زمـوږ د زمـانـې فـرعـونـان زمـوږ نـړۍ کـومـي خـواتـه بيـايـي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


هدايت الله هدايت


يــــــادونــــــه
دغه څېړنيزه ليکنه د نن ورځي د جاري پېښو څخه په الهام اخيستني سره ترتيب سوېده . ما د هغې په ليکلو کي د زياتو ويب پاڼو نه ګټه پورته کړې او په دريو برخو کي يې وړاندي کوم .
زه داليکنه مکمله نه ګڼم او دا سي يې هم نه انګېرم چي خطاوي او تېروتني به نه وي پکښې سوي ، خو لکه څنګه چي ليدل کيږي زموږ وطن ته کثيف نيتونه او شيطاني فکرونه په کار لوېدلي دي ، په پښتوپاڼو کي د داسي څېړنو ځای خالي غوندي ښکاري او يقين لرم چي زموږ فاضل او درانه ليکوالان او څېړونکي به په خپلو هڅو سره دغه تشه د نورو خواوو نه را و سپړي او اصلي طراحانو ته به دغه خبره په ګوته کړي چي افغان ولس ويښ دی او دهغوی د اعمالو په مقصد ښه پوهيږي .. البته ددې عرصې را سپړل به په دې ساحه کي و پښتوژبي ته يو خدمت هم وګڼل سي . هدايت



لومړۍ برخه

د ايلوميناټي، (Illuminati ) » لغت دلاتیني کلمې د «ايلوميناره» څخه منشأ اخلي او د روښانه کولو، پوهېدلو او پېژندلو معنی ورکوي . ایلومیناټي د آګاهانو، روښنفکرانو، منورينو، پوهانو ، اشرافيانو ، نخبګانو او سرغنه ووپه معنی ده . په ننۍ نړۍ کي د « اشرافيانو او نخبګانو» د ډلي څخه ځينو ځانونه د خپلو ميليارډ ډالريزه هستيو پرمبنا په خپل مابينځ کي چوڼلي او ځانونه يې د وتلو بني آدمانو په بڼه د نړۍ د« واکمنانو يا اربابانو» په حيث را مخته کړي دي . دهغوی هدف دادی چي د ترټولو پخوانۍ او د ترټولو محرمه او مرموزه مخفي سازمانو نوم په همدې نامه يعني « د نړۍ د اربابانو» په نامه ونوموي او هغه و ميدان ته را وباسي . په د ې سازمانو کي زيات داسي کسان سته چي په ټولنه کي پېژندل سوي څهرې او د هغوی هويت معلوم دی، خو د ايلو ميناټانو د سازمان اکثره غړي واضحاً نه پېژندل کيږي چي څوک دي، ولي د ځينو اشخاصو نومونه يې ياديږي . واقعيت خو دادی چي ددغه سازمان بدنه د لويو سرمایه دارانو، د بانکونو او لوي شرکتونو او فابريکو د مالکانو، اشرافيانو او اغنياو څخه جوړ سوی دی . لکه د «راتشيلډز» کورنۍRothschilds ، «هريمنان »، «راسلانان »، «دوپونان»DuPont ، «وينډسوران Windsors ، «راكفلران » Rockefellers او ډير داسي نور . دډويډ راکفلر کورنۍ بيا پخپله د« بيلډر برګ» د ګروپ او د «بهرني سياست د شورا» د بنسټ ايښودونکو څخه هم شمېرل کيږي

د اوسنيو ايلوميناټانو، اشرافيانو يا نخبګانو د جوړښت سلسله د کال ۱۷۷۶ څخه را شروع سوې او دهغه وخت راهيسي يې د نړۍ د تسلط او ادارې د پاره په نغم کي اوبه کيندلي دي .هغوی ځانونه د پخوانيو ايلوميناټانو په نامه ياد وي . ويل کيږي چي په هغه وخت کي د « آدام وايسهاوپت» (Adam Weishaupt)په نامه يوه مسيحي د آلمان په باوير کي دغه فرقه تاسیس کړې وه . په دې دوران کي د «ايلوميناټانو» هدف مترقي صبغه درلوده، د سلطنتي نظام د واکمنۍ له مينځه وړل وه. هغوی په دې توګه غوښتله چي ددې نظام په ضعيفه کولو سره و نړۍ ته د ترقي او بنيادي بدلونو لاره هواره او هغه خنډونه ليري کړي چي ددې نظام لخوا د ټولني د پرمختيا او د مترقي افکارو د پراختيا په وړاندي ايښودل سوي وه . ويل کيږي چي د دوی د مترقي وجهي له رويه د فرانسې لوی انقلاب او د امريکا د بنسټ ايښودلو کار هم د دوی د اسټراتيژيو ثمره وه او دهغوی د ايډيالونو نه يې الهام اخيستی وو .

