یو ناکام دولت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیر ارشد نور
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

کله چی طالبانو په افغانستان کی ماتې وخوړه او د دولت واګی د هغوی مخالفینو (شمالی ټلوالی،شورای نظار، دوستمیانو او نورو ټوپک سالارانو) ته په لاس ورغلی، د دولت وزارتونه او ریاستونه یی سره وویشل او هر یوه د خپلی خوښی چوکی ترلاسه کړی، نو وروسته د دی څخه ټول خپلی زړی مفکوری ته متوجه شول چی هغه د اول ځان او بیا جانان خوشحاله ساتل وو، یعنی لمړی د پیسو پیداکول او بیا د خپلو زړو بادارانو(روس ،تاجکستان، ایران او داسې نورو) سره نوی پالیسی جوړول او د هغوی زړونه خوشحاله ساتل وو .

په همدی موخه د دولت ټول وزارتونه د نورو په استازو تقسیم شو، چا کوښښ کاوه او کامیاب هم شو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت واخلی او چا کوښښ کاوه چې دپوهنې وزارت او چا د لوړو زدکړو د وزارت پسی زور کاوه، او همدارنګه ځینو ته پکښې د دفاع او داخله چارو وزارتونه ورسیدل .
شروع به یی د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نه وکړو، محترم سیدمخدوم رهین به ویل چې ماته د اطلاعاتو او کلتور وزارت دجمهوری ریاست نه بهتر دی، لومړی خو پری ولس پوه نه شو خو کله چې د وزارت په ګدی کیناست ، نو بیا معلومه شوه چې نوموړی دا خبره د دې لپاره نه کوله چې هغه د افغانې کلتوردپاره خدمت کول غواړی یا په افغانې کلتور دومره مین دی چې ریاست جمهوری هم د اطلاعاتو او کلتور په وزارت ورکوی . نوموړی شروع د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحې بدلولو نه وکړه، لمړی یی هغه لوحه چې ددې وزارت په دروازه زړیدلی وه او په پښتو ژبه پری د وزارت نوم لیکل شوی وه په ایرانې فارسې یی بدله کړ،او د اطلاعاتو او کلتور څخه وزارت په اطلاعاتو او فرهنګ بدل شو، بیا یی د پوهنځې، پوهنتون،محصل ، ستری محکمی، ښاروالی او ځینو نورو ملی نومونو پسی راواخسته او کوښښ یی وکړ چې دا ټول نومونه په ایرانې فارسې تبدیل کړی چې دوی به ورته په هغی وخت کې دانشګاه، دانشکده، دانش جوی،دادګاه عالی او شهرداری ویله چې په دې کار کې بریالی هم شو. د هرات،بلخ او مزار شریف د پوهنتونونو لوحي یی په دانشګاه هرات، دانشګاه بلخ او دانشګاه مزار بدلی کړی، د کابل پوهنتون د لوحې بدلولو کوښښ یی هم وکړه خودا چې په دې پوهنتون کې ورته د بادرکه افغانانو پام شو، نوهغوی ټولو زور زیاتیو ته خپله سینه سپرکړه او لوحه یی بیرته په خپله ملی ژبه (پښتو) ودروله . د نوموړی په وخت کې په اکثره تلویزیونو کې افغان ضد خپرونې خپریدل پیل شو، همدارنګه هغه مجلو او ورځپانو هم زیاته وده وکړه چا به چې افغان ضد پروپاګندونه کول، د مجلو خاوندان دورځپاڼو خاوندان شول او د ورځپاڼو ریسانو د اف ام رادیوګانې لاسته راوړی او د رادیوګانو ریسان دتلویزیونونو خاوندان شول، او خپله ملی تلویزیون په یوه ایرانې تلویزینو بدل شو چې په ۲۴ ساعته خپرونو کښې یی نیم ساعت هم پښتو خپرونې نه درلودی، لنډه دا چې د رهین دوره د افغانې کلتور د تاریخ ترټولو توره دوره و، په هر ځای کښې د پښتون، تاجګ، ازبک، هزاره او داسې نورو قومونو ترمینځ اختلافات ډیر شو. چې نتیجه یی دا شوه چې د مزار شریف او بلخ د پوهنتونونو څخه پښتانه محصلین وشړلی شول . خو بلاخره ولس، لیکوالانو او د ولس ځینو په هیواد او کلتور مینو استازو د ولس مشر حامد کرزی څخه څو څوواری غوښتنه وکړه چې باید دا وزارت افغانې شی ، ګنې نو د نوموړی د دولت پرضد به یو ملي پاڅون وشي ، همدا وه چې ښاعلی کرزی رهین د وزارت څخه لری کړ او هند ته یی د افغان سفیر په توګه ولیږه، کله چې نوموړی هلته لاړ نو هلته یی هم لومړی کار دا وکړ چې د افغانستان د اسلامې جمهوریت د سفارت لوحه یی په ایرانې فارسې بدله کړه. په هر صورت اوس به نورو وزارتونو ته راشو چې په لومړیو کې پکښۍ څه کیدل .

