د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (هندو۱)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

«هندو»








څو ړومبنۍ خبري



زما سره لا د پخوا څخه دغه تصور وو چي خپلو افغانانو او پښتنو وړونو ته د رسنيو د اهميت او د هغوی د پټو او ښکاره هدفو په اړه د يوه آغاز په توګه څه معلومات را غونډ او د هغوی سره يې شريک کړم . زما هدف او اراده داوه چي هغه خلاء چي په پښتني او افغاني پاڼو کي د دغسي موادو د نه شتون په هکله موجوده ده ، هغه په يوه نوعه سره ډکه کړم .

څه موده مخکي زما يوه ليکنه چي عنوان يې وو « غربي ډله ائزه رسنۍ؛ پټ او ښکاره هدفونه » تر عنوان لاندي په
سپرغۍ
http://sporghay.com/Artikler/december/40.html
او ځينو نورو وتلو افغاني رسنيو کي خپره سوه . ما وعده ورکړې وه چي ددې ليکني لړۍ به جاري ساتم او نوري برخي به هم و درنو لوستونکو ته وړاندي کوم . خو په مهاجرت کي زما سر درګومه بې قراره او ناجوړه ژوند زه په داسي ګرداو کي را کښې ايستی يم چي هغسي چي ما غوښته، هغې لړۍ دوام و نکړ،خو په دې يې خوښ کړم چي د رسنيو د اهدافو هغه اصلي پټ او ښکاره ټکي او هدفونه مي چي په نوموړې ليکنه کي په وضاحت سره بيان کړي وه، زما پيغام د زياتو افغانانو په زړو لګېدلی وو .

د نړۍ د ورځپاڼو او رسنيو پېژندنه او په ټولنه کي د هغوی د تأثير په لړ کي ما د سيمي اونړۍ د عمده او مطرحو ورځپاڼو او رسنيو په هکله ځيني معلومات راغونډ کړي او په قلم مي راوړي دي، زه يقين لرم چي دا ځل به هم قدردانه لوستونکي د هغوی نه خپل مطلب تر لاسه کړي .

ما د رسنيو او ورځپاڼو د معرفت لړۍ د هند د لوی هيواد نه را شروع کړېده کوم چي په په سيمه کي د يوه مطرح سوله دوسته هيواد په توګه حسابيږي او په نړۍ کي د نړۍ تر ټولو ستر ډيموکراټيک هيواد هم ګڼل کيږي . دغه صفت په حقه د هند دآګاه ولس او د هغوی د با تدبيره سیاسي پارټيو او لېډرانو د پاره لوی بری او وياړ هم دی .

د هندپه لوی هيواد کي دورځي په زرهاوو چاپي ورځپاڼي او جريدې خپريږي او د الکټرونيکي خپرونو د وسعت سره سره يې په خلکو کي خپل محبوبيت ساتلی دی . په هند او دهند غوندي مخ په وړاندي لوی هيوادو کي د ورځپاڼو شتون او د هغوی مسؤلانه خپروني د هغوی د پاره حياتي ضرورت دی . د ورځپاڼو د معرفې کېدو په دغه لومړي آغاز کي د « هندو» ورځپاڼه معرفي کوم چي د معاصر هند په راويښېدو او پرګنو ته د حق او انصاف د ږغ په رسېدو کي يې ښايسته پوره ونډه اخيستېده .
هدايت





«هندو» (The Hindu ) په هندکي د انګريزی ژبي دډېرو مهمو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي .دغه ورځپاڼه د ۱۲۵ کالو قدامت په درلودلو سره په هند کي د ټايمز آف انډيا او هندوستان ټايمز ورځپاڼو نه وروسته دريم مقام لري . «هندو» په کال۱۸۷۸ کي د سوبرامانيير لخوا تأسيس سوېده او د خپرېدو او توذیع لوی مرکز ي دفتر يې دهند په جنوب چينای ( مدراس) کي واقع دی .

