د پېښور یوسف خان څنګه د بالیووډ دلیپ کومار شو؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هندۍ سینما له لومړنیو ممثلینو یو خورا مشهور یوسف خان چې د دلیپ کومار په نامه یې شهرت وموند د ۹۸ کلونو په عمر په ممبۍ ښار کې د چارشنبې په ورځ (د جولای پر ۷) مړ شو. نوموړی چارشنبه له ځايي وخت سره سم مازدیګر پنځه بجې په رسمي مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو.

دلیپ کومار تر پنځو لسیزو زیاته موده د هندي فلمونو مشهوره څېره وه، چې ګڼ شمېر فلمونه یې خورا کامیاب وبلل شول.

نوموړی د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې د ۱۹۲۲ کال د دسمبر پر ۱۱ زېږېدلی او یوسف خان نوم پرې اېښودل شوی و، چې وروسته د بالیووډ په فلمي نړۍ کې دلیپ کومار فلمي نوم ورکړل شو.

دلیپ کومار لومړی ځل ۱۹۴۴ کال کې جوار باټا نومي فلم کې راڅرګند شو، خو اصلي شهرت یې له انداز نومي فلمه وموند، چې ۱۹۴۹ کال نندارې ته وړاندې شو.

په دې فلم کې له دلیپ کومار سره نرګس او راج کپور هم رول لوبولی و، چې وروسته دغه دواړه ممثلین هم خورا کامیاب ثابت شول.

د دلیپ کومار د ژوند لیک لیکونکی لارډ میګهناد ډیسايي نوموړی د تمثیل له پلوه د هالیووډ له مارلن برانډو او د ایټالیا له مارسیلو ماسترویاني سره پرتله کوي.

دلیپ کومار چې بې ساری تمثیل یې د بېلګې په توګه یادیږي، نه یې تمثیل ته لېوالتیا درلوده او نه یې ګومان کاوه، چې د خپل نوم پر ځای به په بل نوم وپېژندل شي.

د دلیپ کومار پلار سرور خان د میوې کاروباري و او ځوان زوی یې یوسف خان په کم عمرۍ کې ورسره کاروبار کې مرسته پیل کړه.

دلیپ کومار یوه ورځ له پلار سره له لفظي شخړې وروسته د هند پونې ته لاړ او د انګریزانو د پوځ یوه کانټین کې یې مزدوري پیل کړه.

په همدې کانټین کې د مزدورۍ پر مهال د هند خپلواکۍ پلویتوب له کبله دلیپ کومار ونیول شو او له زندانه خوشي کېدو وروسته بېرته ممبۍ کې چې هغه مهال بمبۍ وه، د پلار کور ته ستون شو.

دلیپ کومار په خپل ژوند لیک (وجود او سیوری) کې کاږي، چې هلته یې ممبۍ کې د بالښتونو پلور کاروبار هم وکړ، خو کامیاب نه شو.

هغه وخت دلیپ کومار د کاروبار لپاره دادر سیمې ته پر لار په یوه ریل تمځي کې د راني مسایلو ډاکتر مساني ولید، چې د ممثلې دیویکا راني لیدو ته روان و.

ډاکتر مساني دلیپ کومار ته هم بلنه ورکړه، چې د فلمي سټوډیو مېرمن دیویکا راني لیدو ته ورسره لاړ شي، چې کېدای شي په دې توګه فلمونو کې رول ومومي.

دلیپ کومار په خپل ژوند لیک کې کاږي، چې کله ډاکتر مساني دیویکا راني ته وروپېژاند او په فلمونو کې یې د رول ورکولو هیله ترې وکړه، هغې سملاسي د میاشتې ۱۲۵۰ روپیو بدل کې د تمثیل وړاندیز ورته وکړ.

۱۹۴۳ کال کې د دې هوکړې پر مهال دلیپ کومار ګومان کاوه، چې ۱۲۵۰ روپۍ خورا ډېرې پیسې دي او دا یې ښايي د کال تنخوا وي، ځکه یې له مېرمنې دیویکا راني دویم ځل پوښتنه وکړه او د هغې له تایید وروسته یې د دې شرکت په فلمونو کې د اتل یا هیرو رول لوبولو هوکړه لاسلیک کړه.

دلیپ کومار په خپل ژوند لیک کې مخکې کاږي، د سهار له لسو د ماښام تر شپږو به یې سټوډیو کې د تمثیل زدکړه کوله، چې یوه ورځ دیویکا راني خپل دفتر ته وباله او هیله یې ترې وکړه، چې که د فلمونو لپاره خپل نوم له یوسف خان دلیپ کومار ته بدل کړي.

له هغه وروسته یو په بل پسې د دلیپ کومار کامیاب فلمونه نندارې ته وړاندې شول، چې د 'مېله، نیا دور، ګنګا جمنا، دېوداس او مغل اعظم ' په نومونو فلمونه یې خورا ډېر کامیاب ثابت شول اود دلیپ کومار تمثیل پکې ډېر وستایل شو.

د دلیپ کومار د ژوند لیک کتاب لیکوال لارډ میګهناد ډیسايي بي بي سي ته وویل:

"دلیپ کومار د هندي سینما تر ټولو غوره ممثل و، ډېر فلمي ستوري شته، ځینې یې تر ده لوی دي، خو تر ده ښه ممثل نه شته. دی په خپل وخت کې د تراژیدي رول لپاره تر ټولو ښه ممثل و، خو دغه راز د ټوکو، ټکالو په رول کې هم بې ساري و".