پر افغان ولس نازليدونکي بل ناورين !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړۍ اونيزې اداره

موږ خو بې ځايه له ډېرو ستونزو سره، سره په نشتو اسانتياوو د کرزي د مخالفت چېغې نه وهلې، موږ خو بې ځايه د مرګ، درد او هر ډول نورو ګواښونو په شتوالي سره، د واکمن نظام ژمنو او خبرو ته د شک په سترګه نه کتل او موږ خو بې ځايه...
موږ خو له هماغه پيله د ستر خوشال بابا دا بيت د خپلو هڅو شعار ګاڼه چې:
اطاعت د اولامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دی
هغه مهال به خدايزده زموږ له خبرو او هڅو کوم، کوم تعبيرونه کېدل، خو ښايي ددې غولول شوې، غولول کېدونکې او يرغمل شوي ولس سر اوس خلاص شوى وي.
مونږ اوس هم له ښاغلي کرزي نه د ملت پر ګټې د کوم کار د ترسره کولو هيله نه لرو خو د ولسي جرګې پر غړو غږ کوو چې د ملت د ريښتينو استازو په توګه دې ، د کرزي صيب د نوې کابينې په نامه د نومول شوو زړو څېرو په ټاکنه کې پوره غور وکړي. غور لا څه چې د شړل شويو خلکو بيا ورتګ ته دې اجازه نه ورکوي.
ولس په دې هيله دى چې استازي يې د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته نوماند شوي په ايرانپالۍ او د ملي او کولتوري ارزښتونو په سپکاوۍ تورن سيد مخدوم رهين ته نه يوازې د باور رايه ورنه کړي بلکې له ورتګ وړاندې دې د ملت کور ته د ملت د دې دښمن د ورتلو مخنيوی وکړي.
موږ سره له دې چې خپله پر کرزي د پراخو ګوتنيونو ترڅنګ د ده د نومول شوې کابينې پر نورو غړو هم خورا ډېرې ګوتنيونې لرو خو د سيد مخدوم رهين ځانګړې ياده ځکه کوو چې دی نه يوازې د خپل کار پر مهال په بې کيفايتۍ، ايران پالنې، د ملي ترمېنالوژۍ د رټلو او سپکاوي او پر ورته ډېرو نورو ناقانونه چارو تورن دى، بلکې په شعوري توګه يې تر خپلې وسې د هېواد اساسي قانون پايمال کړی، پر ملي او کولتوري ارزښتونو يې لوبې کړي،د کره افغاني اصطلاحاتو د وژلو څرګندې هڅې يې کړي، د هېواد له ملي او رسمي ژبې پښتو سره يې د پردو په لمسه او ملاتړ د مېرې چلن کړی او په ټوله کې يې هغه څه کړي چې له يوه کولتور وزير او لوستي سړي سره څه چې له يوه ناپوه او ولسي وګړي سره نه ښايي او که څوک داسې وکړي نو بايد چې د قانون ماتونې په تور محاکمه وشي.
خو موږ افسوس کوو (( د افغانستان خو يي نشو ګڼلى بلکې)) د کرزي صيب حکومت نه يوازې دا چې پر ملي ارزښتونو لوبه کوونکي د رهين په شان خلک محاکمې ته نه راکاږي، لا چي د کولتور وزارت په شان د هېواد د ارزښتونو د ساتونکې ادارې واګې هم ورسپاري!!!
موږ دې سره خوا کې چې د کرزي صيب دا کار پر ولس او ارزښتونو د هغه يوه نوې او تر نورو لويه سودا او لوبه ګڼو، سترګې مو د هېواد ولسي جرګې ته اوړي او په دې تمه يو چې که خدای وکړي په دې جرګه کې له ارزښتونو ننګه کوونکي وکيلان به رهين ته د باور رايه ورنه کړي.
د همدې ارمان د پوره کېدا او پر افغان ولس د نازليدونکي بل ناورين د مخنيوي په هيله!

د نړۍ اونيزې اداره