جالب خبراوپه زړه پوري معلوماتونه درنو دوستانو! يو څو شېبې مودغير سياسي معلوماتونو لوستلوته رابولم : 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباونکی :حبب الله غمخور

الب خبراوپه زړه پوري معلوماتونه
درنو دوستانو! يو څو شېبې مودغير سياسي معلوماتونو لوستلوته رابولم :
www.interfax.ru
ژباونکی :حبب الله غمخور
هغه تابلو چې په هغه کي داجتماعي خداماتو يو بيده ماموره ((ليوسينه فرېدا)) Люсьена Фрейда پکښي انځور شوې ده، د ((Christie’s )) په ليلام کښي په(( ۳۳،۶ ))ميليونه ډالروپه تيره هفته کي وپلورل شوه .

Фото Reuters
......................................................................................................................................................

دانگليستان دملکې اليزابت دوهمې مشر لمسۍ واده وکړ .


ژباړونکی : حبيب الله غمخور
اينتر .رو www.intar.ru
ددايلي مايلThe Daily Mail ورځپاڼي دخبر له مخی دانگليستان دملکې اليزابت دوهمې مشر لمسۍ پيتر فيلس (Peter Phillips) دروان م کال داپريل پر ۱۷مه دتيري شنبې په ورځ ديوې کاناډايي انجلی ((اوتوم کيلي)) ( (Autumn Kelly سره واده وکړ .
دواده مراسم دشاهی کورنی دزياتو غړوپه گډون دهغه جملې دشهزاده گی گاري اونورودرباريانوپه حضورکي د((ويندوسور)) (Windsor Castle ) په نوم قصر کي ترسره شول .ديو بل خبر له مخی دواده مراسموته دگډون لپاره ((۳۰۰)) کسانوته بلنه ورکړه شوې وه .
نوموړی په ۲۰۰۳ م کال کښي دخپلي همزولي (( اوتوم کيلي ))سره دمونريال دمسابقاتوپه وخت کي کله چي شهزاده دانگليستان په BMW Williamsټيم کي وواونوموړی انجلۍ دبازيودميلمنودځاي پر ځاي کېدو مهماندار دنده پرغاړه درلوده يودبل سره معرفی شول .
دژباړونکی يادونه :





د ((Windsor Castle )) دا قصر په انگليستان کي يو له ډيرو ښکلو اوتاريخی قصرونوڅخه دي چي په ۱۸۲۰ميلادی کال کښي اباد شوی اودانگليستان په شاهی کورنۍ پوري اړه لري

..................................................................................................................

په ۲۰۱۸کال کې به روسي اواروپايي هوابازان يوځاي سپوږمی ته ولاړسي
ايزويستيا.رو. www.izvestia.ru
ليکوال : سرگې ليسکوف
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
روسيې او اروپا پرېکړه کړيده چي يوځاي دمځکي دمدراپر شاوخوااوسپوږمی ته سفر وکړی .
په مسکوکښي دروسيې او اروپادفضايي بېړيودشرکتونو (کوسموس ) اواروپادورته سازمان EKA د استازوتر منځ دگډئ هوايي بېړی دجوړيدو اودمځکي دمدارپر شاوخوااوسپوږمی کرې ته دگډ سفر پر سر دخبرو اساسی مسايل حل شول . دابېړی به دشپږو مسافروپه درلودلو سره د مځکی پر شاوخواپروازاو سپوږمی ته دتگ په موخه په ۲۰۱۸ م کال کښې داموردايالت ددنوارسيسک له ((واستوچنۍ )) یعنی شرقی دبېړيو دتوغولول نوی پايگاه څخه هواته وتوغول شی .
دروسيې په فدرالي فضايي پروگرام کي يوله اساسي اواړينو کاروڅخه دنوی فضايي بېړی جوړېدل دي .که څه هم دسيوز په نوم بېړی تراوسه لاپه ډير اطمينان سره کولاي شی فضاته سفر وکړی مگر بياهم په حقيقت کي هغه زړه شوېده . سره لدې چي اروپازيات هوابازان او ډيرفضايي پروگرامونه لري مگرهغوي هېڅ وخت خپله هوايي بېړی نه درلوده. دمعلوماتو له مخې څو مياشتي لاپه مخ کي شته چې ددې گډي هوايي بېړی دجوړښت اودندوپه اړوندبه ددواړو خوا تر منځ خبري رواني وي . ددې پروژې په هکله به وروستۍ پرېکړه به دروان ۲۰۰۸ م کال دنومبر په مياشت کي دايکا((ЕКА )) دسازمان غړي هيوادوله مشورتی شوراسره د ملاقات پر وخت چي د(( ЕС )) يعني داروپايي هيوادوداتحاديې دوزيرانو په سطحه به وي لاسليلک شي .
په هر حال ويلاي شو چي نړيوالو فضايي فعاليتونودانتگراسيون داسي پروسه تر اوسه نه پېژنې .فضايي بېړی تل محرمې وي اوهلته ډيرپټ رازونه شته . مهمه داده چې روسي چارواکي داگډه فضايي بېړی کاملأ دروسيې دفضايي ملي پروگرام سره برابره بولي . که چيري ((ЕКА )) شرکت ځان څنگ ته کړي روسيه غواړي په خپلو امکاناتويوه نوې فضايي بېړۍ جوړه کړی .
دافضايي بېړی چي 18-20 ټنوپوري وزن به ولري .لکه چي وړاندي څرگنده شول دروسيې دامورپه ولايت کي دواستوچنۍ يا ((شرقی )) په نوم دفضايي بېړيودتوغولوله نوی ستېشن څخه به په امتحاني توگه د۲۰۱۵ کال په دوبی کي هواته و توغول شي . ددې بېړی اساسي پروازچې شپږ هوابازان له ځان سره هواته پورته کوی او دمځکي پر مدار سربېره دسپوږمی کرې ته هغوي رسوی په ۲۰۰۱۸ م کال کې په نظر کې نيول شوئ دی . دافضايي بېړی دروسيې اواروپاپه گډه تخنيکی مرستو اوامکاناتو جوړېږي اودروسی راکټونودزورپه مټ هواته توغول کيږي .
دژباړونکي يادونه :
۱ / دا يکا ((ЕКА )) سازمان په ۱۹۷۴ کال کښي د۱۷ اروپايي هيواد په گډون دفضايي چارو ،فعاليتونواوپدې برخه کي دپرمختيالپاره جوړ شوئ دی .




دنوارسيسک په سيمه کي دبېړيو دتوغولوستېشن
۲ / اموردروسیې په شمالي شرقی سيمه کي يو ولايت دی چې ددې ولايت د((نوارسيسک)) په نوم ښارکي وروسته له هغه چې دشوروي نظام دړي وړي شو،روسانوددې لپاره چي دقزاقستان له احتمالي احتياج نه خلاص وي پدې ښارکي فضاته دکسمنافتانو (هوابازانو) اوفضايي بېړيو دتوغولوپه موخه نوی ستيشن په جوړېدو پيل وکړ،له دې ستېشن څخه به په ۲۰۱۵ کال دلومړی ځل لپاره فضايي بېړی په امتحانی توگه هواته وتوغول شي . روسيه ددي لپاره چي په قزاقستان کي دبايکانور له فضايي ستېشن څخه دبېړيو دتوغولو لپاره استفاده کوی دا ستېشن ئي له قزاقستان څخه ديوې معينې مودې لپاره په اجاره اخيستۍ دی .