دواقیعتونو ترخی یادونه اودهیلو لړ لید

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سید حسام(مل)

کله کله چی یواځی شم دخپل ذهن په بی پایان ابا سین کی لاهو کیږم ، او دخیالاتو په خوځنده ټال کی ځانگم ، او د یو پدیدی په تحلیل او ارزیابی کی دومره ډوبیږم چی موجوده شنا خت او پوهاوی می دنوموړی پدیدی په څیړلو او روښانه کولو کی د توضیحی په لحاظ بیرته پاتی کیږی ، او نشم کولای چی هغه موضوع کوم چی ډیر پیچلی ریښی لری هر اړخیز وڅیړم اودهغه دعلتونو په شناخت کی لاس بری پیدا کړم ، ځکه چی پوهاوی تر یو سرحد پوری وی ، اود پوهاوی دلاسته راوړلو دپاره تل پاتی مطالعتی ته ضرورت لیدل کږی ، خصوصاً هغو خلکو ته چی د سیا ست ډگر ته راوځی او دبی وزلو دژوند د سمون دپاره هلی ځلی کوی .نو په دی بنیاد د ا نشټاین هغه علمی مقوله می رایاد شی چی ویلی:

ذهنی کنجکاوی نظر علم او پوهاوی نه په دی بنیاد ډیر مهم او با اهمیت دی ، چی علم او پوهاوی محدودیت لری ، حال داچی ذهنی کنجکاوی دومره پراخ او وسیع دی چی هیڅ پای او محدودیت نه لری

نو دهمدی علمی مقولی په نظر کی نیولو سره ، نن ځما دذهن په هنداره کی هغه په اصطلاح سره ملی دموکراتیک ، کیڼ اړخ ، ښی اړخ ، ناسیو نالست ، چپ افراطی را ست افراطی او ځنی لیبرال او دولتی پلوه گوندونه او سازمانونه او پارټی سره دهغو دکړنو او فعالیتونو ځنی څنډی او اړخونه او فکری خطوط په گذری ډول سره انځور شو .او یو لړ خاطری او یا دا شتونه می په یاد راغی او وروسته له ډیر ذهنی کنجکاوی څخه دی نتیجی ته ورسیدم چی دهغو گوندونو په هکله خپل نظر تا سو سره شریک کړم .نوموړی پارټی په حقیقت کی ونشو کړلای چی د افغانی ټولنی د عینی او ذهنی شرایطو په نظر کی نیولو سره اود اولسونو دنیازمندی پر بنسټ سره کوم رهنمودی او علمی پلان کړل شوی طرحی او لارښونی چی د راتلونکی نسل دپاره مشعل وگرځی په میراث پری نښود .اوهم دډیرو قربانیو او سر ښیندونو سره خپل ځان اوگڼ اولسونه اوخپل دلاری ملگری یی دتباهی او نیستی کندی ته وغورځول . اود گڼو پرگنو اود بی وزلو ، وږو تږو ، چاودی پوندی اود لاس تڼاکی وطنوالو لم ر دافغانستان په شنه آ سمان کی ونه ځلیدل او دهغو په تیاره جونگړو کی دڅو شیبو دپاره رڼا ونه لیدل شو ،او په کنډره کی یوه ورځ هم غلمینی ټیکلی تر سترگو نشو. او خپل ژوند په نا امیدی اوناهلی سره تیر او ښه ورځ ونه لیدل.

که دیوی خوا ددی بدبختیو عامل ناروا اوله خلکو څخه جدا مستبد دولتونه اوپه هغو پوری تړلی گمراه روشنفکران او دهغو مبلغین او په چپاول کی شریک لوټماران وه ، نو دبلی خوا څخه دهغه نه بدتر دپارټیو اودگوندونو ځنی بی باور بی مطالعی ، احسا ساتی ،اودخپل ټولنی له پوره شناخت څخه عاجز رهبران او او لیډران وه ، چی دخودخواهی ، بلند پروازی ، منطقه پرستی ، کیش شخصیت اوپه یو لړ نورو ناروغیو اخته وه .چی دهغو دغلطیو اود اشتباهگانو په سره بټی کی اولس او ځوان روشنفکر قشرونه وسوځیدل او لا پسی سوځی . ما ددی ارجمندو رهبرانو اوددی پیشوایانو کوم چی دخپل بریالیتوبونو ، غلطیو اودخپل اشتباهاتو په هکله کوم کتاب ، کوم مقاله ، کوم رساله او یا کوم وصیت نامه لیکلی وی ، تراوسه پوری نه دی لیدلی ، دنورو ټولنو اوهیوادونو دحزبونو رهبران او پیشوایان دخپل کار نامی اوهم دخپلو غلطیو په اړین کتابونه ، مقالی ، رسالی لیکلی دی اولا پسی لیکی، چی نن دهغه ټولنو خلک او ځوان نسل ته د یو علمی دروند میراث په بڼه پاتی شوی ، او په همدی بنیاد دی چی نوموړی ټولنی نن د تعالی اودترقی لوړو څوکو ته رسیدلی اولا پسی رسی.

