واشنگتن په ايران کې نوي شخړی اوگډوډئ لټوي .

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبیب الله غمخور

مطبوعاتو ته کتنه :
له کراسنایا زویزدا ((Красная Звезда ))
۲۰۰۷ دسپتمبر ۵ نېټه
يوه اړينه يادونه !
درانه لوستونکی چې کله داژباړه ولولئ پوهېږي چې ايران ته دبوش دادرې دگواښ وخت تير شو،مگرخيرخير يت دی،هيڅ پېشه ونشوه،آسمان پورته اومځکه کښته ده ،دايوازي دبوش دادارې تش تبليغات دي اوبس . پدې وخت کښي زما هغه دشپانه اوليوه قيصه راپيادېږي . ويرېږم چې يوه ورځ به ليوه په مېږوگډ شوئ وي. ترکومه ځاي چې داداخوندانوتر ادارې لاندي هيوادزموږگاونډئ دی اوله بلې خودافغاني چارواکودغير معقول اقتصادي اوټولنيز سياست له مخې لاتر اوسه په ايران کښي نږدې يونيم ميليون افغانان دايراني اخوندانوترظلم لاندي هلته شپې اوورځی سباکوی ،هرپېښه به افغانان هم زيانمن کړي . غواړم دامکان په صورت کښي خپل هيوادوال دايران په اړه دامريکاپه سياست خبرکړم .که خداي مکړه کومه بده پېښه وشي افغانان متوجه وي .ډيره زورونکې لا داده چې ماته دلته دايران څخه يوشمير راغلوکډوالو چې دنوم نه اخيستلووعده مې ورسره کړېده راته ويلې دي که چيري امريکاپر ايران حمله وکړی ايراني چارواکي په لومړی قدم کې دځمکنی پوځ په توگه له هغو افغانانوڅخه استفاده کوم کوم چې ددې کار لپاره تر پټې روزنې لاندي دي . دوې وايي کله چې دعراق اوايران ترمنځ جگړه وه هغه وخت هم ايراني چارواکودافغانانوله پاکو احساسا تونه استفاده وکړه اوزيات شمير ئې دعراق پر خلاف جگړې ته ولېږل .دهغومړو هديرې په ايران کې زياتو افغانانوته معلومي دي .داچې داخبرې به څومره رښتيا وي زه ئې دسپيناوي مسوليت نلرم خودومره ويلاي شم غوڅ اکثريت افغانان چې له پردوسره سياسي اړېکي ونلري هرڅه رښتيا وايي اوهغه قيصه کوي کوم چې په خپلوسترگوئې لېدلي اويائې اورېدلي دي .
په هر حال داسي څرگندېږي چې اوسنۍ حالت يعني دامريکا اوايران تر منځ مناسبات ډير ترينگلې شوی دي ممکن آمريکادخپل اعتبار اوحيثيت دخوندي ساتلو لپاره په کوم کار لاس پوري کړي .اويابه دايوازي لکه چې خپله بوش يو وخت وويل پر ايران دحملې مسله يوه سياسي لوبه ده . خوموږخوار ولس يودځان ساتلومکلفيت لرو.
پر ايران باندي دآمريکاديرغل په هکله په روسي مطبوعاتو کښي پدې ورځوکې زيات مطالب خپرېږي ، متاسفانه دورځنيزو ستونځواوناوزگارتوب له کبله دومره وخت نلرم هره ورځ ټول خپاره شوی مطالب پښتو ته راوژباړم ،دتوان تر کچې داکارکوم تر څوهيوادوال ددې مسلې پايلوته جدې پاملرنه وکړی . پدې هکله ژباړنې دوام لري . ژباړونکي

واشنگتن په ايران کې نوي شخړی اوگډوډی لټوي .

