې خپروي، لکه د ښځو نړيواله ورځ، د خپلواکۍ ورځ، ادبي پاڼه، د ماشومانو پاڼه چې اېډېشن ورته وايي. لکه د نړۍ اونيزې (په لپه کې درياب) او يا (ستاسې وکيلان ستاسې په اند) پاڼې
پاتې په راتلونکې ګڼه کې