یونس قانونې چې په لومړیو کښې داخله وزیر و. په دې وزارت کښې دنوموړی پر وخت یو لوی کار وشو هغه دا وه چې د ټولی متحدې جبهې او د شمالی ټلوالې د ټولو غړو د کورونو او دفترونو مخې ته چې د یو یا دوه پولیسو ضرورت به و، نو نوموړی هغه یو او دوه په سلو اودووسوه بدل کړل، او د افغانستان د داخلی امنیت د ساتلو پرځای پولیسو د وزیرانو او د جبهې د غړو د کورونو ساتلو ته مخه وکړه، همدارنګه د متحدې جبهې غړو به پولیس د خپلو شخصی ساتونکو په توګه استعمالول، او د هرچا سره به یی چې ورانه وه یا شو، نو بیا به یی د پولیسو په ضریع نیول اوشکنجه به یی ورکوله، ځینو خو یی خپل شخصی زندانونه هم جوړ کړل چې ویل کیږی په پنجشیر ، بدخشان او ځینو نورو ولایاتو کی لاتر اوسه هم موجود دی، ددې قسمه کارونو نتیجه دا شو چې د افغانستان د ټولو ولایتونو امنیتې وضغ خرابه شوه او د ټولو افغانانو سره دا ویره پیدا شوه چې شاید افغان دولت که نن نه وی نو سبا خو به ضرور سقوط وکړی، چې د همدی ویری له امله تجارانو ونه غوښتل چې خپله سرمایه په افغانستان کښې مصرف کړی او اکثره افغانې تجارانو د افغانستان پرځای خپلی سرمایې دوبی او اروپا ته یوړی ، چې لامله یی د غربت درجه ورځ تر بله په جګیدو شوه، او بلاخر ولس مشر او نړیوالو پر دې اتفاق وکړ چې باید قانونې نور پر دې وزارت کې پاتې نشې نو بیا ښاعلې کرزی نوموړی ته د پوهنې وزارت ورکړ.

دپوهنې په وزارت کې په دې نوم چې نوی کتابونه چاپوی په ملینونو ډالر ورک شول، کله چې یو څه ټیټ کیفیته نوی کتابونه راووتل، نو د ټولو څخه زیات تغیرات د تاریخ په کتاب کښې راغلی و، د تاریخ د کتاب پر لمړی صفحه یو خوا ته د ستر افغان (افغان ځان) لوی احمد شاه بابا عکس وه او بل خوا ته د احمد شاه مسعود عکس او لاندی ورته لیکلی شوی وی چې احمد شاهان . دا تغیرات په اکثرو نورو کتابونو کې هم په سترګو کیدل.
دا د ښاعلی یونس قانونې، قانونې قضاوت و، چې هغه لویه هستې چې په ټوله اسیا یی حکومت کړی و، د چا د توری د شرنګ له ویری چې په هند کښې هندی راجاګانو او په ایران کښې د ایران شاهانو ظلم نشو کولی، او یوه داسې لویه امپراتوری یی جوړه کړی وه چې د بخارا نه تر ډیلی پوری امن او سکون و، د یو داسې شخص سره یی برابر کړی و، څوک چې په یوه وړه ولسوالۍ کې یو پروتوکولی قوماندان و، او د کابل ښاریانو د قتل عام یو لوی سبب شمیرل کیږی او هم د کابل ښار د نوموړی د لنډغرو لخوا لوټ لوټ او ټوټې ټوټې شوی و. خودا چې قانونې صیب د احمدشاه مسعود د ډلګې د غړیتوب له امله وزارت ته رسیدلی و، نو هغه هم د خپل رزق د حلالولودپاره دا کار وکړ ، که چیرته هغه د احمد شاه مسعودپه ډلګې کې نه وی، نو شاید اوس به د کوم ښونځې سرمعلم هم نه وی .

