جنرال صاحب ! اغزن سيم يې دحل لار نه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی :حبيب اله غمخور


دوهمه برخه
ايااغزن ديوال په رښتيا دتروريستانود مخنيوي لپاره جوړېږې اوکه پدې بهانه دډيورند کرښه په رسمې سرحدبدلول غواړې ؟
کابل ته دپرويز مشرف دوروستی سفر نه دري ورځي وړاندي داخبر چي دډيورنډ پر کرښه داغزن ديوال جوړيدل دهغه کميسيون په موافقه پيل شوي دي کوم چي دپاکستان او افغانستان دهيوادونو تر منځ دورستيو تاوتريخوالي اوافغانستان ته له پاکستان څخه دتروريستانو دراتگ دمخنيوي په خاطر جوړ شوی دی .داخبر په ټوله نړۍ کې دافغانانو دنفرت وړوگرځېد اوپدي هکله يې جدي غبرگون ښکاره کړ.
داکميسيون په هيڅ ډول دافغان ولس اودپولې هاخوادپرتوقومونوله موافقي نه پرته پر خپل سر دپښتنو اوبلوڅوقومونوپه کورکې اغزن سيم د تير ېدو حق نلري . تر اوسه په افغانستان کې هيڅ کوم مقام ته دولس لخواداصلاحيت ندۍ ورکړه شوی چي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د پولي په هکله دکرښې ددواړو خوادپرتو خلکو له دارادې او خوښې نه پرته دي پر خپل سر پرېکړې وکړي .


که په لنډه توگه ددي منحوسي کرښي پس منظرته نظر واچوو دابه راته څرگنده شي له هغي ورځي نه چې دانگليسي پلاره اوهندي مورنه دا ارامزاده منځته راغلۍ،پر خپل سر ئې ځان دخپل پلار (انگريز ) ميراث خور بللۍ ؛ مگر داځينې ورکه ده چي کوم ميراث خوړلاي شي اوکوم يي ستونۍ ورڅيری .
دپاکستان او افغانستان تر منځ په ټولو ديپلوماتيکو مناسباتو کښي دپاکستان دسياست دملاتير همدا په افغانستان باندي د ډيورنډ دخائينانه کرښي منل جوبړوي . زه دوي دبې شرمانه تلاښونو څو بيلگې دلته راوړم تر څو لوستونکی پدي پوه شي چي پاکستان هيڅ وخت دافغانستان سره دواقعي دوستی علاقمند نه و ،اونه به په راتلونکی کښي داکار وکړي ؛تاريخ شاهد دۍ چي پاکستاني چارواکو له ديموکراته تر جنراله تل خپلو کرغېړنو مخوته درسيدو په خاطر لومړۍ په افغانستان کې دولتي چارواکي او افغان ولس له ستونزو سره مخامخ کړي اوبيا يې دهغوي داوارولو لپاره گويا دوستۍ لاس ورغځولی دی ،خو دغه راغځول شوۍ لاس هم تل تر څېنگلو په زهرو ککړوي .
۱/ داچې دپاکستان دجوړېدو نه بياد مرحوم داؤد خان دحاکميت تر وخته په کومو نيرنگيو او ډولونو دافغانستان په کورنيو چارو کې مداخلې کړې اويا يي دولتي چارواکو ته دډيورند دکرښې دپه رسميت پېژندلو لپاره مراجعي کړي ټولو ته څرگندي دي دلته يې دتکرار ليکلو نه ډډه کوم ،په حقيقت کې پدې ورستيو لسيزوکښي دمنظمي مداخلې پيل له هغه ورځي شروع کيږي چي پاکستاني استخباراتوپه پښور کې د احمدشاه مسعود هرکلی وکړاوبيا يي هغه ديوې ډلې سره په هر څه سمبال دداودخان دحاکميت په مقابل کي پنجشير ته راولېږه او تر هغه وروسته يې گلبدين اوبيا دجميعت ډله يوپه بل پسې په پاکستان کي ومنل اوهلته يې دهغو په روزنه پيل وکړ.
