ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي

په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي

 

په هویت د افغانیت باندې شرمیږي

ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي

مضمونی نیست جز غم و درد وطن مرا

دیګر حکایتی نبود در سخن مرا

نی خط وخال و نی طرهء زلف عنبرین

نی سرو ناز میکشد طرف چمن مرا

چې وختونــه يـو پــــه بل پسې سبا شي

حقايق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شي

 

چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې

دا حتمي ده چې عالم کې به رسوا شي

ــــ

راغلې د لته،

دڅه لپاره؟

دچا لمسون

او،یا:

 دچا په هڅـــه؟!

+

سلا،مې داده

چی استاذ ته دې

ووایې دا!

+

زما،ډیرګران اوهم زړه سواند استاذه

ما، دې لاسونه ډیرښکل کړی او،

په لیمومښلي،

انډیوالانومې ډیرئ ستادفتواله مخی

ځانونه وچوول جنتیان شوول

خدای بښلی دي ټول.

زه،هم هرومرو دهغوپرپل لاره وهم

زه:

اندیښمن یم چی په کورکې دخپلوانو په جګړه،

به واوړې

شي ماڼیجن او،دپیغوربه شې

چی:

پر،پردیوجنت ویشې لوریېنه لرې

او:

پرخپل اولاد او

پرخپلوانو لاس نیولئ ښکارې؟

ددې لامل راته بربنډ کړه چی می سرشی پرې خلاص

ستاپه خپلوانوکی ډیرښه انډیوالان،می خپل کړل،

چی دوی له ماځنی ګیله ونکړي

خپل امتیازکی می دزړه په مینه کړل شریکان

استاذه بیادی ښکلوم لاسونه،

زما دلاری،

ثوابی اوجنتی لاری ملګری به وی:

زوی،

وراره،

خوریی،

زوم،

او،هم کشری وروردې،

چی دجنت په ګلبڼونوکی له حوروسره

لدی فانی نړۍ کسات واخلو

دا ځلي وارمودئ ټول ځوپه ګډه

داپنځه واړه

ماسره منلي

شو،به ددې ثوابی لارې جنتی ملګري

دسترګورپ کی

به موږ،

دفانی ژوند له ستونزو

ورایخوا واوړو

او:

ابدی ژوندکی چړچی،عیشونه کوو.

استاذه ستا دلارښوونواودعابرکت

موږته کړه لاره خلاصه،

اوګناهونه څنډو.

ترموږه وروسته

 بیا له ورورسره می

استاذه،ستاسودئ واردئ.

لخیره راشئ

چی دمنبروعظونو

او،دځوانانو هڅوونوویاړن اجرونو

حق الزحمه کړئ خپله.

دادنیایی عیشونه

ورته بڅرکی ندي،

ډکی ویالی دشیدو،شاتو

او:

رواشرابو!

داهغه څه دي چی دې موږته ویل

اوس،موږته ښایی چی له تاسره

شریکی مینی پرپل

شریکه کړوخبره

په اسلامی لیکه کی ځوپه ګډه.

++

استاذ،سوچونوکی شو داسی لاهو

چی کومی «وحیی؟!»لره څارپاتی

خپل مرګ،

یا:

هم دخپلوانومرګ په سترګووینی

ستونۍ یې بنده،ساه یی بنده،دریدلي سترګی

له خوله یې هیڅ کومه خبره دوتلونده

لکه چی:

کله ناکله د مداری شپیلۍ شی بنده

غږکړي«توله می چا بنده کړه؟»

استاذه څه چل وشو؟

ووایه؟!

ډیرځنډ چوپ پاتی شوې

او:

که خدای مکړه،

څه،روغتیایی ستونزه ده؟!

خپلوخپلوانوته دی ،

دجنت وردخلاصولوکومه دعا نه درځی؟

او،که ده ستونزه بله؟

++

استاذ؟! کړه غاړه صافه داسې ارشادیی وکړ:

طالبه! ډیرډیرسپین سترګتوب مه کوه

خپل اوخپلوانوته امتیازورکول

 لویه ګناه ده موږته،

ما دالله(ج)پیغمبر(ص)اودقرآن په حکم

دا،امتیازپردیوته وړیابښلي

ژبه کړه بنده لکه نوروپشان

 (صم،بکم،عمی)لایعقلون پاتی شه

ګنی دوغز(دوزخ) ته به ځي

خوشی مرداربه ومري.

استاذه،ستا له ځوابه داپوښتنه راغله:

ماته دې ویلی چی دي وروراوخپلوان

کړه شریکان دلاری

یعنی امتیازکی شریک

اوس دي له قوله اوړي؟!

درځنی ستړی ستړی ستړی شومه

ډیره غوسه می راغله وایمه دروایی خله،

ډیرئ ځوانان دې:

عربان،تاجیکان ،ازبیکان چینایان ایرانیان

او،داسی نوردې غولولي بس دئ

دنیا دولت دې پرې ګټلي بس دئ

دتیروتلوتیرایستلووخت تیرشوی دئ اوس

د خدای بښلیو جنتیانو کورنیو واردئ

چی ستا سلام اودرناوی ته راشي

او:

داستا مینه له جنته سره

په دوه اړخیزه مخامخ خبرو

سمه کره په استدلال وتلی

لکه چی تا تللیوځوانانوته

ټول ګناهونه په ثواب تللي

داستا په کړوکی زه بل څه وینمه

اسلامی نښه په کې نه وینمه

«آمنت بالله » دی هم نه قبلیږي

دلعنت طوق دې ترقیامته،

 په اورمیږګرځوه

دغبرګولی ۱۴مه ۱۳۹۶

 

زیاتې مقالې …