د شاغلي علی احمد ( راصد ) دلیک په جواب کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرور ميړن

سره له دی چه د محترم علی احمد لیکنه سر تر پایه د املا یی او انشایی غلطیو څخه ډکه ده ،خوبیا هم د نومړی دلیکنی څخه ما دا نتجه تر لا سه کړه چه دي تر اوسه پوري لا هم په هغه پخوا نی مرکب با ندی سپور ده،او د تش په نا مه پیر ، سید او اغا دلا س مینڅلو اوبه څښې او هر څه په پټو ستر ګو قبلوی اوملا تړ ور څني کوی او ښو ته بد او بدو ته ښه وایی .اود کومی شخصی عقدی په اساس چه ممکن ده هم کوم تکلیف لیدلی وی دهیواد ټولی قضا یاوی دهغی عقدی په وجه څیړې دیوی سپږی په خاطر خپلټول پوستین اور ته لا هو کوی .
ګرانه دوسته دپښتو ژبی يو ډیر ښه متل ده چه وایی: طبیب هغه ده چه رنڅ یی تیر کړی وی ،مونږ طبیبان یو او درنڅ او جګړو ښه تجربه لرو،ستا په شانی مو په یوه ګلا س چای باندی یو سا عت وخت نه دی مصرف کړي ،مونږ ډیر هغه خلګ چه څان ته به یی مجا هد ویل ولی دخپلی شخصی ګټی په خاطر یی جهاد خرڅ کړي دی او دشهدانو په وینو با ندی یی تجارت کړ ی دی پیژنو او اوس هم ګورو چه تر اوسه وهغه تجارت ته ادامه ور کوی ،ته لږ څه حو صله پیدا کړه او دعا جلی څخه کار مه اخله ،دتاریخ څخه هیڅ شی پټ نه پا ته کیږي او هم دخلګو دذهنونو څخه نه وزی ،ته به پس له دی څخه ډیر هغه څه واوری چه تر اوسه به دی نه وی اوریدلی .او تاریخ او خلګ به ډیری پټی تورې چهری افشا کړي، لکه چه د اسحق ګیلا نی صاحب دچهری څخه پرده پورته شوه او تا هم هغه ته دجا سوس خطاب وکړی ډیر نوری داسی چهری شته چه هغوی لا ته تر اوسه تا نه دی پیژندلی .
په پخوانی حکومت یعنی دمجاهدینو څخه مخکی حکومت کی پاکو مسلمانانو وظیفه اجرا کوله او شپه اوورڅ وطن او خلګو ته په صادقا نه خدمت کی حا ضر ول،یوازی داسلام دپاک اوسپڅیلی دین ددښمنانو په ضد یی ایمانی او وجدانی وظایف اجرا کړی دی او همدا اوس یی هم اجرا کوی ،او هیچا ته یی اجازه نه ده ور کړی چه دبهر نیانو په مشوره دافغا نانو په سر نوشت با ندی لو بی وکړی،را شه که رښتیا ته څان پاک مسلمان ګڼی ته خپله قضا وت وکړه چه د شورویانو داشغال په وخت کی دهغوی کوم شخصی زندان په افغا نستان کی موجود وو ؟چه په هغه کی دی افغانان دشورویانو له لوری سا تل شوی وی اویا دی شکنجه شوی او تهدید شوی وی لکه چه نن ور څ دبګرام او یا قندهار او یا نورو دامریکا یا نو په شحصی زندانوکی کیږی وممکن ته دهغو افغا نانو له بدی وضعه څخه ښه خبر وی چه دافغا نستان په دننه کی په امریکایی زندانوکی شکنجه کیږی څکه چه ته هلته په مخابراتو کی وظیفه لر ی ،اوتر ما ښه معلومات لري دا يو کو چنی مثال دی .........وایی افغان مړ کړه ولی لمر ته یی مه اچوه .
د شهید داکتر نجیب اله په وخت کی هیح څوک داسی نشی ویلا ی چه کوم افغا ن دی روسانو بندی کړی وی او یا دی شکنجه کړ ی وی .څکه هر څه تر کنترول لا ند ی و ،وهر جا ته دقانون مطابق جزا ورکوله کیده ، نو که ته وایی چه ولی جزا ور کو له کیده دا بیله مثله ده څکه هر دولت څان ته قوانین لری ،الله (ج ) هم د ظالمانو او کافرانو لپاره دوزخ جوړ کړ ی دی او دپا کو او ریښتنو مسلما نانو لپاره یی جنت جوړ کړ ی دي.
