دکوچنی اختر مو مبارک شه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

ټولو ګرانو هیوادوالو ته د کوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت د زړه له کومی مبارکی وایم ،هیله لرم چه د کوچنی اختر نیکی ورځی دګرانو هیواد والو لپاره دخوشحالی نه ډکی ورځی وی او په دغه دخوشحالی نه ډکو ورځو پسی په ټول ګران هیواد افغا نستان کی دسولی عمومی اختر راشی او دټولو افغا نانو وکورنیو ته دزړونو خوشحالی او ارامی دهمیشه لپاره ور په بر خه کړې ،او هیځ افغان دخپل دکورنی د غړی دکمبود احساس اوافسوس دهمیش لپاره ونه کړې .
دا کوچنی اختر يو ځل بیا هم زموږ پر ګران افغان ولس په داسې مهال راغى چې لامو په هیواد کی ناروا جګړه او دپردیو دګټی جګړه روان ده او هره ورځ په دغه بی هدف جګړه کی په درجنو افغا نان قربا نی کیږی پر سياسي افق مو د بدمرغيو وريځې پنډې دي. لامو پردي پر برخليك ملنډې وهي، او لا هم زموږ ولس په هيڅ ګناه د پرديو لوبو او توطيو په اور كې سوځيږي، دا ځل كوچنى نيكمرغه اختر زموږ ولس داسې مهال نمانځي چې ولس مو په يوه لوى ملي ازمويښت كې بريالى شو، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاكنې په خير تيرې شوې، ولس خپله رايی د سرونو په سودا څرګندی كړی، خو افسوس چې د پرديو او پردي پالو په ګډه توطيه كې ددې پر ځاى چې ولس خپلې خوښۍ او برى و نمانځي د راتلونكې په اړه په انديښنه كې دى، ددې اندېښنو يو لامل دادى چې زموږ د درانه ولس پر برخليك اوس هم د پرديو شوم سيورى پروت دى اوهیځکله هم نه غواړی چه افغا نان په خپل منځ کی دوروڼو په شان دیوه او بل سره ژوند وکړی او نه غواړی چه افغا نان ده دی وس او طاقت پیداکړی تر ځو دخپل هیواد سر نوشت په خپله افغا نان تعین کړی ،دهیواد دښمنان تلاش کوی چه دافغا نانو تر منځ بی اتفاقی واچوی او په مختلفو نومونو یی دیوه اوبل په مقابل کی استعمالوی ،د ډیر افسوس خبره ده چه لا تر اوسه داسی افراطی افغا نان هم شته چه لا تر نن ورځی یی سر په دی خلاص نه دی چه دافغانستان ددشمنانو ناوړه اهداف دوی په خپلو ژبو خپلو وطنوالو ته په تکرار وړاندی کوی او دهیواد په ورانیو کی دخپل ځان ګټی غواړي او خپل ځانونه یی دپردیو دلاس الی ګرځولی دې .او نړی واله ټولنه دافغا نستان دنیکمرغی او خوشحالی سبب بولی او ڼینګار کوی چه هغوی افغا نستان سا تی . .
نړيواله ټولنه له افغان ولس سره د مرستې خواخوږۍ، او ملاتړ په نامه راغله، خو اوس دوى زموږ د خوښې، انتخاب، نظر، ارزښتونو اوغوښتنو پر خلاف هغه څه كوي چې د دوى زړه غواړي .
ښايي ددې يو لامل زموږ د ولس چارواكيو او سياسي كړيو هغه بيځايه خوشباوري او اعتماوي چې پر نړيواله ټولنه يې كړى ؤ. كه د افغان ولس او نړيوالو ترمنح په پيل كې زموږ د برخليك په اړه خبرې ګونګې پاتې نه واى، كه نړيوالې ټولنې ته دلته د ړانده اعتماد او يا د بيځايه او نا مناسب امتياز او بې سرحده واك آسانتياوې نه واى، له پيله د دوى د واك حدود او د تصرف بريدونه معلوم شوي واى نن به زموږ ولس له داسې سترو ستونزو سره لاس او ګريوان نه ؤ چې زموږ د څو مليونه خلكو د رايو د برخليك پريكړه دې د څو تنو بهرنيانو په لاس كې وي .
په هر صورت له دې ټولو ستونزو او ناخوالو سره زموږ پر لوی خداى (ج) باور دى چې افغان ولس به د وخت له دې سترو ازمويښتونو هم سر لوړى را و باسي، ځكه چې په دې ولس كې كه دپرديو نوكران او د هغوى د اجنداو پلويان شته، كه داسې څيرې شته چې د ملي ارزښتونو او ارادې په بيه له پرديو سره معاملو ته چمتو دي تر هغو سل چنده زيات داسې توريالي ميړونه لري چې د خپل هېواد پت، عزت، آبرو، خپلواكي او وقار ورته دژوند په معنا دي، بې پته، بې وقاره او غلام ژوند تر مرګ بدګڼي، ځكه خو مو پر خپل لوی خداى (ج) بروسه ده چې افغانان به بالاخره د خپل هېواد په غيږ كې، د خپلې ارادې، خوښې او حيثيت ژوند لري، خپل اخترونه، خوښۍ او ماتمونه به په ګډه نمانځي او پالي.
په پای کی دټولو محترمو هغو افغا نانو څخه چه په خپل وطن یی زړه خوږیږی په ډیره درناوی ددی دیوه ګشر ورور په صفت هیله کوم چه نور هم لیږ څه ځان را ویښ کړ ی او دافغا نستان په باب دپردو تر شاه له ناوړه پلا نونو څخه بی خبره او بی تفاوته پا تی نه شی او دافغا نستان دملی هویت او ملی وحدت ځخه ددفا ع په خاطر یوه اوبل ته دکمک او همکاری لاسونه ور کړی وافراطی او احسا ساتی افغا نانو ته نور ددی وخت ور نه کړی چه خدا نا خوا سته زمونږ دادافغا نانو مشتر ک کور دماتیدواوټوته کیدو سره مخا مخ کړی،راځی چه دتیروترخواوناوړه تجربو ځخه ځه زده کړو او دتیرو تر خو تجربو ته دتکرار زمینه برا بره نه کړو په ناوړو القابو او دپردیو په نومونو افغا نان سره تقسیم نه کړو دافراطی افغا نانو وخبروته نور غوږ ونه نیسو هغوی همیشه دخارجی استخباراتو په هدایت او مشوره افغا نان په خپل منځ کی سره ویشی ،یوه ګروپ افغا نانو ته جنګسالار بل ګروپ ته مجا هد ،کمونست،طالب ،نیکټایی دار،اوداسی نور وایی ،بعضی افراطی افغا نان په دی هم قنا عت نه کوی پښتون د تا جک په مقا بل کی او تا جک دهزاره ملت په مقا بل کی او هزاره دازبک په مقابل کی سره جنګو ی او دډیر شرم ځای خو لا دادی چه په څینو انتر نیتی پا ڼو کی په شه افتخار لیکنی هم کوی ددی پر څای چه داوسنی بحران لپاره دحل لا ره وسنجوی نور هم بحران او دافغا نانو تر منځ ونفاق او تفرقی ته لمن وهی او دافغا نانو تر منڅ ورځ تر بلی کینه اونفرت زیا ته وی .په در ناوې رحمت اله روان