له العربيه چېنل سره د برطانيې د پارلېمان (دارالعوام) استازی او د دغه هېواد د احترام ګوند مشر جارج ګالوی مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حزب الله ته دهشت ګرد ويل د شرم خبره ده زۀ هم د اسرائيلو نابودی غواړم


د برطانيې د پارلېمان (دارالعوام) استازی او د دغه هېواد د احترام ګوند مشر جارج ګالوی له العربيه چېنل سره په مرکه کښې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې لويديځوال حزب الله، حماس او نورو اصول پالو ډلو ته دهشت ګرد وائی وويل دا خبره ډېره د شرم ده چې لويديځوال د حزب الله غوندې غورځنګ ته دهشت ګرده ډله وائی. زۀ خپله هم د اسرائيلو نابودی غواړم او هغه ورځ به ډېره زر راورسی چې نه يواځې حزب الله بلکې ټول عرب به د اسرائيلو نابودی وغواړی.
هغۀ زياته کړه د دهشت ګردو ډلو په لېسټ کښې د حزب الله غورځنګ شمېرل په دې دليل هم دروغ دی چې حزب الله د هغه حکومت په پارلېمان کښې چې د امريکې او لويديځ ملاتړ ورته حاصل دے شل چوکۍ او په کابينه کښې يو شمېر وزيران لری او د لبنان د مختلفو مذهبونو خلک د حزب الله حاميان او احترام يې کوی.
هغۀ وويل حزب الله د لبنان ازادی او خپلواکی غواړی که حزب الله غورځنګ نه ؤ نو نن به اسرائيليان په بېروت او نور کوم کوم ځاے کښې وو پکار دی حزب الله ته د عرب نړۍ د اتل په سترګه وکتې شی. د حزب الله ځواکونه هم د لبنان عرب دی څه له سپوږمۍ نه نۀ دی راکوز شوی او اسرائيليان يې له خپلې خاورې نه وشړل او نن د عربی نړۍ د خلکو زړونو کښې حزب الله لوے مقام لری
هغۀ د حماس په خقله د يوې پوښتې په ځواب کښې وويل زۀ د حماس بشپړه ملاتړ نه کوم خو دومره به ووايم چې حماس په جمهوری طريقه د عوامو په رايو سره په اقتدار کښې راغلے دے. او صهيونی رژيم د فلسطينيانو په غصب شوې زمکه کښې جوړ شوے دے. حماس ته حتی مسيحيانو هم راې ورکړی دی چې دا چاره د دې خبرې دليل دے چې د فلسطين خلک له اسرائيلو څخه د فلسطين ازادی غواړی او فتح ګوند ځکه ماتې وخوړه چې ورته د امريکې او نورو لويديځی حکومتونو ملاتړ حاصل دے.
هغۀ د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد په حقله د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د دنيا له نقشې نه د اسرائيلو د لرې کولو غوښتونکے دے وويل دا خو اسرائيل وو چې د دنيا له نقشې نه يې د فلسطينيانو روا او قانونی هېواد ختم کړے دے او اوس فلسطين په هيڅ نقشه کښې وجود نه لری او فلسطينی ولس يې له شناختی کارډونو، پاسپورټونو او نورو قانونی حقوقو څخه بې برخې کړے دے
هغۀ د يوې بلې پوښتنې په ځواب کښې زياته کړه امريکې او نورو لويديځو هېوادونو د ايران د اسلامی انقلاب د راپرزولو لپاره اتۀ کاله د عراق د صدام ډکټېټر هر اړخيز ملاتړ او مرستې وکړې او نن هم د ايران د سوله ايزو ايټمی پروګرامونو په خلاف يې فضاء زهرجنه کړې ده په داسې حال کښې چې اسرائيل په سلګونو ايټمی خويلې او د ډله ايزو وژلو خطرناکې ايټمی وسلې لری.
د يادونې ده چې جارج ګالوی چې مخکښې د کارګر ګوند نمائنده ؤ اوس يې د احترام ګوند په جوړولو سره د جارج بوش، ټونی بلېئر او براؤ ن د سياستونو سخت مخالف دی