ناوکي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


راځه ورو وروناوکي
مبارکه مو دا ښادي شه
قدم اخله په لیموکې
په نصب مو خوشالي شه  
------
نن ښادی ده خوشالي ده
دا د مینې خوږ ارمان دی
د یو نوی ژوندون پیل دی
نوی عهد نوی پیمان دی
هرخوا بل دی مشالونه
زیب او زر موزندګي شه
قدم اخله په لیمو کې
په نصب مو خوشالي شه  

د نجونو مینځ کې هر قدم په مکیزو ګده
ښکلې ناوې قدم ورو ورو ګده

ډیر ګیله من یمه زه
په زړه غمجن یمه زه
 د ستا د حسن ،ښکلا
ډیر ارمانجن یمه زه
قدم راواخله هر قدم دې په نخرو ګده
ښکلې ناوې قدم ورو ورو ګده

شیرین رخسار مزه کا
ډول او سینګار مزه کا
ستا د ښکلا نه لوګی
شیرین ګفتار مزه کا
در سره زیبي شینکی خال پاس په ابرو ګده
ښکلې ناوې قدم ورو ورو ګده
-------------------------------
سمیع الدین افغاني
۳ – ۱ – ۲۰۱۸

 

 

 

م۰کال