د «هندو» ورځپاڼه بيا را وروسته يعني په کال ۱۹۰۵ کي د كټسوري اينګر لخوا چي د د۱۸۹۵ را هيسي ددې ورځپاڼي حقوقي مشاور وو رانېول سوه . ، دهغه کورنۍ تردا اوسه پوري پر دغي ورځپاڼي باندي خپل مالکيت ساتلی دئ .

د «هندو» د ورځپاڼي بنسټ ايښودونکو د خپلو خپرونو د پاره دوه عمده او بنيادي پرنسيپونه د خپلي لاري مشال ګرځولي وه، او هغه دا چي تل به د حق، عدالت او انصاف پلوي کوي .

دغه ورځپاڼه دخپل تأسيس په لومړي پړاو کي داوه نيزي په توګه خپرېدله، خو په کال ۱۹۸۹ کې په ورځپاڼي واوښتله . ددغي ورځپاڼي ورځنی تيراژ نن سبا ديو ميليون نه زيات نسخو ته رسيږي چي د کاله څه باندير۸۰ مليونه ډالره خرڅلاو لري .

د«هندو» ورځپاڼه د هند لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په کال۱۹۹۵ کي يې په الکټرونيکه توګه خپلي خپروني پر ليکه کړې .

نن د«هندو» ورځپاڼه په هند کي د هغو مشهورو او با اعتباره ورځپاڼو په کتارکي راځي چې خپروني يې د خلکو پر ذهنيتو باندي ډېر ژور تأثيرکوي ، دغه ورځپاڼه ددې هېواد ددريو لوړ شمېره لوستونکو په ډله کې حسابيږي . د«هندو» ورځپاڼه د انګرېزانو د استعماري حکومت په دوران کي د هند دخپلواکۍ د مناديانو د ورځپاڼي په نامه يادېدله، خو دغه دنده يې په سړه سينه اوددې نه پرته چي حساسیتونه را وپاروي په آرامي سره پرمخ بېوله .د«هندو» ورځپاڼي د هماغه لومړنيو شېبو نه پر هند باندي دانګرېزانو د ظالمانه حکومت په وړاندي مخالف درېځ غوره کړی وو، خو دغه دريځ يې هومره سخته دريزه نه وو چي ماجراجويي دي را وپاروي . اوس هم د هند خلک و «هندو» ته نه يوازي د يوې و تلي ورځپاڼي په سترګه ګوري بلکه «هندو» ، دهند دولسي ارمانو د انعکاس يوه هينداره ګڼي او خپروني يې د خلکو پر افکارو باندي ډېر ژور تأثير ښندي .

دکال ۱۹۴۷ نه را وروسته کله چي هند خپله خپلواکي ترلاسه کړه، نو «هندو» په ټول هندکي د خپلو دفترو د پراخولو سره يوځای د هند په بهر کي هم خپل دفترونه و پرانيستل تر څو د هندوستان دکورنيو خبرو تر څنګ بهرنيو خبرونو ته هم د انعکاس زمينه برابره او هغه ته لاره هواره کړي .

د «هندو» ورځپاڼي د خپل نشراتي دوران په بهير کې وکولای سو ه چي په تدريج سره د هيڅ يوې خوا سره خوا وونه نيسي او د طرف نيولو يا مخالفت نه پرته، داسي يوه شېوه خپله کړي چي نه یوازی د خپل مخاطب له نظره، بلکه د مطبوعاتو دکارپوهانو او ناظرانو له نظره هم «هندو» په هندوستان کي ترټولو یوه خپلواکه او آزاد خياله ورځپاڼه و ګڼل سي .خو دغي رويې د ۱۹۸۰ لسیزی په ورستيو کي بدلون وموند . د دې لسیزه په آخره کلوکي د «هندو» مالکيت د هغې دکورنۍ د ځوان نسل د غړو په لاس کي ولوېد . دغه د مالکيت انتقال ددې ورځپاڼي په سياسي دريځ کي هم يو بر آلا بدلون راووست . نوموړی واقعیت هومره څرګنده وو چي د worldpress.org غوندي نامتو انټرنيټي شبکو د «هندو» ورځپاڼه و کيڼ اړخي ته ديوې متمایلی ورځپاڼي په کتار کي و دروله .

