توپیر

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


عزیزی غزنوی

یو له لوږې کنجاره خوری په کېږدۍ کې
بل ویده ده په اتیا پوړه ماڼۍ کې
یو په شا درانده بارونه په ګودر وړي
بل ډالر او سپینې سرې وړی په ځولۍ کې


یوه ته وچه ډوډۍ نه ور پیدا کیږي
بل ته ایښي سور شراب ده په تالۍ کې
یو د اوښکو په دریاب کې دی ډوب شوی
بل نڅاوې او مسکا کړي په خوښۍ کې
یو په ښار او په جومات کی انتحار کړی
بل کړی هڅی د اولس په آرامۍ کی
یو بی وزله خو سر نه ټیټوی چا ته
بل پیسو ته د پردیو غلامۍ کړی
یو د خلکو او وطن په غم کی سوځی
بل دشمن ته  ډَول ډَول سلامۍ کړی
یو په خپل بد او ناوړو افتخار کړی
یو د ښه صادقانه ژوند پلوۍ کړی
ای زما او د عالم عزیزه خدایه
کاشکی لږ څه عدالت وای په نړۍ کې

عزیزی       غزنوی
تورنتو       کانادا