میرویس نجیبي
ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي
د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي
چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو
بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي
د کتو توپیر
چا مجنون ته د لیلا څېره غندله
چې له ده نشته بدرنګه چېرته بله
رنګ يې تور پزه يې پیته ورته پام کړه
ځانته وګوره ورځه اغلې پېغله
مجنون زیر په حيرانۍ ؤ دې سړي ته
هيڅ له خولې نه يې خبره نه وتله
خو اخر يې په کرار ووې سړي ته
ته ګرم نه يې چې لیلا دې وکږله
ځکه ته لیلا په خپلو سترګو ګورې
ستا کاته نه دي د مينې له امله
ستا کتو کې ده رخه کرکه نغښتې
ځکه ته ښایست لیدی نه شې هيڅکله
له ما زیات به لیوني سرپه سارا شي
که لیلا دې زما په سترګو ولیدله
کوم توپیر چې دی زموږ دواړو څېرو کې
هومره فرق شته دی زموږه په څېرو کې
ومنه قسم جینۍ
میرویس نجیبي
ومنه قسم جینۍ
زه درپسې مرم جینۍ
نورې سترګې ښکته کړه
نه لرمه زغم جینۍ
خدای به دې راواړوي
د وطن درد
عبدالملک پرهیز
د تیارو له خولې وتلې تور بلا ده
وير ماتم يې دی راوړی واويلا ده
په هر لاره او کوڅه ولاړ دېوان دي
له سرو داړو، دار د وینو برالا ده