بل وزارت چې د دفاع وزارت و او وزیر یی محمد قسیم فهیم و چې بیا وروسته ورته د مارشال لقب هم ورکړل شو اوهمدارنګه د ښاعلی حامد کرزی لخوا ورته د فاتح کابل لقب هم ورکړ شو، نوموړی د خپل وزارت په ټوله دوره کښې دا ونکړل شوه چې د ملی پوځ شمیره د څلویښت زرو څخه زیاته کړی، او یا ناټو او امریکایان دې ته وهڅوی چې ملی پوځ ته نوی وسلی او تجهیزات ورکړی او یا هم هوایی ځواک جوړ کړی، فهیم په خپله دوره کښې صرف دا وکړل چې د پخوونکې نه نیولې تر عسکر، جنرال اومعینه پوری ټول یی د خپل کلی ، قوم او سیمې څخه راوستل او په دندو یی وګومارل . د نوموړی په وخت کې یو بل کار هم ډیر عام شو، هغه دا چې د ملی اردو په ټولو دفاترو ، مرکزونو او حتې د موټرو په شیشو هم د احمد شاه مسعود عکسونه نصب کړی شول چې د ولس په نظر کښې د ملی اردو ارزښت د دې عکسونو له کبله ملی پاتې نشو . بلکې ملی اردو ته ولس د متحدی جبهې او یا د شورای نظار د اردو په سترګو کتل شورغ کړل، د نیو یارک ټایمز امریکایی ورځپاڼې او ځینو نورو ورځپاڼو، او بریښنا پاڼو ځینې مقالې او مطالب خپاره کړل چې په هغې کې دا په ډاګه شوی وو چې مارشال محمد قسیم فهیم په میلیونونو ډالرو اختلاس کړی، او همدارنګه یی د دولت ضد ډلو باندی د ملی اردو وسلی او مهمات خرڅ کړی ، چې دا خبره د دې لامل شوه چې قسیم فهیم یی د وزارت څخه خلاس کړ او په کور یی کیناوه.

همدارنګه د لوړو زدکړو وزارت چې شریف فایض یی په هغه وخت کی وزیر وو، نوموړی هم د پښتنو سره سخت حساسیت درلود او د ځینو محصلینو مطابق نوموړی به ویل چې اګر افغان هستی باز عالی تحصیلات چرا می کنی، د کانکور په ازموینو کې په سلو کې د لس فیصده څخه هم کم پښتانه بریالی کیدل، وجه یی دا نه و، چې پښتنو استعداد نه درلود یا پښتانه ناپوهان وو، اصلی سبب یی دا و چې وزیر صیب، معینانو ، مرستیالانو، ریسانو او مدیرانو د پښتنو سره لکه د مخدوم رهین حساسیت درلود، او نه یی غوښتل چې پښتانه د پوهې او علم په برخه کښې پرمختګ وکړی .
ټول برسونه چې د بهرنیو هیوادونو نه راتل صرف د وزیر صیب او معینانو خپلوان او قومیان به پکی تلل، او د لوړو دزکړو وزارت د وزیر صیب د قوم او کلی په یوه دیره بدل شوی و . د یادونې وړ ده چې تراوسه پوری د یوه لوی پلان پر اساس په دی وزارت کوم پښتون د وزیر په توګه ونه ګومارلی شو چې دا دې په نوی کابینه کې هم د دې وزارت لپاره معرفی شوی وزیر پښتون ندی، او دا ځکه چې دا وزارت د هغه هیواد د لاسپوڅو په برخه رسیدلی چې هغوی نه غواړی ترڅو پښتانه لوړی زدکړی تر سره کړی او یا د کوم بورس د لاری بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زړکړو لپاره لاړ شی .