د دغه «نخبګانو» له نظره، سياسي ډيموکراسي يوازي يوه « وسيله» ده او په هيڅ ډول يو « هدف» نسي ګڼل کېدای . هغوی داسي فکر کوي چي ولسي عامي پرګنې په طبيعي توګه جاهلان او احمقان دي چي تند خويه مزاج لري او ډېر ژر د حاله وزي ، له دې بابته نړۍ نه يوازي داچي بايد د وتلو پوهانو، نخبګانو او روښنفکرانو لخوا چي د ميليارډرانو په خدمت کي به وي رهبري سي، بلکه ددغو اضافي انساني جميعت چاره هم بايد وسي . د وخت په تېرېدو سره د دغه ډلې غړي د «ورانوونکو تؤطه ګرانو» څخه و « بې رحمه سلطه ګرانو» ته را واوښتل او اصلي هدف يې د قدرت ساتنه او پر ولسو باندي د خپل ظالمانه حاکميت ټينګېدنه وه .

د «ايلوميناټي» د ډلي تأسيس ، په واقعيت کي د يوې داسي اقتصادي طرحي د اجرا کېدو آغاز وو چي د څو پېړيو په موده کي بايد د يوه نوي مالي نظام د کنټرول د لاري پر نړۍ باندي خپل ځان حاکم کړي . هغوی په دې توګه غوښتله ترڅو د څو نسلو په تېرېدو سره و راتلونکو ته دغه لاره په ميراث پريږدي . دوی په نظر کي لرله چي د موروثي نخبګانو په څير دبشر د تکنالوژيکي، ټولنيزو او اقتصادي پرمختياوو او لاسته راوړونو مهار په خپل لاس کي ونيسي او پر ټوله نړۍ باندي خپله بابايي تثبيت او د خپلي يک لوختي سلطې مفکوره عملي کړي .

په نړۍ کي چي د نورو اربابانو و سازماني رېخت ته څوک ګوري ، نو دهغوی نه خلاف، ايلوميناټان يوازي يو ساده د « ژور تفکر » منبع يا د «رسوخ د شبکې» مرجع نده، بلکه هغوی داسي يو سازمان جوړ کړی دی چي د هغوی واقعي ماهيت بلکل مشکوکه، محرمه او اسرار آمېزه ساتل سوی دی . د هغوی سياسي او اقتصادي رهبران و خلکو ته د منطقي، علمي او مترقي اشخاصو په څېر معرفي کيږي، خو که خلک په دې و پوهيږي چي د دغه اشخاصو زياته برخه د پردې تر شا او د مځکي لاندي په څه پټو شيطاني او مرموزه د ريا کارۍ او فريبکارۍ کردارو باندي بوخت دي، په څه عجيب و غريبو کارو لاس پوري کوي ، څرنګه د خپلو شيطاني اهدافو د پاره دمختلفو خدايانو عبادت کوي، او څه شوم نيتونه په مغزو کي لري ، نو هغه وخت به د هغوی ابليسانه کړو ته هر څوک هېښ سي او ګوته په غاښ کي ورته ونيسي .

پخواني او نني ايلوميناټان چي دلويو سرمايه دارانو او ثروتمندانو څخه جوړدي، ځانونه داسي انګېري، چي هغوی د شيانوپه ماهوي پېژندنه کي د يوې برتري پوهي او خاص کرامت خاوندان دي او دا شاني وړتيا یې د ليرو زمانو څخه ور ته په ميراث پاتې ده . يعني داچي هغوی په عمل کي ثابته کړېده څرنګه ګټه وکړي او څرنګه د بشريت پر طبيعي شتمنيو لاس تېر کړي او څرنګه د ولسونو دزحمتو ثمره و ځانته را کش کړي . هغوی د داسي يوه «صفت» په درلودلو سره و ځانته حق ورکوي چي پر بشريت باندي د فرمان چلولو مشروعيت لري .!

نني ايلوميناټان د يوه مخفي سازمان په توګه د پردې ترشا د يوه نړۍ وال دولت په حيث عمل کوي . هغوی د نړۍ پيښي د خپلو لاسپوڅو دولتو او د خپلو لويو مالي شرکتو، بانکو او کمپنيو لخوا کنټرولوي او غواړي د لانجو او جګړو په رامينځته کولو کي نړۍ په خپل مابين کي سره ووېشي او د ددوی په اصطلاح د « يوه نوي نړۍ وال نظم» په لوري پر هغه باندي تسلط پيدا کړي .

