د حميد بابا ژوند ليک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله ستانګزى

کابو دوه نيمې پيړۍ پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې رود پر ښۍ غاړه پراته کلي ماشو ګګر (ماشو) کې په يوه ډېر غريب چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر ژوند کاوه، چې په ژوند کې يې دېرو لږو وګړو د احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او دستور سره سم وروسته له مړينې دېر وستايل شو، چا دپښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا دوېښته چوونکي (موشګاف) لقب ورکړ.
د ده دپلار او يا دا چې د چا زوی دیو تر اوسه پورې کوم باوري او دقناعت وړ مأخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو (معاصرو) ليکوالانو له دلې څخه يوه نوماند (مشهور) ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)
د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرګنده، اما داسې ګومان کيږي، چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اواخرو کې به زوکړی وي. (۲)
د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنګزنو (اشارو) له امله د ده دزوی کړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده، پوهاند حبيبي وايي، چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تأيید کړی، خو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکترانوارالحق په دًرومرجان کې (۱۰۷۵ – ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده، همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري، چې د اورنګزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه، لکه چې وايي:
په قوت د يار د در دګدايۍ
د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم
سره له دې يې هم د اورنګزيب عالمګير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنګزنه (اشاره) کړې ده.
خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې
چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو
څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند (دليل) د حميد د زوکړې نېټه موږ د دېوان د داخلي شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولای شو.
د بابا په باب دېرۍ پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي، چې مومند دی خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه ګنله کيږي؛ لکه چې وايی:
دمومندو جوهر خانې لره دې راشي
که څوک غواړي ښه لعلونه يمني
د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي، چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي ؤ او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند (مشهور) ؤ، د ا خبره، چې دی ملا ؤ د ده د ځينو آثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ )
په پارسي، عربي او حتا د هندي ژبې په ځينو لهجو پوهېده. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز – ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګنې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی ؤ او يا دبلومهارت پر ژبه په همدغه کال مړ دی، خو د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه ګروهه (عقيده) واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو، ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده خرګنده، خو دا ښکاره ده، چې مزار يې د ماشوګګر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنګ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲)


- محمد آصف صميم: ((د پښتو ادب تاريخ په وروستي چاپ کې د يوې نوې خبرې رڼاوی)) ځولۍ مجله، لومړی کال، دوهمه ګڼه، ۴۱ مخ.
۲- زلمی هېواد مل، د پښتو ادبياتو تاريخ، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹کال.



- زلمی هېواد مل، د پښتو ادبياتو تاريخ، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۷۹ کال.
۲- محمد آصف صميم، د حميد مومند کليات، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ کال.