پاک افغان جرګه ګۍ سره تړلې هيلې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مدثرشاه

نړۍ کې به هيڅ داسې يو هيواد يا سياسي ګوند نۀ وي چې د خبرو اترو پۀ ځائې به د طاقت لياره خوښوي. تاريخ هم ثابته کړې ده چې د زياتو او خونړي جنګونو نه پس ستونزې دجنګي ميدانونو پۀ ځائې د خبرو اترو پۀ ميزونو هوارې شوې دي. هم دغه وجه ده چې تير کال داګست پۀ مياشت کې د افغانستان پلازمينه کابل کې د افغانستان او پاکستان تر مينځه امن جرګه ووشوه نو نۀ يوازې د دواړو ګاونډي هيوادونو اولس ورته سيمه کې د امنيت پر ځائې کولو لپاره يو مثبت ګام وبللو بلکې د نړۍ اکثرو ملکونو هم پۀ جرګه د خپلې خوښۍ څرګندونې وکړې. کابل کې شوې جرګه کې ټاکل شوې وه چې شپږ مياشتې پس به بله جرګه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې کيږي خو ولې پاکستان کې د خرابو سياسي حالاتو له امله د جرګې دويمه برخه پۀ خپل وخت تر سره نۀ شوه دغې حالاتو کې د بينظر بوټو قتل، هيواد کې د فوځي دکتاتور له خوا د بيړني حالت نفاذ، پارليماني ټولټاکنې او قبائيلي سيمو کې مخ پر زياتيدو تندروي او فوځي عمليات د يادونې وړ دي.د نوي جمهوري حکومت جوړيدو نه پس دادى اتۀ مياشتې تيرې شوې خو ولې د زړو ستونزو تر څنګ نوي بحرانونه پيدا شوي دي چې پکې د ملک معاشي مسئله او د انرژۍ دکمي ستونزه زياته پيچلې ده ، ورسره د اوړو بحران (خصوصيت سره پښتونخوا صوبه کې) فاټا او سوات کې فوځي عمليات، وزيرستان کې د امريکائي الوتکو بمباري، د ملک دننه چاؤدنې او ځانمرګي بريدونه هم شامل دي.
پۀ داسې مهال ده چې يوه اوونۍ پس يعنې پۀ څلورم د نومبر امريکا کې صدارتي ټولټاکنې کيدونکې دي اسلام ابادکې د افغانستان او پاکستان تر مينځه د امن جرګه ګۍ پرون پۀ اويشتم اکتوبر پيل شوه چې دوه ورځې به جاري وي . دلته د امريکائي انتخاباتو ذکر ځکه ضروري دى چې دواړه امريکائي صدارتي کانديدان بارک اوبامه او ميک کين د امريکا سياسي تاريخ کې پۀ ړمبي ځل خپل انتخابي کمپائن د داخلي پۀ ځائې پۀ خارجي چارو چلوي او دواړه پۀ څۀ نا څۀ طريقه د پاکستان او افغانستان ذکر ضرور کوي.
پروس کال کابل کې شوې جرګې باندې ناقدانو دا اعتراض لرلو چې د پاکستان له اړخه جرګې ته کوم غړي معرفي شوي وو هغه ټول پۀ ټوله پښتانۀ وو او پاکستاني حکومت داسې هڅه کوله چې ګني ستونزې د دوو دولتونو يعني پاکستان او افغانستان پۀ ځائې د ډيورنډ د کرښې دواړو خواو ته پرتو پښتنو قبائيلو تر مينځه دي حالانکې دا خبره د رڼا ورځې پۀ څير ښکاره ده چې د ناولې پولې دواړو خواو ته پراتۀ پښتانۀ قبائيل خپلو کې هيڅ مشکلات نۀ لري. البته د پاکستان او افغانستان تر مينځه د هوارولو يو شمير ستونزې شته. تيره جرګه کې د افغانستان له اړخه د هيواد هر ملت او قام ته د نمائندګۍ موقع ورکړل شوې وه او حقيقت دغه غړو د ټول افغانستان نمائندګي کوله خو ولې د پاکستان نمائندګي فقط د پاکستان پښتنو کوله او پۀ شعوري توګه د پلان لاندې جرګه کې پنجابيان او سنديان نۀ وو شامل.
هر څۀ چې وو د لوئې ځنډ نه پس اسلام اباد کې جرګه ګۍ پيل شوه چې ورته د افغانستان پخواني د خارجه چارو وزير عبدالله عبدالله او د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي ويناوې وکړې.قريشي وئيلي دي چې پاکستان به هيڅ چا ته اجازه ورنکړي چې افغانستان او يا پاکستان کې دې ورانکاري وکړي، دۀ زياته کړه چې دواړه هيوادونه بايد د نشه اي توکيو پر ضد مبارزه لا نوره هم چټکه کړي او جنګيالو ته د وسلو د رسد ليارې وونيسي.
نن يعني پۀ اتۀ ويشتم اکتوبر به روښانه شي چې جرګه ګۍ کومې فيصلې کړې دي او ددغې فيصلو د عملي کولو لپاره دوي کومه کړنلاره لري خو دلته بايد ووئيل شي چې تر څو دواړو هيوادونو سيمه کې فعاله پۀ داخلي او خارجي استخباراتي شبکو قابو نۀ وي موندلى، د اولسونو ستونزو ته ئې ځواب نۀ وي وئيلى، د نشه اي موادو د کښت قاچاق کاروبار او استعمال مخنيوى ئې نۀ وي کړى، د جمهوري ادارو د پرمختګ هڅه ئې نۀ وي کړې نو حالاتو کې بدلون يو ناممکن کار دى.