۲/ پسله هغه چې په افغانستان کې دولتي واک مرحوم نورمحمد تره کي ترلاسه کړ ،غرب په اشاره ددې ډارنه که په افغانستان کې دغه غورځنگ بريالی شي ،اوهغه څه چې داگوند وايي پلي شي په هغه صورت کې به له يوې خوا په پاکستان او ايران کې امريکا پلوه حاکمانو حاکميت له جدي خطر سره مخامخ شي ،اوددغو هيوادو ولسونه به په افغانستان کې دمثبتو تغيراتو په ليدلو سره دخپلو حاکمانو دقدرت دماڼۍ دړنگېدو پر خلاف راپورته شي، متاسفانه دغه گوند هغه څه چي په خپله کړنلاره کې ليکل وه پياده نکړه دگوند داخلي ستونزي ،دحکومت کولو تجربه نلرل اودجامعي عيني واقيعتونوته دقيقه پاملرنه نه کول ،دا اويوشميرنور کورني اوبهرني دلايل او فکټونه ددې باعث شول چې افغان ولس پر مخ دسوکالۍ پر ځاي دبدبختۍ دروازې پرانيستل شوې . دبلي خوا دساړه جنگ په دوران کې غربي نړۍ او امريکا په هيڅ ډول په سيمه کې دشوروي دسياسي او اقتصادي نفوذ دپراختيا موندلوسره موافقه نه وه . امريکا او غربي هيوادودپاکستان دآي اس آي داستخباراتي سازمان په مرسته دهغو پذريعه چې دمرحوم داودخان دحاکميت پر ضد يي روزلي وه دافغانستان په کورنيو چاروکښي پدې نامه چي دمرحوم نورمحمد تره کي پلويان اودحاکم گوند غړې کافران دي ،داسلام له مقدس دين له نامه نه يو ځل بيا ناوړه استفاده پيل کړه ،خلک دحاکميت پر خلاف جگړې او بغاوت ته تشويق سول . دهمدغه کال په مني ضياالحق په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغۍ اوپه پغمان کښي يې دنورمحمد تره کي سره په خبروکي دغه ټکي ته په ډيرو دپلوماتيکو پېچلو الفاظواشاره وکړه که چيري دافغانستان نوی حاکميت دډيورند کرښه په رسميت وپېژني پاکستان حاضر دی دافغانستان سره ډيري مرستي وکړي او دکډوالو ددباره راگرځېدوزمينه برابره کړې . نورمحمد تره کي په ځواب کې ويلي وه : ((. . . دپاکستان خواريکښان اوعام ملت دافغانانوورڼه او دوستان دي،موږ دپاکستان په داخلي چاروکي دمداخلې کولو اراده نه لرو،خو دپښتنو او بلوڅو دملي خوداراديت غوښتلو دهيلو،دبشر دحقوقو داعلاميو او بين المللي قوانينو سره سم په سوله ايزلارودحل کولو حمايه کوو.دسرحدي کرښو منل اونه منل زموږ دانقلابي دولت دواکهوتلی کاردی ،اودپښتونستان مسله داستعمار له دوري څخه راپاته سوې لانجه ده ،پدغه هکله دافغانستان دلويو جرگواودخلکودارادو پرته څه نشو ويلاي )). هغه وخت چې په ۱۹۷۹م کال دسپتمبر په مياشت کې نورمحمد تره کی دناپېيلو هيوادو په کنفرانس کي دگډون لپاره کيوباته تللی و ،هلته هم دهغه او ضيا الحق تر منځ په خبرو کې دا مسله دضيا الحق لخوا يو ځل بيا ياده شوي وه ،خو دتره کي لخوايې هغه په پغمان کې ورته ويل شوی جواب يوځل بيا تکرار واورېد .
۳/ افغانستان ته د پخواني شوروي ترراتگ وروسته ډير شمير افغانان پاكستان ته كډوال شول، پاكستان د((اسلام پوله نه پيژني)) تر مذهبي شعار لاندي وغوښتل د ډيورند د كرښي شخړه د ځان په ګټه حل كړي وتوانېدلاي شول د اول ځل لپاره د ګلبدين حكمتيار لخوا د پاكستان او افغانستان تر منځ د كانفدراسيون وړانديز وکړي ، د افغانانو د ډير ستونزمن حالت سره بيا هم هيچاددغه پلان او شعار ملاتړ و نه كړ.
