دامریکا دستراتیژی په اړه دطالبانو غبرګون

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د امريكا حكومت يوه لايحه تصويبوي چې د هغو پر بنسټ به دوى په افغانستان كې طالبانو ته پيسې وركوي چې له جګړې څخه لاس واخلي. د رسنيو په تاييد دغه پيسې تر څو ميلياردو ډالرو پورې رسيږي .
كه څه هم دا بېله خبره ده چې طالبان به داسې نغد په نغدې معاملې ته چمتو وي او كه نه، خو د جګړې او وژنو تر دوام دا غوره لاره ده چې له طالبانو سره د جوړ جاړي او تفاهم لارې پرانيستل شي كه څه هم دغسې د نغدې معاملې په بڼه وي هم .
خو د امريكا د حكومت په دغه تصميم كې دوې لويې تشې شته. لومړى دا چې د دوى استدلال دا دى چې په عراق كې دې طرحې ښې پايلې درلودې ځكه خو غواړي په افغانستان كې يې هم پلې كړي .
دوهم دا چې د دې پروګرام لايحه د امريكا ولسمشر ته د لاسليك لپاره وړاندې كيږي چې تر لاسليك وروسته د قانون برخه ګرځي خو له افغان حكومت سره تر اوسه دغه خبره ياده شوې هم نه ده. دا خو پر ځاى پرېږده چې پر عملي اړخونو يې د عيني واقعيتونو په رڼا كې بحث شوى وي .
په تېرو اتو كلونو كې د افغانانو بدمرغي او د نړيوالې ټولنې بې پروايي په همدې كې وه چې كه د نړۍ په كوم ګوټ كې كومه تګلاره او اقدام بريالى شوى وي بېله دې چې د هغو ولسونو او افغان ولس ترمنځ د كلتوري او معنوي ارزښتونو او توپيرونو ته پام وشي، يا د دواړو ولسونو لومړيتوبونه، غوښتنې او ارزښتونه و ارزول شي او بيا د ديوې طرحې په عملي كولو كې هغو ته پاملرنه وشي دغه هڅه شوې چې كټ مټ بايد هماغه څه وشي چې په نورو ولسونو كې يې دوى ته ښې پايلې درلودې .
زياتره د نورو هېودونو بريالۍ تجربې په افغانستان كې له همدې امله ناكامې شوې چې د بيلابيلو ملتونو ترمنځ توپيرونه پكې ناديده نيول شوي دي .
همدغسې دافغان حكومت او ولس د ارزښتونو اوغوښتنو له پوښتلو پرته پر خپل سر د داسې پروژو پيلول لكه طالبانو ته د پيسو وركول هم اصلاً په نورو هېوادونو او ولسونو كې د پليو شويو تجربو كاپي ده، په داسې حال كې چې دلته داسې خپلسري د افغان ولس له مزاج سره نه لګيږي. دلته بايد بهرنيان و پوهيږي چې افغانان له دوى نه دم او قدم دواړه په حساب غواړي .
زموږ له ولس سره په ګډه اوهماهنګۍ ډير څه كيداى شي، خو دې ولس ته په پټو سترګو د نورو حكم منل ګران څه چې ناشوني دي .
كه امريكا غواړي طالبان سولې او امن ته را مات كړي دا ډيره غوره خبره ده، خو لاره يې دا نه ده چې امريكا يې غواړي .
كه د دوى دا تمه وي چې تر دې وروسته چې د دوى پوځي ځواكونه چيرته ځي نو زيات طالبان به د پيسو په تمه پر دوى ورټول وي، د دوى پوځيان به له خپلو ټانكونو اوهليكوپترونه د ډالرو بنډلونه پرې ويشي! دا خوب او خيال دى، واقعيت يې په سل كاله كې ممكن نه دى، له طالب او مخالف سره د جوړ جاړي او تفاهم لاره له دولتي زعامت پرته ممكنه نه ده، دولت هم د علماؤ اوولسي مشرانو له لارې د يوې پراخې او پياوړې د تفاهم پروسې په بهير كې دغه هدف ته رسيداى شي، ، رمونږ پردې مو باور دى چې د ډالرو په ويش د امن او سولې را وستل ناشوني دي،
داوباما دنوې استراتیژۍ په هکله دمحترم ملا برادراخندمطبوعاتي څرګندونی
د اوباماله لوري افغانستان ته د نورو اضافي ځواکونو د ليږلو په اړه تر يوي مياشتي انتظار او تردد وروسته بالاخره د امريکا د مشرانو په جرګه کې د مسلحو قواوو د کميټي مشر سناتور کارل ليفن اعلان وکړ چې اوباما غواړي ددغي جرګي له لاري يوه داسي لائحه تصويب کړي چې له مخي به یې په افغانستان کې دوسلوال مقاومت د له منځه وړلو په غرض د طالبانو په مينځ کې د هغوي ځينو افرادو ته پيسي او مالي مرسته ورکړل شي ترڅو دپيسوپه بدل کې هغوﺉ جهاد ي مبارزه پریږدی .
مونږ اوباماته وايو چې دغه يوه زړه اوناکامه وسله ده .