د «هندو» ورځپاڼه هم لکه زیاتره نوري هندي خپروني د موروثي مالکيت شکل لري . د کال ۱۹۶۵ نه بیا تر ۱۹۹۱ پوري ددې ورځپاڼي مشرتوب. جی.کسټوري درلود او د ۱۹۹۱ نه بيا تر ۲۰۰۳ پوري ، را.ان روي او د ۲۰۰۳ جون د ۲۷ می نه آر.ان رام پر غاړه ولوېد .

د ۱۹۸۰ دلسیزی په ورستیو کي د «هندو» ورځپاڼي په فډرال دولت کي دهغه فساد په رسوا کولو کي محوري نقش و لوباوه چي د دولت په دننه کي یې رخنه کړېوه . دغي ورځپاڼي د ملي ګټو د اولويت نه ددفاع په روحيه په خپلو مستنده ګذارشونو کي په دولت کي په فساد ککړ لاسونه او مدرکونه په مفصله توګه خپروله . همدا وجه وه چي دهغه وخت حاکم ګوند په راتلونکي ټولټاکنو کي ماتي و خوړله .

د کال ۲۰۰۵ په اکتوبر کي «هندو» لومړنۍ ورځپاڼه وه چي د ولکر په کميټه کي د پيدا سويو مدارکو په خپرولو لاس پوري کړ . دغه مدارک د هغه ادعاوو سره تړاو درلو چي و عراق ته يې د ملګرو ملتو د تيلو په بدله کي د غذا په برنامه کي د فساد او رشوت درز رسوا کړ . ددې رسوا يي نه وروسته وه چې په هند کي پراخ تحقيقات تر سره او د هند د هغه وخت د بهرنيو چارو وزیر نتوار سینګهه په دغه رسوايي کي د لاس درلودلو په خاطر تورن سو.

د خبرو او ګزارشو په وړاندي کولو کي د «هندو» د ورځپاڼي دقت او ظرافت بې مثاله دئ . په دې ورځپاڼي کي د هر اړخيزه ګذارشونو خپرېدل د «هندو» په ورځپاڼه کي خاص ځای لري . هغوی دغه ګزارشونه د ټولو ثقه منابعو او اخځونو سره يک په يکه وړاندي کوي . د نړۍ والو او کورنيو موضوعاتو په را سپړلو او هواوارولو کي او همدارنګه د عناوينو په ټاکلو کي د «هندو» د خپروني ځانګړتیاوی د دې ورځپاڼي وړتيا ته لا نوره هم جاذبه ورکوي .

د ګرافيکي فورم د لحاظه د «هندو» ورځپاڼه د هند د نورو ورځپاڼو په پرتله زياته سخت ګيره ده او د پخواني اصولو او قواعدو څخه پالنه کوي، په دې توګه ددې ورځپاڼي په لومړي مخ کي د اعلاناتو خپرول لا تر اوسه پوري د زياتو ضوابطو تابع ده .

سره ددې چې د «هندو» ورځپاڼه د خپل ایالت په مرکز کې چاپيږي خو دغي ورځپاڼي ته هيڅکله د يوې داخلي او يا ولايتي ورځپاڼي په سترګه نه کتل کيږي، بلکه هر ځای هم د هند په پايتخت او هم دهغه نه بهر د یوې اصلي ورځپاڼي په توګه د زیاتي پاملرني او توجه وړ ده .

په «هندو» ورځپاڼه کي و خبر ته ځانګړی اهميت ورکول کيږي . داسي هڅه کيږي چي د هندهيڅ يو کوچنۍ خو مهم خبر دي د قلمه ونه لويږي . نن په هند کي هر څوک چي د تيري ورځي په پيښو ځان خبروي نو په «هندو» ورځپاڼه کي پسې ګرځي او هلته يې پيدا کوي چي دا ددې ورځپاڼي لويه لاسته راوړنه ده . همدا وجه ده چي نن د «هندو» ورځپاڼه په هند کي دډېري درنې ورځپاڼي په حيث پېژندل سوېده .

تیره برخه دلته ولولۍ

نوې برخه له دغه ځایه ولولۍ



ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه