داسی ښکاری چه دښاغلی کرزی صاحب کار نورخلاص وی !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

واشنگټن پوسټ د امرېکا د استخباراتو د القاعده د څانگې د ېو پخوانې مامور ماېکل شو ور چې د اسلامی ېاغېانو د تحرېکونو په باب ماهر گڼل کېږی له قوله لېکی چې شاوخواته نهنگان دورې وهی او دښاغلی کرزی کار نور خلاص دی .
خو د امریکا د متحد ایالاتو د نوي ولسمشر مرستیال، جو بایډن داسې فکر کوي چې حامد کرزی قا‌طع سړی نه دی. په تیرو څو کلونو کې د اوباما مرستیال د یوه سناتور په صفت د افغان ولسمشر حامد کرزي له کړنلارو سره سر نه دی خوځولی ان ویل کیږي چې یو ځل خو په امریکا کې له هغې غونډې پاڅید چې حامد کرزي ورسره جدي بحث وکی .
.جو بایډن د امریکا د نوي مرستیال ولسمشر په حیث پرته له څه شکه د افغانستان پر پالیسۍ خپل اغیز لري. البته دامریکا نوي ولسمشر بارک اوباما په خپله ،په نژدې دوې کلنې انتخاباتي مبارزې کې ډیر ځله افغانستان یاد کړ او په دغه هیواد کې یې د ترورستانو پرضد جګړه خورا مهمه وبلله. د بارک اوباما په نظر دامریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش ناسم کار وکړ چې پر عراق یې یرغل وکړ ځکه چې له دې سره یې افغانستان ته شا کړه، هغه ځای ته چې هلته داوباما په وینا د امریکا دښمنان پټ شوي دي .که څه هم، ښاغلي اوباما د افغانستان په باب په تفصيل خبري ندي کړي، خو لږ او ډېر چي يې کړي دي د افغانستان په گټه او خير يې کړي دي. هغه وايي چي د کرزي حکومت کار ندى کړى. فاسد او بې کفايته دى. لړزانه او بې واکه دى. امنيت خراب دى. حکومت تل د بل لاسته ته گوري او پر خپلو پښو يې د درېدو هډو هيڅ خيال نسته . .
سره له دې چې جو بایډن ته د افغانستان ولسمشر قاطع سړی نه ښکاري او اوباما افغانستان ته ډیره توجه غواړي خو داسې ښکاري چې دا وار له مخه خبرې دي، کله چې دوی د جنوري په شلمه رسما واک خپل کړي، د استخباراتي او اطلاعاتي ادارو رپوټونه ورته وړاندې شي بیا به ښایي د افغانستان په اړه خپل پریکنده نظر څرګند کړي. خو داسې هم نه ده چې داوباما په څیر یو نړیوال سیاسي شخصیت او د جو بایډن په څیر د امریکا یو تجربه کاره سناتور د افغانستان په وړاندې د امریکا له سیاسي تګلارې ډیر نا خبره وي .دنيويارک ټايمز په نظر ولسمشربوش دعراق دجګړې په خاطر افغانستان ته شا کړه او ولسمشرکرزى هم په دې منځ کې ملامت دى.دهغه په حکومت کې فساد او بې کفايتي خلک بېرته دافراطيت غېږې ته اچولي دی
دافغانستان ولسمشر حامد كرزي د امريكا د ولشمرۍ په انتخاباتو كې د بارك اوباما د برياليتوب مباركي ويلي او نوړموړي او د امريكا خلكو ته يې د كاميابۍ هيله كړې ده افغان ولس مشرپه یوه خبري كنفرانس كې وويل چې امريكايان اوس د خپل تاريڅ يو نوي پراو ته ورننوتي دي چې هلته د رنګ او نژاد په وړاندې د تبعيض خبره له منځۀ تللې ده
ولسمشر كرزي له خپل نوي امريكايي سيال څخه وغوښتل څو له خپل هيواد څخه بهر هم د تروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره او دغه شان د جګړو له امله د افغانستان د كڼدوالو د بياجوړنې په خاطر مرستې وكړي.ولسمشر حامد کرزي چې لوېديځو هېوادونو ته له سفرڅخه تازه راستون شوى و نسبتاً په تونده لهجه پر بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه چې ګوندې همدوى په افغانستان کې ناامنۍ ته زمينې برابروي ، پخپلسرو بمباريو يې ولس هم دبهرنيانو او هم دافغان دولت پرضد درولى،او دولايتي بيارغونې ټېمونه ددولت دحاکميت دکمزوري کولو لامل ګرځېدلي دي .
