يوتربورولاړبل راځی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور
داگست ۱۳

پرويز مشر لا له ارگ څخه نه و وتللۍ دافغانستان دبهرنيوچارووزارت دښاغلی کرزی ديوبل نږدې دوست چې دافغانانو لپاره دتربره حيثيت لري دراتگ اعلان وکړ .
محمود احمدي نژاد کابل ته راځی !
پدې پوره ډاډه يم چې د ايران ولسمشر محموداحمدي نژادبه هم پخپله غولېدونکې ويناکښي څرگنده کړی چې ددوستۍ ،اخوت اوورورۍ پيغام ېې له ځان سره راوړئ دي .
مگر په عمل کې هرڅه بل ډول !
دمحموداحمدي نژادتر راتگ دوې ورځي وړاندي جنرال پرويز مشرف پسله هغه چې دبوش دادارې دفشارله مخې مجبرأ کال ته راغلئ پخپلوخبروکې وويل چې دۍ ،افغان ولس ته ددوستۍ له پېغام سره راغلی دی . ډيرې غوړي خبرې ئې وکړې تابه ويل چې هيڅ نده پېښه شوې . هغه متل دی وايي : سل ئې مړه کړه دۍ ئې لابدی نه بولې .
۳۵ کاله دپاکستاني چارواکوپه اراده اوملاتړ افغان ولس داورپه لموګې سوځئ خو مشرف صاحب ورته دوستي وايي ، دکالوسره دخلکوپه سترگو ورننووزي وايي :(( پاکستان تل دا فکر لري چې په څنگ کې يې يو ارام او سوله ييز افغانستان واوسي ځکه وايي دا د پاکستان او د نورې سيمې د پرمختيا لپاره يو شرط دى. )) bbc
ددې خبري په جواب کې افغانان وايي :پاکستان تل دافکر کوي چې په افغانستان کې څنگه خپل لاس پوڅي دولتي واک ته ورسوي اوتل دافکر کوي چې څنگه داملک ويران اوخلک ئې له ستونزوسره لاس اوگريوان شی .
په هر حال ،سره لدې چې جرگې ته ئې په سپکه سترگه وکتل دمشرف صاحب وينا ټولو واورېده خداي دې وکړي چې هغه پر خپله دغه خبره چې وئي ويل (( زه چې څه وايم هغه پلي کوم )) ودرېږي .که خپلې دغه خبرې چې دامن دجرگې په وروستۍ شيبوکښې ئې وکړې پلې کړی زموږبه ډير مشکلات حل شي .
خبره کابل ته احمدي نژاد صاحب پر راتلونکي سفرده
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويل شوی چې ايران به د دغه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د همکارۍ يو هر اړخيز تړون لاسليکوي .افغانستان غواړي له ايراني غاړې سره په اقتصاد،کلتور ، ښوونې او روزنې ، کرهڼې او انرژۍ په برخو کې ديراني لوري دمرستو راجلبولوپه خاطرخبرخبرې وکړي .
ويل کيږي ايران په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو راهيسته د دغه هيواد د بيا رغاونې لپاره په دوو جلا غونډو کې د څه باندې ٦٠٠ ميليونه ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده . دبې بې سي په دغه خبر کې راغلی چې : ايران له افغانستان سره ښې اقتصادي اړيکي هم لري چې اوس د دواړو هيوادونو ترمنځ کالنۍ رسمي سوداگري تر نيم ميليارد ډالرو اوړي .بي بي سي 2007 ,12 اگست
بلې ايران پدې شرايطو کې دخپل هيواد دملي گټوپه خاطر علاقه لري دافغانستان سره نيم بنده مرستی وکړی ،او دا مرستي ديوې خاصي موخې لپاره دافغانستان په غربي ولاياتوپه ځانگړې توگه هرات اوتر هغه وروسته فراه کې مصر فوي . دوي غواړي پدغه سیمه کې ترهرځاي زيات نفوذ ولري ،اوامريکادېته اړه نشي چې ددوي سرحدي پولوته نږدې په پوځی عملياتومصروف وي ،دکال په پيل کې کله چې دشينډنډ په ولسوالئ کې پوځی عمليات پيل شوه تر هر چا زيات ايران اندېښمن و.دوي تر اوسه پدې باور دي چي پر ايران به امريکايي حمله دافغاني پولونه پيل کيږي ځکه نه غواړي دافغانستان له حالاتوبې خبره پاته شي ،علاقه لري دعراق دمسلې په شکل دافغانستان په اړوند مسايلوکښي هم يو مطرح هيواد وي .