د ايلوميناټانو ددغه داعيې نُماد د امريکې پر يو ډالري نوټ باندي ښه ترها منعکس سوی دی . په دې نوټ کي دغه څه د يوه داسي هرم په شکل ځان ښکاره کوي چي ( د برګزيده ګانو او نخبګانو) د کلا پر سر د پوهاوی د يوې داسي روڼي سترګي لخوا تمثيليږي ،چي تر شا يې نور ځليږي او د هرم پر بازوګانو باندي چي وانسانانو ته ورته د پخو خښتو څخه جوړ سوی دی ، تسلط لري .

پر دغه يو ډالري لوټ باندي دوې څرګنده يادوني يعني د «نووس اوردو سكلوروم» (NOVUS ORDO SECLORUM ) کلمې هم ليدل کيږي چي ډيري مانا داره اشارې دي . دغه اشارې (د پېړيو يا ابد دپاره د نوی نظم) د بقا مانا ورکوي، يا په بل عبارت د همدغه اوسني په اصطلاح د «نوی نړی وال نظم » New World Order (NWO) افاده منعکسوي . د «آنوئيت سوپټيس» ( ANNUIT COEPTIS ) کلمې هم چي « زموږ طرحه به بريالی سي » په معنی ده، په واقعيت کي دا هغه طرحه بيانوي چي ددوی په فکر نن د خپل وروستي پړاو څخه چنداني فاصله نلري .

ايـلومينــاټـان او د هـغـوی د نـړيو ال دولـت څـرنـګـوالـی
ايلوميناټان چي يو شيطاني سازمان بلل کيږي مشري يې يهودي الاصله الماني د «راتشيلډز» (Rothschild ) (۱) کورنۍ په غاړه لري . ددې سازمان په بطن کي نور فريماسونونه، او د نورو انجمنو او مؤسسوغړي هم ليدل کيږي .( فريماسون يعني د يوې عقيدې او تجربې دلارويانو په مابين کي يووالی ) . دغه سازمان يوه پراخه بدنه لري چي په هغه کي سياسي او مالي چاري او ديوه نړۍ وال متحد دولت د جوړېدو طرحه پرته ده . دغه سازمان هر هغه څه چي په توان او قدرت کي لري د يوه جهاني دولت د جوړېدو د پاره هغه کاروي، ولو که دا کار د دريمي نړۍ والي جګړې د شروع کېدو باعث هم و ګرزي . د دغه هرم شکل په لاندي ډول هم تشريح کېدای سي :

- هغه سترګه چي هرڅه ويني : دغي سترګي ته د شيطاني سترګي په حيث کتل کيږي ؛ لارښود روح او په دننه کي د لارښووني نهاد .

- آر ټي (RT ) : د را ټشيلډز کورنۍ ، يا په بل عبارت د را ټشيلډ عدالت او محکمه ددې کورنۍ دايلوميناټانو يا نخبګانو لخوا اجراء کيږي ، هغوی ځانونه د خدايانو تجسم ګڼي او د هغوی کلام ته د قانوني حکم په توګه ارزښت ورکول کيږي .

- ۱۳ کسيزه شورا : دغه شورا د لويو « راهبانو» شورا ده چي ديارلس لوی راهبان لري، او د را ټشيلډز رهبانيت او دهغه شخصي مذهب جوړوي .

- ۳۳ کسيزه شورا: د سياست، اقتصاد او کلیسا په برخو کي د نړۍ د ترټولو لوړ فريماسيونو څخه جوړه ده . دغه کسان د « ۳۰۰ کسيزي کميټې» لخوا د انتخابي نخبګانو په حيث ياديږي .