ښاغلي كرزي په افغانستان کې لاس لرونکي بهرني ځواکونه وګواښل او ورته يې وويل چې دوى درې انتخابه لري: يا به له طالبانو سره سوله كوي، يا به دى له واكه ګوښه كوي او يا به له افغانستان څخه وزي.ده پخپلو دې خبرو کې سينه وډبوله چې که دطالبانو مشر ملا محمدعمر مجاهد دخبرو لپاره هېوادته را شې نو دى به يې دخونديتوب تضمين وکړي .
محترم حامد کرزي له خپلې وروستۍ بهرنۍ دورې نه له راستنیدو وروسته په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته د خبرو په ترځ کې د لاپو، شاپو، متحد المال او تکراري خبرو تر څنګ څه نوي واقعیتونه هم ومنل .
د کرزي پدې خبرو کې تر ټولو زیاته د پام وړ او تازه خبره دا وه چې په صراحت سره یې دا ومنله چې د ولس مشر د نصب او عزل په شمول د ملک هر څه د بهرنیانو په لاس کې دي او که بهرني ځواکونه نه وي، نو کرزی او حکومت یې یوه شیبه هم د پاتې کیدو وس او چانس نلري .
نوموړي د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: ((که خارجیان زما دا طرحه او شرط نه مني، نو یا دې ووځي او یا دې ما برطرف کړي...)). د یوه بل خبریال سوال یې پدې ټکو ځواب کړ: ((... د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې نه کوم، مخالفین دې د بهرنیانو د وتلو خبرې نه کوي، ځکه که بهرني ځواکونه نن ووځي، سبا به زه او تاسو دلته نه وو ...)).
د ښاغلي کرزي دا خبرې پدې دلالت کوي چې: د ملک واک او اختیار له بهرنیو قواوو سره دی. په اصطلاح ولس مشر بهرنیانو نصب کړی او همغوی یې د عزل صلاحیت لري. د منتخب حکومت او د خلکو له خوا د ټاکل شوي مشر د شتون خبرې هسې بې اساسه تبلیغات او دروغجنې دعواوې دي. فعلي مسلط نظام هیڅ ډول ولسي ملاتړ او مرسته نلري، بقاء او دوام یې د بهرنیو ځواکونو تر موجودیت پورې تړلی دی، د بهرنیانو له وتلو سره سم به د لاسپوڅي نظام د قدرت برجونه پر ځمکه پریوزي...ددی ډول خبرو کول دافغا نستان په دغه ډیرو نازکوشرایطو کی بله کومه معنی نه لری بیدون له دینه چه ښاغلی کرزی صاخب وروسته له اخیری سفرځخه درک کړی ده چه نور نو دده دکار موده مخ په زوال ده . او په دغه شان تبصیرو غواړی اوس دافغا نستان خلگو ته رښتیا او وافعت بربنډکړی .
بل سوال دادی چه محترم کرزی صاحب همیشه دمزی منځ نیولی دی کوم وخت چه دتش په نا مه مجاهدینو بازار ښه گرم و هغه وخت نوموړی دجهادی تنظیمونو ملا تړ کا وه کوم وخت چه په 1370 کلونو کی مجا هدین دناوړواعمالو په وجه په نړیواله سطحه له نا کا میو سره مخا مخ شول نوهغه وخت کرزی صا حیب دخپل ځان ځخه یو اعتدال خوښونکی شخصیت جوړ کړی او په جها نی سطحه ئی دشهید داکتر نجیب اله ده پنځه فقریزه پلان ځخه د ملا تړ اعلان وکړی اودی ته حا ضر شو چه دمحترم داکتر صاحب نجیب اله سره یو مشترک تفا هم ته ورسیږی او دنومور په دغه عمل باندی دافغا نستان اکثریت خلگو ددنه دیو ملی شخصیت په توګه هر کلی وکی .