دايوڅرگند حقيقت دی چې ايراني چارواکو اودڅار ادارې ئې خپلې ږېښې هغه وخت نوري هم غښتلی وځغلولې کله چې پر افغانستان باندي دشوروی يرغل په پلمه دامريکاپه هدايت دپاکستان په دودپه ايران کې هم کمپونه جوړ شوه او داسلامي اخوت ترنامه لاندي افغانان له وطن فرارته وهڅول شوه . هغه وخت دوي په ميليونوکډوال دخپلوشوموغرضو له مخې منل مگر اوس يوهغه افغان چې ددوي په گټه نه وي ورته دمنلووړندئ .
هغه وخت په پاکستان کې اوه تنظيمه جوړشوه ،دبهرنيومالي اومادي مرستي او وسلې ئې دپاکستان دڅارگری ادارې له لاري تر لاسه کولې .ايراني اخوندانو پخپله خاوره کې دمعينوموخو لپاره ((۸)) تنظيمه جوړکړه چې همدا اوس ددولت بدنه جوړوي ،دوي بيا دايران دڅارگرئ ادارې له لارې بهرنۍ پيسې او وسلې ترلاسه کولې .
پاکستاني چارواکې هوښيار وه په هغه وخت کې په اتومي قدرت بدل شوه ،ايراني اخوندان چې ترڅوله خوبه ويښېدل يوڅه ورباندي ناوخته شو،اوس غواړي په اټومی طاقت بدل شي .مگر امريکاورسره مخالفت کوی اودامخالفت پرځاي کاردی .
له بدمرغه ايراني اخوندان زموږترهغوديپلوماتانوچې په اروپاکې روزل شوئ دي په سياست کې پياوړي دي ،اوله بله پلوه ايراني چارواکي دبهرني سياست په ډگرکې دافغانستان په اړوند معينه ،دقيقه اوسنجول شوي ستراتېژي لري ،خو افغاني چارواکې له هغې نه بې برخې دي .
زه له افغانستان سره دايران دولت اومذهبی رهبرانوپر سياست اواړېکو خبري نه کوم ،دومره يادول غواړم ايراني چارواکې پخپلوکړنوکې خپلې گټې دقيقي په نظر کي نيسي .
ايران په افغانستان کې تر پاکستان کم نفوذ نلري ،اونه غواړي خپل دغه اعتبار پدې هيوادکې له لاسه ورکړي اودخپلوروزل شووډلوسره اړېکې پرېکړي . پدې موخه دغواړي له افغانستان سره منظمي اړيکي راکړي ورکړي ولري .
دايران مرستوته ځغلنده نظر:
۱/ دفرهنگی اوژبنی اړيکوترنامه لاندي پدغو شپږو کلوکې دايران لخوا ترتيب شوی اوچاپ شوی په سلهاوزره ټوکه کتابونه ،مجلې اورسالې افغانستان ته راوړل شوې .اوس زموږدمنلی دری ژبې پرځاي زموږماشومان ايراني فارسي زده کوی اوپه افغانستان کي پراته نوکرقلموال ئې شپه او ورځ دايرانی فارسي اوافغاني دری ترمنځ دهيڅ ډول اختلاف نه لرلواويوشان والي باندي ليکنې کوې، کله ناکله درې ژبې سپېڅلې ليکوال پدې ملامتوی چي فارسی ئې خرابه کړه .په ډاگه بايد ووايوزموږدولس دوهمه ژبه درې اوهغه په افغانستان کې مروجه اولويه شوې دری ژبه ده ،نه ايراني فارسی .