۴ / كله چي گرباچف دگوند په کنگره کې له افغانستان څخه دخپلو پوځونو دايستلو اعلان وکړ، د پاكستان دهغه وخت صدراعظم محمد خان جونيجو د ژنيوا دسولي تړون دلاسليك په هكله د پاكستاني ګوندونود ملاتړ ترلاسه كولواود هغوي سره دمشورې په خاطر د پاكستان د ټول ګوندونو په گډون يوه پراخه غونډه راوبلل ، په دغه غونډه کې د پيپلز پارټۍ مشري ((بي نظير بوټو))چې اوس دحق اوعدالت چيغې له لندن څخه وهې غوښتنه وكړه چي پاكستان بايد د ژينواد تړون د لاسليك په بدل كي له افغانستان نه وغواړي ترڅو د ډيورنډ كرښه د دواړو هيوادونو درسمي سرحدي پولي په توګه په رسميت وپيژني .
۵/ په كابل كي د قدرت په سر د تنظيمي جګړوپاکستان ته دمجال ورنه کړ چي دمجددي اويارباني نه دډيورند دکرښي دمنلو غوښتنه وکړي ، په هيواد کښي حالاتو داسي تغير وخوړ چي پاکستان او امريکاپه گډه په افغانستان کې دپه اصطلاح جهادي تنظيمو دحاکميت پر ځاي دطالبانوپه نامه يو حرکت له پاکستان څخه پيل اوډير ژريي دحاکميت پرگدۍ کښيناوه ، داچي دغه حاکميت څومره وکولاي شول دپاکستان اوپه پاکستان کي دافراطې اونسټپالو ډلوکرغېړني موخي پلې کړي دابل سوال دئ اوداچي ولي امريکاوغوښتل په خپل لاس قدرت ته رسولي دومره ژر له واکه گوښه کړې نن زموږ دغبرگون ليک موخه نه ده ،يوڅه چې موږ ته څرگند دی هغه دادی چې ، دهمدغو طالبانو چې ترهمدا اوسه ددوي په مالي اومادي مرستوپه افغانستان کې په جگړه مصروف دي ،افغاني وجدان داونه منل چي خپله خاوره پر تورلينگيو پاکستانيانو خرڅه کړي ، يو هیأت دسرحداتو دوزير مولوی جلال الدین حقانی په مشرۍ د پاكستان دصدراعظم نواز شریف سره دخبرو لپاره پاکستان ته ولاړ اوهلته يي دپاکستاني چارواکو نه وغوښتل چي خپلې تاڼې بيرته هغو ځايو ته چي مخ کښي له جهادنه ( دسردارمحمد داؤد خان په وخت کې وې )انتقال کړې .پردي موافقه وشوه چې دواړي خوادي دکرښي دپخوانۍ نقشي له مخي موافقي ته سره ورسېږې . دډيورنډ دکرښي دسرنويشت په هکله طالب چارواکو وويل چي تر اوسه موږ ټول افغانستان تر خپل سيا سي نفوذ لاندي نه دی راوستلۍ او نړيوال هم دوي په رسميت نه پېژنې او داسي يوه شورا چي وکولاي شی دافغانستان دټولو خلکو استازيتوب وکړي هم نشته چي پدې هکله تصميم ونيسي ، ځکه نو خبره راتلونکی ته پاته شول ،دوي داړينو نقشو د پيداکېدو په تلاښ کې شول چي پنځلس ورځې وروسته تر دغو مذاکراتو نواز شریف له واک نه ايسته هر څه بي نتېجې پاته شول .
اوس د ترهګري سره د مبازري په پلمه پاكستان يو ځل بيا غواړي دا كرښه پرافغانستان په رسميت وپيژني اود همدي خامي هيلي د پوره كيدو په خاطر مشرف په ۲۰۰۵ م کال هغه وخت چي دملگروملتو دسازمان په غونډه کي دبرخي اخيستو لپاره امريکاته تللۍ و دامريکا له بهرنيو چارو وزيري کاندوليزرايس سره په خبروکي دا وړانديز وکړ ددي لپاره چې دپاکستان څخه ا فغانستان ته دترهگرودتيرېدو مخه نيول شوې وي اړينه ده چي د افغانستان او پاكستان پرپوله اغزن تارونه وغځول شي . دسياسي څېړونکی پدي باور دي ، پردي سره بيره چي پاکستان پدي ښه پوهيږي چې ددواړو هيوادو تر منځ سرحدي معضله تر اوسه نده حل شوې دداډول وړانديزپه وړاندي کولو سره نوې سياسي ستراتېژې مطرح کوي .