- ۳۰۰ کسیزه کوميټه : دغه کميټه په کال ۱۷۲۹ کي د نړۍ د بانکي او تجارتي چارو د تنظیم په خاطر د انګلیس د شرقی هند د تجارتی کمپنی (Company (British East India Merchantيا BEIMC لخوا د ترياکو د قاچاق څخه د ملاتړ په خاطر تاسیس سوې وه . ددې ۳۰۰ کسيزي کميټې مشرتوب د انګليستان د سلطنتي کورنۍپه غاړه دی . نوموړې کميټه د ټولي نړۍ د بانکو د سراسري سيسټم دنماينده په حيث پېژندل کيږي . هغوی د غربي هيوادو د نمايندګانو په مابين کي تر ټولو زيات اهميت لر ي . ټوله بانکونه د را ټشيلډ د کورنۍ د لاري د دغه «۳۰۰ کسيزي کميټې » سره اړيکي نيسي . ددې کمېټې د ځينو اهم او پېژندل سوي کسانو څخه دغه اشخاص يادېدلای سي : لوی «جورج بوش»، «لاړد چمبرلن»، د «فوربس» کورنۍ، د ډنمارك پاچا « نهم فريډريك » ، «جوړج لويډ»، سړ «اډوارډ هيګ»، «سړ ډوګلاس هړيمن»، «هنري كيسينجر»، «فرانسوا ميټران»، «اولاف پالمه»، شهزادګۍ «بئاتريكس»، شهزاده «رنيه» موناكو، ملكه « دوهمه اليزابته »، ملكه «جوليانا»، «ډيويډ راكفلر»، بارون «راتشيلډ»، كارډينال «تيسن بورنميسزا»، بارون «هانس هاينريش واندربيلت»، د «فون فينك، بارون» کورنۍ اګوست فون هابزبورګ» او.....

نـړۍ وال يـا جهـانـي دولـت
د څو لسيزو راهيسي څو ملتيزه شرکتونه د نړۍ د اقتصادي ژوند په يوه غوښنه برخه تبديل سوی دی .څو ملتيزه » شرکت په واقعيت کي د څو شرکتو يوه پراخه مجموعه ده چي په زياتو هيوادو کي د خپلو شعباتو لخوا ځان غځوي . د هغوی د عمل ميدان په يوې ځانګړي جغرافيايي سيمي پوري نه محدوديږي بلکه ټوله نړۍ په برکي نيسي .

دغه شرکتونه کله کله ان ريکارډ ماتونکي بعدونه نيسي او ډېري داسي بېدرکه ګټي و خپلو حسابو ته را کشوي چي حتی اغلباً د ځينوکوچنيو او لويو هيوادو د نا خالصه توليداتو څخه لا هم زيادښت کوي . هغوی په دې توګه د سياسي پلوه د يوه با قدرته او نوي عنصر په حيث ځان ښکاره کوي . دغه څو ميلتي لوی شرکتونه په واقعيت کي د جهاني کېدو اصلي عاملان او د نړۍ د اربابانو په کتار کي ځان حسابي .

د مخ په زواله دولتونو(هيوادونه او ملتونه) په عوض کي چي د همدا اوسه څخه د يوه نوی قدرت په بڼه ځان متجلي کوي او جهاني بڼه نيسي، دغه قدرت د ډيموکراسۍ د چوکاټه څخه ځان راباسي . په دې بهير کي پراخي پرګنې په داسي حال کي چي د واقعي قدرت و نويو مرکزونو ته ځان ليږي ، همداسي د ملي نهادو په انتخاب پسې هم لالهانده ګرځي . په بل عبارت نن دمځکي کره لا د پخوا څخه د جوړسوي څوملتيزه شرکتونو، سازمانو او نهادو څخه چي اجرائيوي او سياسي نقش لري، اداره کيږي . دغه شرکتونه ،اجرائيوي سازمانونه او لوی نهادونه خپل ځان د قدرت پر دريو برخو چي يو په بل کي اخښل سوي دي، وېشي . دغه برخي ، لومړۍ د اقتصادي او مالي قدرت سلسله ده، دوهم د پوځ او پوليسود قدرت سلسله ده .، او دريم يې د علمي قدرت نهادونه دي .

ددې نظام سياسي قدرت، ددې طبقې د سازمانو د څلورمي ردې لخوا اجراء کيږي ، او هغه د ژور تفکر او د رسوخ د شبکو څخه عبارت دی چي په هغه کي د نړۍ د لېډرانو (Global Leaders ) ډله لکه د« بيلډر برګ» او يا د «داووس» د نړۍ واله اقتصادي ډلي، اهم ځای لري . دغه ټوله سازمانونه په خپلو کي سره پېيلي او یو دبل مکمله اجزاوي دي، خو په خپل مينځو کي هيڅکله هم رقابت نلري . هغوی په واقعيت کي د ځان څخه داسي يوه مجموعه جوړه کړې ده چي انسجام يې د ځينو داسي شخصیتو لخوا تأمينيږي چي د نورو سازمانو غړي دي . داسي تلاښ کيږي چي دغه کليدي اشخاصوته «د نړۍ اربابان يا واکمنان » وويل سي ،لکه لوی جوړج بوش يا هنري کسینجر، زبينګو بريژنسکي ، او نور، چي د لوړ کچي سياسي لېډرانو په جمله کي راځي ، خو ددې ډلي لويه برخه تل د عادي خلکو څخه پټ او ناشناخته ساتل کيږ ي .

