په جنګي کلاخراساني افغانستان کې پښتوژبه له سترګواښ سره مخ ده!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


١٣٨٤ /دکب مياشت/ درېنۍ/خادم کوچى

له کلونوکلونودربارچلونې سره سره پښتانه تراوسه پورې په دغه کارنه دي پوهه شوي چې دغوخلکوپه خپله خوښه پاړسوژبه ويله اوکه ددغه خراساني افغانستان په خلکوباندې درباري پاړسوورتپل شوې وه،دخراساني افغانستان پوهانو،ليکوالواوسياستوالوتراوسه پورې په خپلوويناوو،ليکنواوکاري کړنو کې خپلوخلکوته داسې نه ده روښانه کړې چې دغه ژبه اوخلک په بيابياډول زموږپه هيواداوخلکوباندې راتپل شوي دي،ځينې هيوادونوهڅه کړې ده چې دغه توکمونه اوپورې اړوندې ژبې زموږپه خاوره اوخلکوباندې په يوتپل شوي ډول ومني،دخراساني افغانستان پښتنوپتياليومشرانواوکشرانوته دپېغور اوننګ خبره نه ښکاره کېږي چې په دغوجنګياليواوتورياليوپه وچزوره دسياسي چلولټيوله مخې درباري پاړسوويل کېدله اوپرې ويل کېږي، دخواشينۍځاى داده چې ترډېره پورې دغوشازلميوپه وياړسره دغه کارته سرټيټ کړى دى.
ډېرخلک دي چې دخراساني هيوادونوداغېزپه اړونديې ژورغورنه دى کړى خوکله چې افغانستان اوددغه هيوادخلکودنړۍديووالي اونيږدېوالي په يوډول سياسي بهيرکې ديوځاى کېدلو،ورګډېدلواوپيوستون هڅه کړې ده دغه خراساني افغانستان دخراساني هيوادونوله سياسي اوسيميزاغېزڅخه خپله خاوره اوخلک نه شي ژغورلى،خپله خپلواکي نه شي ساتلى دخپلوخلکو دټولنيزواوژبنيوبرخو ياحقونوساتنه اوژغورنه نه شي کولى دنړۍله پرمختللي بهيرڅخه بېرته دخراسان په لورټېله اوتمبول کېږي.
پخواني تورکي پښته يانژاده هيوادونه،تاجکستان اواېرانستان تل هڅه کوي چې دافغانستان دمشرتابه اودربارله لارې په خراساني افغانستان کې نورې ژبې پياوړې کړي،هغوى ته کاروکړي دهمدغوژبوله لارې خلکوته کاراوګټه ورکړي، له بل پلوه دغه خلک اوهيوادونه ددغه څه وړتياهم نه لري چې پښتوژبه اوپښتانه ديوګاونډي په ډول ورسره پورته کړي لکه کلونه کلونه چې پښتنودغه وړتيااوکه ناپوهي ښودلي ده چې په خپلوخلکواوژبه باندې يې نوروته دلومړيتوب ځاى ورکړى دى خپله ژبه اوخلک يې وروسته کړي دي.
دهمدغه ډول ستونزواولاسوهنوله امله ده چې په خراساني افغانستان کې پاړسوژبه وده کوي،دهرې ورځې په تېرېدوسره پښتانه په دېګانانواوبياپه باباګانوبدل شوي دي،پاړسي ښوونې،روزنې پاړسي واکمنۍ اوادارې پراختياموندلې ده،دپښتانه کام اوپښتوژبې لمنه ورو،ورولنډېږي تردې پورې چې په وروستيوکلونوکې پښتوژبه له مليتوب څخه درسميتوب تش نوم ته راوغورځول شوه،دخراساني افغانستان په راډيوګانو،ټلويژنونواونوروخپرونو کې پښتوژبې ته ټيټ،وروستى اوکم ځاى ورکول شو.
له همدغه توپيري چلندسره سره دهمدغوخپرونوله لارې دخراساني افغانستان خراساني ارباب ډوله،دربارپال،درباري،براوځينې لرپښتانه له پاکستان سره دوښمنۍ،غليمتوب،ته هڅول اوګومارل کېږي دتورکانواومغلوګډوله هيوادونه دپاړس خراسانيان، شوروي سکلېټ اودهندتورپوستان په غزنوي اواحمدشاهي سلايي ددغوخلکوسترګې ورتوري دخپل ټونګ اولمسون په مرسته غواړي چې په سيمه کې دغه خلک دتورياليواوجنګياليوپه نوم تل ترتله له پاکستان سره غليمان اووجنګوي ترڅوخراساني افغانستان دخراسان په غېږکې پروت پاتې شي اوياداچې دخراساني اوپاړسي افغانستان په نوم باندې سيمه داسې ورانه ويجاړه کړي لکه دجنګي کلادهرځاى وران کنډرونه.
له همدې امله به وي چې دخراسان دربارپال اودربارميزاجه خراساني پښتانه به تل په خراساني هيوادونوتکيه کوي تل به يې ددغې سيمې لنډه اوتنګه لمن نيولې وي،له هغوى سره نيږدېوالى،يووالى اوخراساني دريځ به بيادپاکستان دنورې ناکرارۍ،وېرې اوکرکې لامېل کېږي دغه ډول سياسي لوبې اوکبډي به دشخړوپه پنځولوکې مرسته کوي دخراسان اربابان اوچاپه اندازان به له يوې خواپه خراساني افغانستان کې دپښتوژبې جرړې اوريښې غوڅوي له بل پلوه به دهنداوشوروي سکلېټ په انډيوالۍسره دخراساني افغانستان اوپاکستان ترمنځ په شخړواوجګړوکې مالي مرسته کوي ترڅوپه سيمه کې په لږاورباندې ډېر تېل وشيندي،دهمدغه ډول ستونزوامله به وي چې پښتوژبه اوپښتون کام به له دواړولوريوڅخه غوڅېږي اوځورېږي.
بريالي اوسئ.