دپرويزمشرف داوړانديز دکرښي دواړو خوا پرتو ولسونو دسخت غبرگون اونفرت دڅرگندولوسره مخامخ شو ، خوپاکستاني چارواکو دا ځل هغه څه چې په ديگ کښي وه په کاسه کي راويستل ، د سرحد ايالت ګورنر خليل الرحمن وويل : څرنگه چي د ډيورنډ دكرښي ميعاد تير شوی دی د پاكستان حكومت بايد د افغانستان حكومت سره پدې هکله خبري وكړي ترڅو يو نوي تړون لاسليك شي . دا و هغه شف شف !
دپاكستان دټولو هڅو محور همدا دی چي افغانستان بايد دډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني ، اوس چي افغانستان د ترهګري سره په جګړه کې بوخت دي د پاكستان لخوا د ډيورنډ پر كرښه په ه بڼه چې کيږي دسرحد په توگه وپېژندل شي .
داپداسي حال کې چي پدا ټوله موده کې د ډيورنډكرښه نه افغانانو او نه هم دکرښي هاخوا پرتو قومونو لپاره دمنلو وړ گرځېدلې ده، د پښتنو اوبلوڅو ټولو هغه سيمو چي اوس د پاكستان په ولكه كي دي ، سرنويشت بايددنړيوالو منل شوو اصولواو دبشر دحقوقو داعلامي پر اساس ددواړو خوا دپرتو قومونو ديوي باصلاحيته مقام چي دولس دواقعي ارادي څرگندونکی وي ددپرېکړې له مخي وټاکل شي .
د سپتمبر دخونړيوپيښونه وروسته دپاكستان پوځي حكومت دطالبانودپلوي نه په ښكاره لاس په سر شو،اودتروريزم په وړاندي دنړيوال ايتلاف ديوه متعهد غړي په توګه يي دتروريزم په ضد جګړه كي دفعال رول لوبولودروغجن سياست پلي کول پيل کړه،دامريکا اونړۍ دنورو هيوادنه يې پدې نامه تر ((پنځه ميليارډه )) زيات ډالر ترلاسه کړه .
په افغانستان كي ناامنيويوځل بيا دتروريزم سره دمبارزي په هكله دپاكستان درول په اړه دافغانانو اونړيوالو سره يولړپوښتني اوانديښني راپيداكړې .
عملأ داټولوته ښكاره شوه چي زموږ په هيوادكي دوروستيوناامنيو او کورنی تاوتريخوالي اساسي عوامل دپاكستان له خاوري راولاړ شوي دي ،دهيوادپه جنوب اوجنوب لويديځوسيموكي دامنيتي ځوا ك و نو دعملياتوپه ترڅ كي چې كوم ترورستان نيول شوي له هغونه داسي شواهد اواسناد لاسته راغلي چي په ښكاره توګه زموږ په هيوادكي دپاكستان دلاسوهنو شاهدي ورکوي ؛خوپاكستاني مقامات دالاسوهني نه مني ،اوپه زياته سپين سترگۍ سره داسي ښي چي پاكستان دتروريزم په ضد جګړه كي په رښتياسره دافغانستان پلوی او له نړيوالو سره يوځاي ديوه وفادارغړي په توګه دتروريزم پر ضد مبارزه کوي ،په داسي حال كي چې د افغانستان په ناامنيوكي دپاكستان مستقيم اوانكارنه منونكي لاس وهنو باندي پدې ورستيو کښي دبهرنيو هيوادو مشرانو هم اعتراف وکړاو څرگنده يي کړه چي ترهگر اوځان وژونکی په پاکستان کي تربيه او افغانستان ته رالېږل کيږي ،دهالنډدصدراعظم ،هسپانې ،المان ،ايتاليا اوکانادا دځينو مشرانو څرگندوني زمورږددې ادعاد بهترين ثبوت بيلگې دي . پدي ورستيو کښي دامريکا دبهرنيو چارو وزيري ،په خپله دامريکا جهمور رئيس جورج بوش او دامريکا دسفير په ځينو څرگندونو کي له ورايه معلوميږي چې دوي هم دامني چي پاکستان دتروريزم پرخلاف مبارزه کي افغانستان او نړيوا غولوي .
