ملي مشارکت یا سهامی شرکت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ۱۳۸۸ کال په ټولټاکنو کې د ښاغلي کرزي یو ټاکنیز شعار هم ملي مشارکت و . د روان کال د نومبر په لومړۍ نېته کله چې عبدالله د ټاکنو له دویم پړاو څخه په شا شو ، کرزي يي په سبا رسنیو ته په کنفرانس کې وویل : چې عبدالله سره اتلافي حکومت جوړول نه غواړي خو که نوموړی په حکومت کې کار کول غواړي زه يی « کرزی » د ملي مشارکت په چوکاټ کې په حکومت کې د ګډون هرکلی کوم .
خو عبدالله د کرزي دا بلنه رد کړه . او باید رد کړی يي وای ، ځکه چې عبدالله او ډله يي ځانته بېله تګلار او موخې لري : عبدالله او ډله يي پارلماني نظام غواړي او کرزی ریاستي ؛ عبدالله غواړي چې د ځینو ولایتونو واک زیات کړي ، لومړی د ګوښه توب او فیډریشن او روسته بیا د هېواد د پاشلو چلوټه پلې کړي خو کرزی بیا غښتلی مرکزی حکومت غواړي . عبدالله او ډله يي غواړي چې د بهرنیانو سل په سل کې ګوډاګیتوب وکړي خو کرزی يي په دومره لوړه فیصدۍ نه . د ملي مشارکت حکومت د هغه ډلو ترمنځ چې بېلا بېلې موخې او تګلارې لري شونی نه دی خو هغه بېلا بېلې ساسي ډلې چې نږدې او یا سره ورته تګلارې او موخې لري ، کېدی شي په داسې یوه حکومت کې سره ګډ کار وکړي . له دې سربېره غلو او ډاکوانو ته د ملت د بیابیا لوټولو لپاره په حکومت کې ځای ورکول او په هغې د ملي مشارکت د حکومت نوم ايښودل ، د ملت په سترګو کې خاورې شیندل او د روان ناورین غځول دي .
همدارنګه له اشرف غني او بشردوست سره ، د ټاکنیز کمپاین په مناظره کې د یوې نېوکګرې پوښتنې په ځواب کې کرزي ویلي و : ما پخوا هم په حکومتي چارو کې مصلحت کړی او که يي اړتیا شوه زر ځلې بیا مصلحت کوم او لاس ترې نه اخلم .
خو اندیښنه دا ده چې کرزی په خپلو څرګندونو کې هیڅکله د ملي مشارکت او زیانمن مصلحت تر منځ برید او پوله په ډاګه نه راکاږي ؟ په تېرو اتو کلونو کې نه کرزی او نه د هغه ټيم چمتو شو چې په دې اړه افغان ولس ته ډاډمن سپيناوی وړاندې کړی !
له دې امله اوس هغه چې کرزی يي ملي مشارکت بولي افغانان يي زیانمن مصلحت ګڼي . او د هرې ورځې په تېرېدو سره د ملی مشارکت په اړه د کرزی او ولس ترمنځ دا واټن نور هم زیاتیږي .
د کرزي زوړ ملي مشارکت په تېرو اتو کلونو کې لاس ته راغلي ټول چانسونه په اوبو لاهو کړل . د همدې مشارکت تر نوم لاندې ، اداري فساد ، د نیشه يي توکو کرـ کیله او قاچاق ، بې امني او جګړه د مثلث د درې ګونو ضلعو پتوګه په افغاني ټولنه واکمن دي . د مصلحت او ملي مشارکت ترښکلو سرلیکونو لاندې لنډغر ، جګړه مار ، لوټماران او د جګړې مجرمین په سرو او خونړۍ سترګو د دولت پر لوړو او ټيتو چوکیو کې سپاره او مقرر دي . زوړ مصلحت او مشارکت هېواد د پاشلو موړې او ژۍ ته نږدې کړی او د جګړې په دایمې ناورین کې يي ښکېل کړی دی . اوس د زاړه مصلحت څخه د افغانانو ګانګې راځي !
دا چې کرزی په ټاکنو کې بیا د دولتمشر جوړ شو او افغانانو ته د تېر ځل په خلاف دا ځل د نوي او ښکلي ملي مشارکت خبرې کوي ، باید د هغې منځپانګه او مفهوم هم بیان کړي .
ایا کرزی د زیانمن مصلحت او ملي مشارکت ترمنځ کومه پوله او برید پېژني ؟ دا چې ډېری افغانان وايي د روان ناورین یو مهم لامل د کرزي بېځایه مصلحتونه او د ملي ګټو ضد سازشونه دي ، کرزی او ټیم يي ولې د افغانانو دې اندیښتوته پاملرنه نه کوي او لاچې ښه پوهیږي داسې ده ، بیا هم نه چمتو کیږي چې پر ځان نېوکه وکړي او د هغې د سمون غم وخوري !
ایا له ملي مشارکت څخه د کرزي موخه بیا ، د لنډه غرو ، ډانګیانو ، ډاکوانو او د جګړې د مجرمینو سره په دولت کې ګډ کار کول دي ؟
ایا له ملي مشارکت څخه بیا « علی بابا او څلویښت غله » په بڼه د حکومت کول دي او که کوم بدلون ؟
ایا بیا تر دې نوم لاندې ، د هغو کسانو خوندي ساتل دي چې لاسونه يي په اداري فساد ککړ ، د نیشه يی توکو قاچاق کې شریک او په پخوانیو کورنیو جګړو او ټولوژنو کې مسول دي ؟
که دا ځل د ملي مشارکت منځپانګه بدله او د ریښتینی بدلون په لور مشارکت دی ؟
ایا ریښتیا کرزی غواړي د مصلحتي کاري ټيم پرځای مسلکي کاري ټیم سره کار وکړي ، یاني کار اهل کار ته وسپاري ؟
ایا ملي مشارکت دا ځل د کلمې په ریښتیانۍ مانا : د هېواد ملي ګټو ، موخو او ارزښتونو ته په پوره پاملرنه ، د جګړې په پایته رسونه ، د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ او یا د څو غلو د بډايۍ پرځای د افغانانو د سوکالۍ په مانا سره په پام کې دی ؟
په هر حال کرزی او د هغه کاری ټيم باید د راتلونکي ریښتیني ملي مشارکت او پخواني زیانمن مصلحت په اړه برید او پوله وټاکي او افغانانو ته په دې اړه سپينې خبرې او روښانه تګلار وړاندې کړي . کرزی دداسې کار لپاره لږ وخت لري او د څو راتلونکو میاشتو په ترڅ کې به د خپلو کړیاوو په اړه د ولس غبرګون وویني .
دا ځل به افغانان په خبرو کې ملي مشارکت او په عمل کې زیانمن مصلحت په هيڅ شان له کرزي سره ونه مني .
د ویل یو څه او کول بل څه وخت تېر ښکاري !
مرادزی
د ۲۰۰۹ کال د نومبر شپږمه