څرنګه چې ټول هیوادوال پوهیږی چې د ښاعلی حامد کرزی لومړی دوره یوه ناکامه دوره وو، او هغه د ښاغلی کرزی په وجه نه و او ښاغلی کرزی هم په بار بار ولس ته دا اشاری وکړی چې زه ګرم نه یم، بلکې د بون په غونډه کې دا وزارتونه ټوپک او کوتک سالارانو ته ورډالی شوی وو. چې د همدی له امله ولس په کرزی بیا باور وکړ او رای یی ورته ورکړه، که څه هم په بله دوره کښې یو څه په هیواد او هیوادوالو مین وزیران لکه د اطلاعاتو او کلتور وزیر صاحب، د مخابراتو او ټکنالوژی وزیر صاحب او ځینې نور په دولت کې شامل شو چې مخکینې دوری ته په کتو سره دوی ډیری لاسته راوړنې درلودی، او بلاخر د دوی دوره هم پاې ته ورسیده او انتخابات راغلل، د انتخاباتو په رانیږدی کیدو سره که د یوی خوا د هیواد وضغ خرابه شوه نو د بلې خوا د لومړی دوری د بهرنیو چارو وزیر چې ولس مشر د پاک افغان جرګې مشر کړی هم وه او ځینې نور امتیازات یی هم ورکړی وه هغه د ولس مشر لپاره د نستوڼې مار شو، او په ټاکنو کې یې حامد کرزی ته مورچل ونیو، او صرف دا نه چې مورچل ښاغلې عبدالله عبدالله ځانله ونیو بلکې د نظار شورا اکثره غړی چې کرزی ورته وخت په وخت امتیازات او څوکۍ ورکړی وی، کرزی سره یی نمک حرامې وکړه او ټول دعبدالله په طرف ودریدل، خو دټاکنو لومړی دوره کامیابه نشو او دوهم پړاو ته وغزیدل، په دوهم پړاو کې بیا چې عبدالله ولیدل چې ټول پښتون قام د کرزی ترشا ودرید او عبدالله پوه شو چې اوس زه ټاکنې نشم ګټله او د بلی خوا هند، ایران او ځینو نورو هیوادونو ته هم خپل اس معلوم شو چې نور پری پیسې لګول به یو احمقانه کار وی، نو عبدالله عبدالله د دوهم ځل د کاندیداتوری څخه لاس په سر شو، او ټاکنې د ښاغلی حامد کرزی په ګټه تمامې شوی . د یادونې وړ ده چې په لویه پکتیا ، هلمند او ځېنو نورو سیمو کې وسله والوطالبانو اعلانونه وکړل چې که څوک هم په ټاکنو کې برخه واخلی نو مونږ به تری غوږونه، پوزی او ګوتې پری کړو، خو بیا هم د دې سیمو پښتنو د دوې پروا ونه کړه او حامد کرزی ته یی رای ورکړی چې اکثره بیا د پوزو، غوږونو او ګوتو څخه هم خلاص شو.