دپرويز مشرف وروستی سفر په درشل کې د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس پخپله يوه وينا کي په ډاگه وويل : افغانستان به هغه وخت سوکاله شي چې پاکستان ژمنه وکړي چې دغه هيواد کې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي . . . پاکستان بايد د ترهگرو سرچينې وچې کړي . بي بې سې
کله چي پر پاکستان دنړيوالو لخوا فشار راشي بيانو پاكستاني پوځيان او آي اس اي دلاس وهنو څخه په انکار سره ،دالاس وهني دپاكستان دمذهبي ګوندونوكارګڼي .
پښتون سياست وال او څيړونكي افراسياب خټك دطلوع تلويزيون سره ديوي مركي په ترڅ كي دپاكستان دمداخلوپه هكله وويل چي : څه موده مخكي دپيښوردقول اردوقوماندان جنرال صفدرحسين ويلي چي طالبان له سره راغونډيږي اودپاكستان مذهبي ډلي له دوي سره همدردي لري ،دخپلوګوندونوكسان ورسره ملګري كوي اوافغانستان ته يي ليږي ،خووروسته دپاكستان دمذهبي ګوندونواتحاد ( ايم ،ايم ،اي ) داخبره ردكړه اوپه دي هكله مولانا فضل الرحمن يوبيان وركړاوڅرګنده يي كړه چي دامذهبي ګوندونه ،نه دي چي افغانستان ته دوراني لپاره كسان ليږي ،بلكي داپخپله دپاكستان حكومت دي چي داكاريي پيل كړي اوپه دي لړ كي يي دمانسهري ديوه نظامي كمپ يادونه هم وكړه چي په دغه كمپ كي زيات شمير كسانوته نظامي زده كړي وركول كيږي اوبيا افغانستان ته دورانيولپاره ليږل كيږي ؛ دپاكستاني مشر جنرال پرويز مشرف دمولانا داخبره په كلكه وغندل اوپه ښكاره يي وويل :چي دادمولانا فضل الرحمن دجميعت العلما ګونددی چي له طالبانوسره همدري اوهمكاري لري ،طالبانوته يي پناه وركړې اود هغوي سره يوځاي افغانستان ته خپل كسان ليږي اوپه افغانستان كي ترورستي اعمال ترسره كوي .
افراسياب خټك زياته كړه چي دجنرال مشرف داڅرګندوني څه ساده خبري نه دي داډيري جدي خبري دي ،داپه پاكستان كي دحكومت اومذهبي ګوندونوترمنځ ديوه نوي سياسي كړكيچ شروع ده . افراسياب خټك وايي : دتروريزم سره دمبارزي اودافغانستان په هكله دپاكستان سياست رښتيانی سياست نه دي د همدغه دروغجن سياست له امله پاكستان ته داټولي ستونزي اومسئلي راولاړي شوي دي پاكستان ته په كارده ترڅودرښتيني سياست لاره غوره كړي اودتروريزم سره دجګړي په ډګر كي خپل رغنده رول ولوبوي ،او دافغانستان په وړاندي ددښمني اودوه رنګي له سياست نه لاس واخلي .
