په افضل خان لالا باندې په قاتلانه حملې خواښينی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انور شاهين خانخېل

د پښتنو په يو قامی مشر او د لر او بر پښتنو د يو ځاے کېدو (پښتون ملی وحدت ) د نظريې داعی افضل خان لالا باندې قاتلانه حمله يوه ډېره د خواښنۍ او اندېښنې او فکر خبره ده.او له دې حملې نه دا خبره نوره هم په ډاګه کيږی چې نن سبا چې په پاسه او کوزه پښتونخوا کښې په مختلفو نومونو او مختلفو بانو د پښتنو کوم قتل عام روان دے دا د پښتنو په خلاف يو منظم سازش او دسيسه ده او د يو کوټلی پروګرام د لاندې په لر او بر کښې دا دهشت ګردانه اقدامات تر سره کيږی او دغو دهشت ګردو او اورپکو ته په کامله توګه د ځينو استکباری قوتونو ملاتړ حاصل دے چې نه غواړی د لر او بر پښتانۀ يو شی او له پښتنو نه يو خپلواکه او ازاد قوت جوړ شی. همدا وجه ده چې نن يې د دغې نظريې په يو ستر مشر باندې هم قاتلانه حمله وکړه.
نو له دې امله اوس وخت رارسېدلے دے چې پښتانۀ که په لر کښې دی او که په بر کښې دی په خپلو کښې سره د وحدت، يووالی او ورورولۍ لاسونه ورکړی يو موټے شی او خپل دغه دښمنان که هغه د يو استکباری قوت په شکل کښې دی د يو حکومت او ځواک په شکل کې دی او که د يو مذهب په څادر کښې پټ دی وپېژنی. او په يو اتحاد سره د دغه دښمن په وړاندې مقاومت وکړیږ
له پاک ربه دعا غواړم چې افضل خان لالا او نورو زخميانو ته کامله شفاء او ژوند ورکړی او په دغه پېښه کښې وژل شوی بې ګناه کسان وبخښی.

انور شاهين خانخېل