دوه همشکل انځورونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اجب خان

څو ورځې د مخه خبر شوم چې په پاکستان کې د طالبانو د تورې واکمنۍ سفير ملا ضعيف د خپلو خاطرو کتاب ليکلى او خپور کړى دى. کتلو ته مې يې هيڅ زړه نه کېده ځکه چې لدې وړاندې مې د يو بل طالب مشر وکيل احمد متوکل کتاب لوستلى و چې ډېر زيات بې مطلبه کتاب و. خو بيا هم له خپل عادته مجبور شوم او د ملا ضعيف کتاب مې پيدا او ولوست. د کتاب نوم دى "د ګوانتانامو انځور". دا يو تصادف و چې د دې کتاب د لوستلو پر مهال مې هغه عسکونه او ويديوګانې هم وکتلې چې د طالبانو د وحشي واکمنۍ پر مهال د دوى د ظلمونو انځورګري پکې شوې وه. د دې دواړو شيانو په يو وخت لوستل ماته داسې يو عجيب و غريب احساس راکړ لکه انسان چې په اور کې سوځي او چې کله اوبه وويني نو ورودانګي خو هغه اوبه نه بلکې خوټکېدلي تېزاب وي. بالکل همدغه حال و، چې د ملا ضعيف په کتاب کې مې د امريکايي زندانونو ظلمونه ليدل نو ورسره مې د طالبانو لخوا د افغانانو د وژلو، ټکولو، زورولو، تعذيبولو، د افغاني ښځو د سپکولو او افغاني ځلمو د شکنجه کولو صحنې هم ليدلې. دا دواړه انځورونه ماته بېخي همشکل ښکاره شول او ومې ويل چې که امريکا د ظلم او وحشت يو نوم دى نو طالب يې دوهم نوم دى، که امريکا د افغانستان د ورانولو او په جنګونو کې د ښکېل کولو له هرې لارې کار اخيستى نو طالب په دغه هره لاره کې د امريکا د ښي لاس رول لوبولى او امريکا چې په افغانستان کې هر څه کړي او کوي يې د طالب برخه ورسره يو برابر ده.

خو يوه خبره چې دا کتاب ځانګړى کوي دا ده چې ملا ضعيف د خپل بادار (پاکستان) اصلي شکل پخپله هم پېژندلى او خلکو ته يې هم ورپېژندلى دى. هغه وايي کله چې زه پاکستاني چارواکو ونيولم او امريکا ته يې سپارلم نو ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې زما ګناه څه ده؟ ايا مونږ ټول مسلمانان نه يو؟ پاکستاني چارواکو وويل چې اوس خبره د اسلام او جهاد نده اوس خبره د پاکستان د ګټو ده. ملا ضعيف منلې چې کوم پاکستان په افغانانو باندې د اسلام لپاره جهاد کوي هغه پاکستان زه ونيولم، ډېر زيات د بې غيرتۍ وضعه يې راسره وکړه او په لوي لاس يې پر امريکايانو وپلورلم.

تر کومه ځايه چې په امريکايي زندانونو کې ملا ضعيف سره د شويو ظلمونو کيسه ده نو دغه بېخي سمه ده چې امريکايي عسکرو ورسره ډېر زيات ظلم کړى دى خو د دې خبرې لپاره دوه جوازونه شته. يو دا چې طالبانو سره چې څه کېږي دوى خلکو سره همداسې کړي دي. او دا يوه منلې خبره ده چې څه کرې هغه به ريبې. په تفصيل کې زه ځکه نه ځم چې دا ګردې نړۍ ته معلومه ده چې طالبانو څومره وحشت او د بشر د تصور او ګومان څخه ليرې کارونه کړي دي. دوهمه دا چې، لکه چې ملا ضعيف يې په خپل کتاب کې يادښت کړى دى، د امريکايي عسکرو په نظر کې دوى انسانان نه وه ځکه چې انسانان هغه کارونه نشي کولى کوم چې طالبانو کړي وه. په دغو خبرو امريکايان او طالبان پخپلو کې سره ښه پوهېږي، ماته خو دواړه د افغان ولس يو ډول دښمنان ښکاري. او دا څه ډېره غلطه خبره نده ځکه چې همدې طالبانو او مجاهدينو د امريکا لپاره ډېر لوي ډالري جهاد کړى دى، او همدا خلک وه چې څو کاله مخکې امريکا او ګردې غربي نړۍ مجاهدين بلل خو اوس ورته ترهه ګر وايي. مطلب مې د خبرې دا شو چې امريکا او طالب د افغان ولس لپاره دواړه د بشر د تاريخ ناوړه دښمنان او د افغانستان ورانوونکي دي. خو ملا ضعيف خپلو طالبانو ته په دې کتاب کې يو پېغام ورکړى دى چې پاکستان د اسلام او جهاد سره هيڅ علاقه نلري. که نن په ملا ضعيف ده، سبا په حکيمي ده او بله ورځ په بل او په بل. تر څو چې پاکستان غواړي دا طالبان او مجاهدين به په افغانستان کې په ترهه ګريو بوخت ساتي او افغانان او افغانستان به ورباندې له منځه وړي خو چې کله پاکستان لازمه وګڼله په امريکا به يې وپلوري او ډېر په اسانۍ سره به يې د مرګ کندې ته ورديکه کړي. دغه انجام د متقي هم دى، د مطمئن هم دى او د ملا عمر هم.

د طالبانو او ټولو افغانانو لپاره ښه لاره دا ده چې ټول سره په افغانستان کې راټول شي، په خپل هېواد کې کښېني، جرګه شي، رايه ګيري وکړي او په خوښه او صلاح سره خپل وطن جوړ کړي. نه به بيا دلته امريکا پاتې شي او نه برتانيه. ټول به په خپله مخه ځي. نه به جهاد ته اړتيا پاتې شي او نه فساد ته، نه به د پاکستان په وړاندې کمزوري يو او نه به د عربو خيرات ته لکه سوالګر ناست يو، نه به کرزى نا اهله وي او نه به ملا عمر ترهه ګر. نه به حکمتيار د اي ايس اي ايجنټ وي او نه به دوستم خپلې شخصي ملېشې جوړې کړاى شي، نه به مو څوک ژبني حقوق غصب کړي او نه سياسي. او که حال همدغسې روان وي چې طالبان د اي ايس اي ايجنډه پر مخ بيايي او کرزى د امريکا، او هر څوک د خپل خپل وس ترمخه ورانکاري او ترهه ګري کوي نو بيا خو زما دعا دا ده چې خداى پاک دې دا وطن بالکل د نړۍ د مخ څخه پاک کړي چې له غمه خو يې بېغمه شو. نور خو زمونږ په وس کې هيڅ نشته.