دپاكستان مشهورژورناليست احمدرشيد هم په افغانستان كي دپاكستان دمداخلو، دپوځي حكومت اومذهبي ګوندونوداختلاف په هكله پخپله يوه وروستي مركه كي وايي : ما په دي وروستيوورځوكي دافغانستان دپيښوپه هكله دجنرال پرويزمشرف سره دوه نيم ساعته ناسته لرله ، اوله هغه نه مي دافغانستان دپيښو اومداخلو په هكله پوښتني وكړي ، هغه په ښكاره وويل چي دامداخلي نه دپاكستان دپوځ له لوري اونه هم دپاكستان داستخباراتو(اي ،ايس ،اي ) له لوري دي داټولي مداخلي دمولانا فضل الرحمن دګوند له لوري ترسره كيږي ،دغه رازهغوي زياته كړه چي ځيني مذهبۍ كړۍ په كويټه كي شته چي دطالبانوسره مالي اولوژيستيكي مرستي كوي ،همداډول يوشميركسان دپيسوپه وسيله راغونډيږي اوافغانستان ته دورانيولپاره دطالبانوسره يوځاي ليږل كيږي . جنرال مشرف په خبرو کې يې داسي وښودل چې گواکي دمذهبي ډلو په دغو مداخلو کې همغاړۍ نه دی ،پدې صورت کې کيداي شي دجنرال مشرف نه پوښتنه وشي ،دغه مذهبي ډلي چې هغه ورته اشاره وکړه په پاکستان کي اوسي؟ دپاکستان قوانين مني؟ ايادوي رسمي فعاليت نه کوي ؟اوپه دولتي اړونده ارگانو کې ثبت نه دي؟ ايادوي په پارلمان او سوبه يي حکومتوکې استازي نه لري؟ اونوري . . . اياجنرال صاحب له دېنه سترگې پټو ي کله چي دپاکستاني واکدارو اړتياوي دوي مظاهرو او بيرغوسوځولوته دشارواټونوته راباسي ؟ دآي اس آي او دغو مذهبي ډلو تر منځ دډيرو نژدې او محکمو اړيکو څخه سترگي پټوي ؟ داهر څه تر لمر روښانه فاکټونه دي له هغوي منکرېدل دافغان ولس اونړيوالو په سترگوکښې دخاري اچولو مفهوم لري اودهيچا لپاره داراز څرگندونې دمنلو وړ نه دي .
په پاکستان کې دجمعيت العلماي اسلام مشر مولانا فضل رحمن بيا ټولي نړئ ته په جار سره وويل چي اوس ، ترهگر ان دوزيرستان له لاري افغانستان ته ليږدول کيږي اودمانسهري په پوځي کمپونو کي روزل کيږي ،مولانا نه يوازي داچې له پاکستان څخه افغانستان ته دترهگرو درالېږلونه پرده پورته کړه دايي هم نړيوالو ته څرگنده کړه چې دما نسهري په سيمه دروزلو کمپونه هم شته . مولانا صاحب ته بايد څرگنده کړوچې موږپدي کوټلی باورلرو ،دترهگرو دروزلو داسي کمپونه چې يووازي دپاکستان استخبارات ،پوځې او دولتي اړونده چارواکي پري خبر دي ډير شته .
دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر اسفنديار ولي واضح او څرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دي ترسره کړي ،هغه زياته کړه د پاکستان له لوري اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جگړه روانه ده ،اوپه افغانستان کې يې دروانو غلچکي بريدونو او ورستيو زړه بوږنوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يي کړه چې طالبان په يوازني دداسي منظمو حملو او بريدونو توان نلري .
دحاجي عمر چي په جنوبي وزيرستان کي يي ځان ددولت دمخالفو ډلو مشر باله پسله هغه چې دپاکستان دحکومت سره کابل ته دمشرف تر راتگ څو ورځي دمخه دهمکاری تړون لاسليک کړ وويل : دپاکستان ددولت سره مي قرارداد وکړ چې دپاکستان د مرکزي حکومت سره به جگړه نه کوي ،ولي په افغانستان کي دبهرنيو قواوپر خلاف به مقاومت ته دوام ورکوي ،دا ډول ويناوي ددې څرگنده بيلگه نه ده چې دا ښاغلی تر پردي شاته همدا اوس هم دآي اس اي په هدايت دافغانستان په پاکه خاوره کې دپاکستاني پوځيانو تور ارمانونه تر سره کوي ؟ که داښاغلی دومره پر اسلام مين او فدايي وي کېداي شي فلسطين ته ولاړ شي، ولي هلته نه ځي ؟ ولي په خپله پاکستان کې دبهرنيانو پر پوځې اډوباندي دجهاد ږغ نه پورته کوي ، په پنجاب او اسلام اباد کي څه تيريږي ؟ او نور داسي په سلهاو ولي . . . ! دليل يې روښانه او څرگند دی دپاکستاني چارواکو دته دداډول کړنو دستور نه دی ورکړۍ .