مگر زمونږ دهیواد دحزبونو او پارټیو رهبران ونشو کړلای چی د پرگنو دستونزو دحل لاری پیدا کړی ، هغه لا څه چی په هغو پوری تړلی کدرونه ، بی خبره پیروان او ډنډوره چیان ، دهغو دغلطیو ، ا شتباهگانو او حتا دهغو له نسکوریدو اوزوال څخه هم دهغو له صفتونو او دهغو دنیمگړی کار نامی دلافی او باټی څخه لا نه دی ستړی شوی اوکه چیری کوم ملگری په سیا سی بحثونو کی دهغو په غلطیو باندی وغږیږی نو سمدلاسه چاړه را با سی او په ډیر خشونت سره دملگرتیا فضا مکدر گرځوی ، دوی لا تر اوسه دخپل ذهنی غلطیو په لوی سیند کی لامبو وهی ،اود پرگنو او دځوان قشر ذهنونه مغشوشوی .اوځان ته زحمت نه رکوی چی یو ځلی خپل سر په گریوان کړی ، اوله خپل ځان څخه وپوښتی چی څه مو وکړل ? او څه کوو? سیاسی پوه می تر کوم حد دی ? دکلاسیکو علمی تیوریو څخه څه می زده کړی ? اود تیرو رهبرانو څخه څه علمی میراث را پاتی دی ? غایی هدف می څه دی اوننی مسولیتونه می څه دی? داهغه سوالونه دی چی هر مبارز باید له خپل ځانه وپوښتی، که چیری ددی ټولو سوالونو ځواب نه اومنفی وی ، نو سیا ست کول څه ضرور دی ، اوولی دخلکو اود اولس درهبری ادعا وکړل شی ، دودکا اود شرابو دجامونو په پورته کولو او دڅو بی ربطو شعارونو په ورکولو سره هیڅکله نشو کړلی چی د وطن پر ستی تیږه پخپل ټټر ووهو. دپورتنی یادونی څخه زما مطلب دا نه دی چی دتیرو ملی ، مترقی او پر هیواداوپر اولس دمینو خلکو ، منورینو ، کدرونو ، لیکوالو ، شاعرانو ، پوهانو او دمبارزینو په تیرو ښو اعمالو اوکړنو باندی دبطلان خط را وکاږم ،تاریخ پخپله قضاوت کوی او تاریخ بی له کوم جانبداری دتیرو حوادثو او شخصیتونو په هکله خپل حکم صادروی.