دافغانستان دولت يوشمير ځوانان ددولتي بورسونونه په استفادې سره هلته ولېږل چي تحصيلات وکړی ،داچې دا تحصيل يافته گان به بياڅومره په افغاني ټولنه کې ددې هيوادله کلتور ژبې اوملي يووالي سره علاقه ولري اودهغو دغښتلتيالپاره به کاروکړی ؟ نده معلومه ،خوښه بېلگې ئې همدااوس په افغانستان کې ايراني مشربه اوهلته روزل شوی کسان دی . دادفرهنگی مرستوترنامه لاندي فرهنگی يرغل دی !
۲/ په اقتصادي برخه کې ايران دپاکستان اونوري نړۍ پشان دمصرفي توکوپه برخه کې مرستي کوي ،زموږهيواد لويو او وړوتولېدي موسسو،ورکشاپوته اړتيالري ،مگر اوس دافغانستان ټول بازارونه دگاونډيودهغه جملې دايراني توکودخرڅلاوځاي گرځېدلی .
دکابل پوهنتون داقتصاددفاکولتې ديو استاد په وينا تر ۲۵۰۰ وړې توليدي پروژي يوازي په هرات کې هغه وخت وتړل شوې چې له ايران څثه ورته توکې په ارزانه بيه بازار ته وړاندي شول . هغه دهرات دبخارديگونوجوړونکواوبوټ سازانوشکايتونه ،مظاهرې اودافغانستان ددولت اړونده ارگانوغوږونه کاڼه اچول به مو هير شوي ؟.
۳/ په نړيواله ډيپلوماسۍ اواړيکو کښي ايران په دوه دليله بايدپه افغانستان کې دټيکاواوسولي له راتگ سره علاقمند نه وي :
الف : ايران نه غواړي په افغانستان کې يودموکراتيک نظام جوړ اوسوله تامين شي . که داکاروشي هرومروبه ئې تاثيرات پر ايران ډير وي ،خلک راپاڅېږي اودغه توتليتار،زموخت اوددموکراسی مخالف حاکميت ړنگوی . اوس دوي ورته وايي وگورۍ په افغانستان کې څه تيريږي ؟ اوايران کې ژوند څنگه دی .خودابيانه ورته وايي سره لدې چې دبدمرغه دافغانستان حکومت دنړيوالودميليارډوډالروسره ونتوانيد جامعه دترقی په لور بوزی خوبياهم تر اوسه لاهمدادبهرنيانوپه برکت پر انترنت پاڼو اودهغوڅخه پر استفادې بنديزندۍ لگېدلۍ . يونيم بنده دموکراسي شته ،چې داپه ايران کې نشته . په افغانستان کې پر دموکراتيکوتغيراتوبنديز يوله بهرنيو عاميلينونه ايراني چارواکي دی چې دخپلو پلويانوپوسېله دلته په افغانستان کې پر دولت فشار راوړي په يوه اوبله بهانه دتمدن مخه نيسي . ښه بېلگه ئې په مزارشريف کې پر ودونودنارينه هنرمندانودبنديزلگول دی . قوماندان عطا داکار ولي داپنځه کاله پخوا نه کاوه ؟ خو اوس ئي ديوچاپه اشاره اوهڅونه کوي . کنه داسل کاله په ودونوکښي نارينه اوښځو بدلې ويلي دي . ايراني اخوندان غواړي خپله دامريکاسره دمبارزي په پلمه اټم بم جوړکړي خوموږ ته وايي يوازي پنج کتا ب وايه !