ښاغلې حاجي عمر اونوروهغوته چې دافغانستان مسلي ته مذهبي رنگ ورکوي يوازي دافغانستان دوتلي سياسي څيړونکی او ليکوال عبدالحميدمبارز پدې هکله نظر چې دپژواک خبري آژانس ته ويلۍ کاپي بولم هغه وايي : (( بنيادگراها و ISI پاکستان يکى شده ،مردم ما را تحريک مى نمايند.)) هغه زياته کړه دافغانستان موضوع مذهبي بڼه نلري ،که افغانان نه واي اوس به دهر پاکستاني نوم هيره سنگ اويا هيرالال واي ،پاکستان موږ ته اسلامي ښوني نشي کولاي ،دا افغانان وه چې دوي ته اسلامي ښووني وکړې .))
همدا ډول داکترنورانى څېړونکی او ورځپاڼه ليکونکی دمبارز صاحب دخبرو په تايد وايي : (( اين سياست تحريکى حلقات معين احزاب اسلامى و ISI است که افغانستان را اشغال شده براى مردم ما نشان ميدهند و تبليغ مى نمايند.)) نوموړی وړاندي وايي :(( اين مسلم است که طالبان حمايت گر بيرونى دارند و پاکستان مردم ما را تحريک مى نمايد، تلاش مى نمايد که رهبرى پروسۀ فعلى جهانى را در ارتباط افغانستان بدست گيرد .)) نوموړئ وړاندي وايي : ((همچنان پرتو نادرى مدير مسؤول مجلۀ جامعۀ مدنى و کارشناس ، به آژانس خبرى پژواک گفت که سياست ستراتژيک پاکستان اصلاً تغير نکرده به ظاهر چاره اى ندارد تا خود را عضو ائتلاف ضد تروريزم نشان ندهد،اما در حقيقت تا زمانيکه امتياز خود را در ارتباط خط ديورند نگيرد، آرام نمى نشيند.))
حبيب اله رفيع هم دامني چې : (( پاکستان غواړي چې افغانستان ناارام پاتې شي او له دې نه هغوى ګټه واخلي دډيورنډ دکرښي سهيل ته پراتو قومونو کور واکي له منځه يوسي ، دا پاکستانى خپرونو او لاس پوڅو ته چې هر رنګه ISI ډول وهي هماغسې ورته اتڼ کوي .))
دپاکستان مشر په خپل وروستي سفر کې دخبريالانو سره په مرکه کښي ومنل چې چې ځينې القاعده او وسله وال طالبان لا هم د دوى له خاورې افغانستان ته اوړي خو د دۀ په وينا يې مخنيوى خورا گران دى . داچې ولي گران دي دا هغه پلمه ده چې پاکستاني چارواکي يي په يوه اوبله بڼه وړاندي کوي
د ډيورنډ كرښي نه هاخوا د قبايلي سيمو پښتانه اوبلو څ کور واکي درلوده پنجابي واكمني يې په پوره توګه نده منلې، پاکستاني جنرالان د ترهګري سره د جګړي په نامه غواړي هغه ټولي قبايلي سيمي چي تراوسه يې يو څه خپلواكي درلوده ترخپلي ولكي لاندي راولي .
په قبايلي سيمو خپلي واكمنی ته د پراختيا وركولو په لوبه كي په افغانستان كي ورانكاريو ته د لمن وهلو له لاري د ترهګري پرضد د جګړي په اوږدېدوكي يو بل عمده هدف هم لري ،پدې نامه پاکستان دقبايلو پدغو سيمو کښي تر
(( ۸۰ ))زره زيات پوځ ځاي پر ځاي کړ او )) ۷۶۱ ))پوستې يې جوړي کړې که دا ((۸۰))زره پر ((۲۴۰۰))ووېشو نو معلوميږي چې پر هر کيلو متر څومره پوځي کسان پراته دي . طبعي ده چې دپوځي اکسان به وسله اودرادار وسايل هرومرو له ځان سره لري ؟ غير له هغه نشي کيداي يوسيمه وساتل شي ،اوس تاسو فکر وکړۍ چې د دغه پوځ په موجوديت کې ترهگر له پاکستان څخه راتيرېږي اوتر عملياتو وروسته دوباره په ډاډه زړه پاکستان ته ځې مگر دوي يې نه ويني ؟؟؟ واقيعت دادۍ چي دا پوځ دکرښي نه دترهگرو دراتيرېدودمخنيوی لپاره نه دی ځاي پرځاي شوۍ په همدي پلمه داپوځ پدغه سيمه کې ددې سيمي دخلکودعنعنوي اوتاريخي کور واکی دله منځه وړلو اوهلته دپاکستاني جنرالانودظلمونو او تيريو په مقابل کي دپاڅون دځپلو په خاطرځاي پرځاي شوی دی ؛ او تر څوچې داجنرالان لازم وبولي هلته به پاته وي .