دد غه سازمان نظم په خورا نبوغ سره سکښت سوی دی ، په دې معنی چي د دې سازمانو زياته برخه چي يو شبکه ای جوړښت لري،د يوه واحد ماموريت او مسؤليت په درلودلو سره خپله وظيفه پرمخ بيايي . يعني که ددې سازمانو يا ارتباطي کړيو څخه يو بې اثره سي يا د کاره ولويږي، نو د ټولو برخو کنټرول تر تهديد لاندي نه راولي . درست لکه انټرنټي شبکه چي يو بې مرکزيته نظام دی او په هغه کي د اطلاعاتو جريان کولای سي د يوه خراپ سوي ځايه څخه په آساني سره بيرته خپل سر د بلي خوا څخه «را وباسي» .

دايـلومينـا ټـانو د سـازمانـو اجـرائيـوي بنيـادونه :
داروپا د همکارۍ او اقتصادي ودې سازمان ( OCDE يا OECD ) : د نوي فرا اټلانټيک د بازار سازمان ورکوونکی (AMI يا MAI ) دی ، چي د تجارت د راکړي ورکړي مقررات او قوانين ټاکي او د نيژدې څخه د غربي هيوادو پر اقتصادي سياست باندي اثر اچوي . دغه سازمان د نړۍ دېرش پرمختللي هيوادنه چي د« بازار د اقتصادي اصولو» څخه پيروي کوي، په خپل ځان کي را غونډ کړي دي .

دنړۍ وال وجهي صندوق او نړۍ وال بانک(FMI يا IMF ) : دغه دوه عمده د مالي اقتصاد او د مځکي د ژوند د چاپيريال قدرتمنده نهادونه دي چي په مشروطه توګه لوی رقم پورونه د هغو هيوادو په واک کي ايږدي چي بايد يو ليبراله اقتصادي سیاست پرمخ بوزي او هغه هم بايد د انساني او اکولوژيکي واقعيتو په زيان تر اجرالاندي ونيسي .

د نړۍ وال تجارت سازمان(OMC يا WTO ): دغه سازمان د نړۍ تجارتي مقررات پخپله تعيينوي او پر تجارتي معاملاتو باندي د نړۍ د هيوادو اختيارات نه يوازي محدودوي بلکه د هغوی د مستقلانه پريکړو صلاحيتونه هم ځيني اخلي او يا يې کموي .

د اروپا کميسيون، چي د بروکسل د کميسيون په نامه هم ياديږي : دغه کميسيون د اروپايي اتحاديې دولت دی . ددې کميسيون غړي نه ټاکل کيږي او خلک يې هم هيڅکله د هغوی د پريکړو د نتيجو څخه نه خبريږي . د هيوادو دپر مخ زياتيدونکی قدرت زيات اړخونه و دغه « کميسيون» ته چي تر هيڅ رازي ډيموکراټيک کنټرول لاندي نه راځي ،سپارل سوي دي . يعني د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادو کي چي کوم قوانين تر اجراء لاندي دي ، نو په سلو کي يې اتيااروپايي قوانين دي .
ددې نه علاوه د اروپا کميسيون مطلقاً د صنعتي لابيانو تر نفوذ لاندي دی چي د اروپايي قوانينو او مقرارات تابع او د هغوی نه الهام اخلي . د اروپا سياست « د اروپا د ګردي مېز(European Round Table ) » د نيژدې همکارۍ د لاري ټاکل کيږي ، دغه سياست د اروپا د څو ملتيزو لويو شرکتو نو ټوله مشران سره يوځای کوي . د «اروپا ګردی مېز » په ټولو اقتصادي، مالي، ټولنيز او د ژوندانه د چاپيريال د پرېکړو په جريان کي برخه لري . زیاتره ا روپايي کميسران د څو ملتيزه شرکتو او د هغو شبکو سره چي د ليبرالیزم او جهاني کېدو تر نفوذ لاندي دي، تړاو لري .