دوي علاقه لري په افغانستان کې نفوذ ولري اوافغانستان ئې دتوکودخرڅلاوبازار وي .ټول پدي خبر دي کله چې افغاني لوري دترکمنستان سره دافغانستان له لاري دگازدپايپ لاين په هکله خبري کولې ،يادا اوس داخبري رواني دي يوازنۍ هيوادچې دپردي شاته مزاحمت جوړوي ايران دي اوهمدا ايراني اخوندان دي چي له پاکستان سره ېې په همدې اوړي کې دايران لخوا دپاکستان دخاوري نه تر هندوستان پوري دپايپ لاين دغځولوپرسره يوه لوزنامه لاسليک کړه . داډول کړنې دافغانستان گټوته تاوان رسوی .
ب : ايران دشانگهاي تړون دليدونکی په توگه چې په نږدې راتلونکی کښي به ئې غړيتوب تر سره کړي ،اړدي ددې تړون پاليسي پلې کړی .ددې تړون دسرغندويه هيوادونه لکه روسيه اوچين دارواپايي يوشمير هيوادو، امريکا اونگليستان سره دتيلو،گازاوپه سيمه کې دنفوذ دساتلوپرسرچې پکښې نوري اقتصادي اوسياسي گټې هم نغښتي دي اختلاف لري . دشانگهاي دتړون غواړي خپلومخالفينوپه تيربيا امريکااو انگليستان ته په افغانستان کې خنډونه جوړکړي اوهغوي له ستونزوسره مخامخ کړي ،تر دې کچې چې ناکامه فرارته ئې مجبورکړي . دافغانستان په پارلمان کې وکيل اودپوځی اموروکارپوه نورالحق علومى دپژواک خبري اژانس سره په خبروکې وايي : ((گسترش ناتو در آسيا و جنوب آسيا را براى روسيه غير قابل تحمل ميداند و مى افزايد که از بين رفتن پيمان وارسا و گسترش ناتو، براى روسيه موجب احساس خطر شده است ))
يوبل څېړونکی مژده دپژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې :(( روسيه اکنون ميخواهد بصورت مستقيم و غير مستقيم در تقابل گسترش ناتو در منطقه قرار بگيرد وايجاد مزاحمت نمايد که ثبوت مدعا نمايان شدن راکت هاى جديد سام ٧ روسيه ضد طيارات ناتو مى باشد که به دسترس طالبان قرار گرفته است .))
ددې تحليلگرپه نظر (( روسيه با اين اعمال خود، نشان ميدهد که ناتو و امريکا يکه تاز ميدان نيستند.))
يوبل سياسي څېړونکی چې نه غواړي نوم ئې واخيستل شي دپژواک خبري اژانس ته څرگنده کړې ده چې : ((روسيه با تحرکات خويش در افغانستان ،براى امريکا وناتو مزاحمت ايجاد ميکند.وى دليل آورد که روسيه جبهۀ ملى را تشويق ميکند که درمقابل حاکميت ناتو و دولت افغانستان متحرک شود و سلاح هاى جديدروسى در شمال افغانستان و سرحد ايران نيز ديده شده است.موصوف مدعى شد که مراکز سابقه مجاهدين در طيبات، تربت جام و بيرجند در ايران به پايگاه کنونى يحياى خوردترک طرفدار طالبان تحت نام لشکر محمد رسول الله به ضد قواى خارجى در افغانستان تبديل شده ، تحرک دوبارۀ جنرال دوستم رهبر سابق جنبش ملى و بدست آمدن سلاح از منزل اکبرباى رهبر تُرک تباران در شمال افغانستان، تبلور عملى تحرکات روسيه است .))د۱سد ۱۸
هغه اختلاف چي دامريکا اوهغه دپلويانوله ايران سره داټومی انرژی دمسلې پرسرراپورته شوی دي ،دادايران لپاره په گټه ده چي له دوي سره دامريکاپر خلاف دښمنۍ کې روسيه اوچين مرسته وکړي . ايران همدا اوس دامنيت شورا لخوا تر اقتصادي محاصري لاندي ژوند کوي ،له هرې خوابنديزونه پرېلگېدلې دي .
