چې اماتور يې له کومه کړ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نسيم پسرلی


۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
موده وړاندی می په غزل ويبلاګ کښې د (څه په سهار او څه يې په نوې خبريالي) تر سر ليک لاندی يوه ليکنه لوستله چې د نذير احمد سهار په نوی خپور سوی کتاب (نوی خبريالي) لنډه کره کتنه وه٠
ليکونکی د دې ليکنې په يوه برخه کې ليکي (دا اثر د ژورناليزم اصطلاحاتو او ترمينالوژي پښتو ټولګه بللای شو ژباړن په ډیر مهارت اکثرو ژورنالیستي اصطلاحاتو ته پښتو اصطلاحات کارولي دي چې زما په اند ډیری یې نوي دي
دا اصطلاح جوړونه یې په ډیر مهارت سره کړې ده، د ساري په توګه د (فوټو ژورنالیزم) لپاره (انځور خبریالي)، د (کپشن) لپاره (انځور لیک)، د (ټرسټنګ پیپر) لپاره (رڼه پاڼه) او په لسګونو همداسې نور.)
ښاغلي سهار چې د دغو کلمو لپاره په پښتو کې کومی کلمی کارولي زه نه په ږغېږم ځکه چې زما کار نه دی په دی اړه به ژبپوهان او نور پاخه ليکوالان خپلی نظريې ورکوي.
ما چی دا وويل دا می نه ويل، ما دا ويل چی نوی لغتونه جوړول د نذير احمد سهار په څېر د هر ژورنالست او ليکوال دنده نده که هر ليکوال نوو لغتونو جوړولو ته ملا وتړي نو خدای مکړه پښتو ژبې ته د خدمت پر ځای به مو ستر خيانت تر سره کړی وي، که هر ليکوال نوو لغتونو جوړولو ته مخه کړي، نو خدای دی نکړي سبا به زه او زما په څېر نور ليکوالان هم ورته مخه کوي چی د خدمت پر ځای به مو پښتو د (ژغ ډبلي) د دور په څېر شرمولي وي٠
د مقالې ليکونکی وړاندی ليکي:(خو په دې برخه کې یوه نیمه نیمګړتیا هم زما تر نظره شوه، البته دا به زما شخصي رایه وي
د ساري په توګه، د کتاب په ۳۵ مخ کې ژباړن د (شهرت طلبه) اصطلاح لپاره د (نومغواړو) کلمه کارولې ده، چې ماته بې خونده بریښي).
د مقالې ليکونکی سمه خبره کوي، بده نه وايي، د نومغواړو کلمه همدوره په غوږ بده لګيږي لکه د بلبل لپاره ډانګ لکۍ.
د دغی مقالی ليکونکی احمد زبير ژمن دی، ژمن چی زه يې په غياب کې پېژنم په رښتينی مانا ټولو اسلامي، فرهنګي او ادبي اصولو ته ژمن دی، لوړ استعداد يی ستايم، ژمن چی په دې ليکنه کې پر سهار کومه رغنده نيوکه کوي پر ځای ده خو دی پخپله له سهاره يو پوړۍ هسک خيزي او پوه لويه تېروتنه کوي، سهار نوی لغتونه جوړ کړي چی ځيني يی د ژمن په غوږونو هم بد لګيږي خو دی همداسی يو لغت کاروي د (اماتور) کلمه٠ د ليکنې په يوه برخه کې ليکي:( زه نه غواړم چې پر کتاب کره کتنه وکړم، دا څو کرښې مې په دې پرې راکش کړې چې ما ته یو ډیر مهم او ارزښتناک اثر وبریښیده، چې کولای شي د ژورنالیزم د لارې دواړو مسلکي او اماتورو لارویانو ته د لارښود په توګه کار وکړي).
چې اماتور يی له کومه کړ؟ اماتور له کومه پښتو ژبی ته راننووت؟
د اماتور کلمه چی په غالب ګومان د فرانسوي يا انګليسي ژبې د amateur د کلمی څخه را اخيستل سوې دومره بيخونده کلمه ده چی د لرې پښتونخوا ډاکټر رسول انشا يی مجبوره کړی چی ووايي:( په افغانستان کی د پښتو لپاره ډېر کار سوی په دې بايد سترګی پټی نکړو خو دوی يو بدعت هم کړی چی داسې لغات يې راخيستي چی هيڅ يې د ويلو ضرورت نه وو لکه دوی د نابالغ لپاره اماتور کاروي چی ډېره بېخونده کلمه ده چی هيڅ يی د ويلو ضرورت نسته کله چی دوی د اماتور کلمه را اخلي نو ولی پخپله امېچر نه رااخلي ځکه چی موږ سره خو پښتو کی ټکي سته لکه چ او ټ هلته له پاړسو سره خو دا نسته).
پښتو چی له هری خوا د سترو خطرونو سره مخامخ ده له يوی خوا د نړيوالتوب يا globalization له خطر سره له بلې خوا د ګاونډيو او خپلوانو له خطر سره، او له بلی خوا د ليکوالانو له خطر سره، يو ليکوال په خپل سر په ژبه کی يو څه ورزياتوي او نور يی په پټو سترګو کاروي له پښتو مو د زيارت لکڼه جوړه کړې چی هر څوک لاس په وهي٠
زه بايد ا هم ووايم چې (اماتور) کله له بی بی سي څخه هم اورېدل کېږي چی نه بايد داسې وسي، بی بی سي د پښتو ژبې د چوپړ لپاره نه ستړی کيدونکي هڅې کړي، تل يی پر ځای او صحيح لغتونه کارولي او عام کړي، ځکه نو نه بايد د (اماتور) په څېر يوه بېخونده کلمه وکاروي٠
راځئ ټوله په ګډه سره د پښتو ژبې د ودې او پرمختيا لپاره لاسونه سره ورکړو د يو او بل خبری که صحيح وي په سر سترګو ومنو، او که د چا څه له ويه پوره وي وې کړو او که نه وي نو تاوان خو بايد و نه رسوو او يا نور هم د پښتو ژبی له چوپړه را و نه ګرځوو٠
په همدې هيله