په نولسمې پيړي کې انګريزي يرغلګرو دغه وسله استعمال کړه خو ناکام شول بيا پخواني شوروي اتحاد دغي وسلي ته لاس واچاوه هغه هم پکې له ناکامي سره مخ شول
. دافغانستان مجاهد ولس او د سنګر مجاهدين دتيرو دري لسيزو پخې تجربې لري او ددښمن ټولې حربې ورته ښې معلومې دي .
تاسو چې د پرمختللې تکنالوژي په مټ ميدان ونشو ګټلاي ،تبلغاتي یرغل موپه شا وتمبیده ،نړیوال متحدین مویو په بل پسي میدان پریږدي،داخلي ټوپک مارمودځان دفاع نه شي کولای ،مکررې جوړیدونکې پالیسۍموټولې ناکامه شوې نوڅنګه به يې اوس په دي بدناموشيطاني تدبيرونو وګټي چې هغه لا ترمخه زموږتجربه کاره ولس ته معلومې دي .
له همدي امله د افغانستان اسلامي امارت په داسی حال کې چې ددښمن دغه پریکړه دهغوﺉ دنهایت ضعف ،کمزورۍ اودنورو ټولوپروګراموڅخه دمایوسۍ او ناکامۍ نښه بولي د سپينې ماڼۍ وارخطا چارواکوته لاندني ټکې اعلانوي :
۱ـ د اسلامي امارت ټول مجاهدين د يوه عقيدوي تعهد له مخې په پشپړ اتحاد سره د امريکايانو په ګډون د ټولو یرغلګرو په خلاف په جهاد بوخت دي. د هغوﺉ په ليکو کې د منځلارو او توندلارو اصطلاح ګانې امريکایې تقسيمات دي نه واقعي پديده .
۲ـ د اسلامي امارت مجاهدين د يرغلګرواودهغوﺉ دلاسپوڅو په څير اجرتي او ګمارل شوي جګړه مار نه دي بلکې هغوﺉ د هيواد د خپلواکې او هلته د يوه شرعي نظام د پلي کولو لپاره په جهاد بوخت دي. دغه جګړه به هغه وخت پاي ته رسيږي چې ټول يرغلګرزمونږ له وياړلي هيواد نه ووزي اوهلته زمونږ د ولس د ارمانونوسمبول اسلامي نظام قائم شي .
۳ـ اوباما او د سپينې ماڼۍ ټولو چارواکوته ورپه يادوو چې په غير عملي حربو خپل وخت مه ضايع کوﺉ بلکې د دې ستونزې په اصلي حل غور وکړﺉ ،زمونږله وياړلي هيواد نه ټولې قواووي وباسي او د تروريزم تر ناموجه عنوان لاندې د مسلمان ولس د وينو تويولواستعماري لوبه پاي ته ورسوﺉ .
۴ـ اسلامي امارت د سپينې ماڼۍ سربداله چارواکو ته خبرداری ورکوي چې کوم لګښت چې تاسویې په افغانستان کې په عسکري قشلو او عملياتو کوۍ او يا یې دنویواو وار دمخه ناکاموستراتیژیوپه تطبیقولولګوﺉ، هغه به ستاسو ملا ماتوونکی اقتصادي بحران نورهم زیات کړي ،نړیوال اعتباربه مولازیانمن شي او ولس به موپه لازیاتومشکلاتو کې راګیراو په لاډیرو رواني ناروغيوبه مبتلاشي .
تاسي باوروکړﺉ چې ستاسي په داډول ناسنجیده پریکړواونامعقولوستراتیژیوپسې افغانان خاندي .
۵ـ امریکایي چارواکي دي دافغانستان قهرمان ولس په هغو څوتنو وطن پلورنکوافغاني الاصله امریکایانو نه قیاسوي کوم چې دوﺉ په کلونوکلونو دسی، آی، اي په سمڅو کې تر بیه کړي، دلته که له یوې خوا دپیسو او منصب په بدل کې دین او وطن پلورل یواسلامي جرم بلل کیږی همدا رنګه یو ستر تاریخي پیغور او په عنعنوی ډول یو تر ټولو له شرمه ډک عمل اودابد دپاره یونه بښونکی جنایت هم بلل کیږی .
که تاسو په دي خبره باور نه کوﺉ نودانګلیسي غلام شاه شجاع اودپخواني شوروي لاس پوڅي ببرک کارمل اودهغه دملګروتاریخ او په ولس کې دهغوﺉ ارزښت مطالعه کړﺉ، افغانان او په تيره بيا مجاهدين هيڅکله دا نه غواړي چې د استعمار داستخباراتي شبکو په بسپنو او نغدي امکاناتود خپل ژوند اقتصادي ستونزي حل کړي ،داپه اسلام او وطن مین ولس خپل سپیڅلي هدف ته درسیدولپاره خوراډیرې مالي اوځاني قربانۍ ورکړې .
مجاهدینو د حق او باطل ترمنځ معرکې ته د مادي اهدافو دحصول لپاره نه دي رادانګلي بلکې مخې ته لوړ اسلامي او ملي اهداف لري چې يوازي د هغو په ترلاسه کولو سره به دغه معرکه پاي ته رسيږي. ان شاء الله .
دا فغانستان داسلامي امارت نایب ملابرادراخند

دامریکا نوی تګ لاره چه په افغا نستان کی یی دطالبانو په اړه غواړی عملی ګړی په پورته ډول ددوستانو دمعلوماتو په خا طر وړاندی کوم .په درناوی رحمت اله روان