ټول پدې خبر دي چي څوځله امريکايي چارواکوپر ايران دحملې گواښ کړئ ،ايران له ځان څخه ددفاع توان نلري ،غواړي داتوان پيدا کړي ،ايران تراوسه دروسي دبهرنيوچارودوزير سرگې لاوروف په ويناداسي راکټونه نلري چې په اروپاکې امريکايي اهداف له منځه يوسي ،نوامريکاخوډيره ځينې ليري ده.پس نږدې سيمه چې کولاي شي يوازي دپيسو اووسلو پواسطه امريکا اواروپايي هيوادواوناټوته سرخوږئ پيداکړی ،هغه سيمه افغانستان دي .
۴/ که له پخوانيو وختونه تير شوپدي شپږکاله ايران دافغانستان په کورنيوچاروکې لاس وهنې کړې دلاس هنوموخه ئې له يوې خواپه افغانستان کې ضعيف حکومت ،ددموکراسی نشتوالی ،اقتصادي بيرته پاته والی اونوردي اوله بله پلولکه چې مخ کې ورته اشاره وشوه دامريکاسره ددښمنۍ دترسره کېدوبهترين ځاي اووسيله همدا افغانستان دی .
پر افغاني چارواکوچي دامريکادغښتلي ملاتړ نه برخمن دی دسياسي اوټولنيز فشار په موخه په دو مياشتو کې تر ((۲۰۰ ))زره زيات افغانان دټولو اخلاقي ،گاونډيتوب اونړيوالونورومونوخلاف په زرواوجبر له ايران څخه داسي وايستل شوه چي نيمه کورنۍ ئې په ايران کي پاته وه اونيم ئې ترپولې را اړولې وه .تردې لادردونکې بله خبرهدا چې دزيات شمير کډوالوشتمنۍ لوټ شوې ده ،دوي خالي لاس له ايران څخه وشړل شوه . داواسلامي اخوت ! داوددوي اوددوي دنوکرانوپه اصطلاح دژبنۍ اومذهبي اړيکواوښومناسباتوبېلگې . داځي هغه پاته افگانان دکوم ډول تحقير ،توهين اوزړه بوږنوونکوشراېطوکې ژوندکوي ،ليکل ئې ناشونی دی ،په يوه کليمه هلته پدغه دايراني اخوندانوپه وينابلاتشابح جنت کې افغانان ددوږخيانوپشکل ژوندکوی .سوېډن ته راغلی هزاره زلمي هره ورځ راته قيصې کوي ،زړونه ئې ددوي له ظلمونه داغ داغ دی .
دافغاني څېړونکی اودنړيوال قلم والوغوڅ اکثريت پدي باوردي چې ايراني چارواکي هم ترهگر روزي اوهم دافغا نستان داوسنۍ اداري مخالفينوته وسلې ورکوي . دپورته ويشل شوو دلايلو له مخي ايراني چارواکي خپلو موخوته درسېدو لپاره بايد داکار وکړی .ددوي لخوا نکار دامعنا نلري چي دوي پخپلو خبرهوکې صادق دي .
پدې ورستيو کې په ايران کې جوړې شوې وسلې دافغاني امنيتي چارواکولخوا په هرات ،فراه اونيمروز ولايتونوکې په وار وار دژورناليستانودکتنې لپاره نندارې ته ايښودل شوی دي .
پخوا هم په ولسي جرگه کې دهرات وکيل احمدبهزاددپژواک خبري اژانس ته ويلې وه چې : (( اطلاعاتى ما داريم که سپاه قُدس ايران که جزء پاسداران ايران است ، اقداماتى را براى تجهيز و اکمال مخالفين درداخل افغانستان، سازماندهى ميکنند.)) داسد ۱۸
امريکا اوبريتانيا څوځله پدې هکله خبر ورکړی دی ،څرگنده کړې ئې ده چې طالبان په وسلوسمبال له ايران څخه دبهرنيوپر خلاف جگړې ته استول کيږي .