دهرالد تريبيون ورځپاڼي چې بريتانيا کې چاپيږي ، دروان م کال دجوزا دمياشتي په څلرمه نيټه دپنجشنبې دورځي په خپرې شوي گڼې کې په افغانستان کې دنا اراميو دډيرېدواو دپاکستان داستخباراتي سازمان ( ISI ) درول په هکله دنړی مشهور ليکوال امين صيقل په خپله مقاله کې ليکي : ((تحليلگران استخبارات (سازمانهای جاسوسی) غربی به صورت گسترده ای معتقدند که بدون حمايت پاکستان و اجازه استفاده از قلمرو اين کشور، طالبان نمی توانستند تا به حدی که امروز ديده می شوند، منسجم شده و قدرت مقابله با ارتش افغانستان و نيروهای ائتلاف را پيدا کنند.)) هغه وروسته ليکي(( حتی اگر ژنرال پرويز مشرف رييس جمهور پاکستان، شخصا به سياست عدم دخالت در افغانستان متعهد باشد، نمی تواند ادعا کند که سرويس استخبارات اين کشور و همچنين نيروهای بنيادگرای اسلامی، چنين تعهدی را رعايت می کنند. نيروهای بنيادگرای پاکستانی باور دارند که دير يا زود نيروهای ائتلاف از افغانستان خارج خواهند شد و اين امر راه را برای تعيين سرنوشت اين کشور توسط همسايگانش هموار می سازد. دليکونکی په وينا ((با درنظرداشت اين مساله، پاکستان می خواهد در جايگاهی باشد که بتواند منافع خود را در آينده افغانستان حفظ کند و مانع تقويت حضور ديگر بازيگران منطقه به خصوص هند و ايران (در افغانستان) شود)).
هرالد تريبيون پدي باور دی چې (( آمريکا بايد اولويتهای استراتژيک خود را دوباره تعيين کند و خاطرنشان می کند که آمريکا نمی تواند وعده های خود مبنی بر ايجاد صلح، ثبات و بازسازی در افغانستان را عملی کند، درحالی که از طرف ديگر با پاکستان نيز به عنوان يک متحد استراتژيک خود، به نرمی رفتار می کند)).
پاكستاني جنرالان او مذهبي بنسټپال پدې فكر دي چي امريكا او اروپا ديوي اوږدي جګړي توان نلري او په دي توګه به بالاخره لکه روسان له سيمي نه وتو ته به اړشي ،په هغه وخت کښي به پاكستان وكولاي شي يو ځل بيا په افغانستان كي خپله اغيزمنتيا پراخه كړي او دلته د سياسي لوبو نوښت په خپل لاس كي واخلي، اوکه دناټو پوځونه دلته پاتي هم شي نو پاكستان ته به دسيمي د امنيت په ټينګولو كي نسبتاً يومهم رول وركړي او په دي توګه به بياهم پاكستان وكولاي شي د افغانستان په راتلونکو پيښو كي به موثر رول ولوبي . اوپه پراخ لاس به وکولاي شي په حکومتونو کښي خپل لاسپوڅي ځاي پر ځاي کړي ، په هغو صورت کښې به هغه خطر چي د يو آزاد، مستقل، اوځواكمن افغانستان په توگه دوي احساساوه له منځه ولاړ شي . پاكستاني جنرالان په دي تمه هم دي چي ښايي ناټو او نړيوال ائتلاف بالاخره پاكستان ته دسيمي دامنيت په ساتلو كي يو عمده رول وسپاري، پاكستاني جنرالان په دي باور دي چي كه دا كار وشي نو پاكستان به يوځل بيا وكولاي شي په افغانستان كي ستراتيژيكه برلاسي تر لاسه کړي .
نور بيا