د بلي خوا، د اروپا يو زيات شمېر اروپايي کوميسران د «بيلډر برګ» د باقدرته ډلي د غړو د څخه دي . چي : «خوزه مانوئل باروسو» ( د اروپا د کميسيون اوسنی رئيس او د پرتګال پخوانی صدراعظم)، «فريټز بولكشټاين» ( د اروپا کوميسر، او د « بولكشټاين د قانون» بنسټ ايښودونکی)،«رومانو پرودي» ( د اروپا د کميسيون پخوانی رئيس او د ايټاليې پخوانی صدراعظم)، «ژاك سانټه» ( د اروپا د کميسیون پخوانی رئيس او د لوکزامبورګ پخوانی صدراعظم) ، «ليون بريټن» (د کميسيون مرستيال او په اروپا کي د« ګاټ» پخوانی مذاکره کوونکی)،«اديت كرسن» ( د اروپا د کوميسون پخوانیی غړی، د فرانسې پخوانی صدر اعظم او د سوداګری وزير ،د «اشنايډر» د مديره هيئت پخوانی غړی)، «اما بونينو» ( د ايټاليا دسنا اوسنی مرستيال، د رومانو پروډي په دوهم دولت کي د اروپايي چارو او د بهرني تجارت پخوانی وزير )، «ماريو مونتي» د ميلان د « بوکوني» پوهنتون رئيس، بلژيکي«هانس وان دن بروك» ، د فنلينډ د بانک رئيس او ددې هيواد د مرکزي بانک د مديره هيئت غړی «اركي ليكانن» ،ډنمارکي سياستپوه «ريت بيرگارد» او ..... د هغوی په جمله کي راځي .

دجهاني اقتصادي مجمع (World Economic Forum ) : دغه سازمان يو غير دولتي سازمان دی چي پخپل نهاد کي يې د مځکي د کرې تر ټولو قدرمند ه او ترټولوثرومنده د سرمايې خاوندان را ټول کړي دي . دغه غونډه هر کال د هغه د جوړېدو په ځای يعني د سوئيس د ښکلي هيواد د داووس په کلي کي جوړيږي . ځکه يې د داووس په نامه شهرت پيدا کړی دی . داووس د پخوا څخه د نړۍ د ثروتمندانو او اغنياوو د ساعت تېری او تفريح ځای وو او اوس هم دی . دغه بنياد په کال ۱۹۷۱ کي د کلاوس شواب لخوا چي د تجارت او سوداګری په برخه کي استاد وو تأسیس سو .

په دې شبکه کي د منلو لومړنۍ معيار ثروت او قدرت دی، او عمدتاً د هغو شرکتو ومديرانو ته بلنه ورکول کيږي چي کلنی عايد يې د يوه ميليارډ ډالرو څخه زيات وي ، ددې غونډي د رئيسه هيئت غړي زياتره د امريکا او اروپايی هيوادو څخه دي، خو د ځينو آسيايي د صنعتي هيوادو استازي هم ګډون پکښې لري . د غړيتوب هر کانديد باید په اقتصادي برخه کي، دنړۍ وال سیاست په عملي عرصه کي، په تکنالوجيکي يا د رسنيو په ميدان کي ښه پوره نفوذ ولري .

دغه غونډه په ريکارانه توګه داسي تظاهر کوي چي ګني دوی د نړۍ د راتلونکي نه تشويش لري حال داچي هغوی د خپلو قطبي او غول پيکره مالي شبکو د لا چاغولو په سوچ کي دي . په واقعيت کي دا دوی دي چي د خپل حريصانه او ظالمانه سياست په پلي کولو سره د نړۍ د حاد اقتصادي مشکلات په وجه و وحشتناکه حالت ته مخه کړېده او په خواشینوونکي ډول يې عملاً دفقر ، لوږي ، ناجوړيو او بېکاريو باعث ګرځېدلي او په میلیارډو انسانان يې دهغه سره لاس او ګرېوان کړي دي . همدا اوس يو ميليارډ انسانان د همدې سرمايه درانو د شامته په نړۍ کي په وږي نس شپه سبا کوي ، د هغوی د خولې ګوله همدغه اشخاص غصبوي . همدا اوس په نړۍ کي دورځي پنځه دېرش زره تنه د لوږي څخه مري .

د نړۍ دغه اقتصادي مجمع هر کال د جنوري مياشتي په پاي کي د سوئيس په « داووس » کي جوړيږي .

درې اړ خيزه کميسيون : دغه د ژور تفکر يو نړۍ وال نهاد دی چي اساس يې په کال ۱۹۷۳ کي د«ډيويډ راكفلر» او د پخواني جمهور رئيس جيمي کارټر د مشاور،«زبيګنيو برژينسكي» لخوا په ګډه ايښودل سوی دی . دغه نهاد د اقتصاد درې عمده سيمي يعني شمالي امريکه،لوېديځه اروپا او جاپان سره را غونډ کړي دي .

