دافغانستان وروستۍ سلګۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اجمل اټک يوسفزی

د اداري فساد، فساد اوس په نړۍ واله کجه د ښاغلي ولسمشر کرزي اداره او حکومتګی دومره رسوا کړچې ان اوس يې خپل مربيان هم پرې نور باور نشي کولای د انګلستان لومړي وزير ( Gordon Brown ) تېره اونۍ د انګلستان پارلمان ته په يوه سپينه او مخامخ وينا کې په څرګندو ټکيو کې وويل چې نور نو موږ د افغانستان سره د بېخرته مرستو پر ځای مشروطه مرستې کول غواړو ، برون وويل تر څوچې کرزی اداري فساد او په راتلوونکې کابينه او ادارو کې د مفسدينو(پخواني ټوپکيان) جرړې ونه باسي نو دوی به يې په نړۍ واله کجه هسې ملاتړ و نکړي لکه پخوا يې چې کاوه٠
همدا شان خبرې لا پخوا د ښاغلي حسين بارک اوباما او د اروپا د ځينو هېوادونو د وزيرانو له خولو هم اورېدل شوې وې٠
دې اندېښنو په داسې ترينګليو او حساسو شېبو کې زور واخيست چې ښاغلي کرزي لا وار دمخه د غوښو خانک ته پشپړانګان کښېنولي دي ، اود راتلوونکې حکومتګي د برياوو څرکونه يې پرې سر له اوسه بدشګونه کړي دي٠
وايي پخوا يوه مېرمن د لنګون په وخت کې ډېره سخته په کړاوو او تکليف کې وه ،نو پرې راټولو شويو ښځو(ديانې)کې يوې د ټوکې (دود) له مخې غږ کړ :د دې ماشوم د پلار پرتوګ راوړئ چې ددې مېرمنې پر پښو يې واچوو چې خدای يې دا تکليف اسانه کړي او٠٠٠٠٠ د لنګون په درد اخته مېرمنې چې د پلار د پرتوګ خبر واورېده ژر يې چغې کړې او ويل يې : د خدای په خاطر پام چې پرتوګ رانه وړئ ما ته خو ، له همدې پرتوګه راپېښه ده ، د خدای روی دی په لوی لاس مې مه وژنئ او ٠٠٠٠٠٠٠
ښاغلي کرزي هم دا تېر لس کاله پدغه د اور په پرتاګه هم ځان (Discredit )وسوځوه او هم يې پرې خپل ټول مظلوم ولس او له بده مرغه دا دې له تېرو تجروبو په ډاګه ښکاري چې همدا پرتوګ به بيا څومره اور ولګوي٠ تر څو چې ددغه ميکروب (ټوپکسالاره مافيا) يوه نيله او ذره دحکومت په لوړو کې وي نو د خير هيلې ترې له زاڼو نه د کټوريو غوښتل دي او بس٠
ښاغلي لوستوونکي ښايي فکر وکړي چې زه (اټک)يو (Pessimist ) يعنې د منفي نظر خاوند يم، خو هيڅ کله داسې نده ،موږ ډېرې هيلې لرو ،او ددې ربړېدلي هېواد ښه راتلوونکې ته ډېر خوشبينه يو ،دې هېوادکې ، ښه کدرونه ،وړتياوې او ظرفيتونه شته ، چې له برکته به يې اخر دا هېواد او هېوادوال د پرمختګ او سيالۍ وړ شي٠
دمګړۍ چې ښاغلی ولسمشر کرزی د هوښيارې مرغۍ په څېر په څو لومو کې راګېر دی ،وګورو چې ښاغلی ازموده شوی ولسمشر د يو خوا ډانګ (نړۍ واله ټولنه)او بل خوا پړانګ (بد نامه ،جنګسالاران) معما ته څه ډول حل پيدا کوي٠
ای کاش چې ښاغلی ولسمشر حامد کرزی دا وروستی چانس هم د پخواپه څېر په نامشروع مصلحتونو او ناوړه مشارکتونو ضايع نکړي او د ځنيو نا اهله زړو مفسدو وزيرانو او واليانو پر ځای نوې او ځوانې هستۍ،نوې تجروبې او نوې څېرې په کار واچوي او د ګران افغانستان پر دا وروستيو سلګيو شفقت او ترحم وکړي
اجمل اټک يوسفزی دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.