خولا لږ وخت نه وتیر شوی چه دشهید داکتر نجیب اله پنځه فقریزه پلان دیوی پرست طلبی ډلی له خوا دافغا نستان په دا خل کی دخارجی استسمارگرو هیوادونو په ملگر تیا دما تی سره مخا مخ شو نو په دغه وخت کی بیا محترم کرزی صا حب ډیرژرخپل سیا سی موقف ته تغیر ور کی او خپل ځان ئی دپرست طلبو عنا صرو سره یو ځای کړی چه دهغو په دولت کی ئی دبهرنیو چارو په وزارت کی دمرستیال په تو گه دنده تر لا سه کړه تر هغه وخت پوری تر ځو چی د مارشال فهم له خواتهدید اولت کوب شو او تر دو ورځو بندیتوب ځخه وروسته هغه هم په یوه تشناب کی په تښته بر یا لی شو اوځان لئ ده طالبانو ترلمنی پوری ورساوه ان تر دی حده مخ ته ولا ړ چه دملا محمد عمر له خوا دنما ینده په تو گه دملگرو میلتو وشورا ته ور وپیزندل شواوهمدغه راز په هغه وخت کی ئی دطالبانو په نفع دپاکستانی استخباراتو سره په مشترکه توگه په کار لاس پوری کی .خو کوم وخت چه دطالبانو او امریکایانو تر منځ داسامه په سر روا بط گډوډ شول نوکرزی صا حب هم بیا دهغه خپل پخوانی تاکتیک ځخه استفاده وکړه او خپل ځان ئی له طا لبانو ځخه جلا او دامر یکا نژدی ملگری شو تر څو چه ځان ئی ولس مشری ته ور سا وه او تر پرون پوری هرځه جوړاو روغ وه اوکرزی صا حب چپه خوله وه ولی نن ځه وشول چه خپله خوله ئی خلاص کړی ده بد خو بد دی ولی دی بعضی وخت وښو ته هم بد وائی او داسی وایئ چه واک او اختیار زما سره نشته هر ځه دخارجیانو په لا ش کی دی او دخپل ځان ځخه ئی په لوی لاس گوډاگی جوړکړی او په دغسی خبرو با ندی غواړی دټولو پښتنو نوم بد کړی حتی دخپل با شرفه فا میل په لمن با ندی غواړی دگوډاگی داغ تر ابده په میراث پریږدی. لمرغوندی یوروښانه واقیعت دی چي وايي: هغه ولسونه چي د خپل ځان لپاره حکومت نه سي جوړولاى،اوکوم مشخص رهبر نشی پیدا کولای پر هغو باندي نور بیگانه حکمتونه حکومت کوي. د همدې سياسي اصل سره سم، افغانستان يو قوي مرکزي حکومت ته اړتيا لري چي ملک پخپله اداره کړي، امنيت ټينگ شی او ملی وحدت غښتلي او پیاوړی کړی جهانی ټولنه یعنی امريکا او اروپايان بايد پدې قانع سي چي د افغانستان حکومت ته بايد د داخلي او خارجي پاليسيو په جوړولو کي زياته ازادي او استقلال اوحق ورکړل شی اوده مداخلو اولاس وهنو ځخه لاس په سر شی دا د افغاني حکومت د پايښت او مشروعيت خبره ده. د ژوند او مرگ مسله ده. افغانانو ته بايد واک او اجازه ورکړه سي چي د خپل ولس ستراتيژيکي او مهم پلانونه خپله جوړ کړي. هيځ افغاني دولت ته ممکنه نده چي له يوې خوا د څه د پاسه څلويشتو خارجي هيوادونو گټي وساتي، او له بلي خوا، د افغان ملت گټي هم خوندي کړي. دافغانانو ځخه دی لکه ده پخوا په شان دگوډاگانو په رول کی استفاده نه کوی تر هغه ځای چه ئی په دردخوری استفاده کوی اوکوم وخت چه یئ خپل هدف تر سره شی نو بیا هغه په نیمه لار پر یږ دی افغا نی رهبران یا مشران هم دخپلی چوکی سا تلو په خا طر نه با ید دخپلو خلگو غوښتنی تر پښو لا ندی کی .په هر وخت کی با ید ښو ته ښه اوبدو ته بد وویل شی ..
.د کرزي وروستۍ هلي ځلي طالبانو اودحزب اسلامی مشر حکمت یار ته د هغه گرمي وعدې د انتخاباتو د گټلو لپاره د هغه وروستي کوښښونه دي. هغه له مسلې څخه سياسي استفاده کوي. هغه غواړي چي د ايتلافي قواوو د مرگانيو بمباريو سره د عامه افغانانو د مخالفت واگي پخپل لاس کي واخلي. هغه غواړي چي داسي وښيي چي گواکي دى د ملي گټو څخه دفاع کوي، او د طالبانو سره د خبرو کولو طراح هم دى دى .زما په نظر نه په ملا صاحب عمر اونه به حکمت یار دکرزی صاحب په خوله له اوسنی دولت سره یوحای شی بلکی دکرزی صاحب له ورستنیو خبرو اومصا حبو نه دامعلو میزی چه خپله کرزی صا حب دهغوی سره لاس یو کی .پای
رحمت اله روان