د بهرنيو اړيکو شورا (CFR ) :
د غه شورا يو امريکايي سازمان دی چي د لوړ کچو سياسي او اقتصادي رهبرانو څخه جوړه ده لکه: لوی جوړج بوش، هنري کيسينجور او يا د بهرنيو اړيکو د شورا رئيس ډيويډ راکفلر . دغه شورا بهرني استازي هم لري لکه د فرانسې پخوانی صدراعظم ميشل روکارو، د المان پخوانی د ماليې وزير «اتو لامسدورف»، د کاناډا پخوانی صدراعظوم «براين مالروني» او يا د «هولينګر» د مطبوعاتي ډلي رئيس لارډ «كانرد بليك» .

د بيلډر برګ ډله ( Bilderberg Group ) :
د بيلډر برګ ډله يا ګروپ يو غير رسمي کنفرانس دی چي اساس يې په کال ۱۹۵۴ کي د هالينډ و آرنهيم ته نيژدې د بيلډر برګ په هوټل کي کښېښودل سو . ددغه ډلي غړي چي د يوه سره انتصابي دي او شمېره يې د ۱۲۰ کسانو په شاوخوا کي دی ، هر کال د نړۍ په يوه ځای کي په پټه او محرمه توګه راټوليږي . د بیلډربرګ په دغه ډله کي د نړۍ تر ټولو قدرتمنده، بانفوذه او ثروتمنده اشخاص را ټول دي چي د نړۍ و راتلونکي سرنوشت ته د ځان په ګټه تؤطيې جوړوي . د « د بيلډربرګ ثروتمنده ډله » د نړۍ د ټولو هيوادو څخه چي په سياسي ، اقتصادي، مالي او د رسنيو په برخه کي وتلي کسان وۍ او همدارنګه د پوهنتونو استادان ،دانشمندان او پوهان را ټولوي او د هغوی څخه ددې ډلي د قدرت پر شبکو باندي د هغوی پر نظرياتو باندي څېړنه کوي . خو د اشخاصو نومونه او دبحث مواد يې په مطبوعاتو کي نه خپريږي. زياتره د نړۍ د غربي هيوادو د سلطنتی او پاچاهي کورنيو غړي ددې ډلي غړي دي .

د « بيلډربرګ ډله چي د«ډيويډ راكفلر» لخوا يې بنسټ ايښودل سوی دی » نن د پردې تر شا « نړۍ د واقعي دولت » په توګه عمل کوي .

د« بيلډربرګ» په ډله کي د ،آمريكا، كاناډا، انګلستان ، فرانسه، بلژيك، سوئيس، هالنډ، آلمان، اطريش، ايټاليا، هسپانيا، پرتګال، ناروي ، سويډن ، ډنمارك، فنلينډ ، لوكزامبورګ، ايرلنډ او يو زيات شمېر نور هيوادونه، غړيتوب لري .

د نـړۍ اربـابـان څـوک دي ؟
هغه کسان چي پر ټوله نړۍ باندي د بابايي نيت لري او غواړي چي د « نړۍ د اربابانويا واکمنانو»په نامه چي زموږ خلک و هغوی ته فرعونان وايي ،يادسي دا خلک بايد څوک وي ؟ کېدای سي چي وويل سي د هغوی د تندي او مخ په خطو کي ګډي ځانګړتياوي او وړ شانته نښانې ليدل کيږي . دغه نښانې لکه : حيله او تذوير، تدبير او بې حده هوښيار توب، بېرحمي، سنګدلي او درندګي، ټينګ عزم، وقاحت او بې شرمي، د اخلاقي مسائلو سره بې حده بې تفاوتي او په دې چي هغوی د نړۍ د نخبګانو په ډله کي ځان ګڼي او يا ګڼل کيږي او د هرم د سره څخه د نړۍ ننداره کوي نو د هغه څخه خورا زيات خوند اخلي .

د نړۍ ددغه پخپل سر جوړ سوي اربابانو په کتار کي چي د فرعونيت لاره يې غوره کړېده دغه لاندي کسان ليدل کيږي :