د یوی خوا دنوی کابینې په هکله اوازی خوری شوی او دا اوازی ډیری مثبتې وی، د مختلفو ورځپاڼو او بریښنا پاڼو لخوا د کابینې لیستونه خپاره شو، چې په کلیدې پوستونو ټول د هغوې سیمو پوهان او مخور اشخاص ښودل شوی وو، چې د کومو سیمو وګړو ښاغلی کرزی ته رای ورکړی وی،او دبلی خوا نړیوالو ښاغلی کرزی ته وخت ورکړ چې د شپږو میاشتو نه تر اتلسو پوری وخود شو، او هغوی وویل چې که چیرته کرزی بیا هم نا اهله اشخاص راولی او په دې ټاکلی وخت کې د اداری فساد، د کوکنارو کر، او ځینی نور مشکلات چې اوس ورسره افغانان لاس او ګریوان دې مخه ونه نیسی، نو نور مونږ په افغانستان کې نشو پاتې کیدای، خو د افسوس مقام خو دا دې چې تیره ورځ د ولسمشر لخوا خپله راتلونکې کابینه پارلیمان ته ورمعرفې شوه، او په دې نوی کابینه کې د خپرو شوو لیستونو برعکس ټول هغه اشخاص په وزارتونو ګومارلی شوی وو، کوم چې یا خو په لومړی دوره کې شامل وه لکه مخدوم رهین چې د افغانستان او افغان د نوم سره یی حساسیت درلود او غوښتل یی چې افغانې کولتور د ایرانې فرهنګ څخه قربانې کړی ، او د رهین په شان ځینې نور هم د لومړی دوری څخه راوړلی شوی وه، او بله ډله وزیران هغه وه کوم چې د تیری دوری څخه په خپلو وزارتونو پاتې وو چې هغوی کی هم ځینی ناکام وو، او ځینو خو یی د خپلې بودیجې څخه حتی ۲۱ فیصده هم په کارنوو اچولی چې یو ښه مثال یی د مالی وزارت دې ، په دې وزیرانو کې ځینو یی په څارنوالې کې دوسیی لری چې د اختلاس په تور هم تورن دی او بله ډله وزیران چې ویل کیدل نوی دې خو افسوس چې هغه هم نوی نه وو. ځکه چې په دې نوو کې یو هغه وزیر هم شامل وه چې د استاد ربانې په وخت کې هم وزیر وو او ولس تری ډیر په تنګ و او په اختلاس هم تورن دی، همدارنګه د عالی تحصلاتو لپاره چې د چا نوم نومول شوی دې هغه د دې څخه دمخه د کابل پوهنتون د طب پوهنځې د ریس په توګه دنده ترسره کوله چې هغلته یی هم د پښتنو سره ډیره بده وضغ کوله، او په نوم پښتون ترینه نه کامیاب کیده، او ځینې نور چې د نوو په نوم ولسی جرګې ته معرفی شوی دی هغه نا اهله او نا پوهه اشخاص دی، چې صرف د ګوندونو نمایندګې کوی او بس . او د یادونې او د افسوس وړ خو دا هم ده چې د لوی پکتیا خلکو چې د انتخاباتو پرمحال یی خپلی ګوتې او پوزی پری کړی خو کرزی ته یی رای ورکړه، خو کرزی ورته ځان وروښود چې زه مو هیڅ پروا نلرم، چې نتیجه یی دا شو چې د لوی پکتیا څخه یو وزیر هم په کابینه کې نشته . دا ډیر د افسوس ځای دې افغانان نور زیات نه زیات شپږ میاشتې وخت لری خو کرزی صیب د ملت اواز بیا هم وانه ورید او د مصلحت څخه یی کار واخیست، چې نتیجه یی د لری نه لیدل کیږی چې یو ناکام دولت به وی، او دا ځل که چیرته دولت ناکام شو، نو شاید په سلګونو افغانان د دیرش کاله د مخکې پشان یا د خپل مینځې جګړو د وخت په شان د خاورو لاند شي، او د افغانانو په سترګو کې چې دیو لوی، د اداری فساد نه پاک ، او ازادافغانستان لیدل کیده شاید د دې ناپوهو او نا اهلو وزیرانو په راتللو سره د خاورو سره خاوری شي .
دا اشخاص چې پخپله په اداری فساد تورن دی، نو د اداری فساد مخه به څنګه ونیسې، هغه پښتو کې متل دې چې په غل ، غل نه نیول کیږی . اوس هرڅه اولسي جرګي ته پاتې دې ، د ټولو افغانانو سترګې خپلو استازو ته دې، او اوس یواځې دوی دې چې افغانستان او افغانان د کابینې په شکل کې د یوی لوی بلا څخه خلاصولی شی، او که چیری دوی هم د ښاغلی حامد کرزی په شان د مصلحت نه کار واخست، نو بیا دې دوی هم پوه شی چی یو څو میاشتې بعد دپارلیمان وخت هم پوره کیږی او که چیری دوی په دی کابینه سترګې پټې کړی، نو بیا به دوی په کومو سترګو د ولس مینځ ته ځې او د ځان لپاره به ترینه رای غواړی .

که چیری وکیلانو دې هرڅه ته د کتلو نه بعد هم په اختلاس او فساد ککړ وزیرانو ته خپله د باور رای ورکړه نو بیا یواځې او یواځې یوه لاره پاتې کیږی چې هغه به یو ولسې اویا ملی پاڅون وی، کنې نو افغانان به د فیل په غوږو کې ویده وی او افغانستان به تری د لاسه ووځې . . . چې بیا به د اوښکو نه بغیر زمونږ سره نور هیڅ هم نه وی .
پـت مــــــــــــې دوطـــــــــــن اود پښــــــــــــــتو درسره وپالی
نــــــورخـــــــــومې قاتل ته قهـــــــــــــرمان راباندې مه وایه

هـــــــــر څوکه غــــــــربت او بې وســـــۍ خــــــوله راتړلي ده
ګــــــــور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مــــــــــــــــه وایه

ښه جیبان يـې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلــــــې ته دغـــــــــــــــــلوخو وزیــــــران راباندې مـــــــه وایه
په درناوی . . .
انجنیر ارشد نور
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.