غـــنـــم لـــو ( منظومه )

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ظــفـرخـان " اهـتـمـام "

نن چې غنم لوئِيږې،د غنم لو موســم دی ما ته یـــــادېږي هغه تیروختونه د کوچنیتوب تنکي ـ تنکي یادونه- ما به په سرد درمند د نقره یي وږو له پاسه د لمرګرمواو زري وړانګو تـه درمې کــولې د قـــفس له پـاره-پدې موسم کې به چـغکو زېږول بچوڼياو د مینا بــچي به لوړ چنارنه ما کوزولڅومره په خوند به مې سا تل دا دې درمو کفس کېوه دروازه یې د درمو کله ګردۍ- کله چارکونجه ښکلېښکلی چیوس به دې بچو کوه زماپه وړانـــدېنازک،نـــــازکه یې ژیړـ ژیړ ښاره ګـــي ...چی رپول به یې تنکي وزرونه ښکلي ـ ښکلي لکه د دوه مینو زړونه د دیدن په وخــــت کېزه پوهیدم چی تـــلوسې یې پارېد لي د خوراک له پارهمابه په خوله کې ورکولې کچۍ... اخ ! د ژوندون هـــــغه خواږه یادونـــــه هاغه سپېڅلې مینې هغه لومړي وختونه٭ ٭ ٭نن هم غنم لوئیږي ، دغنم لوموسم دی نه درمند ځای او نه غوبـــلونه شته دينه له ژوندون څخه خونـدونه شتــه ديهلته وو درمند او غوبلونه کیدلؤبــه حشــراوديــدنـــونه کــېدلهلته د کلي ټول غــــــوایی ، به تاویدل په درمنــد د جایجایې خواکې به تـلـل د زنځیر خپور په شکلهلته به سیوري دنیالګیولاندې ګرم شمال خوږ لګـېده مـــــــوږبه د سیــــن ســــړو اوبو نه مــــنګــوټي ډکولسړواوبوکې به مینځل موږ زردآلــــــو او تـــوتان ...او وار په وار به موغوبل تا وا ؤ زموږ د بلبلې او مینا بچــــوبه ،د جایجایي په شا ډوپۍ وهلې . ٭ ٭ ٭نن چی غنم لوئیږي،دغنم لـوموسـم ؟! دلته تریــــشل په خوله کې وږي نېسي لکه نهارښامار یې ځان ته کاږي نه شته ، غوبل ، نه درمندونه وینم نه د ژوندون څخه خونـــدونه وینماحساس بوډا- بوډا دی اوس د چغکو په ځای ، راته چغـیږي ګلالي ماشومان ژیړې زبېښلې څېرې شونډې رپۍ ! له ما نه غواړي دانې،داسې دانې چې کالوري ولري خو زه یې تش ور ډکومه ګیډه هغه هم کله ـ کله زه یې د سترګــــــو آینــوکی ناهـــیلۍ وینمه لکه دمات زړه په آینو کې له نفرت نه لیکېد سیوري خوند نشته ، ـ اوبه ترخې ـ ترخې دي اخ ! د ژوندون هغه خواږه یادونه : اوړی را اوړی می په زړه یوازې اوړی را اوړی می په زړه یوازې اهـــتــمــام ( شینه ـ کابل )