ښاغلی نورانی سياسي کارپوه هم پدې نظردي وايي : ((وضعیت در حال حاضر به گونه ای است که ایران نامتمایل نیست که در افغانستان دخالت کند. شماری از طالبان حتی فرماندهان مهم آنها بعد از سقوط امارت شان در افغانستان به ایران متواری شدند و عده ای از آنها اکنون هم در ایران هستند.)) بي بي سي دمارچ ۶
پدې ورستيو کې يوغربي ورځپاڼه ليکونکی چې دافغانستان اوايران پولې ته څېرمه ئې زياته موده تيره کړې ده ددولت ديوشمير مخالفينوله خولې چې ايرانۍ وسله ئي پلاس کې وه وايي : داخلک ايراني وسله لري اوهم ئې زخميان بيله کوم ممانعت نه په ايران کې مفت په روغتونوکې تر تداوی لاندي نيول کېږي کله چې جوژ شي دوباره افغانستان ته دجگړې لپاره راځی . بي بي سي دمارچ ۶
داچي دافغانستان دبهرنيوچارواوسني وزيرڅومياشتي وړاندي دپارلمان په غونډه کې ايران ته دسفر ټوله قيصه اوداستان بيان کړ،اودافغانستان په چاروکې ئې له ايراني موخواوبربنډه لاسوهونکوغوښتنوپرده پورته کړل دلته ليکل ئې تکرار بولم ،تاسويوځل بيا هغې ويناته خپله مراجعه وکړی هرڅه ه به درته څرگندشي .
مگر پردي ټولو ويل شوواونه ويل شووفکټونوسربېره دافغانستان جمهور ریس دايران جمهور ريس خپل دوست اودايراني چارواکوپر لاس وهنوپرده اچوی .
ښاغلي کرزی دسي ان ان له تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې چي داسد پر ۱۶ خپره شوه وويل ايران دافغانستان په چاروکې مثبت رول لوبوی . هغه وړاندي ايضافه کړه ايران دتروريزم اومخدره موادوسره دمبارزي په لارکي دافغانستان حامي دی .
خوکله چي دکمپ ديودپه مطبوعاتي کنفرانس کې له ښاغلی بوش څخه دايران دمثبت رول په هکله پوښتنه وشوه هغه ونه منل .بوش وويل حامد کرزی ترټولوښه پوهېږي چي په هيوادکې ئې څه تيرېږي ،زه حاضر يم دکرزي نظرياتوته غوږو نيسم .
جوربوش وويل ايران بايدخپله دوستی اومثبت نقش لوبول ثابته کړی .بي بي سي داسد ۱۴
مگر رابرت گیتس،امريکادمتحده ايالاتوددفاع وزير چي دير تازه دمنځنۍ ختيځ له سفره راستون شوی و دکرزي خبروته په اشاري سره څرگنده کړه : ((فکر می کنم ایران هر دو طرف ماجرا را گرفته ... هم به دولت افغانستان یاری می رساند و هم اقداماتی در راستای کمک به طالبان همچون اسلحه رسانی انجام می دهد.))
خوايراني چارواکي دتل پشان دطالبانواودولت له مخالفينوسره دوسله والي مرستي رسولونه انکار کوي .
دادی اوس داتربور چې په خوله ددوستی خبرې اودهراړخيزومرستو وعدې ورکوي ،سبا کابل ته رارسېږي . دومره ئې بايد په ياد وي چې نورافغان ولس په غوړو اوغولونکوخبرواووعدونشي غولولاي .
ښاغلی محمود احمدي نژاد دافغانانوگران ميلمه ندی .اوله راتگ سره ئې چندان علاقه نشته . پدې ټول پوهيږي چي کمپ ديود ته دکرزی تر سفر وروسته ايراني اخوندان يوڅه وارخطاشوی دي غواړي هرڅه پخپلو غوږو واوری .اوله بلې خوا کرزی وهڅوي چې ستاسوبې ځايه ملاتړ زموږدمنلووړدی اودرناوی ئې کوو. کابل ته دراتگ يوه موخه ئي دښاغلي کرزی نه دمننې څرگندول دی . پاي