«هنري كيسينجر» ( د «نيكسون» د دوران د بهرنيو چارو وزير، او د «كيسينجر آسوشيټس آي ان اس، رئيس)، «جورج بوش» پلار (د آمريكا پخوانی جمهور رئيس ، او په ۱۹۷۶ ـ ۱۹۷۷ کلو کي د سی آی اې يا د « سيا» د مخفی سازمان رئيس ، «فيليپ ژافره» ( د «الف» پخوانی رئيس ، او «كرديت آګريكول» بانک عمومي رئيس )، «جوواني آنيلي» ( د «فيات» رئيس)، «ميشل كاندوسو» ( د نړی وال بانک ، او د فرانسې د بانک پخوانی رئيس )، «ژان كلود تريشه» (د فرانسې د بانک او د مركزي اروپا د بانک رئيس )، «جوليو آندريوټي» ( هغه څوک چي دېرش کاله يې پر ايټاليا حکومت وکړ او د اويايمي لسیزي په اوږدو کي يې په مافيا پوري اړوند زياتو رسوايیو کې او د ښي افراطي فريماسيونو په بم ګزاريو کي يې لاس درلود )، «هيلاري كلينټن» (په سنا کي د ډيموكرات ګوند سناتوره ، د آمريكا اوسنۍ د بهرنيو چارو وزيره او د «بيل كلينټن» مېرمن)، «ټوني بلير» ( د انګلستان پخوانی صدر اعظم)، «جيمز ولفنسون» ( د نړۍ وال بانک پخوانی رئيس )، «ډيويډ راكفلر» ( د «چيس منهاټن بانك رئيس »)، «بيل ګيټس» ( د مايكروسافټ رئيس)، «فرانټس فرانيټسكي» ( د اطريش پخوانی صدراعظم)، «هيلمر كوپر» ( د آلمان د «دويچه بانك» د مديره هيئت رئيس)، «زبيګنيو برژينسكي» ( د بهرنيو اړيکو د شورا غړی او امريکا د پخواني جمهور رئيس جيمي کارټر مشاور )، «پاسكال لامي» (كميسر د کميسر او د «AMI » سرسخته طرفداره )، «جوليو ترمونټي» ( د ايټاليا د ماليې وزير، او د «فورتزا ايټاليا» نماينده ، «برلوسكني» ګوند). «موريس ليپنز» (د «فورټيس بانك» رئيس) او...

د لومړۍ برخي پای





ياداښتونه :
(۱) راټشيلډ (Rothschild ) ، الماني الاصله يهود وو چي د ټولي اروپا د لويو با نک لرونکو په مشهوره کورنۍ پوري تړلي دي . دد ې کورنۍ مشر د ۱۷۴۴ په فرانکفورټ کي زېږېدلی وو . نن د هغوی نوم په يوازي توګه د افسانوي ثروثمندانو د ډلي سره مترادف دی . د روتشيلډز دوامداره برياليتوبونه تر دا اوسه پوري د دې کورنۍ د پټو ښاخو سره د همکاري او په خورا لويو پانګه اچونه کي د هغوی د وړتيا او مهارت پر اصل باندي ولاړ دي . هغوی په لومړي سر کي صرافان او سود خواره وه چي د ناپليون د ظهور او دهغه د جګړوڅخه يې بې حد استفاده وکړه . هغوی ډير ژر په اروپاکي د راتلونکي توفاني پيښو مسیر درک کړ او د جګړو په اوږدو کي يې د جګړو د ښکېلو و هري خوا ته بېدرکه پورونه ورکړل او په لوړه کچه سود به يې تر لاسه کول .

دغه کورنۍ کلونه کيږي په ټوله نړۍ کي د افسانوي ثروتمندانو د سمبول په توګه پېژندل کيږي او په ټوله نړۍ او خاصتاً اروپا کي د لوی قدرت، او زیاتو اطلاعاتي با نفوذ ه شبکو خاوندان دي .

نن د راتشيلډز د کورنۍ او دهغوی د اهل و نسب شمېره خورا زياته ده ، د همدې کبله هغوی ته د روټشيلډز شبکه وايي . د اروپا تر ټولو لويي د بيمې کمپنۍ، په اروپا کي د ريل ګاډيو غټي شبکې، د رويال داچ شيل کمپنۍ،دکانکوړډ طيارو حوړولو فابريکې او د نړۍ تر ټولو لوي شرکتونه او د وسلو جوړولو فابريکې ټوله يا ددوی دي او يا داچي دوی يې تر ټولو زيات سهم لرونکي دي . د راتشیلډز نوم نن د امريکا د راکفلرانو دنامه سره چي په مينځني ختيځ او روسيه کي د تيلو د استخراج د مخکښانو څخه دي شهرت لري .

اخځونه :
مونډياليزېشن، لودووار- سايبرسوليدر، -سيتي نت- پورتاي آلبر- آلټرنیف، ايلوميناټي، سټراټيژيک رويو او د ويکي پيډيا ويب پاڼي
http://en.wikipedia.org/wiki/Bilderberg_Group



دویمه برخه له دغه ځایه ولولۍ