زه پخپله چی ددی تاریخی پړاو دنورو مباریزینو سره په گډه څه چی می کړی ، متاسفانه دخوش باوری په لرلو سره او دټولنی دعینی او ذهنی شرایطو په نه پوهیدو سره هغه څه چی لازم وه ومی نشو کړی چی خپل ځان او خپل ټولنی ته څه گټه ورسوم ،نو په دی بنیاد دیو روشنفکر په حیث صریحاً وایم چی د پورتنیو ذکر شوی غلطیو څخه زه هم ځان نشم خلاصولی او ما هم لکه دنورو مطیع او فرمانبردار ملگرو په څیر درهبرانو اود پیشوایانو په اړه ډیر لافی او باټی کړی او اوخپل ځان ته می قنا عت ورکړی ، او اوس نور نشم کولای چی دخپل اشتباهاتو پیټی دنورو پر غاړه واچوم ، اوله خپل خلک او له خپل ملگرو څخه په دی اساس پوره معذرت غواړم ، څوک چی حقیقت ووایی هغه زړه ور وی ، مگر بیا هم دهغه علمی مقولی له مخی چی که سړی پخپل تیرو اشتباهاتو اقرار وکړی او د اشتباه له تکرار څخه ځان ساتنه وکړی ، کولای شی چی ځان سمی لاری ته رهبری کړی ځکه څوک چی عمل کوی اشتباه هم کوم.
په هر صورت که چیری د افغانی ټولنی ، د ننی روانو حالاتو هنداری ته په غور سره ځیر شو ، پوره به جوته شی ، چی د کیڼ اړخو روشنفکرانو او دمکراتو اوپر وطن باندی دمینو ځواکونو که دوطن په دننه دی او یا که په بهر وحدت او یو موټی کیدل ډیر ضرور بریښی .تر څو چی دخپل ټینگ عزم او یوالی سره دا لاره ورک کړی او طوفان ژپلی کشتی چی په لوی ابا سین کی دډوبیدو په حال کی دی د امن ساحل ته را وکاږل شی.
راځی چی په گډه سره دعالی دمکراتیک او دمتمدن اخلاق په لرلو سره او دنقادانه برخورد په رڼا کی دافغانستان دځوریدلی خلک دنجات او خلاصون اود اهریمنو قدرتونوله منگولی څخه دآزادولو لاری چاری ولټوو ، سره یو موټی شو ، اوله هر ډول ځانځانی ، بلند پروازی ، قومی ، ژبنی ، مذهبی ، سمتی ، سلیقوی او نو رو ناوړو ناروغیو سره خدای پامانی وکړو . او دخپل تیرو اعمالو اوکړنو له برس او ارزیابی څخه عبرت واخلو او ددا سی یو ملی اووگړنی پارټی تیږه له سره کیږدو چی دربړیدلی اولسونو اودپرگنو دسرلوړی اود ښه ژوند لاری چاری پکی انغښتی وی او دراتلونکی نسلونو دپاره دلاری مشعل وگرځی .او مونږ هم هریو دپراخ حوصیلی اوزغم په لرلو سره خپل دندی دبی وزلودگټی دتامین په لاره کی تر سره کړو.
نن زمونږ په گران وطن کی خارجی ځواکونه د ستا سی دملگرو شهیدانو دقاتیلینو او دکابل دښار او دهیواد دگوټ گوټ دکنډوالو دجوړلو له بی فرهنگو عامیلینو او دگران هیواد افغانستان دتمامیت د ساتنو دنومیالی اوردو دځپلو اودویجاړولو مسببین په کمک اومرسته سره دخپل اوږد مهالی ستراتیژی دپلی کولو دپاره نظامی هډی جوړوی اود افغانی اولسونوڅخه په پټه خپل دور بورد راکټونواوتسلیحاتی وسایل ځای په ځای کوی اودهمدی مقصدپه رڼا کی زمونږ او زمونږ دگاونډیانو تر مینځ تل اوبه خړوی او دخپل گټی دلاسته راوړلو دپاره لا او پښی اچوی .د افغانستان شتمنی ، لرغونی اثار ، اودمعدنونو په لوټولو لگیا دی ، اوزمونږ دهیواد په هر گوټ کی دحریص پانگوالی د سر دمداراودهغه لاس تړلی نوکران او انډیوالان لکه دپاکستان جهنمی ای ، اس ، ای ، د اجنټانو په لاس د بمونو په ایښودلو اوانتهاری وژنو په واسطه سره زمونږ بی گناه افغانی خلک وژنی او کورنی په ماتم کی کښینوی . یو لاس پوڅی دولت چی دداړه مارو او تاړاکگرو اود پردیو دهدایت له مخی مینځ ته راغلی ، اودخلکو څخه جلا خپل شپی اوورځی تیروی اودتاریاکو دما فیا ا ستازی په لوړو دولتی چوکیوکی نا ست او پر خلکو حکومت کوی ، نو زه له تاسو مبارزینو څخه پوښتنه کوم چی ددی اویا دهغه رهبرانودپلوی پر سر ولی یو دبل سره په عدوات اوخصومت لاس پوری کویی ، هغوی زمونږ دټولو رهبران وه دهغوی هر افتخار او هر اشتباه په ټولو پوری اړین مثله دی ، که چیری دهغوی درناوی کوو نو ولی په ډلو ډلو ځان مو ویشو ، اوخپل قوت او مټ ماتوو ، دا به ډیر ښه وی ، چی دخپل دسنگرو د پرونی ملگرو سره ځان نژدی کړو ، اوکدرتونه او کرکی له پل زړونو وباسو اوپه یوه خوله اوافغانی هوډ سره ددی غریب او بی وزلی اولس دژوند دسمون په لاره کی اوچت گامونه پورته کړو.

دیادونی وړ بولم چی دوطن دگوند دټولو جزایرو مسولین او پیشوایان په بیړه سره باید دمذاکری میز تر شا کیښینی اوکه په رښتیا سره هدف مو یو سمسور افغانستان وی ،خپل ذات البینی ناخوالی او شخصی خصومتونه پخپل عالی کرکتر سره یو خواته پریږدې اود ملگرتیا اودپوره باور په اتموسفیر کی په یوه خوله دخپل صفوفو هیلی اوارزوگانی چی ټول دیووالی تیږی دی پر ځای کړی ، له خپل دښمنانو ځنی وشرمیږی ، ضرور نه دی چی خپل پاتی عمر په لفظی ، انترنټی خصومت آمیز لیکنو اوکرکی سره سرته ورسوی ، وطن او دوطن خلک پر تاسو حق لری او دتاسی دوستان ټول سترگی په لاری دی چی دهغوی لاس نیونه وشی ، وخت له لاسه مه ورکویی ، اودتاریخ له بد قضاوت څخه ځان وژغوری ، اودراتلونکی نسلونو دپاره لاری هواری کړی ، دوطن دگوند له ټولو کدرونو اوصفوفو څخه هیله کیږی چی دخپل جزایرو مشران وهڅوی چی دیو واحد گوند دجوړلو دپاره سره یو لاس شی .دا وه زما هیلی چی می تاسو ته بیان کړ

په درناوی
ستا سو دلاری مل ( دوکتور مل)