--- تاسی ویوی ښه خبری ته اشاره کړې ده چه پا کستان وظیفه در لوده چه دبعضی سیا سی اشخا صو امنیت ونیسي ،دا ستا دنظر مطابق یوه قا نونی خبره ده ولی خو متا سفانه پا کستان ددی په څای جه دسیا سی شخصیتونو امنیت وسا تی بلکی ته شا هید یی چه دپاکستان ای ،اس،ای ډ یر افغا نی سیا سی ،اسلا می او جها دی شخصیتونه ترور کړ ی او وژلی دی لکه ښاغلی مجروح ،پکتیا نی ،جنرال نظر محمد اونور چه که غواړی زه اماده یم دټولو فهرست وروسته در ولیږم ،خو اوس با ید ته په دی پوه شی چه ای،ایس،ای یوازی خپل جا سوسان سا تل او دهغوی په کورونو با ندی یی پیری کولی ؟ که ستا سره داسی معلومات وی چه پاکستان بل دکوم سیاسی افغا نی شخصیت امنیت سا تلی دی هغه مونږ ته را وشیه ؟
زه نه پوهیږم چه ستا په نظر ته وچا ته شهید وایی ؟ زه خو دالله (ج) دکلام مطابق شهید هغه چاته وایم چه داسلا م ،وطن او ناموس ساتنی په خا طر خپل څان د تجاوزکارانو په مقابل کی قر با نی کړی لکه چه شهید داکتر صا حب نجیب الله دا کار وکړی و آی، ایس،ای اودهغو اجنتانو ته یی څان تسلیم نه کړي ،بله مهمه خبره داده چه دزړونو مالک الله (ج) دی او هیح شی دهغه څخه پټ نه دی ،دا فیصله دهغه لوی څښتن تعاله کار دی چه دڅمکی او اسمانونو مالک دی،دا دیوه په نامه پیر ،ملا،رهبر ستا اوزما خبره نه ده ؟ که ته هغه جاته ته شهید وایی چه په امر یکایی ،انګریزی،چنایی،عربی اوپاکستانی وسلو .دالرواوکالدارو یی دشخصی اهدافو په خاطر افغا نستان تیکه تیکه او خاوری ایری کړی او افغا نان یی په وینوکی ولمبول ممکن تا اشتباه کړی وی او داسلا م له شریعی قوا نینو څخه یو بی خبره انسا ن یی .باید دخپلی پوه سطحه لوړه کړی.
محترم داکتر نجیب الله چه کوم وخت دشها دت ومقام ته رسیدې هغه وخت نوموړي ریس جمهور نه و بلکی هغه یو بی دفا ع اوعا جز اسیر و چه تر نظارت لا ندی و او شپه اوورڅ دالله پاک په عبادت او دقران مجید په تلا وت مصروف و هغه دسهار لمنڅ او دقران پاک تلا وت کړی و چه دشها دت لوړ مقام یی په نصیب شو او په خبل وطن یی څان قربا ن کړ روح دی ښاد وی او دشمنان دی خوار او زلیل وي .
په اخیر کی زه يوه پوښتنه ستا څخه په ډیر احترام کوم او ستا څخه هیله لرم چه حتمی او ضروری یی جواب راکړی ،دغه اوسنی جاری جنګ چه دطا لبا نو او ملی اردو،ملی پولیسو ، امریکایانو ،انګریزانو .......تر منڅ په افغا نستان کی جریا ن لری او هره ورڅ په درجن درجن بیګناه خلګ په کی وژل کیږی ستا په نظر په دی کی کوم طرف ته شهید وایی او کوم طرف ته متجاوز او ظالم وایی ؟ مخکی خو دیوه کافر ملک عسکران په افغا نستان کی و او هغه هم دشهید داکتر نحیب الله دقر با نی په وجه ویستل شول مګرم اوس چه د ۴۰ کفارو ملکونو عسکر افغا نستان ته را غلی دی او ته هم دهغو دمخا براتو وزارت کی مامو ر یی ته څه فکر کوی چه اوس حهاد فر ض نه ده او که ته اوس هم واغا صاحب ،پیر صا حب او ملا صا حب ته انتظار لری چه هغو ی فتوا در کړی ،مګرم زه در ته وایم چه اغا صا حب ،پیر صا حب او په نامه ملا صا حب خپل کار کړ ی دې هغه پرون د۶لکو دالرو په مقا بل کی خپل څان خرڅ کړي او که دی او زه اوته ژوندی و ته به یی وګوری چه دی بیا څو څله نور هم په تور بازار کی لا س په لا س خرڅ شی ،به هر صورت هیله لرم چه ته زما څخه خفه نه شی که ته غواړی چه تر دی زیات نور ښه معلومات لا سته راوړی نو دټول افغا ن له لا ری زما سره په تما س کی شه زه به تر دی نو ر هم ډیر ښه معلومات ستا په اختیار کی در کړم .وسلا م میړ ني
یادونه : دعلی احمد پشپړه لیک په لا ندی ډول ولولی .


