دوه رنګي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

وریت په اور مو هر ارمان شو

تور لوګی جګ تر آسمان شو

نوې نوې نغمې راغلې

هر څوک سر نغمه د ځان شو

میکدې شوې ړنګېدو بنګې

د مطرب ځای بیابان شو

ها شراب اوس زنګ وهلي

دغه نوی زړه ته زیان شو

هره خوا د اور لمبې دي

نفرتونه ډېر ارزان شو

د باور مزي شلېدلي

چې پټ لمر په لوی اسمان شو

مخ ته یو په څټ بل شان دی

دغه حال د مسلمان شو

ښکلی دوست دی بې وسئ کې

شي دښمن چې کله خان شو

ژر جامې ژبه بدل کړي

چې مقصد یې سود او زیان شو

ما لیدلي داسې خلک 

هم کافر هم مسلمان شو