امريکا غواړي ددروورځوپه جريان کښي ددرنوهوايې حملوپه وسيله دايران داسلامي جمهوريت ((۱۲۰۰)) پوځی هدفونه او(ځايونه) ترحملي لاندي ونيسي اوپدې ډول دايران پوځي ځواک له منځه يوسي .
داخبر ددامريکادملي امنيت اوتروريزم دمرکز ((نیکسون )) جگپوړی کارپوه (( الکسیس دبات))دانگلستان دسندي تايمز مجلې په اختيارکښي ورکړئ دی .
يوه ايتاليايي ورځپاڼه (( کوريردلاسرا))ليکی که دپنتاگون په وړاندي شين څراغ روښانه شي (دحملې اجازه ورکړه شي ،ژ) ممکن هوايي عمليات پيل شي ،دې موخی ته درسېدولپاره به د ((۲۰۰)) پوځی ((B-52 او B-2 )) الوتکونه نيولې بياتر ((F-117A )) نه ليدونکی الوتکوپوري به استفاده وشی (داهغه الوتکی دي چې درادارسيستم ئې نشي ليدلاي ،ژ) . دامريکاپدې پوځی حمله کښي به نه يوازي دايران هسته يي مرکزونه،دستراتيژيکي وسلو( توغنديو اوغاز) دتوليدمرکزونه تريرغل لاندي راشي ، بلکه دپوځی قواودقوماندې مرکزونه دايران داسلامي جمهوريت دڅارگری (دايران داسلامي جمهوريت دپاسدارانوامنيتي قوا) ،وزارتخانو اونورو دحياتي ارزښت لرونکو اداروباندي به هم هوایی حمله ترسره شي .
دهغه ليست له مخې چې معينوکمېټو،دآمريکادمسلح قواودمشرتابه (ياستر درستيز) په غونده کي جوړشوی دی داسي اټکل کيږي چې تقريبا((لس زره))هدفونه ياپه نښه شوی ځايونه بايد له منځه يوړل شي . دې موخی ته درسېدولپاره د B-2A پوځی الوتکي څخه استفادي په نظر کي نيول شوې ده ،داالوتکه مختلف اومډرن بمونه پر په نښه شويوځايونو(اهدفو)باندي غورځولاي شي ، آن تردې کچې که پدغوپه نښي شوه ځايوکې ځينی تر م((۶۰)) متروپوري ترمځکه لاندي هم وي له منځه وړاي شي .
دهغو پوځی سناريوگانوپه منځ کښي چې کله کله ئې پنتاگون جوړوي دتاکتيکي ((B61-11 )) بمونو څخه داستفادې سناريوهم شامله وي،مگر تر کومه ځايه چې کارپوهان دهغه پر نه استعمال ډير ټينگارکوي واشنگتن داوس لپاره دداسي بمونو داستعمال نه ډډه کوي .
ددې ورځپاڼې دخبر له مخې ځينوآمريکا يي او انگلسي کارپوهانودپټو(محرمو) عملياتودپيل لپاره خپل کار شروع کړئ دی .
داعمليات دايران دلږکيويعني بېلتون غوښتونکوکردانو،ځايي عربواوبلوڅولخواپر ايران باندي دوسله وال تجاوزاويرغل په ملاتړپيل کيږي .
همدا ډول پنتاگون په پام کښي لري چې دبحرپر غاړه اونفتي منابعوشاوخواته به له وړوکوځمکنيوډلگيونه استفاده وکړی . همداډول دآمريکادبحري ټوپک لرونکی ډلگۍ يوڅخه به دايران امنيتي قواو(دايران داسلامي جمهوريت دپاسدارانوسپاه ) احتمالی حملې په صورت کښي د مقابلې لپاره استفاده وشی ،ددې مقابلې په وخت کښي به د((نيښ وهلواوتښتېدو)) له ميتود څخه استفاده وشي . پدې عملياتوکښي له هغو بېړيوڅخه چې هغوکې به ماينونه ايښودل شوی وي ،وړوگړنديو (چابکو) کښتيو اودسمندرپه تل کې ماينوڅخه استفاده کېږي ،همدډول سمندری (بحری ) ځانگړو قواوته دستور ورکړه شوی چې دهرمزدتنگنا محاصره کوونکوسره مقابله وکړي .
په هغه حالت کې چې که ايرانيان وکولاي شي دهرمزتنگناوتړي ،په نظر کښي ده چې دآلاسکانفت را وايستل شي ،دايران دنفتودصادراتودکمښت په صورت کښې دراپيداشوی اقتصادي بحران دمخنيوی په خاطر به کاملأله خپلونفتی زخيرواونورووسيلونه گټه واخيستل شي .
له دې ټولوخبروسره ښاغلي (( آلکسیس دبات)) پدې باوردی دهغې پراخې حملی چې واشنگتن دهغې په هکله فکرکوي ترسره کېدوډيرلږ امکان موجود دی .
دهغه په نظر دداسي يوې پراخې حملې لپاره يولوي پوځئ ځواک ته اړتياشته ،دآمريکاپوځی قوتونه په عراق اوافغا نستان کې داسي ستړی شوئ دي چې نن ورځ نشي کولاي دا دنده سرته ورسوی .
همدا ډول دا ډاډنشته چې دآمريکاامنيتي ځواکونه دی دايران دمهمومرکزونوکرۀ (دقيق )،مستنداودهغوي دفني ځانگړتياو(مشخصاتو)په هکله رښتيانۍمعلومات پلاس کښي ولري ،سره لدې چې پدې ورستيوکښي دآمريکا دڅارگری فعاليتونه زيات شوئ دی . البته هدف دلته دايران د پوځی وسلوزيرمتونونه ،داټومي انرژی دتوليد مرکزونه ،دتوغنديواونوروځمکنيواوهوايي وسلودتوليدفابريکي اووسله تونونه اونورهغه شبکې چې دايران لپاره حياتی ارزښت لري دي ،ژ .
له بله پلوه پدې ورستيوکښي دامريکا يي چارواکولخواپه ايناوګښې دايران په اړه ددښمنانه اوله غوسې ډکولهجو اوالفاظوپکاروړل ناڅاپی خبره نده .
څه موده وړاندي دآمريکاجمهور رئيس جورډبليوبوش دايران په هکله ډيري سختی خبروکړې هغه په ډاگه کړه چې ايران نږدې ختيځ دخپلې هسته يي پياوړتيا تر تاثيرلاندي راوستلئ دی ،هغه خبردارئ ورکړ اوڅرگنده ئې کړه ترڅوډير ناوخته شوئ نه وي آمريکا اوملگری ئې له تهران سره يوې مخامخ شخړې ته تياردي .
دجورج ډبليوبوش له دې خبروڅخه داسي هڅ وهل کيداي شي چې جورج ډبليوبوش پر ايران باندي په پرېکړنده توگه ديرغل هودکړئ دی . د ۲۰۰۷ کال دسپتمبر ۱۳