جاسوس جاسوس ته بدوایی



علی احمد راصد 06.08.2009 13:49

کله می چی د محترم سید اسحق ګیلانی په اړه په ټول افغان سایټ کی یو عنوان تر سترګو شو پدی نیت می خلاص کړ چی ښایی څه نوی مطالب به پکی وی سره لدی چی زه دافغان بیسیم له ضعیف GPRS څخه د انترنټ کار اخلم کله کله غوړاو په زړه پوری سرلیک باندی کلک وکړم بیا نو یوه پیاله چای څښلوته پوره وخت لرم ترڅو هغه کړکی بیرته شی داځل هم زما یوه ګړی وخت پدی تیر شو چی دیوه جاسوس لیکنه می دهغه په اند دبل جاسوس په اړه له سره تر پایه وکتله چی له ښکنځلو او بد رد ویلو یی پرته نور څه نه لرل،لمړی کس ځان ته میړنی وایی چی دخاد دجهنمی اداری غړی چی په خپله لیکنه کی یی په ښکاره ورته اشاره کړیده ، دسید اسحق ګیلانی سره یی وروسته له هغی کتلی چی ده خپل راپور چی هغه به هم د څو بی وزله مسلمانو په اړه وه چی یابه یی په پنځه وخته لمانځه ټینګار کاوه یابه یی چیرته دلاسپوڅی رژیم بد رد ویلی وه او یابه یی چیرته لری خپلوان پاکستان ته مهاجر شوی چی له هغه سره په تړاو به یی دهغه د نیولو نخچه جوړوله،کیدایشی دی ده راپور به د دفتر رسمی راپور وه،هرڅه چی وه خو دی دیوی استخاباراتی اداری کارکوونکی وه چی خپل ټول تو ان یی د دی لپاره پکار اچولی وه چی څنګه دوخت یرغلګر روسان او دهغوی وحشی اداره KGB له ځانه خوشحاله کړی،زه سید اسحاق ګیلانی یواځی دټولو عامو افغانانو په څیر پیژنم داڅوکرښی یادښتونه می د میړنی صیب په لیکنه کی ولوستل چی هغه یی دبیلو استخباراتی شبکو پوری وتړه،هرڅه چی وه موږدومره خوشباوره هم نه یو چی دهر جاسوس خبره دی تایید کړو،الله جل جلاله په خپل سپیڅلی کلام کی فرمایی (کله چی تاسوته یو څوک فاسق کوم خبر دروړی په هغه کی غور وکړی ترڅو کوم چاسره په ټکر کی واقع نشی چی بیابه په خپلو کړو پښیمانه یاست )داسحق ګیلانی دریځ چی په راتلونکو انتخاباتو کی یی د ډاکټر عبدالله تایید وکړهم سم کار نه ګڼم په هر صورت دا دهغه خپل نظر ده،د میړنی صیب په لیکنه کی یوځای د شهید لفظ راغلی چی هغه یی هم دافغانستان په تاریخ کی یوه ستر لڼدغر مزدور صفته دخاد د اداری ریس نجیب ته ورکړی چی ټول عمر یی افغان مسلمان ولس یو ځل د خپلی تش په نامه ولسمشری په دوره کی په وینو ولمبول او بل ځل یی د خاد په اداره کی KGB ته په خدمت کی دا کار وکړ چی په نتیجه کی په میلیونونه افغانان بی کوره شهیدان او معیوب شوه،شهید یو اسلامی عربی لفظ ده چی په حقیقت کی هغه چاته ویل کیږی چی مسلمان وی او داسلامی نظام نه په دفاع کی د کفر او دهغوی دپلویانو لخوا وژل شوی وی داسلام د سپیڅلی دین لمخی دبل هر اند پلویان چی په جګړه کی مړه شی هغوی شهیدان ندی،نو بیا دکمونستی نظریی کلک پلوی او د کمونستی نظام لنډغر عسکرډاکتر په څه شهید شو؟راځو دیته چی د ه په پاکستان کی داسحق په کور کی پاکستانی ساتونکی لیدلی زه دیپلوماتیک معلومات نلرم خو دومره پوهیږم چی دلوړپوړو چارواکو ساتنه دکوربه هیواد دنده بلل کیږی،پوښتنه داده چی تاسو کمونستو وطن پلورو دکوم قانون لمخی دسرو یرغلګرو نه په دفاع کی ځان او ولس واژه؟